ازهی دهاکا (ضحاک)

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

د دغی کلمی واقعی تعبیر: په اوستا او خاص بيا په یشتیانو کښی چه د پاچایانو نومونه یادوی د یما پاچا نه وروسته (ازهی دهاکا) راځی چه کله د (مار) په کلمه یاد شوی او کله یواځی د (درېوخو لوسه دهن) نسبت ورته شوی دی او عموماً د ده غوښتنه دا ده چه له ( اوو کرشور) یعنی ان (اوو مملکتونه) چه جمشید ور باندی سلطنت درلود د بشر نسل لېری کړی. 

په بنداهش او د اوستا په نورو برخو کښی په پهلوی (فارسی)  ژبه هم دغه مطلبونه تکرارشوی او په فارسی ادبیاتو کښی ورځنى ضحاک (د مارانو ضحاک ) جوړ شوی دی.

مدققين د ځينو هغو اشارو په استناد چه پخپله له اوستا او بیا له پهلوی بنداهش نه په لاس راغلی دی (ازهی دهاکا) پاچا بولی او ډیر احتمال لری چه د ياما پاچا سلطنت د ده د حملی او جنگونو له کبله سقوط کړی وی. د اوستا آبان یشت ۲۹ فقرې (ازهی دهاک) د (بوری Ba) له مملکت څخه بولی. دارمستتر په دغه باب کښی لیکی چه: (بوری) له (بابیلون) نه عبارت دی. او هر کله چه د زند په  ژبه کښی د(ل) د مخرج د ادا کولو دپاره کوم حرف نشته نو دغه کلمه په (ر) سره لیکل شوی ده او مقصد ورځنی بابیلون دی چه به فار کښی ورته (بابيلو)  Babilu هم وائی. ده دا هم ویلی او د ازهی دهاکا دا تسلط له موضوع نه د ته د کلدانیانو په تسلط تعبیر کوی او وائی چه په وروستیو دورو  چه د کلدانیانو موضوع له زړونو څخه وتلې ده له (ازهی دهاکا) نه ئی عرب جوړ کړی دی. 

د اوستا رامریشت ۱۹ فقره هغه ټینگه او مستحکمه ماڼۍ چه د نيولو او تسخیر ورنه وه د (کوی رینتا Kvirinta) په نامه او د سرو زرو تخت اوچتر او نور شیان (ازهی دهاکا) نه منسوبوی او په دغه ترتیب پخپله له اوستا څخه د ده د پاشاهۍ او جلال موضوع معلومیږی. په لوی بنداهش کښی بیان شوی او ویل شوی دی چه (دهاک) په بابل کښی یوه مانۍ درلوده چه  (کلنگ و یس حت) نومېدله او فردوسی ورځنی  (کنگ دژهوخت) جوړ کړی دی. نو د اوستا د متن او د بنداهش د اثارو او د مدققينو د نظريې له مخې واضحه معلومیږی چه (ازهی دهاکا) یا (دھاکا) یا (دھاک ) يا (ضحاک) په اصل کښی یو غیر آریائی او سامی نژاد پاچا ؤ اوښائی لکه چه دارمستتر وائی کلدانی چه له بابل نه ئی د بین النهرین په حوزه او په هغو ځمکو باندى سلطنت درلود چه وروسته د مدیا او فارس په نومونو مشهورې شوې، د دوهم فصل په لومړی برخه کښی مو وویل چه باختر او د آریانا نور نقاط د صاف آریائی کانون په حيث هغه سنگر ؤ چه د شمال له خوا د توریایانو یعنی بدوی آریایانو او تورانی عناصر و سره. او د لمرخانه له خوانه د د اسيوسيانو او د بومی هندی تور پوستو د راویدیانو سره او د لمر پر ېواته له خوا نه د سامی خلکو سره مقابله کوله، او د باختری پیشدادی او کاوی پادشاهانو سیاست همدغه ؤ چه د هغوی سره مدام جگړه او مبارزه وکړی. هر کله چه سامی عالم د آریائی سلطنت تشکيل او د منافعو د دفاع د کانون پيدا کېدل او د هغو د تهذيب او آئین خپرېدل و نه زغملی شول او تحمل ئى ونشو کړی نو قوی احتمال لری چه په آریانا کښی د یاما پاچا په لاس د پیشدادی سلطنت د جوړېدونه وروسته کلدانیانو د شرق خواته په يرغل او تهاجم لاس پوری کړ. او په نتيجه کښی د يوې دورې حکومت نه وروسته ئې د جمشید سلطنت ته په آریانا کښې سقوط ور کړی وی.

