اوستائی مدنیت
عموميات
د محیط او نژاد اقتضا آت: د (آریانا) د باستانی تاریخ په لړ کښی د قبل التاريخ له مرحلې او د (ویدی) نه پخوا او د(ويدى) مدنيت له دورې نه وروسته چه د (باختر) د اکسوس له حوزی نه د آریائی عناصرو په مهاجرت او د آریانا اوهند ؤ فارس د گاونډيو مملکتو په بیلو بيلو ځايو کښی د هغوی په میشت کیدلو او ځای په ځای کیدلو تمامیږی د یو زر ق م کال په شاؤخوا کښی د يو بل روښانه مدنيت ستوری خیژی چه هغه ته (اوستائی مدنیت) ویل کیږی. هغه مقدمات چه د دې د ورې د پيدا کیدو دپاره ئی زمینه برابره کړه د (۱۲۰۰) ق م کال په شاؤخوا کښی شوی دی، او له ۱۰۰۰ ق م کال نه را ایسته د دغی دوری مثبت تاثیرات داسې خپاره شول چه د آریانا په شمال کښی د یو بل لوی مدنیت او ثقافت کانون ورځنی جور شو او د اسکندر د حملو تر زمانی پوری په ښکاره ډول ئی وړانگی ځلیدلې (اوستائی مدنیت) په حقیقت کښی د هماغه (ويدي مدنيت) لمن ده چه هر یو پخپل ځای کښی د (باختر) د اکسوس په حوضه کښی د آریائی ژوندون په هماغه روښانه کانون کښې لمبی وهلې او ځلیده. او دواړه د روښانه مثال په شان یو په بل پسې د دغه مملکت په سمسورو ناوو او د غړو په لمنو کښی ځلیدلی دی، او روښانه وړانگی ئی د آریانا د مستعدی سیمی د روښانه کیدو نه وروسته د غړونو نه هغې خوا برخو ته د ځينو قبيلو د مهاجرت او وخت په مقتضا هم ځلیدلی دی، لکه په هغه ډول چه په دوهم فصل کښی وویل شول لومړی ئی د سند او پنجاب حوزه روښانه کړه. او دوهم ئی د ځينو نوو مهاجرتونو او خاص بیا د بخدی د مقتدرو پاچاهانو د ملک نيولو او د ځینو نورو عواملو سره د بین النهرین تر حوزې پوری منطقی روښانه کړې. او له دې نه زيات هم د تحول په جامه کښی د اسيا د غرب په خاورو کښی نفوذ وکړ. (اوستائی مدنيت) عين (ویدی مدنیت) دى او (ويدى مدنيت) عين هماغه پخوانی ثقافت دی چه اشاره ورته وشوه او له ډېرو پیړيو بلکه له زرگونو کلونو څخه ئی د دغه مملکت په غرونو ئی د اوسیدونکو آریائیانو په رگونو او عروقو کښی ولې او ریښی څغلولی دی، او وخت په وخت د زمانې دغوښتنې (ایجاباتو) له مخې په مخصوص رنگ او صورت څرگند شوی دی د ویدی زمانې نه وروسته چه بیان ئی په دوهم فصل کښی تیر شو د زمانې او نوی ژوندون تقاضا گانې د دی سبب شوې چه له هماغه پخوانې سرود، د هماغه طبیعی عناصرو له اساطيرو او نکلونو. د هماغه ارباب انواعو له ټولنې، د هماغه آریائی ژوندون له لومړيو مبادیو څخه نوی نظریات، معتقدات، ژوندانه سبک او په آخر کښی نوی مادی او معنوی ثقافتونه پیدا شول. باید دغه وویل شی چه (ویدی) دوره يوه داسې دوره ده چه له بخدی څخه د آریانا او د هند ؤ فارس د گاونډيو مملکتونو روځایوته د آریائی قبيلو د زیاتی او مهمې برخی مهاجرت په دغه دوره کښی شوی دی او د دغې مسئلی ختمیدل دغه دوره پای ته رسوی. په دغه ډول ښکاره معلومیږی چه (اوستائی مدنیت) د هغو آریائیانو له خوا پیدا شوی دی چه لمر خاته او لمر پرېواته خواته د هند او فارس خاورو ته ئی مهاجرت ندی کړی او پخپل اصلی او پخوانی وطن (آریانا) کښی پاتی شوی او اوسیدلی دی. په بل عبارت اوستائی تهذیب چه په حقیقت کښی يو ډول نوې مفکوره، ژوندون، او عقیده ده د آریانا د منوري طبقی دهماغی طبقی په لاس پیدا شوی دی چه وید او د هغه تهذیب د دغې طبقی مال دی او د دغه مدنیت او تهذيب تر منځ د مشابهت علت هم په هر لحاظ چه سنجول شوی دی په دې دلالت کوی چه دواړه په یوځای کښی پیدا شوی دی او د یو قوم د تبحر او ابتکار محصول دس.
