کاظم شیدا
د خوشحال خان په کورنۍ کي يو بل ادیب او شاعر د پېژندلو وړ دئ، چي دی کاظم خان نوميږي او د افضل خان زوى دئ په (١١۴٠ هـ) کال د خټکو په افضل آباد کي زیږېدلی او عمر يې په کشمیر او سرهند او رامپور کي تېر کړى دئ. د ده اشعار عشقي او اخلاقي خواوي لري، مګر په پښتنو شاعرانو کي د ده امتياز دا دئ، چي شيدا يو نازك خياله او د قوي تخيل خاوند او په شاعري كي د سبك هند پيرو دئ. د شيدا پر ژبه او ادب د فارسي ژبي د سبك هند اثرونه لوېدلي دي، چي د ده شعر يې د پښتو له طرز ادا څخه لیري کړى دئ، مګر د شيدا امتیاز په همدې كي دئ، چي دى ډېر نازك او نوي خيالي مضامين پيدا کوي او هغه په داسي ژبه او داسي تعبير وايي چي د فارسي ژبي نازکي او لطافتونه په پښتو کي ځايوي او د ده له شعر څخه يو خوږ او مركب معجون جوړوي. د شیدا په شاعري او شاعرانه تخيلاتو کي د پردېسۍ اثرونه هم ښکاره کيږي، مثلاً خپله اواره ګي او د زمانې جفاکاري په داسي ژبه بيانوي او آسمان ته وايي :
دکورې نيل دي پوري په ديده کړه
بصارت د تميز نه لرې آسمانه!
زمانه په رعایت دګاو خرده
پرورش د علف زار بویه باغوانه
آخر وژاړي په شان د غريبانو
که هر څو د وطن صبحه ده خندانه
د شيدا په شاعري کي د یادولو وړ هغه برخه ده، چي ده د وطن په ياد ډېره مضمون آفريني کړې او د تخيل په ميدان کې نیلی ځغلولى دئ، په دې رباعي کي د خپل وطن مناظر څنګه تصوير کوي :
په زړه مي ګرځي د غرونو څوکي
حملي د بازو د زرکو کوکی
ووايه څه کا د روه نسیمه!
ګيرا منګولي زيبا مشوكي
بل ځای د صبا باد ته دا ه داسي خطاب کوي:
چي ګذر وکړې صبا د سراى په لوري
آواره بلبل يې یاد په ګل زمين کړه
کله چي د هند د سبزانو حسن ويني د خپل وطن د ګلرخانو ښکلا ورياديږي او هند ته په خپل راتګ پښېماني کوي :
سبزان كله وي همسر دګلرخانو
بیهوده راغی شيدا تر هندوباره
په دې بيت کي د هند د خلکو سياهي په شاعرانه تلازم د خپل وطن د معشوقانو د تورو سترګو سره داسي ښيي :
پکښې نشته سیاه مست د هغو سترګو
ګرزېدلی په درست هند په بناله يم
بيا چي د هند د سبزانو په پاڼو سرې شونډي وويني نو د وطن د غرونو د زرکو په ياد کي وايي :
چي د هند سبزو خوړلی پان وي
لعل و یاقوت يې دواړه لبان وي
زرکي چي ګرزي د روه په غرونو
ښايسته روغي په دغه شان وي
شیدا کله د هندي پېغلو په ناز و ادا مسحور کېږي، او دلته خپله پښتني ساده روحيه داسي بيانوي :
په هندي ادا يې وکړې په ما چاري
زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم
شيدا د سبك هند د نازك خيالۍ او مضمون آفرینۍ يو ښه تکړه نماینده په پښتو ادب کي ګڼل کيږي او دی پخپله خپل هنر ته ملتفت دئ او داسي وايي :
د سوسن ژبه حیرت کړه سرمه سایه
چي شیدا په دا بهارکي سخنګوی شو
په دې بيت کي د خپل زړه بندیوالی له زلفو سره په ډېره نازکخيالي تعبير کوي:
زما زړه يې کله رانيو ستا له زلفو
که هرڅو يې شانې تاو کړه مړوندونه
د شيدا په شاعري کي د نوي مضمون آفرینۍ سره سره کله کله ډېر ګټور اجتماعي او اخلاقي مطلبونه هم پيدا کيږي، مثلاً د اجتماعي ايثار په خصوص کي داسي مضمون آفريني کوي :
افروخته يې وي محفل په شان د شمعي
چي سوخته د بل په کار کي خپل دماغ کا
د ناتوانانو سره خپله همدردي او تعاون داسي ښيي :
دلداري د هر ناتوان زما عادت دئ
بار په دوش وړي د هر خس طوفان زما
همدغه مطلب په بل مضمون کي داسي ادا کوي :
دلداري لکه غنچه د هر شبنم کړم
تل د بل په اوښو تر زما استین دئ
د لوړ همتۍ تصویر داسي کوي :
د آفتاب به کمند نه خېژم آسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو
بل ځای دغه مضمون په بل ډول ادا کوي :
که دي جام لكه حباب ونه نيو سين ته
آفرين دي په همت شیدا خټکه
د بل چا له پاره خپل راحت قربانول په دې الفاظو ښيي :
چي راحت درڅخه ستړی ستومان مومي
خپل صورت دي لکه سیوری د بېديا کړه
د شيدا يوه غزله :
مه آرزو د تخت و تاج مه د سپاه کړه
چي آستان دي تل مرجع د خاص و عام وي
مکدر په ګرم و سرد د دوران مه شه
چي زيردست سوزې په دا درازدستيه
پرېشانه یې شوه جمع لکه شمع
سرکښي دي په حباب لکه سېلاب ده
خسروي په هفت کشور لکه شاه راه کړه
د دوام افتادګي علو د جاه کړه
په جهان کي زيست په شان د مهر و ماه کړه
زمانه دي لکه شمع دست کوتاه کړه
چي په حال يې توجه روز سیاه کړه
کروفر د زمانې په دا کلاه کړه
کاشانه بویه شیدا چي اشيانه وي
يعني وضع د بنا په پرکاه کړه