خواجو ملیزی د (تواریخ افاغنه) لیکوال
دا کتاب د ۱۰۳۱ ق او ۱۰۳۳ ق تر منځ په پښتو ژبه د خواجو ملېزي په قلم تالیف سوی و، چي دی د يوسفزو د لوی مشر خان کجو له مصاحبینو څخه یوسفزی لیکوال و، او په خپل تواریخ افاغنه کي يې له ۸۸۰ تر ۹۹۴ ق پوري د پښتنو قبيلو هجرتونه او جنگي او اجتماعي پيښي د خان کجو تر مرگه ليکلي وي.
د دې کتاپ یوه نسخه د ۱۱۸۰ ق په شاوخوا کي د هندوستان د شها جهان پور د پښتانه نواب بهادرخان داود زي په کتابخانه کي وه. او هغه يې د روهیل کهنډ مشهور حافظ خان بریځ ته واستوله، کله چي دغه پښتون حکمران دغه نسخه ولیدله نو يې د خپل دربار يوه پښتون لیکوال پیر معظم شاه ته وويل چي دا نسخه واخله په ساده ژبه يې د عامو خلکو د کتلو لپاره ترتیب او تهذيب کړه نو معظم شاه هم دغه کار په گډه وډه پښتو او فارسي تر سره کی چي د تواریخ رحمت خانی تر عنوان لاندي ښودل سوی دی (نمبر ۵۳)
متاسفانه د خواجو اصل کتاب تواریخ افاغنه اوس نسته خو د دوهم مؤلف پیر معظم شاه سره را اوډلی او سم کړی کتاب د تواريخ رحمت خاني په نامه چاپ سوی دی.
خواجو خورا پوخ او سترگه ور سپېڅلی مؤرخ دی چي معظم شاه يې (مؤرخ محقق قاصی این قصص) بولي او په کتاب کي يې داسي مشران او واقعې ښودلي سوي دي چي بل ځای یې نه مومو، او داسي ښکاري چي خواجو د پښتو ژبي شاعر هم و، چي د ده د يوه نظم نمونه هم په تواریخ رحمت خاني کي راغلې ده. (ص ۴) خواجو په خپل تواريخ کي د خان کجو د مرگ یادونه هم کوي، نو ځکه ویلای سو چي د کتاب په ټولونه او ليکنه به د کجوخان تر مرگ وروسته پيل سوی وي. خدای دي حافظ رحمت خان او معظم وبخښي، چي د خواجو ورک سوی تواریخ یې موږ ته په تواریخ رحمت خاني کي را خوندي کړی دی.