نو د دغه فصل مقصد دادی چه د (اوستائی مدنیت) تر عمومی عنوان لاندی د هغو آریائیانو مادی او معنوی تطورات وگوری چه د هندؤ فارس خواته په دغو لويو مهاجرتونو کښی تللی ندی او پخپل پخوانی او باستانی مستعد وطن (آریانا) کښی پاتی شوی دی او د آریائی زوړ او لومړی مدنیت او د (ویدی) زمانی د ثقافت د نفوذ او وراثت له کبله د نوی ژوندون د نظام خاوندان شول، او د زمانی او محيط د مقتضا له مخې د خپل پخوانی ژوندون مادی او معنوی اساسونو ته ئی قوی او تازه شکل ورکړ.
پخوا له دې نه چه اصل مطلب ته راشو او هغه آریائیان چه په آریانا کښی پاتی شول د اوستائی تهذیب په فضا کښی وگورو د مسئلو د عمومیاتو په برخه کښی باید د تمهيد په ډول مفصل بحث وکړو چه د (اوستائی رفورم) اساسی علتونه چه اشاره مو ورته وکړه معلوم شی.
د مخه مو وویل چه د زمانی او محیط اقتضا آتو داسې غوښتل چه د آریانا اوسیدونکی آریائیان پخپل پخوانی مادی او معنوی ژوندون باندی بيا غور او نظر وکړی او پخپله گټه او د خپلې جامعې په فائده نوی لارې پرانیځی.
د دوهم زر ق م کمال په آخرو وختو کښی ویدی مدنیت يا څه نا څه د ویدی مدنیت هغه برخه چه آریائی معلوم سرودونه ورځنی نمایندگی کوی څه ناڅه د زرو کلو له دوام نه وروسته د لومړیو زمانو په قوت، اغیزه او تازگی پاتی نه شوه او د داسیویانو په جنوب کښی د هند د بومیانو) او د توریایانو (په شمال کښی د بدوی آریائیانو) سره تماس متنا قضى او عجیبې او غريبې مفکوری پیدا کړی وې چه که چیری د آریانا د آریائی مدنی قوانینو څخه ايستل شوی نه وای نو نقصان ئی پیدا کاوه. او دې موضوع د پوهو ريشيانو توجه ځانته را گرځولې وه. نو زمانې پخپله غوښتل چه د یو لړ لویو مهاجرتونو په آخر کښی هغه آریائیان چه په آریانا کښی پاتی شول د خپل مادی او معنوی ژوندون په حال، وضعيت، موقعیت، قوانينو او نظاماتو باندی غور او فکر وکړی او دغه شیان کورنۍ غوښتنې (داخلی ایجابات) بلل کیدلی شی.
* * *
همدغه ډول د باندنۍ غوښتڼې (خارجی ایجابات) هم موجودی وې او اغیزه ئی په هیڅ ډول له داخلی عواملو څخه کمه نه وه. تر هغه وخته په ری چه د باختری کتلی آریائیان د خپل اصلی وطن له چوکات نه د باندی تللی نه وو، د نورو عناصرو سره ئی تماس نه درلود. د ویدی زمانی په آخر کښی د مهاجرتونو، جنگونو، او مقابله موضوع د دوی معلومات زیات کړل، په جنوب او جنوب شرق ګښی ئی هندی دراویدیان د دښمن په حيث وگڼل او دوی ئی (داسيو) وبلل، د شمال خواته د سر دریا له حوزې ته نیولی د خزر د بحيرې تر شاؤخوا ځایو پوری د باختری مهذبو آریائیانوا په مقابل کښی آریائی او غیر آریائی مخالفین بیدا شول چه خپلې بیلې بیلې څانگی ئی درلودلی او لنډه دا چه اوستا دوی د (تورا Tura) او (دانو Danu) په نامه یاد کړی دی. همدغه رنګه دغرب خواته د مازندران او تبرستان او د خزر د سواحلو له جنوب له نیولی د بین النهرين او بابل تر حوزې پوری چه اوستا (بوری Bouri) بللی دی که مخالف آریائی قومونه وو او که سامی عناصر هر یو په اوستا کښی ښکاره د اوستائی تهذیب د دښمن او مخالف په حيث گڼل شوی دی او پخپل ځای کښی به ورځنی ښه