32

د خلجي ژبي پښتو بيت

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

اوس به دغه د "لسان خلجيه" د بيت الفاظو ته ځير شو، ګمان کوم چي دا پښتو دي داسي:

په زمي کزنه ښخید لویک لویانو بویله لويا

کښه تور به براغلوم (بلوم؟) ممله تیزیو په ملا

د دې بيت هره مصرعي پنځلس هجاوي لري.


۱

۲

۳

۴

۵

۶

۷

۸

۹

۱۰

۱۱

۱۲

۱۳

۱۴

۱۵

په

زمي

گز

نه

ښه

خید

لو

یک

لو

یا

نو

بو

یله

لو

با

کښه

تور

به

برا

غل

وم

به

لوم؟

مم

له

تی

ز

یو

په

ملا


په اوسنۍ املا داسي کيږي:

په زمي غزنه ښخید لویک لویانو بایله لویا

کښه تور به براغلوم (بلوم؟) ممله تازیو په ملا

د کلماتو تحلیل:

۱.  زمی: دغه اوسنۍ مځکه او د فارسی زمین ده، دا کلمه عيناً په فارسي پخواني ادب کښي په دغه شکل سته، فخرالدین گرگانی (۴۴۶ه) وايي:

چو و این مایه نبودی رستنی را

نبودی  جانور روی "زمی" را

نظامي وايي:

اساسیکه د آسمان و"زمی" است

باندازه قدرت آدمی است

اسدي طوسي (متوفی ۴۶۵ه) وايي:

زمین جای آرام هر آدمی است

همان خانه کردگار "زمی" است

په اوستا کښي زم (مځکه) او په پهلوى زميك د اسمان په مقابل کښي و او زمیاد د مځکی او ودانۍ پرښته وه  داسي ښکاري چي زمی پخوا په پښتو. کښي هم وه، چي وروسته زمکه یا مځکه د پهلوی، زميك، ته نژدې ځني جوړه سوه.

۲. ګزنه: په اصل کښي (کزن) ده چی د ګزنه = غزنه ناقصه املا ده دا کلمه په سغدي ژبه (ګزنك) او د معاني په کتابو کښي ګزن او معنايې خزانه ده  او په سنسکریت کښي کجن یا جګن وه، چي عربو هم دغه کلمه معربه کړه، ابو منصور موهوب بن احمد بن محمد الخضر جوالیقی (۴۶۵ تا ۵۴۰ه) لیکی: الکنز: فارسی معرب و اسمه بالعربيه مفتح،  نو د عربي کنز د فارسی ګنج معرب شکل دی چي قديم شكل يې

ګزنه = ګنزه = غزنه و.

په فارسي کښي مرغوزن یا مرغزن (ګورستان) ته وايي، او دغه قديمه ريښه لري (مړ + غزن = خزانه مردګان = ګورستان چي دا کلمه په هراتي فارسي کښي وه امامي هروي وايي:

آن جهانداری که گشت اندر نبرد

مرغزار از زخم تیرش، مرغزن

منو چهری وايي:

وقت صلحش کس نداند "مرغزن"

از مرغزاز وقت خشمش کس نداند

مرغزار از مرغزن  نوګزن = غزن: مجمع او مخزن ته وايي، چي د غزنه قدیم نوم ګزنه په پښتو کښي و، او دا يې ځکه ګزنه باله چي په دې کوټ کښي به تل د شاهانو خزانې محفوظي وې، او غزنه د ګزنه د کليمې وروستنى لغوي تحويل دی.