ښائی چه دغه پیښه د سامی د بل يو قوم د حملې او تهاجم خاطره هم ولری، به هر حال له دې نه زيات نور په دغه موضوع کښې څه شی ویل کېدلی نشی مگر په دی کښې هېڅ شک او شبهه نشته چه په باختر کښې د آریائی سلطنتی نظام د تشکیل نه وروسته سامی مرکزونه که کلدانی وو او که بل کوم سامى قوم ؤ د جنگ و جگری دپاره پاسیدلی او د جمشید سلطنت موقتاً سقوط وکړ او سمدستی (تری تونا) یا (فریدون) دوی د آریانا له سرحدونو څخه وايستل او د بخدی سلطنت به تخت باندی کیناست، د سامی او آریایی عناصر و ترمنځ مقابلې د آریانا د غربی سرحدونه د باندی ډېره موده دوام وکړ او آمادی او پارسوا د باختری گنلی آریائی مهاجر ښاخونه څو پیړۍ د هغوی خاص بیا د آشوریانو ترسلطى لاندی پاتی شول او په آخر کښې په هغوی باندی بریلی او غالب شول او هغوی ته ئی مانی ورکړه او په شائی وشړل. 

«تری تونا» فریدون: د اوستا به قرار هغه پاچا چه د( یما ) او د (ازهی دهاک) د فتنی نه وروسته د پیشدادی سلطنت په تخت باندی کېناست (تری تونا) دی چه له هغه نه ئی ( تريتون) او بيا (فریدون) جوړ کړی دی، د ده پلار  (اتويا Athwya) نومېده او يو ډېر مقتدر سړی ؤ، لکه چه د (اتویا) کورنۍ په یشتونو  کښې د (قوی) کورنۍ په صفت ياده شوي ده او په نوو داستانو کښې ئې ورځنی (ابتن) جوړه کړې ده. 

به (آبان یشت) ۳۳ فقره کښې لیکل شوی دی چه: سل آسونه، یو زر نر غوایان او لس زره پسونه ئی (اردوى سور اناهیتا) د اوبو ربة النوعې ته وړاندی کړل چه په شریر، شیطان او قوی (ازهی دهاکا) باندی بری ومومی چه د دنیا په خرابۍ پسی ئی ملا تړلې وه. 

په گوش یشت ۱۳ فقره کښې هماغه دمخه ذکر شوی قربانۍ گالی ئی د(گوش) یا (درواسپه) (د حيواناتو روح) یا د (آسونو د روغتیا د ساتنی ) په نامه ورکړی او هیله کوی چه شریر، شیطان او شوم (ازهی دهاکا) له منځه لیری کړی او ( ارنواک) او (سوان ها واک) د دنيا ښکولى او خائسته ښځی د هغه د لاسه خلاصی او آزاده کړی.

دغه رنګه دغه مطلبونه په (رام یشت) ۲۳ فقره کښې یاد شوی دی او په هغه ځای کښې د هغه طلائی چتر او تخت په باب کښې هم بحث شوی دی.  

د اوستا د متن او د هغو تبصره چه مدققينو ورباندى ليکلى دى معلومیږی چه (تری تونا) چه د(اتوبا) له مقتدرې کورنۍ څخه ؤ د (ازهی دھاکا) د لاسه د جمشید د ماتی او د ده د سلطنت د انقراض نه وروسته سمدستی د خارجی متهاجم دښمن د محو کولو او اضمحلال دپاره په اقداماتو لاس پوری کړ او آخر ورباندی بریالی شو او هغه ئی مړ کړ.