واضح او مفصل بحث وکړو. نو خارجی محیط زیاتره غوښتل چه د آریانا اوسیدونکی آریائیان پخپل او د خپل مملکت په حال او آینده غور او فکر وکړی، په بل عبارت هغه منور او پوه خلک چه د آريانا په غرونو کښی د ویدی مدنیت د رواجولو سره ئی د نجیب قوم د عرق، عنعناتو، تهذيب او د صافو اخلاقو د ستایلو مسئولیت په غاړه اخستی ؤ او له پخوانۍ زمانی څخه چه آریائی خاطره ورځنی معلومیدلی شی د آریائی مادی او معنوی گټی او فائدې علم برداران وو، د مهاجرتونو په آخر کښی ئی د ویدی دورې وروستنی بحران ته خاتمه ورکړه او هغه رفورم چه غوښتل ئی د اوستائی قوانينو په شکل موجودیت پیدا کړی دغه مخاطرات د دې په ځای چه د آریانا د آریائیانو د موجودیت په ارکانو کښی درز واچوی د دوی د نوی ژوندون بنسټ ئی قوی کړ، او په دوی کښی ئی د یووالی، یو د بل سره د مرستې، گډ کوشش. او د هیلو او آرزوگانو د یووالی حس پیدا کړ، د گډو او شريکو گټو او منافعو دفاع د کورنيو حيواناتو ساتنی او روزنی او د خپلې خاوری ساتنى هغه تيت ؤ پرک والی او تار په تار والی نه ژر خاتمه ورکړه چه په موقتی ډول د جنبش او مهاجرت او د قبائلو د ډیر والی له کبله پیدا شوی ؤ او په یو نوی روح او نوی مفکوره ئی خپل مدنی، اجتماعی، سیاسی، اداری نظام نوی کړ، او آریانا بیا د آریائی تهذیب او ثقافت د پيدا کیدو دوهم مرکز شو، هماغو اصلی خلکو چه په بخدی کښی ئی د آریائی نژاد صافه حقیقی هسته جوړه کړه او د ویدی مدنیت او د آريائی شريک قبل التاریخی تهذيب د يوی اوږدی دوری د مبادیو وارثان وو، د مهاجرتو د جنبش نه وروسته د داخلی او خارجی محیط او زمانی د غوښتنې له مخې د خپل نوی ژوندون پحال کښی ئی اصلاحات مناسب وبلل او د خپل پخوانی مدنیت او د زرو اصولو په اساس او بنسټ ئی نوی اوستائی تهذیب پیدا کړ. هغو قبائلو چه د آریانا له خاوری نه جلا شول او د کنگا په آواره او یو رنگی او ټیټه حوضه کښی میشت اوواوسیدل د هند په بومی (دراویدیانو) کښی ئی چه پخپله دوی (داسیوس) یاد کړی دی ځانونه پردی او خارجی ولیدل او خپلی قبیلوی بی اتفاقۍ او مخالفتونه ئی یوې خواته پریښودل او د سیاست په لحاظ ئی له هر شی نه د مخه د سلطنت په جوړولو پیل وکړ. او د باختری آریائیانو نه وروسته ئی دوهم آریائی سلطنت د گنگا د سواحلو په غاره جوړ کړ. او د دې دپاره چه آریائی نژاد د پردیو د وینو د داخلیدو په اثر گډ نه شی سربیره د (براهمه) او (کشاتريا) او (ويسيا) یعنی د روحانيونو، جگړه مارو او د کسب او حرفې د خاوندانو پر طبقو، د (سودرا) ټیټه طبقه ئی هم تشکیله کړه، دغه رنگه په مذهبی برخه کښی هم تغيرونه شروع شول، او د هند حاصلناکه يو ډول ځمکه ئی دوی ته تلقین کړه چه دنیا او هغه شیان چه په دنیا کښی موجود دی ټول له يوې ماورای طبیعی قوې نه راوځی انسان قوت او فعالیت ته محتاج ندی او د ریاضت او د بدن د مادی قالب له منځه وړلو له کبله به په لوی روح د کائناتو په منشا متوصل شی دا وو په لند صورت هغه تاثیرونه چه د هند محیط پخپلو اوسیدونکی آریائیانو باندی وکړل او د اجتماعی سیاست او دیانت په لحاظ ئی دوی ته نوی او مخصوصه دروازه پرانیتله.