۳. سحيد لويك؟ دا کلمه هم د" لويك" بت د ښخولو او مځکی کینلو (کافت) په قرینه، چي په دې حکایت کښي ذکر شوی دی، د پښتو( ښخید) ده، له ښخ او ښخول څخه چي د مفرد غایب صيغه ښکاري، او اوس موږ وایو (ښخ سو) ګمان کوم چي د (ښخیدل) مصدر پخوا پخپله مستقیم مشتقات درلوده، او (ښخ کیدل) د ژبي د وروستني فتور نخښه ده - او د صيغې اخير (يد) د فارسي له هروي لهجې سره ډېر نزدې دی. چي پخوا د مفرد غایب لپاره راتئ : مثلاً وی نان خوردید (وی نان خورد )احمد استاد محمود اید (احمد استاد محمود

است).

نوښخید لويك هم دغه معنا لري ښخ سولويك، د خواجه عبدالله انصاري په طبقات الصوفیه کښي چي په هروي 

لهجه دی، ډېر داسي مفرد غايب صيغي

د الفرح

۴. لوی انو: په اوسنۍ املا( لویانو) ده، له دی له هم ښکاري چي د (لويك) د كلمي ريشه هم (لوي) وه، او

پښتنو دوی (لویان) هم بلل، دا کلمه اوس هم سته، مثلاً: د کلي مشران او لویان سره راغونډ شول.

کریم داد وايي:

پرغریبوچي تبری کا

لوی د نشي هسي لوى

بویلا: دا هم د اوسنۍ (بایله) قدیم تلفظ دی، بایلل او بویلل (باختن) په یوه معنی دي، تر اوسه د غرو پښتانه (بويلا) وايي يعني (باخت)، او دا د پښتو د لهجو اختلاف دی، چي د ږغېږو توریو Vowels په ویلو کښي لري، او لکه چي ما دمخه وويل: په قديمو نښانو کښي د مسیدو او وزيرو او اپریدو د لهجو او ادا ډېر اثار ښکاري، بويلا (بايلووله، بايلو، بايله )ماضي صيغه ده، چي په فارسي (باخت) ورته وايي. لویا : اوسنی لوی، د هغه لوی له ریښې څخه پر قدیم ډول اسم حالت دی، پخوا داسي كلمات ډېر وو، خو اوس لږ دي، مثلاً اوس موږ خندا، ژړا، رڼا، نڅا وايو، خو ځغلا،شنړا،ځلا،زرغا، زلما، ښکلا، ملانه وايو، حال دا چي دغسي ډېر کلمات په پخوانۍ پښتو کښي وو، او په پخوانو اشعارو كښي مستعمل دي وګورئ په لومړۍ مصرعۍ کښي لويان، لویا دواړه له يوې ريښې دي، او دا ثابتوي چي د (لويك) لقب هم له دغي ريښي څخه راوتلی دی.

۷. کسه تر؟ دا کلمه کشا تر= کښه تور وه، لومړۍ ټوټه یې کښه له کښل څخه ده،او دوهمه کلمه (توره) ده، چي په ترکیب کښي (ه) حذفيږي، لکه تورن، توریالی.

د توري کلمه په قدیمو نومو کښي خورا ټینګه ریښه لري، لکه دمخه ذکر شوي (تورامانا = تورمن) او تروجن پال (تورجن پالونکی) او کشتريه چي په سنسکریت او زړه پاړسو او سغدي او اوستا کښي عموماً د پاچا او حکمران او جنګي او توريالي په معنا وه، او د شاه،شار، کشور کليمې هم له دغي څخه راوتلي دي او د پير روښان په خیر البیان کښي (تورکښ) راغلي ده.

 سر الكسندر برنس Burnes تر ۱۸۳۶ع کال دمخه د اباسین په هنډ (پخواني ويهند) کښي پر سنګ مرمر يوه سنسکریت کتیبه موندلې وه، چي يو غوښي خوړونکی قوم تورکښ Turshcas پر دې سیمه مسلط و.

