32

پښتو د لغت او تاریخ په رڼا کی

جغرافیای تاریخی افغانستان
04 November 1982

د ښتنو ژبی پر تاریخ باندې ما د مخه دوه جلد کتابونه او هم ډیری مقالی خپرې کړې دي چی په هغو څیړنو کی د ځینو پښتو قدیمو کتابونه په سند د پښتو ادب تاریخ لږ څه څرگند سوی دی .

مگر ما د مخه څینی مقالی داسی هم لیکلی وې چی په هغو کی د پښتو ژبی پر وجود باندې د ځینو نورو ژبو د تاریخی کتابونو په رڼا کی څیړنه سوې وه .

اوس ځینی څپړونکی غواړی چې مطالب پر یوه څای راټول شی،  چی په یوه مجموعه کی سره راغوڼدوی .

نو دا دی چی هغه تاریخی او لغوی مطالب دلته په مجموعی ډول ښاغلو ستونکو ټه وړاندې کوم .

زمانی زموږ پښتنو او د پښتو تاریخ سر ډیری ناوړی کړې دي . او زموږ د اسلافو آثار بی داسی راڅخه محو کړی چی اوس یی په ډیر زحمت او کړا موږ لږ لږڅوک په خورا ورکو پاڼو او لیری گوټونو کې مومو.

د ښتو ادب درې لرغونی کورنۍ اوس موږ په ملتان او غزنی او غور کې پیژنو چی دغور د سوریانو د امیر کروړ جهان پهلوان یوه حماسی ټوټه پښټو شعر تر ټولو قدیم دی،  او د هجرت د ۱۳۰ کال په حدود واړه لري.

بل هغه پښتو یو بیت چی دغزنی په لویکانو پورې اړه لري . د ( ۱۵۰ هـ ) کال په شاوخوا کې او وروسته نو د ملتان د لودیانو اشعار دي.

له دې ټولو آثارو څخه دا ښکارې چی د اسلام دراتگ په وخت کی یو زر او څورلس سوه کاله پخوا پښتو ژبه له ملتانه تر بادغیس او خراسان پوری یوه ژوندۍ ژبه وه او درانه او پاخه اشعار یې لرل.

په دې څیړنو کی زه پخپله دغه راپاته شوي آثار نه څیړم او که څوک وغواړی،  تفاصیل یې زما په نشر کړو او چاپ شویو کتابو کی لوستلای شي،  لکه د محمد هوتک پټه خزانه او لومړی ټوک پښتانه شعرا او د لویکانو کتاب او پښتو ادب تاریخ لومړی او دوهم ټوک.

اما په دي لیک کی غواړم چی ځینی خارجی او له دغو منابعو څخه بیل نور تاریخی دلایل سره راغوڼد کړم او دا څرگنده کړم چی بیله دغو کتابو آیا د پښتو د وجود پر قدامت باندی کوم نور دلایل او اسناد هم سته که یه ؟

او که سته نو هغه کوم او څنگه دی او له کومی خوا موږ ته په لاس راځی .

د پټی خزانی په استناد چی له ځینو قدیمو کتابو څخه یی نقل کړی دی دا خبره ښکاری،  چی د غور د پاچهانو د اسلافو سوریانو ژبه پښتو وه او د دوی یوه نیکه امیر کروړ په بښتو شعر ویلی و . د دی مقصد د تائید لپاره بیله پټی خزانی نور خارجی دلایل له فارسی معتبرو کتابو څخه داسی دی . د تاریخی مستندو روایاتو په رڼا کی داسی ښکاری چی د اسلام په اوایلو کی بیا تر غزنوی او غوری عصر پوری غوریانو غیر له فارسی څخه یوه بله ژبه هم لرله چی د دغو زمانو د مورخانو په نوشتو کی کله کله دغی ژبی ته تصریح یا اشاری موندلی کیړی .


    1- د ابوالفضل بیهقی روایت:

د غزنوی دربار دغه لوی مؤرخ د امیر مسعود د غور د فتوحاتو او سفرو په ترڅ کی د تاریخ بیهقی په ۱۱۷ مخ کی داسی لیکی: « امیر مسعود حرکت بران جانب ( جروس غور ) جای در میش پت ... دانشمندی رابرسولی آنجا فرستاد با دو مرد غوری ... تا ترجمانی کنند . » د بیهقی لدی تصریحه ښکاري چی د سلطان مسعود دانشمند استازی د غوریانو په ژبه نه پوهیدئ او دوه تنه غوریان بې د ترجمانی لپاره ورسره بوتلل د سلطان مسعود د دربار استاځی خو حتماً په فارسی پوهیدئ نو معلومه ده چی د غوریانو ژبه فارسی به و چی هغه ترجمان ته اړسوی و . د ترجمان اصل که عجمی وی که عربی خو په عربی قاموس او المنجمد او نورو کتابو کی هغه چا ته وایی چی له یؤی ژبی څخه په بله ژبه تعبیر کوی یا دیوی سړی مقصد بل ته څرگندوی ( المنجمد ۵۸ – برهان ۴۸۲ ) .

اما د بیهقی په لوړ بیان کې هرو مرو مقصد هغه څوک دی چی د دانشمند استازی وینا د غوریانو په ژبه دوی ته ژباړی . ځکه که یوازی د سلطان د استازی مقصدرسول وای نو هغه پخپله پوه او دانشمند او د سلطان مسعود درباری سړی وبل منځ گړی ته یې څه ضرورت و او که د غوریانو په ژبه پوهیدلای نو به یې دوه غوریان له ځانه سره ولی د ترجمان په توگه ملگری کول.

د بیهقی له دی تصریحه موږ دا نتیجه اخلو چی د سلطان داستازی ژبه بیله وه او د غوریانو بیله وه او ځکه چی د هغه وخت د غزنی دربار رسمی او ادبی ژبه فارسی وه ټول درباریان حتماً په فارسی پوهیدل نو دا له ورایه ثابتیږی چی د غوریانو ژبه کټ مټ د غزنی د دربار فارسی نه وه څینی غوریان په فارسی نه پوهیدل.


۲- د جوزجانی روایت:

د غوریانو د مصریو ډیر سترګه ور او پوه مورخ قاضی منهاج سراج جوزجانی دی. دا سړی د غوریانو په دربار کی لوی شوی او په بامیان او فیروز کوه او د غور په ټولو ښارو کی گرزیدلی و . دی عالم او فقیه او سیاسی سړی و . ادیب او شاعر او بصیر مؤرخ او د فارسی او عربی پوخ لیکوال و . د غوریانو له بابته د ده معلومات عینی او خورا ثقه او درانه دې مگر دا مؤرخ په پښتو نه پوهیده،  خو پخپله د شمالی افغانستان سړی او دلی زیږیدلی . او د غوریانو سر محشور او معروف و.

دی هم په طبقات ناصری کی څو ځایه د غوریانو وییلې او ځانگری ژبی ته اشاری کوي. مثلاً د لومری ټوک په ۳۸۳ مخ کی وايی : « و به لفظ غوریان شیث را شیش خوانند . » بل ځای د سلطان علاء الدین غوری د تولک په فتح کی وایی: « و به زبان ایشان بالا دوانیدن و به نشیب دوانیدن اسپ را ... گویند (۱) . »

ښه ! دا لفظ غوریان و زبان ایشان کومه ژبه وه ؟ که فارسی وای نو د مؤرخ دغه تصریح ته څه ضرورت وه.

د تولکیانو د ژبی دوې کلمی به زه وروسته د پښتو سره تطبیق کړم.

خو اوس د بیهقی او منهاج سراج له دغو تصریحاتو څخه فقط دا نتیجه راباسم چی غوریانو یوه خاصه ژبه یا لهجه لرله او په فارسی ښه نه پوهیدل.

اما دا خبره چی د غوریانو دغه ژبه نو کومه وه،  شرح ئی لاندې وګورئ: د سلطان مسعود عصر خو پس له ( ۴۲۱ هـ ) څخه شروع کیږی،  چی د بیهقی په قول د سلطان استازی د غوریانو لپاره ترجمان ته اړه وه . مگر په پټه خزانه کی د دغو غوریانو له دربارۀموږ ته پښتو شعرونه او قصاید لاس ته راغلی وي. که څه هم پر موجود او معلو شی باندی دلایل وېل د حاصلو تحصیل دی. مگر غیر له پټی خزانی پر دی مقصد باندی دریم تاریخی او ژبنی دلیل هم دا دی.


۳- قدیم نومونه:

د غوریانو د اسلافو په نومو کی اکثر پښتو دی او دا ښکاری کوی چی دوی پښتانه وو. مثلاً قاضی منهاج سراج د دوی د لوی نیک نوم شنسب لیکی او د دوی کورنی آل شنسب او شنسبابیان بولی .

  دا نوم ځینی خلق شنسب د شین په زور تلفظ کوي. مگر ددې تلفظ لپاره کوم ادبی یا تاریخی تعلیل نشته او صحیح تلفظ یې پښتو دی : شین آسپه چی په آس تسمیه د قدیمو خلقو عام رسم و. مهراسپ،  شیداسپ زرسپ،  گشتاسپ د قدیمو باختری پهلوانانو نومونه ټول دغسی دی او شین آسپه هم د زمانی په مرور سپک شو. حرف علت یې ولاړ او د شین په کسره د نون په فتحه شنسب پاته شو.