نوى نکلونه او داستانونه چه د اوستا د متن دپاره ئی نوی عبارتونه جوړ کړی دی او بل رنګ ئی ورکړی دی د (ازهی دهاکا) د جنګ په نیت د دجلې نه هغی خواته د فریدون له تګ څخه بحث کوی او له دغه ځای څخه بیا معلومیږی چه دغه خارجی سامی دښمن د بين النهرين په علاقه کښی چه د ساميانو د استوگنې پخوانی کانون دی ژوندون کاوه. به هر حال (تری تونا) په دښمن باندی بریالی او فاتح شو او بریالی بېرته راوگرځېد، او (ارنواک) او (سوان هاواک) د جمشید لوڼې چه په منظومو او منثورو شاهنامو کښې د (ارنواز) او (شهر ناز) په نامه بلل شوی دی او (ازهی دهاکا) بنديانی وړي وي بېرته د ځان سره راوستلی او په پوره کامیابۍ سلطنت کوی. ده دمازانا په دیوانو یعنی د مازندران په غیر آریائی بومیانو هم حمله وکړه او په زرگونو کسان ئی ورځنی ووژل. 

کرساسپه: د هغه ترتیب له مخی چه آبان یشت او رام یشت د پادشاهانو د نومونو په يادولو کښی نیولی دی د (تریتونا) فریدون نه وروسته کرساسپه سلطنت ته رسیدلی دی ــ دی د (تری تا Thriita) زوی او د (ساما  Cama) له نژاد څخه ؤ. او ځینی دی د (ساما) زوی بولی په هر حال  (تیری تا ) یا (ساما) هغه دریم سړی دی چه د یما پاچا د پلار(ويو انگانا) اود فريدون د پلار (اتو یا) نه وروسته د هوما دنیری ایستلونه اقدام وکړ او هغه لومړی شخص دی چه په طبابت کښی ئی تبحر او لیاقت ښکاره کړ او غوښتل ئی چه په دغه ذریعه د مخلوقانو بدنی ناروغی، مرضونه او دردونه لیری کړی او (هرمزد) د هغه د موفقیت دپاره بیل بیل ډول او رنګارنګ ګیاگانی پیدا کړی چه اقسامو ئی له زرگونونه تیری کاوه، او د دغو گیاهانو په مرسته ئی دردونه، آلام تودې او سړی تبې لیری کړی او د هوما د شیری د ایستلو د عمل په مقابل کښی د دوو زامنو خاوند شو چه یو ئی (ایو رواک شایا Urvakshaya) چه یو لوی مقنن ؤ او د ژوندانه قوانین ئی تدوین کړل او بل ئی (کرشاسيه) ؤ چه یو ښکولی او خوش رنګ، پهلوان، جنګيالی او زړور ځوان ؤ کرشاسپه د (پارادانا) د کورنۍ له قوی او مقتدرو پادشاهانو څخه ؤ او د آریانا د یو شمیر داخلی او خارجی مخالفينو په مقابل کښی ئی مړنتوب او شهامت ښکاره کړ او د ده د فعالیتونو ډگر زیاتره د هندوکش په جنوب کښی له کابل او گندهارا نه د ارغنداب او د سیستان د هامون تر حوزی پوری ؤ او د اوستا (زمیادیشت) د ده کار روائۍ یوه بوه رسم کړی ده. 

د ده له اجراآتو څخه یو کار چه په آبان يشت ۳۷ فقره کښی بیان شوی دی د (گنداریووا ) وژل دی د دغه یشت د یادونی او بیان له مخې  (کرساسپه) د (پی شینا Pishina ) د دریاچی شانه چه دارمستتر ورځنی د (پشین) دره تعبیر کړی ده د (اناهیتا ) په نامه قربانۍ گانۍ و کړی چه به دغه پهلوان باندی بریالی شی، دارمستتر په فرانسه  د خپلی زند اوستا د ترجمی د دوهم جلد د ٣٧۶ مخ په ۴٨ نوټه کښی کرساسپه (تیری مانو کرساسپو) یعنی  (گرشاسپ نریمان) د کابل د داستانو پهلوان بللی دی. ځينو کسانو  (گنداریوروا) گندهاری پهلوان بللی دی، او ځینی کسان د (وروک شا Vouruksha) د چرې کوچنی سیند (دریاچی) په ذریعه چه دسیستان هامون ئی ورځنی تعبیر کړی دی د سیستان له پهلوانانو څخه بولی. به هر حال که د گندهارا ؤ او که د سیستان او هر ځای د کرساسپه د لاسه وژل شوی دی د کرساسپه دوهم لوی کار هغه انتقام دی چه له  (هیتاسپه Hitasp ) د هغه د ورور (ايورواک شايا ) د قاتل نه ئی واخست او هغه ةی وواژه او مړی ئی پخپلې جنگی عرادې پوری وتاړه. دغه رنگه (۹) تنه د  (پتانی Pathani ) ځامن د (نی ویاکا Niviaka ) ځامن او د (دشتیانی Dashtayani) ځامن او یو شمیر نور پهلوانان چه (ورشاوا Yareshava) او (دانه یا نا Danayana) او ( پی تونا Pitaona) او ( بی ریکا Pirikas) او(سناوی دهکا Snavidhaka) نومیږی او داسی نور ئی هم وژلی دی. 