* * *
هغه ځانگی اوښاخونه چه لمر پریواته خواته ئی مهاجرت وکړ (امادی) او (پارسوا) دی چه د مخه له بخدی څخه د دوی د جنبش او د آریانا د غربی سیندونو د هجری په اوږدو کښی د دوی د تگ او حرکت او د دښت لوط ماورای غربی خاورو او د خزر د شواحلو جنوبی څمکو ته د دوی رسیدل بیان شول. او هر کله چه له باختر نه د دوی د حرکت او د آریانا له غربی سرحدونه د دوی د وتلو تاریخ سره توپیر او فرق لری اما دی قبیلو یعنی مادچه لومړی ئی په حرکت پیل کړې ؤ د خزر د بحيرې سواحل او د هغه جنوبی لمنې ئی چه نسبتا د کرهڼې وړوی خپل د استوگڼې ځاې و گرځاوه. پارسوا چه وروسته ئی په کوچیدلو لاس پوری کړی دی او د قوت او شمیر په لحاظ دا مادی په نسبت ضعیف او لږدو لومړی ئی د کرمان په علاقو کښی ځای ونیو او هر کله چه شمالی علاقی مادیانو نیولی وی او لمر پر یواته خواته سامی بند او سد مانع ؤ په جنوبی ځمکو د بحر په سواحلو کښی چه وچ او شاړ وو په زورء او قهراً راښکته او میشت شول. امادی هر کله چه لومړي د خزر جنوبی ځمکو ته ورسیدل او زیاتره د غرب خواته راغلی وو، نو ډېر او ژرئی د ساميانو او خاص بيا د آشوریانو سره تماس پیدا کړ، او د دوی په وينو او عرق کښی د څو سامی پیړیو سلطې ډیر تاثیر وکړ (پارسوا) چه په دوی پسې ورسیدل د اوقیانوس د سواحلو په اوږدو کښی پر یوتل او استوگنه ئې پکښی خوښه کړه او پخپل روڼ یو څه موده تر سامی سلطى لاندی وو وروسته تر هغه هم مادیا نو پر هغوی باندی حاکمیت وکړ. د دغو مها جرو څانگو چه له آریائی اصلی کانون څخه جلا شوی او لمرخاته او لمر پر بواته خواته لاړې دواړو له پرديو عناصرو سره دائمی تماس پیدا کړ، او زيات ؤ کم په دوی کښی گډ او منحل شول، شرقی څانگه یا هندی مهاجر آریائیان د کار له اول څخه د موضوع په وخامت پوه شول او د خپلی وینې او عرق د ساتلو دپاره ئی نسبتا په اساسی اقداماتو لاس پوری کړ چه مهم اقدام ئی د طبقو جوړول وو. دراویدیان یا داسیویان چه شمیر ئی د سندهو په ماورای شرقی ځمکه کښی ډېر زیات ؤ يواځی د خپل شمیر د زیاتوالی له کبله د آریا د عرق د کمیدو او ټيتيدو موجب وگرځیدل او مهاجرین د دغه خطر په مقابل کښی په ټینگه د علاج کولو په فکر کښی شول او ډیر لوی کار ئی د (سودرا) د طبقې تشکيلول وو چه د نورو طبقو سره ئی گډون او ژوندون نشو کولی مگر بيا هم اصل مقصد ئې کامله په لاس را نه غی او په وينه او عرق کښی گډون پیدا شو. دا مادی او پارسوا د غربی څانگی دپاره د وینې د گډون او د عرق د ټیټیا خطره ډیره زیاته وه ځکه چه سربیره د فارس د سواحلو په بومی تور پوستو باندی سامی لوی نژاد نه یواځی د ډېروالی له کبله بلکه د آمریت او نفوذ او حاکمیت خاص بیا د څو زره کلن مدنیت په لحاظ ئی دوی تهديدول. ماديانو او فارسیانو يو څه موده یو د بل نه جلا او تیت ؤ پرک د خپلو ملکانو تر ریاست لاندی ژوندون وکړ، او هر کله چه ډیره موده د آشوریانو د سیاسی او مدنی نفوذ تابع وو بيله دې چه دوی پوه او متحسس شی د دوی وينې، عرق، خوبونو او اخلاقو سامی رنگ پیدا کړ، او دغه نفوذ د دوی په وینه او عرق کښی دومره اغیزه وکړه چه ډیرو مؤرخينو د مادیانو او آشوریانو په منځ کښی توپیر او فرق ونه لید او دوی د آشوری وروستۍ برخه اوله سامی عرق څخه شمیری. د ماد او فارس معماری، د رسم الخط او لیکنې سبک، د ادارې اصول، د حکومت او دربار طرز، د کالیو ډول، او د ږیری او د سر د ويښتانو د پریښودلو اصول او د ژوندانه ټول مظاهر بیخی سامیانو ته ورته وو، چه آشوری او سر گونی زمانی ور باندی بار او تحمیل کړی دی او او نه گروسه د آسیا د تاریخ د لومړی جلد په ٢٣ مخ کښی حتی د عربو او فارس (مدنیت) د (کلده او اشوری) د مدنیت تخم بولی، او جرمنی (توماشک) پخپل (د مرکزی آسیا د مطالعاتو) په کتاب کښی هغه وخت چه د پامیر د ژبو په باب کښی بحث کوی وائی چه مادیان او پارسیان په زیاته اندازه تر سامی نفوذ لاندی راغلی وو.
