32

تر كاڼي (نجاري)

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

په هغو سیمو کې چې لرګي او ځنګلونه او د جوز ونې يا د توت ښه لرګي ډير وو لکه کابل، کونړ، بدخشان، نورستان، پښتیا، غزنی هلته د نجارۍ، صنعت هم له قدیمه پاته و، له لرګو څخه منقش د لاس لرګي، لكړې، صندوخان،دروازې، ښانکونه او په کافرستان کې د بوتانو مجسمې او نور د ژوندانه ضروریات جوړېدل. پخپله په لرګي کی ګلکارۍ او شبکه کارۍ او برجسته یا کیندلې نقاشي کېد له، چې کله کله به یې د انساني ژوند مختلف مناظر هم پکښې انځور کول. طبيعي ښكلا وې او د مړغانو او حيواناتو شکلونه به پکښې مصور کېدل او د لرګو د شبکه کارۍ او رنګ کولو صنعت په ښه ډول ژوندی و او اوس هم د ودانیو د چتو د مسطح سازۍ او ښکلولو صنعت لږ و ډېر پاته دئ او په کابل کې یوه د ترکاڼۍ لويه موسسه او کارخانه سته چې په ماشيني وسايلو کار کوي.

په ځینو پخوانیو ودانيو کي چې د لرګو هنري آثار پاته دي، هغه دا ښکاره کوي، چې په لرګو کې نقاشي اولیکنې او ښکلونې رواج درلود او د دې هنر یوه پاته نخښه د بدخشان په یمګان کې د ناصر خسرو قبادياني دمړقد د سقف په نسخ خط ليکلي د قرآن شریف آيتونه دي.

 بله لرغونې نخښه يې هغه دروازه ده، چې د لوګر د څرخ په یوه مسجد کې پرته وه او د غزنوي دورې كوفي خطونه او نقشونه يې لرل.