32

پښتون خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

هر ملت خانته خيني خواص او مزايا لري چي هغه نو مايه د افتخار د ده وي د هر ملت پسیکولوژي (روحیات) بېل دي او اخلاق او دودونه يې له نورو څخه جلا دي چي په هغو سره پیژندل کيږي او په هغو اخلاقو سره لوړیږي، يا کښته كيږي ! د علم الروح پوهان خو دغه اخلاق او مزايا او ملي خواص د ملتو د ژوندون سپه گڼي او وايي چي هيڅ ملت بيله خپلو ښېګڼو ژوندی نه پاتیږي


انما الامم الاخلاق ما بقيت

فان ذهبت اخلاقهم ذهبوا


پښتون خو یو اصیل ملت دی او هر کله پخپلو ملي ښېګڼو ژوندی دی د پښتون ملت او ملي خواص ټوله پښتنواله بولي او په پښتنو کي پښتنواله مخصوص اصول او قوانين لري د پښتو لار د پښتنو زور اجتماعي ميرات دی، پخوانو پښتنو ټولو تر دغو اصولو لاندي ژوندون کاوه خوشحال خان خو د پښتنو ادیب دی نو د ده کلام هم له پښتنوالي يك دی د پښتو او پښتنوالی خواص او مزايا خورا ډير دي چي جلا کتاب غواړي مګر موږ دلته د خوشحال خان د وينا د پښتنوالي خوا ښکاره کوو پښتون خو فطرتاً په اخلاقو او اجتماع کي عاجز دی، او بې ځايه كبر نه لري مگر دا تر هغه وخت چي څوك د ده پر حقوقو تجاوز ونه کي د پښتنوالي حکم دا دی چي پښتون پر ځان باندي د بل تعرض نه سي منلای خوشحال خان دا د پښتو لار داسي ښيي :-

که به توره یی جواب ورکړي مردي ده

چي وجود دي خوك آزار كاندي په چوب


په ګرانو چارو او مشكلاتو کي تينګار او ثبات د پښتنوالي لوی رکن دی پښتون سر بايلي مگر میدا نه پرېږدي. خوشحال خان پخپله هم د دی میدان زمری دی ده او یا کاله په پښتنواله د ډيرو ناورينو سره د زمري په خبر مقابله کړي ده دى وايي :-


پر جهان د ننگيالي دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککری یا به کامران سی


دی دومره پر خان ویسا او اعتماد لري چي فقط خان د ټولو مصائبو په مخ كي كافي كني :-


د مزريو مرنتوب په لښکر نه وي

مت یې هر کله يوازي په خپل ځان سي


دی د مقصد په لار کي تر دې حده د زیار طرفدار دی :-


تر مطلوبه پوري شرط د رسېدو دى


که تمامه لار په وينو سي آلوده


پښتون د هر راز مشکل په مقابل کي نه ښايي چي د همت لار پرېږدي


که اسمان دي د مزري په خوله کي وركا


د مزري په خوله کي مه پرېږده همت


خوشحال خان د مغلو په مقابله ډېر ټینګار وکړ په پای کي چي د هغو په لاس کېووت هم د ده د پښتنوالي غرور او د نفس لوړتيا د هغو مظالمو نكره ور ماته، بلكي له بنديخاني څخه د مغلو هم خپلو زامنو ته ډاډ ورکوي، د ده حماسي افكار دلته ښه څرگندیږي چي تاسي دا منظوم مكتوب ولولی

به مردن پروادار نه یم

به زندان پروادار خه یم

اشرفخان دي راته كيلي

که خو خوش به خط د ده یم

پنځه میاشتي یم په بند کي

بابا ډېر ډاډه په زره یم

زویه ما خو غم د تا کر 

چي ته ښه یې زه خو ښه یم 

چي فلك سره سر باسي 

به همت کي هغه زه یم

 دا مكتوب په بند کي خان د خپل زوی اشرفخان په جواب کي ليکلى دى خوشحال خان هغه زړه چي د مشکلاتو په مخ کي ولویږي د سره زړه نه بولي :-



رشتيا :-


واره زړونه فراغت وي په شادي کي چي په غم کي مردانه سي زړه هغه په پښتنواله کي رشتا ډېر اهمیت لري درواغجن ته پښتون نه ویل کیږي خوشحال خان درشتا په لار کي و هر راز تاوان ته ولاړ دی که څه هم په رشتيا كي خلك د ده سره ميرخي كوي، مگر دی تر رشتيا نه تبريري :-

چی خوان وم دایم زور سوم په رشتیا رشتيا خبرو 

عالم د خان دشمن کرم که دا عيب دي هم دي وي


خان د درواغجن خوله اصلاً خوله نه بولي د ده په مذهب او د پښتنوالي له پلوه خوله هغه ده چي رشتيا وايي :- 

چی دروغ تر خوله وباسي كله خوله ده

چی رشتیا تر خوله وباسي خوله هغه


ننگيالي توب او مېړانه :

تنگ او مېړانه هغه شيان دي چي د پښتنوالي ولي يكي ولاړي دي که دغه نه وي پښتنواله هم قطعاً نسته، پښتون د ننگي پر لار سر ورکوي اما بي تنگي نه سي منلای

