32

کشتري Kshtari

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

دوهمه طبقه ده چه په ويدا کي راجنيا Rajanya او په وروستو کتابو کي کشتري او بياچهتري ذکر شوې ده

پخبله لومړي کلمه د شهزاده او سرباز او جنگي معنا لري. 

په منو شاستر کي دکشتري Kshatriya په نامه ياده شوې ده، او دغه لوي مقنن ئې وظايف هسي تعيين کړي دي. کشتري ته حكم وشو چه د خلقو حفاطت وكړي، انعام او بخشش ورکړي، قرباني وكړي، ويد ولولي، له شهوت پرستي څخه ځان وساتي.

 دا طبقه تر برهمن وروسته دوهمه مقتدره ډله ده، چه پاچهان او مشران له دوي څخه وه، اهل اداره او د سیاست خاوندان هم دوي وه، عسكري امور، جنگي چارو په دوي اړه درلوده، دوي د برهمنانو د برم او عزت وسيله وه، او تر هغو وروسته ئې غټ غټ امتیازات درلودل، کشتري بايد تل به جنگ کي ونه تښتي او خپل رعايا وساتي، او د برهمنانو احترام وکړي، دغه دري خبري دکشتري لپاره ضروري وي.

علامه البيروني وايي: چه د کشتر لپاره برم او بړبست ضروري دي، خلق بايد له ده څخه وبیریږي دی ښائي چه بهادر،غښتلي ،حوصله لرونکي ،متين ،زبور، ښندونکي وي، او لوړ لوړ کارونه په سواني اجرا کړي. په دې ډول د کشتري وظايف اداري او عسكري وه، او نوم ئې هم کټ مټ دغه مقصد ښه را ښئي، او په پښتو کي ټينگي ريښې لري، بلکه سوچه پښتو دي، کشتري په پښتو کي له دوو کلمو څخه جوړيږي، لومړي جز ئې کش دي چه په پښتو (کښ) ورته وايو، كښل يعني (کشیدن، آختن) هم له دغي ريښې څخه متداول ژوندي مصدر دي د (کښ) په الحاق پښتو ډيري کلمې لري لکه زيار كښ،امبارکښ ،گورکښ او کښ د آختن په معنا له توري او تيغ سره راځي مثلاً ،توره کښل، چاړه کښل، خوشحال خان وايي:

په درست جهان دي نه وي يو د ما غندي رسوا بل

ورځم توره وکښلې چه مین واورم په تا بل 

دوهم جز ئې (ترې) دي چه مفرد ئي (تره) ده، د لومړي حرف په ضمه، اوس موږ د (ت د ضمي د ښکاره  کولو لپاره مفرد (توره) او جمع ئې (توري) ليكو، خو تلفظ ئې فقط د (ت) په ضمه دي او پخوانۍ املا ئې هم

(تره او تري) ده.

پخوا پښتو د عسکر د نامه لپاره له دغو دوو کلمو څخه کار اخیست، او لښکر او سپاهيان ئې د (کښتري) په اوسني املا (كښتوري) بلل يعني توري کښلي (شمشیر آختگان). دا کلمه د الفاظو په اړولو او مقلوب کولو (تور کښ) د عسکریت په معنا مستعمله وه، او کټ مټ ده هغه (گښتوري) مقلوبه ده.

 د پښتو يو ډير پخواني ادبي اثر (خیر البيان) دي، چه د زرم هجري کال په حدودو کي د پښتانه د فکر او فلسفې يوه نابغه بایزید روښان ليکلي دي، او قلمي نسخه ئې مشهور مستشرق سر دينسن راس پیدا کړې، او نارويژي خاور شناس مارگن سترن یوه مقاله د دغه کتاب په باب کي کښلې وه. په دغه مقاله کي له خير البيانه څخه څو مخه په لاتينې حروفو چاپ شويدي، چه په يوه جمله کي دغه د (تورکښ) کلمه هم راغلې ده، او هغه دا ده: مشغول دي ډير آدميان په کرلو په بازرگاني باندي يا په پوند گلي، يا په تورکښ باندي، ځيني په نور نور چاري مشغولی کا آدمیان.

دلته د خير البيان ليکوال د انسانانو چاري او وظيفې (زراعت، تجارت او عسکریت) ښئي، او عسکريت (تور کښ) بولي او داسي ښکاري چه دا کلمه تر زرم هجري کاله هم مستعمله وه، او زوړ شكل ئې هغه تاريخي کشتري دي.