له دې کور څخه د نورو امیرانو نومونه،  لکه امیر پولاد،  امیر کروړ چی طبقات ناصری او پټی خزانی راوړی دی سوچه پښتو دی او د منهاج په قول د هارون الرشید عباسی خلیفه په عصر کی د غور دوه تنه امیران سیس او بنجی نومیدل،  چی املایی په خطی نسخو کی سیش هم ده.

په پښتو کی تر اوسه هم سیسۍ د یوه دښتی مرغه نوم دی چی په کندهار کی ښکاری کیږی او د مرغانو په نومو تسمیه هم خورا ډیر ده لکه: کوتان،  توتی، بلبل، کجیر او نور . اما بنخی هم د پنڅیدل له مادې څځه د مخلوق او نشو ونما کوونکی معنی لري. په پښتو قدیم ادب کی پنځ د جان او وجود او پيدایښت په معنا راغلی و . شیخ متی وایی:

چی شو ښکاره ښکلی دنیاسوه

د پنځ پر لوری یی رڼا سوه (۱)

لکه: د هیون تسنگ چینی زایر له خاطراتو څخه چی ښکاری ( شین ) یو راز آس و،  چی په افغانستان کی پيدا کیدئ نو د غوری قدیمو امیرانو نومونه لکه شنسپ،  پولاد،  کروړ،  پنځی ټول پښتون ښکاری. د سیس نوم په خراسان کی نور سوابق هم لري . مثلاً استاد سیس یو بادغیس قاید و چی په تاریخ کی ډیر شهرت لري. او د سیس په نورستانی او بدخشی لهجو او روایاتو کی هم شته. استاد سیس نوم خراسانی مشر له بادغیسه پر عباسیانو راولآړ سو چی طبری او مسعودی او نور مؤرخان یی ذکر کوي. د ده لور چی مرجیله بلله کیده هارون خلیفه ماینه کړی چی د مامون مور وه او د دې نامه مقامی شکل هم ( مورځلا ) یعنی ( ام النور ) ښکاری .

د البیرونی په آثار الباقیه کی موږ د یوه بل سړی نوم هم وینو چی دې سړی لومړۍ پلاد نصرانیت تبلیغ په خراسان کی وکړ او د ابی اصیبعه په قول محمد بن زکریا مشهور عالم،  د سیس منانی یا ثنوي په رد کی یو کتاب د مخاریق الانبیاء په نامه کښلی و چی دغه سړی هم د مانی یا د زردشت په دین و (۱).

له دې ټولو روایاتو څخه ښکاری چی د سیس نوم په خراسان کی عام و او ښایی چی د سامی شیث سره مشتبه شوی وي د غوری شاهانو کورنۍ انتساب ضحاک تازی ته کوی او منهاج سراج د ملک الکلام مولانا فخرالدین مبارکشاه مروزی د نسب نامی په حواله دغه مطلب لیکی ( طبقات ناصری ۱ / ۳۷۶ ) او دا هغه تاریخی نیم افسانوی شخصیت دي، چی د فردوسی په قول د کابل شاه مهراب هم د ده له نسله و.

کی پادشاه بود مهراب نام

زبردست و باگنج و گسترده کام 

ز ضحاک تازی گهر داشتی 

ز کابل همه بوم و برداشتی (۲)

دغه ضحاک عرب نه وه او نه د ده نوم اصلاً عربی دی. طبری په تصریح د دغه نوم اصل عجمی دی او تازی یعنی تا زنده د ده لقب و. چی پښتون شکل یی تاځی دی. دا کلمه وروسته د عربی تازی سر گډه شوه او خپل اصلی مصداق ئی بایلود که نه وی په فارسی ادب کی هم دهقان یعنی بومی او حضری او ځایې سړی په مقابل کی د سارا شین د تازند په معنی وه او اسپ تازی هم تا زنده اس و،  نه عربی . ځکه چی د عربستان وچ ریگستان خو اساساً د آس د پرورښت ځای نه و . هغه د اوښ زمکه وه نه د آس . ناصر خسرو بلخی وایی:

سواران تا زنده را نیک بنگر 

درین پهن میدان ز اری و دهقان 

فردوسی د تورانی وېسه سپاره تازی بولی : 

سواران تازی سوی نیمروز

گسی کرد و خودرفت گیی فروز (۱)

چی په دغو اسنادو کی کورټ تازی د عرب معنا نه لری بلکه مقصد تازنده او پښتو تاڅی دی. د دغه ضحاک په نامه تر اوسه هم د بامیان د ضحاک ښار مشهور دی او دا نوم په پښتو منابعو کښی ساک دی. چی تر اوسه هم موږ په پښتو قبیلو کی ساک لرو او د سهاک هم نوم ږدو . د سیستان سهاکزی او د فارسی ادب سگزی او د سهاکا تاریخی تا زنده قوم چی سگستان او د عربو سجستان د دوی په نامه یادیږي او تر اوسه هم سهاک زیان په سیستان او هلمند کی اوسی . دا ټول دلایل دی چی د غوریانو د لوی نیکه نوم سهاک و او ددی نامه معرب شکل ضحاک شو او څکه چی دغو تازنده صحرایی آریائیانو به تل په حضری او ښاری خلقو حملی کولې په نور آریایی روایاتو کی د ضحاک افسانه پاته سوه او د تازی کلمه هم اشتباهاً له عربی سره خلط کړی سوه حال دا چی نه ضحاک عربی و او نه د سهاک قبایل سامی وه، بلکه دوی سوچه آریایی قبایل وو . مگر په دښتو کی د کوچیانو په دود پاته وو او هر کله به یې یرمدنی او ښاری آریائیانو باندې حملیې او تاختونه کول . نو دوی تاځی وبلل شوه یعنی تاخت و تاز کوونکی چی د پښتو تیځل ( تاختن ) هم لدی ریښی څخه دي .

د غوریانو درجالو په نومو کی دغسی د پښتو لرغونی ریښی او اغیزی ښکاری چی مایی تش یو څو نومونه شرح کړل . که د ټولو نومو تحلیل او شنل وکړم دا بحه اوژږدیږی.

 

۴ – د ځایو نومونه:

د غور د ډیرو پخوانو ځایو نومونه هم پښتو دی. د ژبی اثرونه،  لکه د سړو په نومو کی چی پاتیږی د ځایو په نومو کی هم ښکاري . د یو قوم د خپل کلچر نخښی د انسانی ژوند په ټولو اړخو کی پریږدي . زمان،  مکان چاپیر گرد د دغو نخښو د انعکاس موارد دي.

د ځایو نومونه د یوې ژبی د قدامت پاخه دلیلونه نه دي او که موږ په تاریخ کی د پخوانو ځایو او د غرو او درو په نومو کی د پښتو بولگی او نخښی وینو نو دا زموږ د ژبی د تاریخی اصالت ټینگ اسناد دی.

که په دوو زرو کالو لرغونیو آثارو کی دغه زموږ سپین غر په لږ لهجوی بیلتون سبیته گوناگری بلل شوی دی نو دا خو خاص د پښتو سپین گونی غرونه د فارسی سفید کوه چی په محدث او نوی راغلی مجهول نوم دی. دلته زما مقصد په لرغونی غور کی د پښتو د بولگو اوپاتو نخښو پلټنه ده. که څوک د نو پښتو وجود ته په غوری دربار کی د شک په سترگه گوری نو دوی باید د قدیمو غوریانو درجالو او ځایو نومو ته ځیر شی،  که هلته پښتو نه وای نو د دوی په نومو کې څنگه دې ژبی خپل اصیل او پاخه اثرونه پریښی دي . د مثال په توگه دلته یو څو ځایو ذکر کوم:

د منهاج سراج په قول د فیروز کوه په ماڼیو کی يو دیره لوړه او ښکلی ماڼۍ بر کوشک نومیده دا نوم ځینو ناپو لیکوالو مسخ کړ او بزکوشک یی ولیکی. مگر صحیح پښتو شکل یی بر کوشک دی. د پښتو بر کلمه د لوړ او عالی په معنا د ځایو په نومو کی تر اوسه هم سته، لکه بر ارغند او بر گرش، بر پښتون بر درانی او سیستان په تاریخ کی بر زره یعنی زرۀ علیا هم دغسی نوم و او منهاج سراج ددې ماڼی لوړتیا داسی ستایی : « و آن قصر بر کوشک عمارتی است که در هیچ ملک و حضرت مثل آن بارتفاع و تدویر ارکان و منظرها و رواقات هیچ مهندسی نشان نداده است (۱) . »

د غور یوه بله مشهوره کلا بره غوڼدی نومیده چی دغه نوم هم د گردیزی په زین الاخبار کی ( برغند ) او په تاریخ بیهقی کی بر غند ضبط شوی دی. او دروارټی د طبقات ناصری په قلمی نسخو کی ( برغند ) و . او دی دایی سوچه پښتو دی (۲) ‑.

په قلمی کتابو کی خو نومونه اکثر مسخ کیږی لکه چی دغه نوم حمیدالله مستوفی په تاریخ گزیده کی ( غند ) لیکلی دی.

د غور په لرغونیو کلاوو کی یوه سنگه یا معربه سنجه نومیده دا کلایی د منهاج سراج په قول خول ماڼي بلله. چی معنایی په فارسی ( کاخ تاج ) ده. ښائی دغه کلا به د شاهانو د تاج اغوستلو لپاره وه.

