111

دخیالونو ملکه

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر
تلوسه می ده ستاخم ته له شرابو دي واري شم 
راته خانده راته خانده قربان تا نه سل واري شم 
دا اغزي اغزي وجود میرا خړوب کړه را خړوب کړه 
تناک زړه می را پرهر گړه چی خودی کی بی خودی شم 
ډ يوي نوره هم لمبه شه پلوشی دي را خوري کړه 
زه چی سوزم ژوندی پایم په اورونو کی هستی شم 
هره ورځی را ز يا تيږي سل خلاوي می په زړه کی 
څوک ئى ولی نه را درومي؟ ز ما خیاله! در زاری شم
پرښتی زما دشعر ، ملکی می دخو بونو !
را ته ډکه داخلا کړه ، ژوند می واخله چی خودی شم 
دعدم غی ږ کی پرته یم پوه کړه نوي ساه می ځان کی
راشه راشه چی نغمه شم، ترنم شم، شور مستی شم 
ستړی کړي خاموشییم ، ژوندی   بت یم داچی خوځم 
احساسات می راژوندی کړه خیر که وسوځم ستی شم