32

کالوخان امانزی

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

کالو د علي خان زوى د مبارک خان لمسی د يوسفزو له رځړو څخه و، کله چې د روښانیانو او د درویزه د مریدانو جنگونه په يوسفزو کې ساره شول، نو کالو خان د قوم مشران په جرگه راو بلل او ملک ايوب او ملک ایوب او ملک باو اباخيل يې د ملا میرود زوی میرویس خان سره په يوه جرگټون کې کښېنول اوورته و يې ويل: چې د روښان او درویزه جگړه خو په موږ اړه نلري، هغه د اخوندانو خپل منځني اختلافونه دي، زموږ د قومي جرگې دا کار دی، چې خپله قومي آزادي و درنښت له هر ديو څخه وژغورو. 

کالو خان په دې توگه يوسفزي سره يو ځای او د خپلو قومي چارو سمښت ته متوجه کړل. کزندې يې ودانې کړې او هر ځای يې د اوبو ډنډونه د وچو مځکو د اوبولو لپار جوړ کړل، چې تر اوسه هم ډیرډنډونه د ده په نامه پاته دي. او هغه کلي چې ده جوړ کړي دي د کالو خون کا لو۔ کالو ډیرۍ په نومو مشهور دي.