د تولکیانو دوی کلمی :

منهاج سراج د غور مؤرخ د سلطان علاء الدین حسین په احوال کی لیکی : چی ده د تولک کلا پس له شپږو کلو زیاره ونیوله بیانو وایی:

« شاعری بود در حصار تولک او را عمر سراج گفتندی . در وقتی که جنگ باخر میشد،  وقلعه تولک را بصلح فتح میکرد این بېت بگفت، لایق بود آورده شد:

 بر اسپ نشتۀ و ورلک بولک مقصود تو . تولک است اینک تولک و بزبان ایشان بالا دوانېدن و به نشیب دوانېدن اسپ را ورلک بولک گوېند (۳). »

دا چی منهاج سراج د تولیکانو ژبه ( و به زبان ایشان ) بیله گڼی دا راښکاره کوی چی د هغو ژبه فارسی نه وه،  ښه چی فارسی نه وه نو کومه ژبه وه. دلته خو د سریانی یا عربی یا سنسکریت یا مغولی سوال نستۀ خو دغه ژبه به یا د فارسی کومه لهجه وه یا به پښتوه وه . ښه نو دغه ورلک بولک د کومی ژبی توري ښکاري .

زما تخمین دا دی چی دا کلمات هم پښتو دې. ځکه چی د دوهمی کلمی املاوې په خطی نسخو کې فولک،  تولک، بولک او دغه آخرنی شکل یی صحیح دی.

په پښتو کی ځینی صفات لرو،  چی د کاف په الحاق جوړیږی لکه نازک،  چخنک،  لشمک او نور قبیح صفات.

په لوړ بیت کی هم د تولک شاعر د سلطان د شپږو کالو کړاو په ملنډیزو صفاتو لږ څه غندلی دی. لومړی کلمه له وړل څخه وړ لک جوړه شو یعنی وړونکی او دهمه کلمه له بیول څخه بیولک ده یعنی داسی بیوونکی چی په فارسی رسم الخط کی ( رپه ر ) اوړی . او د بیول حرکی یا هم خذفیږی لک د دغه مصدر په څینو مشتقاتو کی، لکه بوت، بوزی.

نو ورلک او بیولک د آس سره د تگ و دو کوونکی او ځغلوونکی معنا ورکوي او شاعر وایی: دا چی ته آس کښته  پورته وړی او بیایی ! که مقصد دې تولک دی راسه دایې ته او دا تولک ! د غور په دبار کی خو فارسی په ښکاره ډول وه . حتی چی د دغه سلطان علاء الدین ډیر فارسی اشعار منهاج سراج رانقلوی. مگر پښتو هم دلته وه، او خلق پوهیدل او د غوریانو اسلافو په دی ژبه شعرونه هم ویل.

ښایی چی د سلطان محمود فارسی پروری وروسته د غوریانو پر دربار هم اثر کړی وی او فارسی د دربار له خوا د دوی په کور ورننوتلی وی.

یوه ژبه چی ادبی متعدد آثار یی په دربار کی ښکاره وي د خلقو په وینا او نومو او د ځایو او د بلادو په اسماوو کی ټینگی ریښی ځغلولی وي . نو هغی ژبی حتماً په دغه محیط کی د ژوندانه دورې هم تیرې کړې وژې . او ځکه چی تر اوسه لاهم د غور ځینی قدیم خلق،  لکه تیمنیان او زوریان پښتو وایی نو تر دی بل ټینگ دلیل به څه وی،  چی پخواهم د دوی ژبه پښتو وه .


د غور په شرقی اړخ کی خو تراوسه پښتو ژبی پښتانه په کامل اکثریت پراته دی او په زابلستان کی هم د لویکانو اور تبیلاتو او اکثرو کابلشاهانو نومونه پښتو وه،  او د ټولو د هغو خلقو زعم باطلوی چی دوی په غور او غوری دربار کی د پښتو وجود محال گڼی .

نور جغرافی نومونه : 

د خراسان په جغرافی او نورو نومو کی د پښتو د کلماتو او اغیزو څرک ایستل په ژبنیو پلټنو کی یو گټور مقصد دئ او موږ ته د پښتو قدامت او تاریخی اصالت راښیی . په دی څیړنو کی به زه د مشهورو مورخانو په قول ځینی کلمات و څیړم چی له هغو څخه د پښتو اغیزی په قدیمو زمانو کی ښکاره کیږی.

اواره :

په پښتو کی اوار د فارسی او عربی مسطح په مقابل کی یو صفت دی چی مونث یی اواره په جغرافی لحاظ هغی زمکې ته وایی،  چی سمه وي او د عربی جغرافیا والو په اصطلاح هغی ته سهول وایی .

د پښتونستان د یوسفزو په سیمه کی د اباسین را په دی خوا د پیښور تر شماله یوه سر سبزه زمکه پرته ده چی اوس هم خلق سمه بولی،  یعنی د شمالی غرنۍ زمکې په مقابل کی د اعلاقه همواره اوسمه ده او کوم وخت چی یوسفزی د ۸۰۰ هـ په حدود کی پردې زمکې قابض او میشته شول نو دوی هم دا زمکه سمه و بلله او موږ داخوند در وېزه په تذکره او مخزن کی د دغی زمکې لپاره دغه نوم وینو، چی وروسته د تواریخ افغانه مولف حسین خان او پیرمعظم شاه د تواریخ رحمت خانی لیکوال او افضل خان خټک په تاریخ مرصع کی همدغه اصطلاح د دغی مځکی لپاره راوړی مگر له تاریخی پلټنو څخه دا ښکاره چی دغه سیمه پر دغو زمکو د یوسفزو له راتگه سره استعمال سوې ده او تر دوی د مخه نورو قدیمو پښتنو دغه زمکه اواره بلله او بابریې پخپل تزک کی په فارسی اصطلاح ( همواري ) بولی .

کوم وخت چی د مسلمانانو فتوحات پر پښتونخوا راغلل ېعنی د اسلام په لومړنی پېرۍ کی دغه مځکه ( اواره ) بلله کیده احمد بن یحیی بلاذری د عربو معتبر مورخ او د فتوح البلدان لیکوال ( متوفا ۳۷۹ هـ ) لیکی چی د مسلمانانو سره لښکر مهلب بن ابی صفره د معاویه په وختو کی په څلور څلویښتم هجری کال د کابل پر پولو غزاو کړه تربنه او الاهوار پورې ورسیدی چی د کابل او ملتان ترمنځ وه (۱) .

دغه بنه اوالاهوار ځینوخلقو په غلطی سره بنو او لاهور گڼلی دی مگر داخو ثابته خبره ده، چی د مسلمانانو د لښکر حضرت معاویه په زمانه کی تر اباسین هاپلو هند ته نه ووتیر سوی نو د بلا ذری الاهوار کورټ لاهور نسی کیدای دغه کلمه د پښتو،  واره دی چی د عربی الف لام د تخصیص لپاره پر داخل سوی اوالاهوار ځنی جوړ سو او ښه ډیری هم تر اوسه په دغه نامه د یوسفزو په سیمه کی د سلیم خان او توتالۍ پر سرحد سته چی دبلا ذری الاهوار هم پښتو نوم دی،  یعنی اواره زمکه چی وروسته یوسفزو دغه خپله زمکه سمه وبلله ېعنی آواره او میدانی سیمه .

ښه ! چی د حضرت معاویه او د هجری لومړۍ پیړي په ابتدا کی دلته پښتو نوم ( اواره ) موجود و،  نو دا ځنی ثابتیږی،  چی د اسلام په ابتدا کی هم پښتو ژبه دلته وه.


سپین ځای :

علامه ابوریخان البیرونی د قانون مسعودی په نهم باب کی د ښارو د طول او عرض په جدول کی یو ځای اسپېد خاک ذکر کوي. دغه نوم تر البیرونی پخوا په حدود العالم کی سفنجای او په المقدسی کی اسپیدجه و،  چی په چینی منابعو کی سپین جای ضبط سوی دی او ددی نامه ډیر قدیم شکل پښتو دی.

مار کوارټ په ایرانشهور کی وایی: چی دغه ځای اوسنی پښین دی په جنوبی پښتونستان کی د کوږک ها خوا ته پروت دی (۱)  پښین خو د پښتونخوا یو دیر مهم او قدیم ولایت دی چی پخوانی نوم یې پښتو سبین ځای و،  خو رورسته په فارسی اسپيد خاک او سفنجای سو او داهم د پښتو کلماتو وجود په اسلامی اولو وختو کی ثابتوي .


سیوری : 

سیوری په پښتوسایی ته وایی او دا یوه ودانه سیمه ده چی د کندهار د کلات جنوبی خوا ته پرته او هوتک پکی اوسی . د مرحوم حاجی مېرویس خان درنه کورنۍ له دغه ځای وه او تر اوسه هم د کلات سېوری هر څوک پیژنی .

له قدیمه جغرافیا والو سیوری ( اوسنۍ سیوۍ د بولان ها خواته ) چی په والشستان کی واقع وه او دغه سیوری گډ کړي دي.