دا ليك يوه برهمن "سري تلكه" Seri Tillaka کښلی دی او داسي ښکاري چي دا غوښي خوړونکی تورکښان هغه هفتالیان (هونان) وو، او دوی یې د دلاورۍ او توریالی توب په سبب تورکښ = کښه تور = کشتریه بلله، چی په دی پښتو بيت کښي کټ مټ دغه کلمه راغلې ده، او کشتریه او کښ تور یا تورکښ د لښکري او عسکر په معنا له قدیمه په پښتو ادب کښي موجود وو.

۸. ببراغلوم: دا کلمه غالباً به (براغلوم) ده، چي د بيت د هجايي وزن په تجزیه کښي (برا - غل - وم) ویله کيږي، او باید مصدر يې براغلول وي، يا براغلل وي، له موقع داسي ښکاري چي براغلول به د فارسي له (آغال،براغلل، براغلیدن) سره یوه لري، اسدی طوسي ليكي:

آغال چنان باشد که کسی را بر کسی طیره کنند تا تند شود، آن فعل را آغالش خوانند، وسگ را که بر مدم جهانند، بر آغلیدن گویند، فرالاوي گفت:

من زء "آغالشت" نترسم هیچ

وربمن شیر "رابرآغالی"

دا مصدر په فارسي کښي برغلانیدن او ورغلانیدن هم راغلی دی، چي اوس يې په پښتو ښکارل یا پارول بولي، او په فارسي یې "کسی را بر جنگ تیز کردن" معنا ليکلي ده  بيهقي ليكي: "اندیشد این بادشاه که ما بتر سیدیم و بگریختیم، و دم ما بگیرد، وبنامه ولایت داران را برما "برآغالانیددن" گیرد، و ناچار دوست برما دشمن شود".

بل ځای وایي: که بنده بورتگین را برین قوم "آغالید" و او بخواهد آمد. 

نو په دې پښتو بيت کښي هم "کښه تور به براغلوم" داسي معنا كوي: لښکر به وګمارم او فوځ به پاڅوم، يعني زه به ستا په مرسته خپل لښکر در ولېږم.

په پټه خزانه کښي د امیر کروړ یوشعر دی، چي په هغه کښي "په ژوبله یو نم "یرغلم" پر تښتېدونو باندي" راغلي دي هلته ما دا کلمه پر غالم لوستې وه، ځکه چي د خوشحال خان او نورو متوسطینو په اشعارو کښي پرغلل او یرغال هم د حملې په مفهوم موجود وو، مګر ښايي چي د امير کروړ دغه "يرغالم" هم برغالم وي، د برغلل له لازمي مصدره، چي دغه قديمه ریښه لري، او امیر کروړ هم د دغو "لویکانو" د زمانې پاچا دی، چي د دوی د سلطنت غربي خواته پر غور او زور او بادغیس حکمران و، او د ژبي نژدېوالی يې ضروري دی. 

۹.  بلوم؟ د بيت د هجائي تقطيع څخه باید دا کلمه دوې هجاوي وګڼو (به - لوم) مګر ما چي هر څه فکر او مطالعه وکړه، د دغي کليمې كوم معقول حل مي ونه موند، او داسي کلمه چي معنا يې له موقع سره ونښلي او منطقي هم وي، ما نه کړه پیدا ځکه دا کلمه دغسي پټه او ناحل سوې پاته سوه.

۱۰.   مملا: دا کلمه ظاهراً نهي ده (مه مله) يعني ملتيا مه کوه ځکه چي وروسته هم د بیت په پای کښي (ملا) راغلې ده، مل تر اوسه په پښتو:  ممد، معاون او رفیق ته وايي، ملتيا، ملتوب تعاون او رفاقت او همراهي ده، شیخ اسد سوري د پښتو يو قدیم شاعر (۴۲۵ه) وایی:

نه به لاس واخلي له خوره نه به لورې

نه به ملا کړي له بې وزلو له ترار

ا

ملكيار غرشین (۵۷۱ه) وایی:

غازيانو راشئ - ټول شاوخواشئ - د شهاب په ملاشئ، 

 کله (ملي) د پاتېدو او اقامت او باقي بودن په معنا هم راغلي دي، عبد القادرخان ختك وايي:

اې يوه خدایه! ژر وران د دنيا سرای کړې!

