32

سنګتراشي او حکاکې

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

د ډبرو تراشلو هنر له قديمه په افغانستان کې و، ځکه چې د دې سيمې غرونه او کانونه هر راز ښکلې او قیمتي ډبرې لري. د غزني د سپین مړمړ ښکلې نمونې تر اوسه لا هم پاته دي. د هرات د تورې ډبرې صنعت او پر دغو ډبرو راز راز نقشونه او ليکونه، د ګازرګاه د ځینو قبرو پر شنختو باندې د سنګتراشۍ او خطاطۍ بهترین او نادر المثاله بقايا دي.

 په شلمه سدۍ کې هم دغه صنعت لږو ډېر ژوندی و، په کندهارکې د سپینو مړمړو او د شاه مقصود دژیړو نفيسو ډبرو کار، خاص بازار درلود او تر اوسه لاهم دا صنعت پاته دئ. د کابل، غزني، هرات،کندهار، بلخ پر ځینو را پاتو شنختو باندې په ښکلي خط او ګل کارۍ سپين يا تور مړمړ داسې ښکلي سوي دي، چې هره شنخته يې دهنر يوه ښکلې او نفیسه خوش نمایه نخښه ده.

په دغو انځوروسوو ښويو او رنګینو ډبرو به دودانیو دننه او دباندي دېوالونه هم ښکلي کېدل د کندهار د شاه مقصود دژیری ډبرې د مشهور كان تسبیح خو په آسيا کې شهرت درلود. مساجد اومنبرونه، د ماڼیو د دېوالو لاندې برخې او ششکونه او دروازې به د سپین مړمړ څخه جوړېدلې، چې نمونې يې د کندهار او کابل او هرات د شلمې سدۍ په ودانيو کې تر اوسه خوندي او د خط اونقاشۍ دښکلا په لحاظ د ليدلو وړ دي او د کندهار د سنګتراشانو دکانونه په شلم قرن کې د ))حکاکانو بازار)) نومېدئ.

په دې وروستو کلو کې  د ماشيني سنگتراشۍ ځېنې فابریکې چې په بريښنا چلېږي هم جوړې سوې دي، چې له هغو څخه د کابل د خواجه ملا د حجارۍ فابریکه مشهوره ده.

په لښکرګاه کې هم د گرم سېر د مړمړو له کانه څخه ښکلې ډبرې د ودانیو لپاره تیارېږي.