32

محمد رسول هوتک د (بیاض) لیکونکی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د پټي خزانې په تصریح د کندهار د کلات هوتک ؤ چي د ده یو بیاض د محمد هوتک څخه وو او په پټه خزانه کي يې هم درې ځایه ځيني مهم مطالب له دغه بیاضه رانقل کړي دي او د محمد رسول ليکونه د پټي خزانې له مهمو ماخذو څخه دي د سلطان بهلول او خلیل خان نيازي اشعار محمد هوتک له دغه بیاضه را اخيستي او هم یې د رحمان بابا(رح) د سوانح او مهم حالونه او هم يې د خوشحال خان(رح) اشعار او احوال له محمد رسول څخه اقتباس کړي دي.

د پټي خزانې له مقتبساتو ښکاريږي چي محمدرسول یو ډېر مدقق لیکوال ؤ او په خپل بیاض کي يې ډېر مهم حوادث او احوال او اشعار ليکلي وو، ځکه چي د رحمان بابا(رح)  سوانح په دغه ډول هیچا ته نه وه معلوم، خو د پټي خزانې په ذريعه د محمد رسول له بياضه ډېر غنیمت مواد لاس ته راغلل.