32

کاظم خان شیدا

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

کاظم خان شيدا د خټکو د کورنۍ د ادبی گلستان  وروستنی گل، اود هغه آسمان آخرنی ځلاند ستوری دی. 

دی د خوشحال خان کړوسی او په څلور پښته د خپلی کورنی دا دبی روایاتو حامل ؤ.

کاظم خان پداسی محیط کی پیدا او لوی سوی ؤ چی نیکه او پلار او ټول تر برونه ئی شاعران اولیکوال ا و مؤلفان وہ او لدغسی ادبی چاپیره حتماً په ټولو ادبی روایاتو او فنی عنعنا تو خبر سړی راوزی.

 اماد کاظم خان په شاعرۍ کی چی غزل ئی لویه برخه ده، یو راز لفظی اومعنوى بدعت ښکاری. ځکه چی ده د فارسی ادبی تعابيرو او د عربی په غريبو الفاظو راوړلو کی داسی افراط کړی دی چی یقیناً ئی د ده شعر د پښتو له ادبی معمول سبکه لیرې کړی دی. 

د کاظم خان د دی فکری او لفظی تحول د تحلیل لپاره مور مجبور یو چی د ده د ژوندانه محیط او د عصر ادبی جريان وڅیړو او وئی گورو.

د شيدا د ژوندانه دوره دهند د مغولو د آخرنیو سو گلیو وخت دی. د ده مخی ته د فارسی د سبک هند د مقتدرو استادانو لکه کلیم اوعر فی او فیضی او نظیری ښکلی تخلیقات پراته وه، مگر هم پدغه عصر کی د سبک هند افراطی شاعرانو لکه بیدل او ناصر على دعصر پر ادبی جریان دروند تسلط درلود، چی دغو استادانو په فارسی ژبه کی د تعبیر او ادا او موشگافی او نزاکت آفرینۍ او شاعرانه تلازماتو او استعارو یو نوی ور پرانتی ؤ. حتی چی ځينو پخو د فارسی ادب استادانو دغه جریان کورټ بدعت گاڼه اوسخت ئی غانده.محمدعلی حزین چی له فارسه هند ته راغلی د ادب منلی استاد ؤ. د دغه جریان داسی مخالف ؤ چی ده  به ویل: که زه بیرته وطن ته ولاړ سم ، نو د خپلو ملگرو او دوستانو د خندا او ملنډو لپاره د ناصر علی ترکلام بل بهترین شی نسم وړلای.

مگر میرزا عبدالقادر بیدل چی یقینااً د خپل عصر لوی پوهاند او صوفی او پوخ شاعر ؤ. دغه سبک ئی داسی مقبول او د منلو اوسهلو وړ کړ چی وروسته دغه استاد ډیر پیروان او عقیدت مندان وموندل او يو خاص د ادب مکتب ئی و پرانت چی حقاً بايد د ده په نامه د بيدل مكتب وبلل سی.

په پښتو ادب کی همدغه هندی سبک اغیزی وکړی او لومړی پلا حميد ماشوخیل مهمند د دغه سبک ادبی موشگافۍ او تلازمات د نظیری اوعر فی اوغنی په پیروۍ مگر په معتدل ډول پښتو ادب ته راوستل. 

مگر د حمید استادی دغه ده چی د پښو د تعبير قوت او رنگ او جوله ئی پکی خوندی کړه او پدی کار کی ئی له بی ځایه افراطه مان وژغوره.

اما شيدا خود خپلی کورنۍ په فیوډالی کړاو کی دسیاست ښکار سو او د عمر اکثره برخه ئی په کشمیر او هند او رامپور کی له وطنه لیری تیره کړه او د سبک هند سره مستقيماً مخامخ سو او د هند د ادبی جریانه

څخه ئی درنی اوسیده اغیزی قبولی کړی.

.

