ورڼه او د وظیفو ويش
دمخه مو ولوستل چه د څلورو ډلو د امتیاز لوي عامل د رنگ سپین والي او توروالي و (شودر) تور مخي او تور لينگي خلق وه، اما درې نوري ډلي سپين پوستي آریائیان وه، ریگویدا هم د سیوگان په تور مخو سره ستائي. دغه امتیاز او په انگليسي اصطلاح caste ته په ويدي ژبه ورڼه Varna ويل شوي دي، يعني رنگ او جوله او بڼه. بڼه تر اوسه په پښتو کي د مخ او څيرې رنگ ته وايي، مثلاً بڼه ئې اللوتې ده يعني د مخ رنگ ئې الوتي دي يا پلاني په بله بڼه راغي يعني په بل رنگ راغي.
د (و) او (ب) ابدال عمومي دي، مثلاً كابل، كاول،زابل،زاول شوربا، ښوروا نو په دغه قاعده (ورڼه) لومري پلا (برڼه) سو، ځکه چه د (ر،ن) تلفظ مشکل و، نو (ر) حذف شوه، (بنه) پاته شوه.
له دغې مطالعې څخه تاسي ته ښه ښکاره کیږي، چه لکه د څلورو ډلو نومونه چه پښتو دي، دغسي هم د ډلو د جوړیدلو اساسي نوم هم پښتو دي، او هغه ويدي كلمه اوس هم په پښتو کي سته، چه شكل ئې (بڼه) دي يعني رنگ color بل اکثر محقیقین دې خبري ته ټينگ دي چه دغه د څلورو ډلو ویش د آريائيانو د هند تر هجرت دمخه نه ؤ، دوي پخپل اصلي هيواد کي د مخني درې ډلي درلودې څلورمه ډله چه شودر ده په هند کي پيدا شوه.
د دې خبري بل ټينگ دلیل دا هم دي چه د باختر (بخدي) آریائیانو هم درې ډلي درلودې او په اوستا کي نومونه داسي ذكر شوي دي خوتو Khvaetav ورزن Verezena آيريا من Airyman د دغو درو اوستائي ډلو په مقابل کي د هند، (برهمن کشتري ويسا) موجود دي او دا خبره ځيني ښکاري چه آریائیانو درې ډلي درلودې روحاني ډله، عسكري ډله اقتصادي ډله. دا عنعنه په پښتو کي کټ مټ موجوده ده، دوي هم د خپلو اقوامو وظايف دغسي ويشلي دي، د پښتنو يوه خورا قديمه عنعنه دا ده: "وايي چه د مړاني باد را والوت، د غرغښت، پر ژبه ونښت، نو تلقین او روحاني چاري او وينا او علم او ادب د غرغښت کار دي. دا باد د (بیټنې) پر مټ (بازو) ونښت، توره او عسکریت د دوي کار دي مگر د (څړبن) پر لمن ونښت نو دوي تل د لوئي لمني خاوند دي، سياسي کارونه او شاهي او مدنیت پالنه او وداني او زراعت او تجارت دا ټول د څړبنو وظايف دي.“ دا عنعنه کټ مټ هغه زړه آريائي ريښه او اساس لري، او سړي ويلاي سي چه له ویدا او اوستا دواړو سره مشترکه ده، نو لکه نومونه او کلمات چه پښتو وه، دغسي اصلي ویش هم د پښتو دغي عنعنې ته ورته دي.