******
لنډه دا چه هغه دوه مهاجری څانگی چه له باختر او د آریانا د نورو لوړو غرونو څخه جلا شوې او لمر خاته او لمر پرېواته خواته لاړې او په گاونډیو مملکتو یعنی هند او فارس کښی خپرې شوې د نوو محيطو او د هغه گډون تر تاثير لاندی چه پردیو قومونو او د بيلو بيلو عرقونو سره ئی پیدا کړ، کرار کرار او په تدریج سره ئی که د نژاد او وينې په لحاظ ؤ او که د ژوندانه د عرف او عادت، آدابو، خواصو او د ژبی او د نورو له مخی وو تغیر وکړ او یوه لاره ئی ونیوله او د مخصوص مقصد خواته روانې شوې چه له دې نه زيات بيانول او تعقیبول ئی زمونږ د لیکنو نه وتلی کار دی ځکه هغه شی چه د دغه فصل اصلی مقصد تشکیلوی د آریائیانو د هغی برخې په شاؤخوا کښی بحث کول دی چه دغو دوو خواؤ ته ئی مهاجرت ندی کړی او د (آریانا) په حاصلناکو جلگو او سمسورو لمنو او لوړو غرونو کښی پاتی شوې ده.
(آریانا) هغه ځای چه آریائیان پکښی پاتی شول هغه غرنۍ ځمکه ده چه د خپلو څلورو خواؤ ټیټو ځمکو یعنی د هامون، دښت فارس، اوقیانوس او د سند د حوضې او د روسیې د جنوب دا وارو ځمکو او د اکسوس د حوضې ترمنځ ئی د یوې لوړې دښتې شکل پیدا کړی دی چه څلورو خواؤ ته ورځنی لوی سیندونه بهیږی. د پخوانۍ آریانا چوکاټ لکه چه وويل شول یو داسې طبیعی شی دی چه پخپله د ځمکی جوړښت (ساختمان) او کږلیچونو او د سیندونو جریان او حوضوئی تاکلی دی، وروسته بيا د کلاسيک ټولو مؤرخينو هغه تکرار کړی دی. د آریانا ځمکه چه په عمومی ډول جگه او گرد چاپیره سیندونه او چینی دی لوړې او ژورې او مختلف الشکله مظاهر لری او لنډه دا ویل کیدلی شی چه څو لوړ غرونه تقریباً سره برابر له لمر خاته نه لمر پرېواته ته اوږده شوی دی او منځنی غر او څو که په ټولو کښی لوړه او اوږده ده چه د شرق له شمالی څنډی نه شروع شوې او د آریانا د دښتې او بیابان له منځه د غرب خواته اوږده شوې ده سره د دې سربیره په دغو غرونو دوو غرنيو برخو د دښتې او بيابان شکل تکمیل کړی دی چه یوه په شمال شرقی څنډه کښی د پامیر غرنۍ برخه (غوټته) ده، او بله منځنی غوټه او برخه ده چه د آریانا مرکزی غرونه او کوهستانو نه تشکیلوی. د غرونو څوکی او د هغو غرونو سرونه چه وويل شول تل له واورو نه ډک وی او سپین بریښی، ښکلو درواو لمنوئى د دنيا ډېرې ښکلی او خائسته غرنۍ او کوهستانی منظرې تشکیلې کړی دی او په آخر کښی لمنې په شمالی، غربی او جنوبی څنډه کښی پراخو او حاصل ناکو جلگو او غونډیو ته رسیږی د آریانا د شمال شرق او مرکزی دوه غرونه ځبنو لویو او ورو سیندونو سرچینه ده چه په ترتیب سره له واورو ډکو لوړو څوگو څخه دروته او له دغه ځای څخه په نرمو لمنو راښکته کیږی او د داخلی جلگو له اوبو کولو نه وروسته څلورو خواؤ ته بهیږی او په آخر کښی ځینی سیندونه د هند اوقیانوس ته توئیږی، او ځینی د آمو د سیند سره د اورال بحیری ته رسیږی، او ځینی د هامون دره گدیږی د آریانا په سیندونو کښی څلور لوی سیندونه چه د اکسوس (آمو) هریرود، هلمند او د اندوس (سند) سیندونه دی ډیر مهم دی او د اسيا د مدنیت د یوی برخی په سر نوشت کښی ئی مهم رول لوبولی دی ځکه چه ښکولی سواحل او حاصلناکی حوضی ئی د بشر د ثقافت د یوی برخی څانگو شمیرله کیږی.