دارمستتر پخپلو نوټو کښی وائی چه ( د کار روائيو له مخې کرساسپه په اوستا کښې هماغه رول لوبولی دی چه رستم ئی په شاهنامه کښې لوبوی ) په دغه اساس په جگړه او پهلوانی کښې د اقتدار او قوت په لحاظ کرساسپه د رستم په شان دی مگر د نوم په لحاظ لکه چه پخپله دارمستتر هم مقائسه کړی ده د نوو داستانو له گرشاسپ او د کابلی مشهور پهلوان نه عبارت دی. او که چیری (نریمان) هم د ده د نوم یوه برخه وی به افغانستان کښې ډیری جنگی کلاگانی د ده په نامه مشهوری دی چه د یوی کلاخرابې د غره په خوا کښې د ضحاک د ښار ترڅنگ د باميانو او د کالو د دری د یوځای کېدو په ځای کښط لېدل کیږی. 

په همدغه ترتیب د پاراناتا له کورنۍ څخه څو تنه نور هم شته مگر دېر شهرت نلری په همدومره باید پوه شو چه آخرنی ئی (ایریو) او د ده زوی ( منو چیترا ) دی چه نوو منابعو له دوی نه (ایرج) او (منوچهر) جوړ کړی دی .

* * *

نو په هغه ترتیب چه د دغه بحث له ابتدا څخه تر دغه ځای پوری بیان شو هغو لويو کسانو لکه: ویوانگانا د یاما پلار، (اتوپا) د (تريتونا) پلار، ساما د کرساسپه پلار چه هریو آریائی لوبو او مقتدرو کورنیو ته منسوب دي أو بيله شک اوشبهې نه ټول د بخدی په ښکولی ښار کښې اوسېدل د پاراداتا د سلطنت په تشکیلولو او د آریانی تهذیب او تمدن د دفاع او د عدل او پوښتنی د ماڼۍ په جوړولو او ودانولو کښې ډېر کوششونه کړی دی، او له هری کورنۍ نه یو نجيب او با شهامته او مقتدر زوی لکه یاما او تريتونا او گرساسپه د بخدی په تخت باندی کېناست او خارجی عناصر د آریانی سلطنت او تهذيب په غورځولو او خرابولو کښې بریالی او کامیاب نه شول بلکه بالعکس آریانی تمدن، قانون، عدل، پوښتنه، انصاف، انصاف، اصول او آئین چه دهغه بنا او بنسټ په راستی، عدالت، تیکو کارۍ، شفقت، شهامت او وطن پالني باندی کېښودل شوی ؤ، د پردیو په تیارو افکار و باندی د همیش دپاره غالب شول، او د څو زرو کلونو د تهذيب مثال (مشعل) چه زمونږ پوهو ریشیان و د ویدی عصر له اولو وختو او پخوا له هغو نه په بخدی کانون کښې روښان کړی ؤ د (وارا) په ماڼۍ او د (لوړو بيرغو او د ښار) په کټارو او کنگرو باندی و ځلېد او د آریانا د لورو غرو له هغې خوانه ئی د نجیب نژاد د مخالفينو او پردیو سترگی خړې کړی او اطراف او شاؤ خوا گانی ئی روښانه او منورې کړې.