32

میر احمدشاه رضواني د (تحفة الاولياء) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دغه مؤلف د پښتو ژبي یو تکړه ليکوال او د پېښور د اکبر پورې اوسېدونکی و، چي د څورلسم هجري قرن په لومړیو وختو کي ژوندی او د شمس العلماء لقب یې هم گټلی و. (۱۲۷۹ - ۱۳۵۳ ش) د پښتو گرامر

وافيه او شکرستان افغانی، بهارستان افغاني د ده چاپ سوي آثار دي.

د ده یو بل کتاب تحفه الاولیاء هم په لاهور کي په ۱۳۲۱ ق چاپ سوی دی، چي د خټکو د شیخ رحمکار د کورنۍ او د هغو سيمو د نورو وليانو احوال لري او د يوسفزو او خليلو او مومندو د تپو ځيني تاريخي واقعې يې هم راوړي دي.