البیرونی په قانون مسعودی کی سیوای د اوسنی بلوچستان پ ښارو کی په صحیحه توگه راوړي . (۲)

ابوالحسن علی بیهقی ( متوفی ۵۶۵ هـ ) پخپل کتاب جوامع احکام النجوم کی چی دری ټوکه قلمی نسخه یی د تهران په کتبخانو کی سته. امام حسن بن احمد عبدالرحمن راښیی او وایی ( الساکن بسیوری من نواحی بست ) چی دغه کلمه د کاتبانو په غلطۍ ( ابستوای ) سوی ده مگر بیهقی په بل کتاب شرح نهج البلاغه کی دغه کلمه هم د دغه سړی له نامه سره سمه لیکنی ده. چی « الامام احسن کان مقیماً بسیورای و ناحیه بالشتان من نواحی بست ».(۱) نوسیواری دغه اوسنی سیوری دی او بالشتان هم تر اوسه د کندهار شمال ته د تیری او دیر اوت سره په غریزه سیمه کی سته چی قدیمو مورخانو او جغرافیاوالو هم پیژند .


اوچ :

په برسند کی یو ځای تر اوسه هم اوچ نومیږی . دا ښار په اسلامی اولو وختو کی مشهورو علی بن حامد دچچ نامی لیکوال په دغه ښار کی اوسید او منهاج سراج جوزجانی د طبقات ناصری مولف هم له غزنی څخه د دغه ښار پر لار هند ته ولاړ. دا ښار د مورخانو په قول د سند حضرت یعنی پایتخت ؤ او ډیر اسلامی پوهان اوستانه پکی وه وچی تر اوسه بقایا تر نوری مځکی لوړ د اباسین پر هغه غاړه په بر سند کی ښکاري. ددې نامه ریښه تو اوسه هم په پښتو کې ژوندۍ ده ( اوچت ) هر لوړ شی ته وایې چی اوچتول او مشتقات یی هم په خبرو کی وایو. دا کلمه په واخی لهجه کی هم اوچ او په منجی کی (اج) سته (۱)  په سنسکریت کی هم اوچ په فلکی اصطلاحاتو کی د ( کلایمکس ) لپاره و او د فارسی اوگ یا اوچ هم د خوارزمی د مفاتیح العلوم په استناد (۲)  هم له دغی ریښی دی .

دا ښار یې ځکه اوچ باله چی سطح او ودانی ېی لوړه او اوچته وه او په پښتو کی هم تر اوسه ژوندی او مستعمله کلمه ده چی اثریی په پخوانو جغرافی نومو او فلکی علمی اصطلاحاتو کی ښکاره دی او د فارسی ادب اوچ کمال هم له دی ریښی څخه دی.

۷ – د ابوریحان په آثارو کی :

ابوریحان البیرونی چی د ( ۴۳۰ هـ ) په حدود کښی د افغانستان او هند په گوټ گوت کښی گرزیدلی او هر ځای یې علمی او ژبنی تحقیقات کړی دی. پخپلو کتابو کی ډیر داسی کلمات راوړی چی هغه سوچه پښتو دي.

مثلاً د الصیدنه د خطی نسخی پر ۷۱ پاڼی لیکی بری زیتون د پښتنو په غرو ( الجبال الافغانیه ) کی کیږی چی دانی ئی کوچنۍ وی دوی ئی ( ښونی ) بولی،  دا نوم د کاتبانو په تصحیف شولنی یا شویی نوشته سوی دی خو اصل یې پښتو ( ښونی ) یا ( خونی ) دی چی په مفردئی ښونه ده یعنی ښه ونه او دائی ځکه ( ښه ونه ) بلله چی د پخوانو په نظر کی مقدسه و نه وه حتی چی په قرآن کی هم په دې بوټی لوړ نه سوی ده.

البیرونی دغه نوم پخپله په جبال الافغانیه کی او ریدلی ؤ . او ځکه چی دی یو محقق ژب پوهاند دئ نو یی ددی کلمی ملتانی نوم هم راوړی چی عین دغه نوم په پنجاب پلانټس انگریزی کتاب (۱)  کی هم Khau یا ka ضبط دی.

دالصیدلی په ۲۰ مخ کی هم دغه محقق بوټ پیژان . ( نبات شناس ) لیکی :

درخد او زابلستان تر منځ په درمشان کی یو راز بری پیاز پیدا کیږی چی ډیر کوچنی او سره – یا سپین وی دا پیاز ترخه نه وی او په سالن کی اچوی او کوک یې بولي.

دغه کوک د پیاز په معنی تراوسه هم دغزنیو پښتنو په محاوره کی سته خو په ښارو کی بی پياز بولی او د پښتو په قدیمو متلو کی هم راغلی دی.

البیرونی چی د کوک د پیدا کیدو ځای در مشان ښوولئ دی دغه ځای تر اوسه هم پدغه ناه په جنوبی غور کی سته او د منهاج سراج په طبقات ناصری کی د غوری عصر ځینی در مشانی مشاهیر هم ذکر کیږی. بل یو مشهور نبات چی بیرونی په الصید له ۸۱ پاڼی کی راوړی د سیستان د مجوسو په ژبه بوی هربذان دی چی په هندی ئی مهلت بولی او دغه نبات به زر د شتیانو په خپلو اخترو او هدیروکی دوداوه او په زابلی ژبه یې ملخج باله دا نوم په پښتو کی تر اوسه هم سته او ملخوزی یی بولی چی پاڼی یی پخوی او دانی په غذا او دوا کی پکار یږی.

البیرونی له دغه تصریحه ښکاری چی زابلی ژبه پښتو وه او ملخوځی په هغه وخت کی هم د نباتاتو پوهانو په پښتو پیژندې په فارسی دې دانو او بوټی ته شنبلیله ثنبلیت وائی چی عرب حلیه او انگریزان ئی فینو گریک بولی،  (۱)  بله کلمه چی البیرونی د زابلستان له ژبی څخه راوړی ښیځه ده چی دا لصیدلی پر ۱۰۸ پاڼی املا شیخ لیکلی سوی ده دا بوټی په پسرلی شی کیږی او ځینی خلک ئی . پخوی ابوبکر بن عثمان دالصیدلی فارسی مترجم وایی چی دا گیاه په فارسی شراش او په فرغانی ژبه شیشغ او په عربی خنثی بولی .

« و برگ این نبات را در فصل بهار بپزند و بخورند و بیخ آنرا در وقت تعذر غذا بجوشند تا تلخی او دفع شود و در عوض طعام بکار برند. » 

له دی کلمی څخه هم موږ د البیرونی په تصریح معلومولای سوای چی د زابلستان د خلکو ژبه پښتو وه او شیځه بهاری گیاه د دوی په ژبه البیرونی ضبط کړه .

احمد شاه بابا وایی: ک کرم دی د بهار زما په مځکه به وار راسی په لومړی پسرلی به زهسی رنگ شین سم لکه ښیځی .

دغسی هم البیرونی د زعفرانو په شرح کی وایی: چی یو راز زعفران په درمشان ( هغه د جنوبی غور سیمه ) کی شنه کیږی چی رنگ یی سپین خو اثر یی قوی وی. دغه زعفران په درمشان کی الدر غوژی او په سیستان کی زعفران شورک بولی.

د خطی نسخی دغه کلمات مصحف ښکاری. او له کلمه د درمشان په ژبه دری غوږی ده . یعنی داسی زعفران چی دری پاڼی لری اول مخصوصآ دغه کلمه د سیستان په فارسی سه برگ وه . چی د خطی نسخی کاتب شورک صبط کړه او اصلاً سه برگ وه،  البیرونی دا زیاتوی چی په زابلی ژبه یو ډول سپین اما ضعیف اثره زعفران غویژک هم بولی او دغه کلمه هم غوزک ده چی یو بوگه زعفران و . او د الصیدلی په فارسی ترجمه کی هم اوله کلمه در غوژی یعنی هغه د عربی الدر غوژی وه چی معنائی په فارسی سه برگ وه .(۱)

د البیرونی په الصیدله کی (۲)  یوه بله کلمه هم سته چی شکل ئی په خطی نسخو کی غوشنه دی د البیرونی له عیسی بن ماسه نصرانی طیب څخه رانقلوی چی غوشنه په بله ژبه غونیک او په سغدی یی غونک بولی . دا یو نبات دی چی کالی په مینځی او د مجو سوښخی یی د یو ورځی پر ځای استعمالوی .

د برهان قاطع لیکوال وایی چی غوشنه د اول توری په پیښ او دوهم په سکون او دریم او څلورم په زور د یو گیاه نوم دی چی تازه خوړل کیږی او په وچ بی کالی مینځی او ښځي له هغه څخه حلوا پخوی او د چاغ والی لپاره یی خوری (۳)  د اسدی په لغت فرس کی هم دا کلمه راغلی ده د یوسف عروضی د دغه بیت په استناد :

آن روی او بسان یک آغوش غوش خشک

و آن موی اوبسان یک اغوش غوشنه 


دوزی (۱)  د ابن البیطار په قول غوښنه یو ډول نا معلومه پوڅکی بولی د برهان قاطع لیکوال هم دغه سما روغ گڼی .

دا کلمه د پښټو ( غوښنه ) ده ېعنی داسی نبات چی خوړل ئی غوښه زیاتوی او د برهان قاطع په قول سړی چاغوی . او که موږ دغه يو ډول پوڅکۍ وگڼونو پوڅکی خو هم شکلاً غوښنه گیاه دا او دغه نوم یی له ظاهری شکله سره هم لگیږی .