په تور تويك ويشتلى راسي

د بی ننگی احوال دي مه راځه مينه

د پښتنوالي دا مزيت او د پښتنو دا خاصه هغه ملي مميزه ده چي د دوی ثانوی طبیعت گرزېدلی دی د پښتون ژوندون چي په ننګه او پښتو او میرانه نه و داسي ژوندون ژوندون نه بولي :

ورخه ورخه تر دکن تیر سه

د بې ننګانو تر ژوندون ښه دي مرګونه


خوشحال هم د ننګي د لاري ليوني دی د ده کلام د پښتنوالي دا خاصیت په ښه ډول تشريح کوي، دی د پښتو د ميراني حقیقی معرف دى، لکه چي وايي :-

تنگيالي د تنگ له پاره 

به هر څه لگوی اور 

سر به باد د سړي پرپوزه

 چي يې نه وي ژوندون نور 

چی به نام و ننگ اړ نه وي 

که تل ژوي مخ یی نور

 سر به دار لك سوى ښه دی

نه لك وی پر پیغور


د تنگ سره دا تړلې ده چي د سړي همت به لوړ وي او طمع به نه لري خوشحال خان هم د پښتنوالي د ننگ په دنيا کي ډېر مستغني دی، د ده په نظر خپله غړکه تر سلطنت هم ښه ده :-

چي سړي شنوبي يې خښم په وخت د اوړي

 بادشاهي د اورن گزیب زما غركه


خوشحال خان د پښتنوالي د زاړه عظمت او په هند کي د لودينانو او سوري پښتنو د شاهنشاهی به یاد هر وخت د حسرت اوښکې تويوي او پښتنو ته د خپلو ورکو اخلاقو او ښېګڼو توصيه كوي :-


د بهلول او د شېرشاه خبري اورم

ادشاهان چي په هند کي پښتانه وو بـ

شیر اوه پیری یی هسي پادشاهي وه

چی په دوی پوری درست خلك وه حیران

یا هغه پښتانه نور وه دا خه نور سول

یا د خدای دی اوس دا هسی شان فرمان


پت په پښتو کي يوه جامعه کلمه ده چي لو لمن لري، پښتون پر خپل پت سر ورکوي، خان وايي :-


سر دي درومي مال دي درومي يت دي نه خي

 د سړي د چاري كل خــ وبي په پت ده


يا :


چي د ننګ په چارو نر نه دی خوشحاله

که بی تر ویني په سترگو هم ماده ده


بو وخت د خان زوی چی نظام یې نوم و مړ سو، خان د ده مرتبه په (٦٠٢) مخ كي ويلي ده، اما ډېر افسوس کوي چي دا خلمی کشکي د ننګ په لار کي مر واى ولي چي د تلتك مرګ د پښتانه له پاره پېغور دی




کشکی خوان د پښتانه په ننگ کي مر وای

نه چی گور لره روان و له تلتكه

چي د قام په ننگ کي ومر هغه زويه

په عالم کي د خپل پلار غاړه کا لکه


نو په پښتنواله کي هغه مرگ چي د ننگی په لاره کي وي ډېر ښه دی. خوشحال خان دنیا او ژوندونه ټوله ننگ کنی که پت نه وي ژوندون هم نسته او د پته سره ژوندون که که هم خوار وی مگر ساری د پاچهی دی :


جهان شرم نام و ننگ دی

 که دا نه وي جهان رنگ دی

 چی خوشحال باندي ناستی کا 

دا پوزی نه دی اورنگ دی


بدائي او تمول :

په پښتنواله کي بدايي او تمول خاص د دغه له پاره ده چي نور استفاده خني وكي، بخل او کسکی په پښتو کي نسته پښتون د ماله سره له دې پلوه مينه لري چي په نورو يې وخوري، خان خو هم اباً عنجد سخي او غني سړى و، ده د خدای کوته مال ټوله د سخا په لار کي صرف کړی دی. دی وايي :-


چی ګټل خوړل بخښل کا خوان هغه 

چی توره لري د توري خان هغه 

چي يې ته په گنده و خوري حبطه سي

 د مجلس سره چی خور سی خوان هغه 

د خان په نظر کي بداى هغه څوک دی چي د ده د ثروت ګټه نور اخلي 

دولتمن سری هغه بللی بویه

چي له سينده يي جدا د چا واله سي


خوشحال خان وايي چي زه د زرو دښمن یم او يو کړی يې نه پریږدم ننگیالی سری خو خپل دښمن د خان تر مخه کوي نو ځکه زر زما له لاسه تبتي :-

زه او زر سره له خايه غليمان يو

په جهان کي غليمان سره رغيري؟

چي غليم د مړني په نظر کبوزي

نور یې زړه د ده و مرگ ته پرکیږي

شاه زلمی به خپل غلیم کا تر خان وړاندي

و نامرد و ته به سل حــ يلي دريږي


... الخ ... ص ٤٧٨


دا وه خيني خلص مواد چي موږ د پښتون خوشحال خان تر عنوان لاندي راوړه ځکه چي دا مضمون ارته لمن لري، نو مو د اختصار به سبب لند کی، البته پخپله ويونکي به هم د خان په کلام کي د پښتنوالي ډير مزايا مومي.