32

حسين علي د (زیب تاریخها) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب د اتلسمي سدۍ په نيمايي کي ليکل سوی دی، او له ۱۱۶۰ ق ۱۷۴۷ م او د احمدشاه له جلوسه څخه بیا د شاه زمان تر سقوط ۱۸۵۱  پوري يې واقعات راوړي دي چي تش يوه خطي نسخه يې اوس د ازبکسټان د تاشکند د علومو د اکاډیمی په کتابخانه کي سته (۱۶۲۶ نمبر) او داسي ښکاري چي مؤلف به د شهزاده همایون سدوزي له نزدېکانو څخه وي، چي خپل تاريخ يې د ۱۲۱۸ ق د صفري په میاشت (جون ۱۸۰۳ م) کښلی دی، او دا کتاب ځکه چي تاريخ حسین شاهی (نمبر ۶۹) ته ډېر ورته دى نو ښايي چي مؤلف به له دې كتابه اخيستنه کړې وي.