۸ – په لغت فرس کی :

دا پښتو نومونه ما د البیرونی له الصید نه څخه راو اخیستل اوس به یو څو نومونه هم له بله کتاب راوړم .

د فارسی لغت قدیمترین کتاب چی اوس پاته دی علی بن احمد طوسی د ( ۴۵۰ هـ ) په حدود کی لیکلی دی. دی د یوه گیاه ذکر کوی، چی نوم ئی غر اوشه و، او جولاگان یا چمیاران هغه سره و تړی او اوبه په پاشی . د دی لغت لپاره اسدی دلبیبی دغه بیت شاهدر اوړی :

چو غر واشه ریشی بسرخی و چندان – که ده ساله ازده یکش بست شاید (۱)  دا کلمه چی د یوه گیاه نوم دی اصلاً عرواښه یعنی د غره گیاه وه او دواړه اجزائی پښتو دی بله پښتو ژوندی کلمه خاشه ده چی اسدی یی هم در ېزه کاه و جو په معنی راوړی او د فردوسی دغه بیت پر شاهد کوی :

بهر خاشه یی خویشتن پرور د

یجز خاشه و یرا چه اندر خورد (۱)

اسدی د لغت ورس په ۱۱۵ مخ کی وایی: « فیال اغاز بود بلغت بلخ » چی دغه کلمه تر اوسه هم د کندهار په پښتو کسی د پیل په شکل په دغه معنی موجوده ده په کار پیل کول یعنی د کار آغاز . دغسی هم له دی ریښی څخه بله ژوندی کلمه پیلامه هم لرو او ښکاره ده چی دغه کلمه د بلخ په ژبه کی ( پیال ) وه او پښتو ژوندی ساتلې د اسدی د ابوشکور بلخی دغه بېت د فېال سندراوړی : 

مر اېن داستان کس بگفت از فېال 

ابر سیصدوسی و سه بود سال مرحوم د هخداد ایران متاخر محقق وایی: چی دغه بیت کی فیال د اغاز معنی نه لري د ابتکار مفهوم ځنی ښکاری، مگر د پښټو د پیل په استناد ویلای سو،  چی د اسدی اصلی متن صحیح دی.

  

نور لغتونه :

په ژبنیو څیړنو کی د ژبو د مقایسوی پلټنی ابحاث خورا مهم دي او د دغو پلټنو په مرسته موږ کولای شو چی ډیر ادبی او تاریخی حقایق څرگند کړو او د یوه محیط د ژبو لهجو یو له بله تاریخی روابط او خپلوی ځانته معلومه کاندو . دا بحث له اجتماعی پلوه هم گټور او مفید ښکاری،  ځکه چی د انسانانو او ټولنو پخوانی روابط او خپلوی موږ ته راښیی او دا ثابتوی چی د دو مجاورو ژبو ویونکی لکه اوس چی سره گاونډیان او خپلوان او په یوه سیمه کی دو اوسیدونکی وروڼه دي دغسی پخواهم د مشترکو عنعناتو خاوندان وو او یو ادبی تاریخ او د مشترک ثقافت او تهذیب پخوانۍ آري لري .

دا ادبی او اجتماعی مفید بحث موږ ته راښیی چی پخوا زموږ اسلافو خراسان په مشترکه سیمه کی د مشترکو عنعناتو خاوندان وو او دی د ثقافت له یوې گډی سرچینی څخه او به اچښلی دی چی د هغه اوس زموږ په ژبه او ادب د ژوندانه په مخلتفو مظاهرو کي ښکاره دي او زموږ پښتو ژبی د فارسی ادب ځینی تاریخی کلمات تراوسه لاهم خپله غیږکی ژوندی ساتلی دي.

پښتو ژپه د آسیا په منځ کی د ژبو او پخوانو کلماتو د یوه محفوظ او گرانبها موزیم په توگه موجوده ده او په دي لرغونتون ( دارالاثار ) کی تر اوسه لاهم د ویدا او اوستا او پهلوی او سنسکرت سره مشترک او ښکلی آثار خوندي پاته دي او د پښتونخوا دنگو غرو او رغو پخپله فېاضه غیږ کی دغه لرغونی آثار : د گرانبها غمیو په توگه راساتلی دي .

اوس به موږ د فارسی ادب ښکلی او زرغون باغ کی لږ څه سیرو کړو او دابه و گورو چی لرغونی فارسی ځینی رنگین گلونه څنگ د پښتو په بڼ کی هغسی سمسور راغوړیدلی پاته دي حال دا چی پخپله اوسنی فارسی هم په محاوره په لیک کی له هغو گلونه څخه تشه ده او هغه لرغونی کلمات اوس په فارسی کې ندي ژوندي او نه ویلی کیږي.


پښتو گواښ او فارسی گوشیدن :

په اوسنی فارسی کی گوشیدن د زېار په معنی سته مگر یوبل مصدر د گشیدن په شکل په لرغونی فارسی کی وچی مړ او ورک دی. له دي گوشیدن څخه پخوا په فارسی کی ځینی مشتق کلمات هم مستعمل وو مثلاً گوشون،  گوشنده، بگوش،  گوش روز.

فردوسی د خراسان لوی شاعر د (۴۰۰ هـ ) په حدود کي دغه مصدر او مشتقات پېژندل په شهنامه کی د کابل مهراب له خولی د ده ماینی سیندخت ته داسی وایی:

بگوی آنچه دانی و جآنرا بگوش

وگر چادر خون بتن بر بپوش

دغه گوشیدن په لرغونی فارسی کی د ساتې او حفظ او صیانت په معنی و او د فردوسی په لوړبیت کی هم ( جآنرا بگوش ) یعنی ځان و ساته معنی لری خواجه حافظ شیرازی هم دغه کلمه داسی راوړي :

ای ملک العرش مرادش بده

و زخطر چشم بدش دار گوش

یعنی د بدو سترگو له خطره یې وساته .

د فارسی ادب په پخوانو متونو کی هم ددغی کلمی له مشتقاتو څخه اغیزې ښکاري مثلاً : د خواجه عبدالله انصاری هراتی په طبقات الصوفیه کی گوشیدن وقت کت مټ د عربی د صون الوقت ترجمه ده او یو ځای وایی ( و اگر الله نگوشد این عقبه عظیم است ) یعنی کی څوک خدای و نه ساتی بل ځای وایی خویشت میگویش از فتنه یعنی ځان له فتنی څخه ساته . د پیر هرات د یوه شاگردرشیدالدین مییذی په تفسیر کشف الاسرار کی چی په ۵۲۰ هـ لېکلی سوی دی گوشوان په دغه معنی سته مثلاً د حافظ و علی الصلوة په تفسیر کی وایی « بر استاد کنید و گوشوان باشید . » دی گوشنده او گوش دارنده هم راوړی او داسی ښکاری چی دغه ریښه په پهلوی کی هم ره او گوش د یوې فرشتی نوم و چی څاروی به یې ساتل او د هرې میاشتنی څورلسمه به ئی هم گوش روز بلله،  چی البیرونی په عربی ډول جوش روز راوړې ده،  او سعدی ئی عش او په خوارزمی ئی غوشت بلله مسعود سعد سلمان د غزنی پیاوړی شاعر وائی :

گوش روزای انگار مشکین خال 

گوش بریط بگیر و نیک بمال

په نامه تکنسک کی چی له پهلوی څخه پاته غوره اثر دی ابن اسفندیار وائی : « صلاح روز گار آینده بهتر از آن گوش دارد که غم زمان خویش » چی دلته هم گوش دارد د ساتنی او حفظ معنی لري او دسلمان ساوجی دغه بیت هم د دي مطلب لپاره یو ټینگ او څرگند دلیل دی :

« ای صبا گر خاک او بدست آید ترا 

ذره ای زان گوش داری از ای چشم من »

دا ټوله ادبی اسناد چی د فارسی ادب له ښکلی بڼه را ټول کړل سول دا ثابتوی چی گوشیدن په دری ادب کی یو پخوانی او اصیل مصدر چی اوس یی استعمال بالکل هیر سوی دی او حتی ځینی خلق یی له گوشیدن سره خلط او گډون هم کوی . اوس به را سو چی په پښتو کی ددی کلمی ریښه څنگه ژوندی ده او څنگه یی دغه د اسلافو و دیعه را ساتلی ده .

په پښتو اوس موږ گواښ،  گواښل، گواښندوی،  گواښونکی،  گواښلی داسی ژوندی کلمات لرو چی معنی یی هغه حفاظت او صیانت او ساتنه ده مثلاً اڅک ځان له لمرو گواښه او سیوری ته راغی ایمل د دوو تنو ترمنځ گواښ کاوه .

په اوسنی ادبی او عصری ادبی ضروریاتو کی دغه گواښ موږ هلته استعمالوو چی د دوو دولتو په سیاسی کشالو کی یو دریم دولت منځگړی او گواښ وکړی .


ته :

د فارسی ادب په تاریخ کی عباس بن طرخان د دریمی هجری پیړۍ د بلخی برمکیانو د دربار شاعر تیر سوی دی چی په عربی او فارسی یی شعر وایه . د ده له فارسی اشعارو څخه ابن خرد اذبه پخپل مسالک المعالک کی دوه بیتونه راوړی . وایی چی عباس د طرخان زوی د سمرقند د ښار پرورانتوب باندی داسی ویلي وو :

سمرقند کند مند ××× بذینت کی افگند

از چاج ته بهی ××× همیشه ته خهی !