ایریا: د دوهم فصل په لومړی برخه کښی مو د (آریا) د کلمی عمومی، خصوصی، اصطلاحی او تاریخی مفهوم بیان کړ او وموویل چه د باختری کتلې آريائیانو د هغو وثیقو په شهادت چه له ځان څخه ئی پرې ايښی دی په ویدی سرود کښی ځان (آریا) او په اوستا کښی ئی (ایریا) بللی دی سره د دې چه د ویدی او اوستائی عصر تر منځ د زمانی اختلاف موجود دی مگر د دی کلمی په اصل مفهوم کښی کوم تغير ندی راغلی، بی د لهجی او تلفظ له تغير نه چه هغه هم یواځی د کلمی د لومړی حرف په حرکت پوری منحصر دی. په ویدی او اوستائی زمانه کښی د دی کلی اصلی معنی او مفهوم - (نجيب) دى، او په دواړو زمانو کښی د دین داری د جنبی اطلاق ورباندی سمدستی کیده، وروسته بیا ورباندی د بادار، څښتن (مالک)، اصیل او نور صفتونه زیاتیدل او اطلاق ئی ور باندی کیده. په اوستائی زمانه کښی د خارجی محیط او زمان د غوښتنی له مخی چه د دغه فضل په مقدمه کښی مو بیان کړل په آریانا (ایریا) کښی د قومی روحیاتو په قوی کیدو سره ئی په زیاته اندازه قومی او ملی مفهوم هم پیدا کړ. په دغه وخت کښی ایریا د دیانت په لحاظ یواځی د اوستا په پیروانو شاملید له او د قومی او ملی نقطى نظره څخه ئی په هغو کسانو اطلاق کیده چه په اوستائی خاوره یعنی آریانا کښی اوسیدل او د شمال بانډه ئی او اطرافی قومونه او د مازندران او تبرستان اوسیدونکی که آریائی وو او که غیر آریائی تر دغه نوم لاندى په راتلل او په دوی باندی د نورو قومونو اطلاق کيده لکه تورا Tura چه د اکسوس د شمال ویدی آریائیان پکښی راتلل، او له دغو مسئلو څخه په په جلا ځای کی بحث او خبری اتری وکړو په اوستائی زمانه کښی د ایریا د کلمی اصطلاحی معنی زیاتره رشتیا ویونکی او راستکارؤ دا ثابته ده چه اوستا رشتيا ویلو، راستی او رستکاری ته ډیر اهمیت ورکاوه.
اوستا او آریائی لومړی ځای: په دوهم فصل کښی هغه وخت چه غوښتل مو د اریائی لومړی ځانګو او ځای په مسئله باندی د بیلو بيلو منابعو په مرسته رڼا ئی واچوو د (ایریانا ويجه) ترعنوان لاندى مو وویل چه د اوستائی زمانی آریائیان د آریا لومړی ځانگو او ځای په (ایریانا ويجه) کښی بولی، او ځای ئی پخپله د اوستا په شهادت او د لویو مدققينو د فیصلی له مخی د آمو او سر دریا پاسنۍ حوزه او په هغی پوری نښتی او متصلی ځمکی دی د اوستا د نقطی نظره څخه هر هغه شی چه په دغه باب کښی ئی ویونکی یو د شپارلسو ټوټو اوستائی څمکی په جغرافیائی بحث کښی به ئی بیان کړو، یواځی د خط سره برابر هغه رفتار چه په ویدی فصل کښی تعقیب شوی دی په دغه ځای کښی همدومره وایو چه اوستا د ویدی سرود په نسبت د لومړی آریائی څانگو او ځای په معلومولو او ټاکلو کښی واضحه نوم اخسټی او بحث ئی کړی دی، او حتی ویل کیدلی شی چه په هغو ټولو مدرکونو کښی چه د هند آرو پانی کتلې څخه په عمومی ډول پاتی شوی دی اوستا یوه داسې يواځینی منبع ده چه په دغه مهمه مسئله کښی واضحه بحث کوی اود دغی لومړنۍ ځانگو نوم اخلی او د هغې خواص او مميزات بیانوی. اوستا بيله (ایریانا ويجه) څخه د اریائیانو خاوره په نورو نومونو هم یاده کړې ده لکه (ابریاوود ناهوو)