چي اشنا عالم ترې ځي، نااشناملي

بل ځای وایي:

ناپوهان به يې باور به  په وداني كا

 چي په طمع د سیلاب د اوبو ملي

نو ښايي چي دلته هم (مه مله) يعني مه پاتېږه، دوام مه، وي.

اما د کليمې آخرنی الف د (ه) پر ځای، اوس هم د غلجو او وردګو او اپرېدو په لهجو کښي سته، مه کوا، مه خورا، مه خا، وايي.

 ۱۲.  تیزیو؟ دا کلمه د هجایی تقطیع لپاره باید (تي ز-يو) ولوستله شي، ګمان کوم چي دا هم د ږغيزو توریو د اوښتلو د سیستم په اثر له (تازيو) څخه (تيزيو) شوې ده.

تازي له قديمه عربي ژبي او عربي قوم ته ویل کېده، په اوسنۍ محاوره باید ووایو، (مه مله د تازیو په ملا) یعنی مه ځه یا مه پاتېږه د تازیو او عربو په ملګري کښي.

ځکه چي د غزني لويك خانان، جبراً مسلمان سوي وو نو يوه بل "لويك" له کابله ده ته په دې بيت کښی وکښل چی: "های،! افسوس لويك بت د غزنی په مځکه کښي ښخ سو، او لويانو خپله لويي بايلو ده، زه به لښکر درواستوم، ته د تازیانو (عربو) ملګري مه کوه".

تازي چي پښتانه مسيد او وزير به يې حتماً (تيزي) وايي، د عربي اقوامو لپاره قدیم نوم دی، چي په پهلوي او فارسي کښي هم مستعمل و، فردوسي په شاهنامه کښي د عربو او سعد وقاص د حملې پر وخت، دغه کلمه د مطلق عرب په معنا استعمالوي مثلاً:

که تخت و نه ديهيم بيني نه شهر

گزاختر همه "تازیان" راست بهر

از ایرانیان و از ترک وز "تازیان"

نژادي پديد آيد اندر میان

نه دهقان، نه ترک ونه "تازي" بود

سخنها بکردار بازي بود

بيا وروسته تازي عربي ژبه هم بولي:

"بتازي" يکي نامه پاسخ نوشت

پدید آورید اندر و خوب و زشت

اکثره محققان وايي: چي دغه تازي نوم له (طائی) څخه اخیست سوی دی، ځکه چي د بنوطي قبيله ايرانيانو ته ډېره نژدې او ورڅرمه عربي قبيله وه، نو ټول عرب يې په دغه نامه وبلل.

دا چي يو ملت د یوې قبیلې په نامه وبلل شي، په تاریخ کښي نور مثالونه هم لري، لکه یونان د يوې قبيلې يونيا په نامه، یا فرس (د عربو ایران) د پرسه قبیلي په نامه چي يونانيانو (پرسیا) وباله، او بیا (پرشیا) سو.

او بل مثال یې دا دی: چي په دغه حکايت کښي د پښتنو ژبه یوازي د غلجو په نامه "لسان خلجيه" بلله شوې ده، او دا د کل تسمیه به جز گڼله شی.

دا "تازي" نوم د عربو لپاره دېر قدیم دی، حتی چینیانو هم د ټانګ د کورنۍ په سلطنت کښِي (۶۱۸-۹۰۷ع) پخپلو کتابو کښي دا نوم تا – شي Ta_Shi  ذکر کړی دی، چي په ۹۶۰ ع د تا - شي Ta-Shi امیرالمومنین له خوا شل سفیران د چین د سنګ Sung شاهانو ته راغلل، او د ليو - شي Liao-Shi چيني امپراطور حضور ته هم یو تلشي (تازي) سفير راغى.