یعنی اې ورانه سمرقنده ! چا داسی کړې ! تر چاج ! ( تاشکند ) ته تل ښه یی ! دا قطعه ( فارسی ادب ېوه پخوانی صیله توته ده . خو په دغه کی د پښتو اوسنی خطایی مفرد ضمیر دوه واره په دوهم بیت کی راغلی دی یعنی (ته) او د دوهم بېت آخره مسرۍ بالکل اوسنۍ پښتو ده . همیشه ته خیی ! چی اوس موږ کټ مټ دغه جمله دغسی استعمالوو .

دغه ضمیر چی په پښتو کی اوس په دغه شکل او معنا سته او مستعمل ژوندی ضمیر دی. د فارسی په هروی لهجه کی هم ؤ.

خواجه عبدالله انصاری په طبقات الصوفیه کښی وایی: « الله تعالی (ته) به خوېشتن از خویشتن بمیراد (ته) به خویشت پوشاد ! » او له دې څخه هم ښکاری چی (ته) په قدیمه دری کی موجود او مستعمل ؤ مگر اوس ئی پر ځای ( تویاترا ) وائی . اما پښتو دا قدیمه و دیمه را ساتلی ده.

خه :

بله کلمه خه ده چی اوس یی موږ ښه یا کټ مټ خه وایو.

دا کلمه هم په پخوانی فارسی کی وه او په لوړ قدیمه قطعه کی ته خه یی مخصوصآ پښتو تعبېر او ادا ده . دغه خه ابولحسن شهید بلخی درود کی په مدح کی داسی استعمال کړې ده :

شاعران راخه واخسنت مدیح 

رود کی راخه و احسنت هجیست

پښتانه اوس هم وایی: پلانی خه سړی دی . او د تحسین په مقام کی داسی وایی: خه – خه ! دا عجیبه لوړه ونه ده !

صدرخان خټک د دلی او شهۍ په قصه کی وایی:

« خه چی ته پخپل مراد شوی تازه خاندې 

که زه ستاله عمه مرم بلا را باندې ... » 

دغه (خه) ډیر پخوا په اوستا او پهلوی کی (هو) ؤچی وروسته هی په خی واوښته او موږ گورو چی دغه ډیر قدیم (هو) هم اوس په پښتو کی په ایجایی ډول موجود دی او معنا یی هم هغه ( خه – ښه ) ده – مثلاً هو – زه به کباب ولولم . د میړه هوهو . وی او نه نه .

سخت زخت :

په دری ادب کی دا کلمه د تاکید او ډیر والی د قید په ډول خورا ډیره مستعمله وه اوس ئی د فارسی په وینا وو کی داستوار او محکم په مفهوم استعمالوی مگر خاص د ستوری حال ئی بایللی دی.

ريښه ئی په سنسکریت کی سکته د توانا په معنا وه او په دری قدیم ادب کی داسی استعمالیده بیهقی وائی : « شیر سخت بزرگ نیک قوی بود » و « سوی با کالیجار نامه ئی بود درین باب سخت نیکو بغایت » و « طاهر آنجاست و مردی است سخت کافی و بکار آمده » د تاریخ طبری او تفسیر طبری په فارسی ترجمه کی چی د سامانیانو د عصر قدیم کتابونه دی هم سخت په دغه قیدی او وصفی مفهوم ؤ مثلاً : په تفسیر طبری کی وایی موسی گفت سخت نیک آید .(۱)

ابوالعباس رینجنی د ۳۳۰ هـ د شاوخوا شاعر ویلی ؤ: 

سخت خوب آید این سه بیت مرا 

که شنیدم ز شاعری استاد

دا لغت په فارسی کی کله د خپل نقیض او مقابل سره هم تاکید په ډول راغلی دی،  لکه: « من عهد تو سخت سست میدانستم. »

په پښتو کی تر اوسه هم دغه کلمه په دغه تاکید او د ډیر ښت په معناوو په دوو شکلو ژوندۍ ده کندهاریان وایی: پلانی سخته غښتلی دی !

نن سخته ښه هواده ! عیسی آخندزاده ویلی ؤ :

دلربا په خندراغله سخته ښه سوه

موزیگی په ژړا راغله سخته ښه سو

کټ مټ دغه کلمه د پښتو په شرقی برخه کی د زخت او زخته په شکل ژوندۍ ده مثلاً : ایلم زخت لوړ غردی یا : د کونړ زخته ښه زمکه ده، یو شاعر ویلی ؤ : 

غاښ دی خراج اخلی له گوهرونه له عاجه

زخته دلریا یی د دلبرو د سر تاجه

کټ :

هر پښتون اوس کټ پیژنی او د پښتنو په دیرو کی خو ضرورکټونه وي چی دوی پر کښینی خو په اوسنۍ فارسی کې یې تخت یا چهار پایی یا صندلی بولی .

دا کلمه هم په پخوانی فارسی کی د سخت په معنا وه .

بوشکور بلخی (۱)  کټ شاهی داسي یا دوی :

روز ارمرز داست شاهاشادزی 

برکت شاهی نشین و باده خور

سیستانی فرخی د سلطان محمد په ستاینه کی وایی:


خلافت جدا کرد جیپالیان را 

زکتهای زرین و شاهانه زیور

له دغو دواړو ادبی سندو څخه ښکاری. چی پخوائی شاهی تخت یی هم کټ باله لکه چی اسدی طوسی هم له افسره او شاهی تاجه سره یو ځای راوړی دی :

که بر خون برانم کت و افسرت

برم زی سراندیب بی تن سرت

اوس باید فکر وکړو چی دغه د معتبر او د شاهی دربار کت ولی په تخت بدل سو. د دې علت دادی چی دا کټ خاصه مقامی او خراسانی کلمه وه. وروسته چی د عربو له خوا په فارسی ژبه د تخت کلمه را گډه سوه نو کټ خوارکی له شاهی دربارۀد پښتنو بانډو او دیرو ته پاته سو . او ځای یی تخت ونیوئ چی تر اوسه هم په ادب کی مستعمل پاته سو . مگر د کت د کلمی اصالت او قدامت خو له تیرو اسنادو څخه ثابت دی.


ښایی : 

په پهلوی او فارسی کی یو مصدر شایستن یا بیتن د توانستن په معنا وو چی په اوستا کی ریښه خشای وه. مگر په فارسی کی معنا وروسته سزاواری او مناسب والی سوه چی شایان او شایسته او شاید له دغی ریښی څخه دی. سعدی وایی: « خردمندی کافی باید تا تدبیر را بشاید . » (۱)

فرخی وایی:

ئوبدین ازهمه شایسته تری

همچنین باش وهمه ساله تو شای


بل ځای سلطان محمود داسی ستایی :

ای آنکه ملک هرگزیر تو بدل نجوید 

آی آنکه خسروی را از خسروان تو شایی

دمنفی نونه سره بل ځای دا کلمه داسی راوړی :

همه دشمنی از تو دیدم ولیکن 

نگویم که تو دوستی را نشایی

د میبذی په کشف الاسرار کی راغلی دی : « حرمت رفیق گیرید تا پېشگاه را بشائید » ( ۵۴۱ ) دغه کلمه تراوسه هم په پښتو کی د مفرد غایب لپاره د ښائی په ډول د تاکید او احتمال لپاره استعمالېری مثلاً : د تاکید لپاره محقق کندهاری علامه حبیب الله وایی:

کل ثنا چی ئی ځوک وایی

په خالق د جهان ښایی


د احتمال لپاره داسی ویل کیږی ( ښایی چی احمد به راغلی وی ) د مرزا حنان کندهاری دغه غزل د ښائی د استعمال مختلف مو اردراښیی .

که کوې را سره ډیره جفا ښایی

رسا حسن لره جور رسا ښایی

له حیا په ائینه کی کتاب نه سی 

که کوی بیانگانه گی له آشنا ښایی

که له لاسه می نن بوی درومی د عطرو 

چی خلاص کړی می دې بند د قبا ښایی

په تغییر ئی سپین مخونه کړه د ترکو

چی خلاص کړی می دې بند د قبا ښای

په تغییر ئی سپین مخونه کړه د ترکو

که یی و بولم خط توره بلا ښائی

چی په آه د زړه دواړه مژگان کج سوه

کی غمزه غواړی له زړو خو نبها ښائی

چی له خیاله و آفتاب ته سم نه گوری

پر مهتاب که طعنه کړی دلربا ښائی



هیښ او هاژ:

په پخوانی پارسو کی هاژ موجود و،  چی اوس متروک او مر دی،  د فارسی ژبی ډیر پخوانی شاعر بو شکور بلخی د څلورم هجری قرن په ابتداء کی ژوندی و،  دا کلمه یی داسی راوړي ده :

د یویگرفته مر ترا بفسوس تو خور بر زبان مال افسوس

همه دعوی کنی و خایی ژاژ در همه کارها حقیری و هاژ

اسدی طوسی د لغت فرس لیکوال او د برهان قاطع خاوند دواړه د دغه هاژ معنا متحیراو فرومانده او خاموش او درمانده لیکی چی له دغی دیښی څخه هاژ و هاژه هاژیدن هم ښایی چی پخوا مستعمل و (۱) – د دی هاژ معنا فرهنگ والو د بوشکور له لوړ بیته معلومه کړیده او دا ښکاری چی ډیر پخوانی لغت دی خور یښه یی تر اوسه هم په پښتو کی خوندی ده . پښتانه تر اوسه هم دا کلمه هیښ وایی او هیښیدل هم د هغه هاژیدن اصل دی .