نو که د ده په شعر کی موږ يو ډول بدعت او افراط کاری او د سبک هند د آخرنی عروج نخښی وينو، دی به ډ پر نه گرموو، ځکه چی محیط خوحتماً د شاعر په فکر او سبک کی اثر کوی او پخپله شیدا هم دې نکتی ته ملتفت ؤ، چی ویل به ئی:

که نکات می عجایب دی

 عبارات می غرایب دی

 خاص په حسن د کلام وی

 د معنی دقت ئی عام وی

 خالی نه وی له صنعته

 عاری نه وی له رفعته

 په لوسته ئی ابتهاج کړه 

آفرین می په مزاج کړه 

رشتیا دا  ده چی شیدا د فنان ذوق او مضمون آفرینی قریحی خاوند ؤ او ده په پښتو کی هغه کار کړی دی چی بل چا نه ؤکړی.

نو لکه په فارسی کی چی د حضرت بیدل تخلیقی ادب خاص مقام لری او حتى مخالفین ئی هم د فکری یوی

خاصی ذخیرى په ډول منی او دغه گران بها پا نگه نسی هیرولای ، دغسی هم د شیدا شعر، او په خاص کړه بیا غزل کی د پښتو يوه خاصه او خوندوره پانگه گڼل کیدای سی.

د شیدا پر شاعرۍ باندی څیړنه او ږغيدنه دیر وخت غواړی. خو دلته زما د دی څیړنی سره یوازی د ده قصيده اړه لری. ښا غلى بينوا څو کاله مخکی د ده دیوان ترتیب او چاپ کیء چی فقط د شیدا دوی قصیدی لری او یوه ئی نزدی دوه سوه بیته ده.

د دی قیدی تشبیب در منظر نگاری او د شاعر د نکته آفرینی یو اوږه سجل دی، چی داسی پیل کیږی:

 بيا تحويل شو د حمل گوره آثار

شگفته په هر طرف تازه بهار

څه بیان وکړم د گلو له افراطه

یا انواع کړم د گلونو درته شمار

یا چه چه د عندليب په ښاخ د گلو

یا جلوه د روان آب په سبزه زار

یا خوبی په هر طرف د خر ميه

سر سبزی د باغ و راغ هم د کوهسار

يا په سر د هر زلمی زیبا گلونه

يا په غاړه د خوبانو رعنا هار

یا له خياله آشفته د دستارو لونه

بی شماله توری زلفی تار په تار

یا لباس د دلبرانو قسم قسم

یا یی تیک په تور اوربل با ندی آشکار

یا یی دور د خلخال اود څړيه

په خرام کی بی ادا دژ رنگهار

یا نغمه د مغنی په څو څو رنگه

ترا نه یی د شیدا ر نگین اشعار 

یا شوخی د رقاصانو په ادا کی

یا گرمی د حريفانو پخپل کار

یا هر دم باده نوشی د ساقیانو

منعدم  و ينمه هوش د باده خوار

دا قصيده د شيدا فکری مجرا ښه راښیی چی د هندی ژوند نخښی پکی تصویرشوی اوداسی شکاری چی شاعر د هندی بزم په رنگ پوره رنگیدلی ؤ او هر څه چی وینی او هر څه چی وایی، ته وا ږغ یی د یوه هندی موشگاف ویونکی ږغ دی. و گوریء پدی بیتو کی شرری تخم او د بنفشی ږمنځ، اودغنچی پرده ، او د برقی شعلی گرم  بازاری اود گلو د اور لمبی ټوله هغه تراکیب او تعابیر دی، چی فقط هم د هندی سبک د آخرنی عروج په وخت کی د بیدل او ناصر على له خولی اوریدل کیږی. خو د نورو په غوږو کی داسی ږغونه حقیقتاً غرابت او وحشت لری، اود محمدعلی حزین په تعبير فقط د خندا او ملندو وړ دی. شیدا په دغه قصيده کی وایی:

