د کندهار زوړ ښار تر ورانېدو دمخه
د اوسنی کندهار غرب ته د کندهار د زاړه ښار خرابې دي، چـي تــر اوسه ئې هم د ځينو مهمو ودانيو آثار پاته دي، د حکومتي ځاي او د ارگ نخښي ښکاره دي، خندقونه او د ښار کلا او د ځینو دروازو مواقع معلومیږي .
دا ښار افشار نادرشاه تر یوه کال محاصرې وروسته په (۱۱۵۱ هـ) فتح کړ، او د هوتکو وروستنی پاچا اعلیحضرت شاه حسین چی یو کال ئې په مړانه او شجاعت د ښار مدافعه کړه افش و د. مازندران ته نفی سو. (۱)
په دې لنډه مقاله کښی زما مقصد دا نه دئ، چی د دھار تاریخ بیان کړم، بلکی غواړم چی د موجوده کتابو او ماخذو څخه د بسار وروستنی جغرافی وضعیت څرگند کړم چي د ښار څنګه ؤ؟
د کندهار زوړ ښار د هغه غره په شرقي لمن کښي پروت و چي (کوه لکه يا قيتول ئي باله دا غر شمالاً او جنوباً اوږد پروت دئ، پر دغه غـــره د ارگ کلا هم و او د ابوالفضل په قول کلا دروي دوې. ) دا کلاوی خورا سختی او محکمی و، دُوال پسور ئې (۶۰) گزه و (۳) او دورا دور ئې هم درلود دغه کلا شاه جهان په آته لکه روپۍ نوې رمیم کړې وه. (۴) د کلاو په منځ کښی د ارگ لوړه ماڼۍ واقع وه، چی اوس ئې خلک نارنج بولي او لوړتيا ئې تر سلو مترو پوري رسيږي.
د دې سلطنتی مانی آثار تر اوسه همسته او په وران حال ولاړه ده. نوری مشهوری ودانۍ هم په ښار کښی وې،مورخین په ښار کښی د برج خاکستر او برج نو ذکر کوي. (۵)
په غره سربېره تر اوسه پوری د اوبو حوضونه او پاخه مخزنونه او ودانی اوسته میر معصوم لیکی: چی دلته پخوا آتشکده و او د اکبر مغولی تر زمانه ئه او هم عمارت موجود و په امو خښتو پوه و هره چ. پسور دوه گزه او پنډوالی ئې یوه لویشت و. (۶) وروسته د شاه جهان د عصر احوال هسي کاږي:
چی پر دغه غره لوړ درې برجونه هم وه (۷)
د مغولي دور مورخين د ښار د کلا او د استحکام ذکر ډېر کوي، د صفوي او مغولي خاندانونو په جگړو کښي هر کله دا ښار په وارو وارو محاصره سوئ او د جگړې موقعیت وه تر بابر دمخه د ارغوني. ۹۱۳ هـ) له شاه بگ ارغونی څخه بابر فتح کړ، خــو څو میاشتی نه وې تیری چی بیرته شاه بېگ و نیوی، مگر بابر په (۹۲۶ ه) دا ښار محاصره کړ اوه د شاه بېګ سره روغه و کړه۹۲۶رجب. (ھ) (۸)
یو کال وروسته بیا بابر راغی او په ۱۳ د شوال ۹۲۸ هـ) ئې دا ښار ونیو، او شهزاده کامران ته ئې وسپاره څو بابر و دښار په دوی اړه درلوده. په (۹۴۲) (هـ) کال د طهماسپ صفوی له خوا سام میرزا راغی او دا ښار ئی کلابند کړ خو کامران جنگونه ورسره وکړل او سام ای مات کړ، بل کال بیا پخپله شاه طهماسپ کندهار کلابند کړ، او خواجه کلان بیگ چي د کامران له خوا هلته حکمران و ښار ئې صفوبانو ته وسپاره، مگر کامران له لاهوره ژر راغی او بداغ خان چی د صفویانو له خوا د. ښار حکمران و تسلیم ،سو او کندهار برته کامران ونیو. (۹)
څو کاله وروسته چی همایون د ایران لخوا راغی، په (۲۵) د جمادی الاخری (۹۵۲) (هـ) بیا کندهار د همایون لاس ته ورغی او برم خان شیخ حکمران و . (۱۰) په (۹۶۱) (هـ) پخپله همایون د کابل له خوا دې ښار ته راغی، او بهادرخان سیستانی او محمدشاه غلجی (کلاتی) ته ئې وسپاره. په (۹۶۴ هـ) دې دوو تنو جگړه په کندهار کښی پېښه سوه او صفوی خاندان بیا لښکر راواستول او کندهار ئې د هند له مملکته بېل کړ، او د. صفوي کورنۍ په لاس کښي و. (۱۱)
وروسته په (۱۰۰۳ هـ د اکبر له خوا شاه بیگخان کابلی کندهار له صفوی لښکرو څخه ونیو، څو په (۱۰۱۴) (هـ) اکبر مړ سو، نو صفویانو بیا پر کندهار حمله وکړه بیکروی مگه د جهانگیر. له کندهاره و شرل (۱۲)
وروسته تر څو كالو پوري كندهار د جهانگير د مأمورينو په لاس كښي و خود (1031 هـ) په جمادى الاولى كښي شاه عباس صفوي بيا له دوي څخه واخيست او د شاه جهان تر وخته هم د هغه تر تسلط لاندي و، ۱۰۷. هـ) د شوال په ۲۱ مه ورځ بیرته د شاه جهان لښکرو هغه ښار ونیو او سعید خان کی حکمران و ، لس کاله کندهار د شاه جهان پــه ئې مملکت اړه درلوده وروسته بیا شاه عباس صفوی پخپله د ډرویرو لښ را جھروی ترو. ئې په ۹ د صفر (۱۰۵۹ هم کندهار فتح کړ، او د هند له تسلطه ی وبوست او لس زره سپاره ئې د محراب خان تر قیادت لندی هلته پرېښوول د شاه جهان له خوا څو میاشتی وروسته شهزاده اورنگزیب مقرر سو، د جمادی الاولی په ۱۴ ورځ (۱۰۵۹ هـ) ئې کندهار محاصره کړ خو محراب خان د ده سره سخت جنگونه وکړل او د مغولي كورنۍ لښكري مجبوري سوې چي تر څلورو میاشتو محاصره وروسته پرېږدي (۱۳)
په (۱۰۶۱) (هـ) بیا شهزاده اورنگزیب د ډیرو لښکرو سره د شاه جهان له خوا راغی او کندهار ئې بیا محاصره کړ، دوې میاشتی اته ورځی کلابندی وه او سخت جنیه کنده اورانگزی و . فتح یو کال وروسته (۱۰۶۲ هـ) داراشکوه شهزاده د يو لك تنو لښكرو سره راغی دریمه پلائې کندهار محاصره کړ او تر پنځو مياشتو ئې داسي سخت جنگونه وکړل چي نظير ئي نه درلود، مگر محراب خان د ښار دفاع وکړه په (۱۰۶۳) (هـ ) کال بیرته د شاه جهان لښکر ولاړل. (۱۴) وروسته د هند مغولي حکومت ضعيف سو او چا په کندهار پسي سر ونه گرزاوه تر (۱۱۱۹ هـ) چي مرحوم حاجي ميرويس خان ملي قائد د پښتنو د آزادي اعلان وکړ د صفوي خاندان حکمرانان کندهار کښي وه، له (۱۹) څخه بیا تر (۱۱۵۰ هـ) د هوتکو د پاچھی مرکز ،و، ځو په (۱۰۵۱ هـ) نادر افشار وران کړ.
او د ښار دروازې :
دې ښار څو دروازې درلودې، چی مورخینو ئې تفصیل راوړئ دئ او هغه دا دي :
د ښار د شمال خواته د گنديگان دروازه او د شيخ ولي دروازه.
جنوب خواته د مشور دروازه، شرقي خواته نو دروازه.
خضری دروازه قیتول ته نژدې د علی قاپی دروازه دغه دروازې
ابو الفضل ذكر كړی دي، مگر نواب صمصام الدوله وايي چي يوه بلــدروازه د (ویس قرن) په نامه هم وه (15) ځکه چی تر اوسه هم د زاړه ښار شرقي خواته يو مزار د (سلطان) وبس په نامه ست نو دا ويلاي سو چي دغه دروازه هم د ښار په شرقي خوا کښي وه.
په دې ډول د ښار در و خواوته دروازې درلودې غربي خواته خو ئې د قيتول غرو، گنده او ماشور چي شمالي او جنوبي دروازې ئې په نامه يادېدې، مشهور دوه مشهور كلي دي چي تر اوسه هم اوست. دئ چي د نادر په محاصره کښي همدغه دروازه د بابا ولي په نامه ياده سو ده او چي نادر ښار ونيو، نو ئې دغي دروازې دباندي دربار وکړ. (۱۶) اما خضری دروازه، د هغی چینی په نامه مشهوره و چی تر اوسه ئې خلک د خواجه خضر چینه بولی او د زاړه ښار د شرق خوته واقعه ده.
نوري ودانۍ :
ابوالفضل وایی: د قاضی شمس الدین علی باغ او چهار دره او زور ښار د ماشور د دروازې خواته د ښار په جنوب کښی واقعه، او د ارگ دننه عمارت برج څخه «آقچه) نوم درلود (جهان۱۷) عصـر (۱۰۳۲) (هـ) چی گنج علی خان د صفویانو له خوا د کندهار حکمران و، ده د ښار په شاوخوا کښی یو باغ جوړ کړ چی د گنج علی خان باغ ئی باله، او په ښار کښی دننه دغره په من. جبه خانې کلا وه، چی دغــه ځایه د مشور تر دروازې پوری جنوبى خواته د ښار په منځ کښی یو اوږد بازار و. (۱۸)
د زاړه ښار د شاوخوا له مشهورو باغو څخه یو چارباغ و چی د ښــار شمال غرب ته د ارغند او پر غاره مشهور او ډېر سرسبزه باغستان و ابوالفضل وایی: چی دا یو دلکشا منزل دئ چی همایون له ایرانه بیرته راغی نو په دغه باغ کښی اوسېدئ او لومړی دغه باغ بابر جوړ کړئ و. (۱۹)
کندهار دار الضرب ؤ :
په ټوله مغولي دوره کښي د کندهار ښار دار الضرب و، بعني سکه پکښي وهله کېده، د زرم هجري کال په شاوخوا کښي ډيري مسي سکي سکندهار کښي وهلي سوي جهان کنده دي چي زما. ـي حـي د دوو لسـو بـرجـو تقويمي اشكال نــي درلودل. د جهانگیر و عصر پر (۱۴) کال په کندهار کښی داسی روپی ضرب سوه، چی دغه بیت پر کښلئ و (۲۰) :
زجانگیر شاه اکبر شاه
سکه کندهار شد دلخوا
تر مغولي دورې وروسته خوکندهار د هوتکو پایتخت و نو هلته د شاه حسين هوتک په نامه د طلا او نقرې او مسو سكي وهلي کېدې.
د نارنج ماڼۍ :
دمخه مي ده. وويل چي د ښار سلطنتي مانۍ د نارنج په نامه مشهوره و او اوس ئې هم نخښي سته ورانه ده.
دا ماني له اوسني وضعيته څخه ډېره لوړه او مهمه ښکاري ځکه چي له مځکي څخه تخميناً سل متره لوړه ده ښائي چي : پنځه شپه ضري پوښښه وي اوس تقريه هر کم مربع شکل. له کښې څخه دا ماڼۍ په ډیرو پخه پورته، ده او په منځ کښی اوږده اوږده سوپان او تور تور غارونه لری. محمد هوتك چي په خپلو اي دغه سلطنتي ماني ليدلې ده، وايي چـي د نارنج قصــر كندهار په ارگ كښي و او اعليحضرت شاه حسين هوتــک به ه هفته کښي يوه ورځ په خپله کتب خانه کښي هلته د علماء ســره مجلس کاوه. (۲۱)
له دغه بیانه ښکارېږی چی دامانی خورا پراخه او آرته وه، ځکه چی دا سلطنتی ځاى و او پاچا هلته اوسېدئ، نو به ئې خامخا کوری د مجلس او کتابخانې لپاره بیلی بیلی خواوی درلودې چی. دا چی د نارنج سلطنتي ماڼۍ د هوتکو په دوره کښي ودانه وه، او دا مامان د ادب پالونکي پښتون پاچا شاه حسين په عصر کښي د پښتو ادب د پاللو ځاي هم و، ځکه چي محمد هوتک دغه ځاي د علمي هل اوي ادبي و مجلسي بيان کرد. به پښتو اشعار ویل کېدل او هم به لوستل کېدل، پخپله پاچا به هم په دغه مجلسو کښی پښتو شعرونه ویل. (۲۲)
نو د نارنج قصر د پښتو پرورشگاه او روزنتون و چـی یــو خــورا قیمتی اثر ئې اوس دغه پته خزانه ده چی زموږ لاس ته ، راغلې كشكي دې ادبي روزنتون نور آثار هم زموږ څخه وای.