کنداریان وایی پلانی هیښ پيښ ولاړ دی . یا بی سترگی هیښ پاته دی شیخ متی کلات بابا ویلی وه :

دلته لوی غرونه زرغو نیږی

سترگی لیدو ته یی هیښیږی

توم – تومنه :

د آریایی اقوامو په قدیمو فلسفی روایاتو کی چی محمد بن زکریا رازی پخپله ما بعدآلطبیعه فلسفه کی ځای کړیدی . پخوا پنځو اساسی او قدیمو شیانو اصالت درلود چی ارمزد او گاه (زمان) او جای (مکان) او توم ( جوهر و سوشت ) او خلاوه له دغو کلمو څخه توم یعنی جوهر او خمیره اوس موږ په پښتو کی د تومنی په شکل لرو،  مگر د دي کلمی ریښی په تاریخی نومو کی هم د تماناوتما په ډول سته مثلاً زردشت یی سپین تمان یا سپیتما باله یعنی داسی سړی چی جوهر او تومنه یی سپینه سپیڅلې وه .

تر اوسه هم پښتانه وایی: د پلانی تومنه ښه یا بده ده او کاکړان هم ( خان تما ) نوم لری یعنی خان زاده او خان اصله .

دا نوم وروسته یو صفت هم سوچی پر مفتخر او مغرور اطلاقیږی او دا یو قسم معنوی توسیع ده چی د (خان تما ) لغت میندلی ده نو د قدیم توم لغت اوس په پښتو کی د تماو تومنی په څیر موجود دی .

گرم گروم : 

گروم موږ اوس غم و اندوه ته وایو ځینی پښتانه یی گرم هم تلفظ کوي او په همدغه تلفظ په فارسی قدیم ادب کی موجوده کلمه وه مثلاً رودکی د ۳۰۰ هـ په حدود کی داسی وایی:

هر که سر از بند شهریار بپیچید پای طرب را بدام گرم در افگند

فردوسی هم دا کلمه ډیره راوړي،  لکه:

زچنگال یوازن هم دشت غرم دریده برو دل پراز داغ و گرم

شمس المعالی قابوس دیلمی چی د سامانیانو او غزنویانو معاصر و داسی ویلی ده :

شش چیز دیگر نگر وطنشان دل من عشق وغم و درد و گرم و تیمارو حزن

دا کلمه په پښتو ادب کی هم مستعمله وه، ملامیران پوپلزی ویلی دی :

آزاد مرغه یم نښتی په لومه زړگی می چاودی له ډیر گرومه

داسی کلمی چی د فارسی په قدیم ادب کی د پښتو نښانی او اغیزې را ښکاره کوی د تاریخ او ادب په زړو کتابو کی خورا ډیرې دي . چی وروسته به زه یوڅو نووې هم د نمونی په ډول سره را ټولی کم .



غرچه،  غرڅه :

غرچه او غرڅنی اوس په پښتو د غره مږه ته وایی خو دا کلمه په فارسی قدیم ادب کی کوهی او روستایی او مجازاً د ساده لپاره استعمالیده او ریښه یی په،  هغه پښتو غردی بد یعتی ویلی وه:

بفریبد دلت بهر سختی روستایی غرچه رامانی

ابوطیب مصعبی چی د سامانیانو لری وزیر او لیکوال او د عربی او فارسی پوخ شاعر او د ( ۳۱۶ هـ ) په حدود کی وزیر و، یوه ډیر فصیحه او خوږه قطعه لری چی مطلع یی داده :

 جهانا همانا فسوسی و بازی که برکس نپایی باکس نسازی 

په دی قطعه کی وایی:

صدو اند ساله یکی مرد غرچه

چرا شصت وسه زیست آن مرد تازی

په دغه بیت کی هم د غر سړی او ساده او کوهی ځنی مقصد دی چی د غرڅه په دود ساده وی.

احمدشاه بابا وایی:

زه غرڅه یم ستا مژگان می ویروی

بسی درکه د ناوک گزار کوی

غرنگ،  غړانگه :

غرنگ د اسدی طوسی په قول د ژړاږغ دی چی منجیک ترمذی د غر یو سره یو ځای داسی راوړی دی :

کار من در هجر تور دایم نفیرست وفغان

شغل من در عشق تو دایم غریوست و غرنگ

خسروانی د سامانی عصر یو شاعر د ۳۵۰ هـ په حدود کی وایی:

رخت و دیدنتو انم از آب چشم

سخن گفت نتوانم از بس غرنگ



هغه منجیک شاعر په بل بیت کی داسی راوړی دی:

بخروش اندرش گرفته غریو بگلو اندرش بمانده غرنگ

دا قدیمه کلمه هم اوس له فارسی څخه ورکه ښکاری خو په پښتو کی غړانگه کټ مټ په دغه معنا ژوندۍ ده . د اوښ غرانگه بولی او اوښ غړانگی وهی او مجازاً د سړو سره هم هغه وخت استمالیږی چی په لوړ ږغ او بد آواز فریاد او کو کاری وهی . یو پښتون شاعر وېلی وه :

نیمه خوا کړلی خزان تنکۍ څانگې په کور بل وهی عاشق بدې غړانگې

داسی ښکاری چی غړانگی د مطلق لوړ فریاد او کو کارو نوم و او دا چی د اوښ ږغ غړانگی بلل سوی دی،  د دی لغت یو مجازی اطلاق به وي.


سوک،  څوکه:

په پښتو سوکه یا څوکه اوس موږ داسی استعمالوو . د چا کو څوکه،  د غره څوک د جامی څوکه د بام پر څوکه میاشت ښکاری شاکری بخاری (۱)  په یوه بیت کی دا کلمه داسی راوړی ده :

اندام دشمنان تو از تیرو و ناوکی مانند سوک خوشه جو باد اژده

دا کلمه متاخر و فرهنگ والو فارسی له سوک یعنی ماتم او غمه سر گډه کړې ده،  (۲)  مگر په اصل کی په کاف و چی دغه دوهم شکل یې د پښتو له څوکی سره پوره معنوی او ظاهری شباهت لري .

په لغت فرس کی هم د دې کلمی معنا په تخمین او اټکل ( خار خوشه گندم وجو ) لیکی شویده . مگر په اصل بیت کی د اور بشو د وږی څوکه مراد ده او اصلاً وږی خار او اغزی نه وي بلکه لږ څه زیږوی خوشحالخان ویلی وه :

چی ویازتی ور کولی تیري نوکی تر ټتریه ئی اېستی د زر کې څوکې

دلته هم د باز د تیرو نو کانو څوکي مقصد دي .


کواره،  کبارۀ:

ناصر خسرو و قبادیانی بلخی ویلی وه :

ترا این تن یکی خانه سپنج مزور بل مغر بل چون کباره

دغه کبارۀپه فارسی اوس سبد بولی،  د بامیان دغلغلی  له ښاره چی کومی فارسی لیکنی پیدا سوي دي او د کابل په موزیم کي وي په هغو کی دا کلمه کواره راغلی ده چی د ځینو ارغند اویانو خطر،  نه وه، 

په کندهار کی تر اوسه هم کواره سته چی دانارو او غزو له لښتو څخه ئی ارغنداویان جوړوی او د کندهار ټوله میوه په دغه کواره کی وړکه کیږی . کواره خو سورۍ وي نو ځکه د ناصر خسرو په بیت کی د مزرو او مغربل صفات ور سره راغلی دي . داسی ښکاري چی کواره دار غڼد او دوا دی مقامی کلمه وه چی په قدیمه فارسی کی مستعمله او اوس پښتو کی ژوندۍ پاته ده .


شپون،  شوان : 

د فارسی اوسنۍ کلمه شبان په قدیمو دري آثارو کی شوان هم راغلی ده چی خواجه عبدالله انصاری یی په طبقات الصوفیه کښی په دغه ډول استعمالوي .

د دې کلمی پخوانی شکل په فرس قدیم کی شوپاوان او په پهلوی کی شوبان و په فارسی کی خو دغه کلمه و اوښته مگر په پښتو کی تراوسه هم هغه قدیم ډول خوندی کړ اوس موږ شپون،  شپانه، شپه درې سره پښتو کی وایو چی ښکاری چی پښتو ئی هغه قدیم او اصیل ډول ساتلی دی .

هو پره اوپره :

د خواجه عبدالله انصاری په طبقات الصوفیه کی هو پرده کلمه د یوې عربی جملی او دعا په ترجمه کی راغلی ده چی اصل یی خیرک الله یا جبرک الله و. دا دعائیه ځینو فرهنگ والو په غلطی کی حیرک الله ویلی او د خواجه 

عبدالله انصاری د فارسی جملی ( خدای تراهوبره کناد ) ترجمه ئی حیران لیکلی ده،  ایوانونی له ځانه دهو بره معنا په انگریزی هوپ فل یعنی امیدوار راوړی ده اکثر و فرهنگ لیکونکو ددې کلمی په معنی کی غلطی کړې ده خو اصل کلمه هویره او د پښتو موجوده ( اوپره ) ده.

