126

د عبرت کیسه د مقدوني سکندر وصیت

دیوان ، مثنوی
20 April 2015

دا دونیا چــا لره نه لــري بقا

 ترېنه درومي کــه فقیر دی که دارا


دبدبې دي تیرې شــوي د شاهانو

قدرتــونه شول نسکور د حاکمانو


اسکندر مقدوني هم یو لوی نامداروه 

مقتدر وه سر لښکر سپاه سالار وه 


 چې یې کله  د ژوند پــاڼه شوه خــزان

د ځواني او د قــوت تیر  شوه دوران


نظامیان یې خپل دربار ته کړل احضار

خپل حالت یې ورته  داسې کړ  اظهار


ویل : چې زه فاني دونیا ځینې په تلو یم

پس له مــرګه د څو هیلو په ارزو یم


دغــه هیلې بــه ضــرور  پــوره کــوئ

پس له مرګ به ما په دې راز خښوئ


لمړی خواست زما پوره کړئ په دا شان

جنازه بــه  جګــوي صــرف  داکتران


سپین چپنې داکتران بــه پیش قدم وي

نظامیان به ترینه وروسته هغه دم وي


دویم   دا چې ټولــه لار  قبر تــر ځایه

ټول هستي او زر مې وشیندئ تر پایه


په شخصي طلا ، زیورمې  لار ښایسته کړئ 

په همدې لار کې  مې تیره جنازه کړئ 


دریم  دا چې مې  لاسو نه  په ښه شان

 له تــابوت  نــه را  بهره  کــړئ عیان


په همدې منوال مــې خښه جنازه کړئ

دا وصیت بــه زما خاماخا پوره کړئ


نظامیانو ویل : چې ستا په حال خفه یو

پس له مرګ هم ستا تابع  د قومنده یو


 په هر رنګ  چــې وي ستا امر ، هدایت 

کړو  اجرا  بــه یې په مینه  ، صداقت  


په دې وخت کې لوی افسر شو ډیر  حیران 

 دې نامدار  سپاه سالار  نه  شو  پرسان 


ویل: عجیبه ده سالار دا کوم حکمت دی؟

ستاسو دې ډول وصیت نه څه مطلب دی ؟


دې کې کوم داسې یو راز پروت دی پنهان؟

د وصیت اصلي مطلب  که  کړئ  روښان


سکندر د زړه  مقصد ورتــه   عیان  کړ 

ددې راز حکمت یې دا رنګه  بیان کړ 


ویل : جنازه که مې کړي پورته ډاکتران

هر سړی بــه پــدې  پــوه شي هغه ان


معنی دا چې مرګ حتمي دي د هر چا

نه ډاکتر څــوک  بچوی شي نــه دوا


دویم دا چې مې هستي لاره کې شیندم

معنا دا چې مــال د ځانه سره نه وړم


نه کفن کــې د چــا جیب شته د پیسو

نــه  قــبرو کــې  المارۍ شته د کالو


دا چې دواړه لاس بیرون وي د تابوت

داسې کــار معنی ددې  لــري ثبوت


چې تش لاس ومه راغلی دې دونیا  ته

داسې تش لاس به ور ځم  دارالبقا ته


نظامیان یې دې وصیت ته شول حیران

 ویل :ریښتیا چې هر هستي  لري پایان


د ژوندون معنی نه زور دی نه دولت دی

نیک عمل دی صداقت دی عبادت  دی