یا (ایریا وود هويو) AiryaoDahvu یا ( ایریو شا یانا) Airyo shayana چه ټول مرکب نومونه دی او د ټولو په اول کښی د (ایریا) کلمه تکرار شوې ده او پخپلو متصلو کلمو سره ټول د (آریا خاوره او د استوگنی ځای) معنی لری له دغو جهتو او کتنو څخه معلومیږی چه اوستا د وید په نسبت د آریائی ځمکی په تاکلو کښی واضح او په دقت سره بحث کوی او دغه مطلب به په همدغه فصل کښی د اوستا په جغرافیائی بحث کښی په تفصیل سره بیان شی. کوم شی چه په دغه ځای کښی د لیدلو او ویلو ور دی دا دی چه د (ایریانا ويجه) (ایریا وو د ناهو) (ایریاوودهویو) او د (ایریو شايانا) نومونه هغو ټولو منطقو ته مشتمل وو چه آریائی خلک پکښی اوسیدل او اوستا يادې کړی دی او په ( آر یا نا) یعنی د آریائیانو د استوگنی په ځای کښی د هغو جغرافیائی مفهوم ټاکل شوی دی او المانی گایگرــ (آریانا) د جغرافیائی او نژادی مفهوم په لحاظ د دغو نومونو سره مترادف بولی.
د آریانا د خاوری اغیزی «تاثیرات»: په دی کښی څه شک او شبهه نشته چه د خاوری او محیط اغیزی له هر شی نه زیات د يوې منطقی د اوسیدونکو په سرنوشت کښی لوی لاس لری او د دوی د اخلاقو، عرف او عادتونو، خصوصیاتو او د دوی د مادی معنوی او سیاسی ژوندون د ټولو مظاهرو اساسی خطوط پکښی موندل کیدلی شی زیاتره په لند صورت ولیدل شو چه مهاجر آریائیان د گنگا، فارس او مدیا د حوضو په نوو ځایو کښی او د پردیو عروقو او سامی مدنیتو سره په تصادف کښی څه شول او تر کومو تاثیراتو لاندی راغلل، اوس غواړو چه گورو آریائیانو پخل کور کښی څه وکړل او څه شول او محيط ورځنی څه شی جوړ کړ او د دوی د مدنی او سیاسی ژوندون په سرنوشت کښی ئی څه رول ولوباوه د آریانا جغرافیائی وضعیت په عمومی ډول د مخه بیان شوه.
دغه مملکت دننه پخپلو حدودو کښی د لوړو غرونو، له واورو ډکو څوکو، د لویو درو، د سختو او مشكلو كوتلونو، د سيلاوی سیندونو، د ډيرو او مستو اوبو، د شنو او سمسورو غونډیو، د وچوغونډیو، د آوارو او حاصلناکو جلگو، د غرنیو ځمکو د ځنگلونو په لرلو سره داسی منظره لری چه یوه برخه ئی بلی برخې ته ورته نه ده. یوې خوا ته شپږ زره متری څوکی موجودی دی او بله برخه له ۳۰۰ او ۴٠٠ مترو نه زیات لوړوالی نه لری، په دوو نزدی نقطو كښى يو ځاى ټول كال واوره لری او منجمد دی او بل ځای د تودې او گرمی منطقی تودوخی (حرارت) ښکاره کوی. په یوخت او فصل کښی په یو ځای کښی غنم لوکیږی او په بل ځای کښی نوی کرل کیږی. په دغه ډول هغه مختلف الشكله محیط چه یوه برخه ئی غرنۍ ده او بله برخه ئی جلگه، یوه حصه ئی غونډۍ غونډۍ ده او یوه حصه ئی آواره، يو طرف ئی وچ دی او بل طرف ئی شين او سمسور، يوه څنډه ئی توده او گرمه ده اوبله څنډه ئی یخه او سړه، د دغو ځایو د آریائی اوسیدونکو په روحیاتو کښی ډیر زیات تاثیر کړی او دوی نه ئی څوگنده او ثابته کړې ده چه ژوندون او د ژوندانه صحنه تيارې (تاریکی) او روښانه جنبې، اسانه او مشکلی دوری لری هیڅ یو گل یی اغزو ندی، مگر دغه اغزی په هیڅ ډول د ژوندانه د موفقيتو د لارې مانع کيدلی نشی، او انسان باید په نفس باندی د اعتماد په وسیله او د مټ په زور او د زړه په قوت