هو په قدیمو آریایی ژبو کی د پښتو د هو اوښه په معناوه،  پره هم جنبی او مسلک او رفتار ته وائی . نوهو پره یعنی د نیکې پرې خاوند . نیک راه و نیکو روش . دا کلمه تر اوسه هم په کندهار کی سته پخوانو پښتنو خپل گاونډیان او له نورو ځایو راغلی خلق احتراماً او پره یعنی د ښه روش اوښی جنبی خاوندان گڼل او دوی به ئی هو پره بلل . د زمانی په تیریدو د دغی کلمی لومړنی احترامی مفهوم لږ سو او اوس اوپره پاته سوه .

له دې ټولو مثالو څخه ښکاری چی د قدیمو ژبو د تحقیق او پېژندنی او څیړنی لپاره د پښټو مطالعه ډیره ضرور ده او د پښتو په مرسته موږ د فارسی او پهلوی ادب ډیر زاړه مشکلات حل کولای سوای .


هنر من، بی اسره، بړیڅ،غلجی :

بزرگ بن شرېار د دریم هجری قرن په پای کی د بحر له خوا هند ته راغلی ؤ دی وائی چی د بجیره عرب د ساحلی ښار چیمور ( صیمور ) راجه یو سړی د مسلمانانو د ادارې او مشری لپاره د ( هنرمن ) په ډول مقرر کړ.(۱)  دا کلمه له هنر او پښتو (من) څخه جوړه سوی ده چی وروسته عربو له دغی کلمی څخه د خپلی ژبی پر اصولو سم یو مثدر هم جوړ کړ او (هرمنه) ئی د هنرمن د فعل او کار نوم و بلله ځکه چی مسلمانان د جنوبی پښتونخوا له خوا هند ته تللی وو نو دوې دغه پښتو نوم د خپل مشر لپاره هم له دې زمکې څخه له ځانه سره وړی وو،  چی په عجایب الهند کی پاته دی . په دغه ښار کی المسعودی عربی سیاح او مؤرخ په ۳۰۴ هـ کال یوه بله کلمه اوریدلی وه،  دی د خپل مروج الذهب (۱)  کی وائی : هغه عرب چی په هندوستان کی زیږیدلی دی په چیمور کی ( بیا سره ) بولی د مسعودي دغه کلمه هم کټ مټ د پښتو ( بی اسره ) ښکاري،  چی عربو معربه او پر ځای ولیکه،  او معنائی مسافر او غریب الوطن او بیجاره ده .

د عربو یو بل مدقق مؤرخ ابن واضح الیعقوبی دی تاریخ ئی ( ۲۹۲ هـ ) کال په حدود کی لیکلی دی. دی له عجمی ژبو څخه یو معربه کلمه ( اشهرېج ) راوړی چی معنی نی هم د ښار مشریا ښاروال وه (۲)  دغه کلمه هم د پښتو پر قاعدو برابره ښکاري ېعنی هغه څوک چی د ښار مشر او اداره کوونکی وی چی په عربی یی معنی رئیس الکور هم دغه الیعقوبی لیکلی ده او کوره په عربی د خلقو دا ستوگی یوه ناحیه بولی ( المنجد ) او د پښتو ښهریځ یو ه تاریخی کلمه ده .

په پښتو کی موږ بړیځان ښه پیژنو او دپتی خان بړیڅ او را بیا عشقی داستان او د دوی نارې په ټولو پښتننؤ کی مشهور دي . دغه بړیڅ خو اوس په ښور اوک کی د کندهار جنوب ته اوسی مگر پخوا د دوی استوگنه له بسته تر جنوبی پارس پورې وه او تر اوسه هم جنوبی بارزه دوی په نامه دی .

محمد بن احمد بشاری مقدسی (۳)  د قفص او بلوص او بارز غرونه او د دوی جنگونه په تفصیل یادوي (۴)  او ابن مسکویه د . ۳۶۰ هـ ) کال په جنگو کی د دغو قبیلو امیران ابو سعید باوصی او علی محمد الیارزی په کرمان او سیستان کی ېادوي.

دغه عربی سوی نومونه خو کو چی او بلوچ او بړیڅ دیچی ابن مسکو به ئی هم په تجارب الامم کی (۱)  راحله ء جرومیه بولی . یعنی د گرم سیل کوچیان او دغه قبایل تر اوسه هم یو ځای سره اوسی دالبارز املا د مطهر بن طاهر المقدسی په کتاب البدو التاریخ کی ( ۴ / ۹۲ ) البارج ده چی د ( ۳۵۵ هـ ) په حدود کی د دوی سیمی له کرمانه تر زرنج او بست او غوره پوری ېا دوی،  نو لکه عربو چی د پښتنو شهریځ اخیستی او له هغه څخه یی الشهرېخ جوړ کړ دغه زموږ پښتو بړیڅ ئی هم البارج یا البارز ولیکل .

د پښتو یو لوی او غښتلی جز غلجیان دی د دوی نوم اصلاً غرزی او غلجی دی . دا نوم هم په تاریخی دورو کی هر چا هر راز لېکلی دی او ځینو خلقو لاله مغولی و تورکی خلج یا خلخ سره هم خلط کړی دی . العتبی په تاریخ یمینی کی د سبگتگین په لښکرو کی د افغانیه او خلج ذکر یو ځای کوی او منهاج سراج چی په هند کی د خلجیانو فتوحات او رجال تر بنگاله پورې یا دوی له تور کانو څخه یی بیلوی حتی د هند مورخ ضیأ برنی په تاریخ فیروز شاهی کی تصریح کوی چی پخوا د ډیلی شاهی د تورکانو و،  مگر کله چی سلطان جلال الدین خلجی د ډیلی پر تخت کینسینوست .نو ځکه چی خلجی تورکان نه ووه دی لیکی ( و ملک خلجیان شهریان را بغایت دشوار نمود ) (۱)  پخپله پښتانه دغه کلمه غلجی تلفظ کوي او دغه د هند خلجیان غلجی وه خوشحال خان وایی: 

بیا سلطان جلال الدین پر سریر کښیناست

چی په اصل کی غلجی د ولایت و

بیا له پسه تلغق شاه چی امر او × پرورش ئی د غلجیو په دولت و د خلجو اصلی نوم پښتو غلجی = غرزی دی خو فقط غین په خی اوښتی دی او دغه تبدیل په قدیمو نومو کی نور هم ښکاری،  مثلاً د غور ساخر د منهاج سراج په قول سور غرو او قدیمو جغرافیا والو خر خیز اوس قرغیز دی، پردې خبر باندی چی د خلجی کلمه اصلاً غلجی وه یو ټینگ تاریخی سند دادی،  چی کوم وخت سلطان جلال الدین خوارزم شاه په غزنی او پروان کی د چنگیز خان سره جنگیږی په دغو وختو کی ډیر خلجی خانان له ده سره ملگری دي،  او منهاج سراج وائی: « سلطان جلال الدین منکبرتی و ملک خان هرات بغزنین رسیدند و لشکر بسیار از ترک و امرا غور و تاجیک و خلج و غر بخدمت ایشان جمع شدند .(۱) 

دلته خو منهاج سراج تورکان او خلج سره بیل کړی دی. او جوینی هم پخپل جهان کشا دوهم ټوک کی د پروان د جنگ تفصیل لیکی او تصریح کوی چی دغه جنگ د خلجیانو په مړانه و گاټه سو او د چنگیز لښکرې ماتې سوې .

مگر د دغو خلجو اصلی مقامی نوم غلجی ؤ او تلفظ ئي هم دغسی و . د افغانستان غربی خوا ته له هراته بیا په ټول اوسنی اېران کښی هرقاف په غین اړوی . قران غیر ان او قران غران بولی . او په هغو وختو کی هم ایرانیانو په فارسی ژبه د غلجی کلمه قلجی تلفظ کوله . د محمد بن علی حموی تاریخ المنصوری په عربی ژبه له یوی قدیمی خطی نسخی څخه د مسکو د شرقی پوهنو د اکاډیمی په همت مخصوصآ عکسی چاپ سری دی . 

پدی کتاب کی هم د خوارزم ملاتړ مکرراً قلجی یادیږی نه خلجی (۲)  او دا کلمه به دغه عربی مورخ له فارسیانو څخه اوریدلی وي چی خلجی به ئئ قلجی تلفظ کوله .

ښه. که دغه کلمه په هغه وخت کی خلجی تلفظ کیدای نو فارسیانو ته خو ضرورت نه و چی خی په قاف بدله کړی .

د تاریخ منصوری له ضبطه بر الاښکاره ده چی فارسیانو دغه کلمه قلجی تلفظ کوله او له پښتنو څخه ئی غلجی ارویدلی وه،  نه خلجی او بیا چی عربو له فارسیانو څخه قلجی واوریده کټ مټ ئی هم دغسی ضبط کړه او دا غلجیان هغه پښتانه وو چی تر اسلام مخه یی په زابلستان کی شاهی لرله . او تر کشمیره او هندوستانه ئی فتوحات کړي وو او بیا په اسلامی دوره کی په هند کی تر بنگاله شاهان وو او اسلام ئی دنیپال تر غرو پورې رسولی و.