 د غنچی له پردی مخ د گل ښکاره شی

د عروس غوندی په ډیر زیب و سينگار

چی په سر لکه شعله یی حواله شی

پس شرر د گلو تخم کړ گل کار

توری زلفی یی پریشانی په سبا شوی

شانه هیڅ د بنفشی نده په کار

پریشانی د گل خرمن کړ گل فروشو

که د برق په شعله گرم دی بازار؟

په لمبه یی لکه دود د بهار ابر

ا فروخته په باغ و راغ د گلو نار

د هندی نڅا یو منظر داسی تصویر کوی، چی د دی فن کمال دی، خو رنگ یی داسی هندی سوی دی چی له پښتنی ذوقه او د پښتو له تعبیره ډیر لیری ښکاری: 

څرخ و هل د دل آرام دی راته وايه

که فلک دی نن زما په کام دوار

په رنگین قالین رفتار کوی د رقص

که صبا دی په گلشن کاندی گذار

حنا یی قدم چی اوس په قالین کیږدی

د کاشان اهل صنعت شه ځنی زار

په صفایی دلقا قالین مرآت شی

د توتی نقش گفتار کا ندی چغار

په صدایی دهر زنگ او د کنگرو هم

هر نفس د شاهد باز خاطر افگار

د مهتاب په چپ و راست په پیش و پس هم

لکه خاص شی کواکب په انتشار

د سيم تن په هر طرف افراط د نقد

چی حاصل یی وی د فن کامل عیار

شیدا تر دغو موشگافيو او صناعيو وروسته ځينو اخلاقی مطالبوته گریز کوی، اوخپلی قصیدی ته د پند او موعظت رنگ ورکوی، مگردلته هم منفی او فراری فلسفی ته هڅه کوی، چی دا هم د هند د روحانی محیط او د ده د ژوند د اوږدو محروميتونو نتیجه ده، وایی:

د دنیا اوج لړلی په ډير غم دیء

لکه کښينوى عاصی په سرد دار

اعتماد ئی هیڅ په داد و ستد نشته

كجبا زى ئې ده په مثل د قمار

انقلاب د زمانی تند، سیلی ده

چی په هند ئې وو راغلی دندو کار

طاؤسی تخت ئې په شان د بڼی و اخيست

بیائی نیر کړ تر کابل اوقندهار

خپله خونه لکه مرغ د پير کاه کړه

چی محتاج نه شې په عمر د معمار 

د شیدا دا فکری فراری اړخ خو اوس زموږ لپاره اخلاقی سرمشق نسی گرزیدلای. مگرد ده ادبی زیا ر او رنگا رنگ مضمون آفرینی او نوي تعابير خو زما په خیال پښتو ادب ته د یوی پانگی په ډول ډیر غنیمت دی، او که ده څه بدعت کړی وی، نو هغه به هم د بداعت حسه په شمير کې راتلای سی، او دی به د ادبی شريعت په حکم په دی خپل کړ او کی مأخوذ نه وی. 

ځكه په ژبه کی باید تل د توسیع او ارتوالی وسایل موجود سی، او د هر راز تخیل د تصویر لپاره الفاظ او تعابير ولری. نو د مرحوم شیدا سخنگوئی چی د پښتو په بحار کی د سوسن ژبه سرمه سایه کوله پرخپل ځای دقدر وړ ده، اوموږ د شیدا زیار او مښود د پښتو ادب په تاریخ کی کورټ نه سو هیرولای. 

د سوسن ژبه حیرت کړه سرمه سايه

چی شیدا په دا بحار کی سخن گوی شو

شیدا پیاوړی آرتیست وو، خو افسوس چی د ده د آرت ذوق له خپله محیط لیری د هند په مځکه کی پر ورښت وکیء، او هندی ادا کارو په دی ساده پښتون نوری چاری و کړې دی په خپله وائی:

په هندی ادا ئی و کړی په ما چاری

زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم