32

پتي Pati

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

په ويدي ژبه کي دا کلمه ډيره مشهوره ده د بادار، مالک، رئيس، مشر معناوي لري مثلاًپه هغه وخت کي ویس پتي vicpati د کلي د مشر نوم و.

معلوميږي چه آریائیانو له پخوا زمانې څخه پخپلو اجتماعي تشكيلاتو کي دا نوم درلود، گوپت gopat يعني شپانه پاچا یو نوم و چه دا نوم او دغه اصطلاح آریائیانو تر بخدي او ويدي مدنيت دمخه هم درلوده په ۱۹۳۹ع د آمو شمالي خوا ته اوسني سمرقند ته نژدې په تل نبرو کي د دې پاچا تصاویر پیدا شويدي او دارمستر وائي چه په آریانا ويجه کي د آريائيانو پاچا دغه و، د اوستا په گویشت او بنداهش کي هم د گوپت ذکر کيږي مقصد دا دي چه پت کلمه خورا قدیمه او د آريائيانو د بخدي تر راتگ هم دمخه د دوي په اصلي ټک (آريانا ويجه) کي هم وه. گوتراپتي gotra-pati یعني د غوجل مشر وراجه پتي vraja-pati يعني د ورشو او چراگاه مشر گرامه پتي grama-pati يعني دكام مشر، دا ټولي اصطلاحات د ويدي آريائيانو دي.


په سنسكريت کي هم پت او پتي مستعمل دي، او ډير کلمات د (پ،ت) د ریښې څخه را وتلي دي، مثلاً پيت pit مینه، عاطفه، پیتا pita پلار، پیتم pitam ډیر مینه ور، ډیرگران او خوږ، پت pat ښه، عزت، اخلاق پت يا پتي مالک، بادار، څښتن، میړه، پتا pata پلار.

دا مفاهيم او معاني چه د (پ، ت) په مشتقاتو کي پراته دي ټول سره نژدې دي او ښائي چه ځني حقايق وي، وا ځني مجازونه، په پښتو کي هم دا کلمې پت pat او پتي pati دواړي مستعلمي دي، پت د عزت او غيرت او ناموس او ننگ معناوي لري. مثلاً حميد وايي: 


پروت په وينو كي لټ پټ ښه یم په پت کي

نه سرو زورپه تخت باندي یې پته

عبدالقادر خان وايي:

په ياري به هاله صادق باله شي

چه تر مرگه د ياري پت وپالي

دغسي پتي يعني د بت خاوند هم په پښتو کي سته، مثلاً ډير پتي دي يعني د پت خاوند دي، بې پتي يعني پت

نه درلودل، او بې غيرتي، او بې ننگي.

پیرمحمد مياجي وايي:

داسي ووې شيخ متي

د مولا په عشق پتي

نو قديم پتي هم دغه اوسني پښتو پتي او پت ته ډير نژدې دي، ښائي چه مشر او بادار او پاچا ئې له دې جهته پتي باله، چه په دوي د اولس پت خوندي وو، او دوي ننگيالي وو، او عزت او ناموس او ننگ ئې ساته، او ورستنۍ معناوي چه د مالک،بادار، څښتن، میړه په ډولو راغلي دي، د زمانو له تيريدلو سره مجازاً خپرې شوي وي، مثلاًهر مالک او بادار او څښتن د خپل مملوک او مادون پتي دي، وي، ځکه عزت او ناموس ئې ساتي، ننگه ئې پر ځاي کوي، دغسي هم میره تل د ماینی ناموس ساتې نو ئې ځکه پتي دي.