ټول مشكلات له مخې لری کړی. اوستائی دوره چه دغه فصل مو د هغې دپاره وقف کړی دی، او وروسته د هغی د مدنی ژوندون په خصوصیاتو شروع کوو په حقیقت کښی، د دغه مملکت د آریائیانو د روحی روزنې او تربيې دوره ده او هغه ټول اجتماعی، اخلاقی، مذهبی او مدنی اصلاحات چه په دغه دوره کښی شوی دی او د اوستائی زمانی مدنیت تشکیلوی د نفس تزکیه، د بدن پاکوالی او نظافت، او په فرد او جامعه کښی د رشتيا ويلو، او راستکارۍ، فعالیت، د مشکلاتو سره د مقابلې، د کرهڼې او کښت ؤکر، د اوبه کولو د اصولو، د نیالگيو د کېښودلو د پراختيا او زیاتولو او د فائده منو څارويو او حيواناتو د روزنې او د ضرر رسوونکو حشراتو د وژلو او د نورو او نورو د مبانيو او بنسټ ټینگول دی چه چیری دغه ټول خلاصه او لنډ کړو نو دغه نتیجه په لاس راځی چه د اوستائی مبانيو او د آریانا د محيط د طبیعی غوښتنو له مخې به فرد او ټولنه مستعده، متحده، قوی، خوشاله، فعاله، زیار ایستونکی، رښتیا ویونکی، راستکاره، او د دوی د استوگنی خاوره حاصلناکه او صحت بښونکی وی. د محيط د همدغو اغېزو له کبله هغه آریائیان چه څو زره کاله د آریانا په شمال کښی و اوسېدل او وروسته بيا ټولو ځايو ته خپاره شول د مخصوصو خویونو، اخلاقو او خواصو خاوندان شول او هر کله چه آریائی کتله د آریانا په غرونو کښی په تیره بیا د باختر له خوا نه د تورا، دانو او هونا آریائی بدوی قومونو او غیر آریائی عناصرو سره مخامخ وه او د هغه تهاجم او حملې خطر ئی تل حس کاوه چه په یو وخت کښی له مرکزی آسیا څخه د دوی د بیځایه کېدو سبب گرځېدلی ؤ. له باختر څخه د مهاجرت له زمانې څخه په ډېرو پخوانيو زمانو کښی د آریائی خاوری د منافعو د ساتلو او د اهلی او کورنی حیواناتو او زراعت د حاصل د ساتلو د پاره د قبیلو د يوالی او اتفاق مفکوره په دوی کښبی پیدا شوه او د دغه نوی ژوندون د سبک د اداره کولو د پاره لومړی ځل آریائی سلطنتی نظام د باختر په آریائیانو کښبی پیدا شو او دغه ژوندون پخپله ټوله معنی ترهغه وخته پوری په باختر کښی دوام و کړ چه د نفوسو د زیاتېدو او مهاجرت مسئله منځ ته نه وه راغلې او آریائی جامعې د خپلو پاچایانو تر حكم لاندی داسې خوشاله او مسعود ژوندون درلود چه خاطره ئی له مهاجرت نه څو زره کاله وروسته د دوی له یاده نه وه وتلې او همیشه ئی د هندوکش د شمال منطقی (ښکولی بخدی) د یما پاچا د استوگنی ځای (فردوس) بللی دی.
د مهاجرت موضوع طبعاً تر یوی اندازی پوری د دغه مسعود او ښه ژوندون د خرابېدو او تيت ؤ پرک کېدو سبب و گرځید مگر تاثیر ئی زیاتره پخپله په مهاجرینو پوری مربوط ؤ او د آریانا له حدودو څخه د دوی په وتلو ئی خاتمه وموندله.
هغو خلکو چه گنگا، مديا او فارس ته ورسېدل خپل سعادت او نجات ئی بیا په یووالی او اتفاق کښې ولید. هندی مهاجرو آریائیانو د داسيوسيانو سره د مقابلې د پاره د ١۴٠٠ ق م کال په شاؤخوا کښې دوهم آریائی سلطنت جوړ کړ او ماديانو او فارسیانو د سامی اشوی د وینو اوحاكميت له نفوذ نه د نجات د پاره پخپلو ملکونو کښې د ۷۰۸- او د ۵۴٩ كلو په شاؤ خوا کښې دریم او څلورم وار آریائی سلطنت تشکیل کړ.