32

سپینه

د پښتو ادب لنډ تاريخ

سپينه يوه پښتنه شاعره ده، چي د وزير يارمحمد خان الکوزي د حکومت په وخت د هرات په شاوخواکي اوسېدله. دا پښتنه د نورمحمد خان الكوزي لور وه، او هغه وختي ايرانيانو په ١٢۵۵ هـ کال هرات کلابند کړ او د هرات پښتنو د دوی د مېړاني مقابله وکړه، زموږ پښتنه شاعره ژوندۍ وه، د هرات محاصره خو یو کال او اته مياشتي اوږده سوه مګر پښتنو ځان تسلیم نه کړ، او هرات يې نه پرېښو. 

په دې . جګړو او مېړانو کي د پښتنو سرداران شاه کامران سدوزی او وزير يار محمد خان الكوزي وو، دوی د پښتنوالي ټینګ او راسخ عزم په دې مقاومت کي څرګند کړ. 

زموږ پښتنه شاعره سپينه هم په دې ملي جګړه او د آزادۍ ساتني په محارباتو کي ژوندۍ وه، او ډېر خواږه اشعار يې په ملي لهجه د پښتنو د توري او ننګيالیتوب په ستاينه کي ويلي دي، چي د پښتنو ښځو حماسي افکار ښه ځني څرګندېږي. 

سپينه د دغي محاصرې او جنګ په ټولو واقعاتو خبره ده، او دا ښکاريږي چي دا او خپلوان یې د دغي ننګي په لارکي ولاړ وه او ټوله وقايع يې په سترګو ليدلي دي.

که موږ تخمين او اټکل وکړو، چي په دغه وخت کي دا پخه ښځه وه، ځکه چي افکار و احساسات يې هم پاخه دي، نو به په دغه محاصره کي د دې عمر له ۴٠ تر ۴۵ تخمین کړو او د تولد کال به يې هم پسله ۱۲۰۰ هـ وبولو، د سپيني د اشعارو له مضامینو دا هم را ایستل کېږي، چي د دې کورنۍ د وزیر یار محمد خان له کورنۍ سره خپلوي يا نژدې تماس درلود، ځکه چي د محاصرې او جګړې ډېر خصوصي وقايع يې راوړي او نظم کړي دي.

د پښتنې حماسيات :

دې شاعري په خپله ملي ژبه موږ ته يوه مفصله کيسه په څو سوه بيته كي پرې ايښې ده، چي د هرات د محاصرې منظوم تاریخ ګڼل کيږي، په دې کیسه کي پښتنه شاعره، د خپلو وروڼو مېړاني ستايي، او په خورا ساده او سپېڅلو الفاظو د دې جګړې مختلف مناظر تصوير كوي.

د کيسې په ابتدا کي په يو څو بیته د کامران او وزیر یارمحمد خان ستاینه او وروسته بيا نو په کيسه شروع کوي. 

د سپیني پښتني شاعري حماسي احساسات ډېر پياوړي او ننګیالي دي، په شعر او كملاتو کې تاثیر او اغېزه سته، وينا یې د حماست یوه ټوټه ده، او د پښتنوالي او مېړاني نمايندګي کولای سي، د سپیني پښتنې شاعري نور څه اشعار موږ ته نه دي را رسېدلي، فقط د دغي محاصرې منظوم تاريخ چي د مثنوي په ډول دئ ځیني برخي زموږ څخه سته، او هغه هم بشپړي نه دي، د دې مثنوي په سر کي پښتنه شاعره په حمد او نعت ابتداء کوي، وروسته نو د شاهزاده کامران او وزیر یارمحمد خان په ستاينه شروع کوي.

د دې له مضامینو داسي ښکاري چي سپينه يوه عالمه او فاضله په تاریخ او د پښتنو په حال خبره ښځه ده، که څه هم اشعار يې ټوله تاريخي دي، وقایع او حوادث بيانوي، مګر د حماسته هم ډك دي، ځکه چي دا اشعار خورا سلیس او روان او خواږه دي نو موږ لاندي ټوله هغه برخي چي لاس ته راغلي دي ليکو يې، پښتنه سپينه په خپله کيسه داسي پيل کوي :

لومړی څښتن د ټول عالم ستايمه 

درود پر واړو اصحابانو دي وي

 دی و استازی دکونینو بادار

 د گنهکار و شفاعت کوینه 

بيا منقبت د ابوبکر وايم

دی لومړی یار و د خاوند د رسول

په یار غار د پاك نبى دئ مشهور

 دوهم فاروق عمر و خدای ته نژدې 

شور و د نيل له پرتمه کښته

 د عدالت دره يې هسي کاري 

در ېیم عثمان ذي النورين و نمر

حلم و حياكي و بادار د امت

 څلورم یار و شېر د خدای وکرار

 د خيبر ور يې ذوالفقار ته و مات 

بیا نو کومه په خوښۍ په عزت 

چي دوی وه ستوري د آسمان ځلېده


بيا محمد رسول اکرم ستایمه

د پاك نبي پر ښو يارانو دي وي

په دوه جهانو د نبيانو سردار

 رحم پر خپل خسته امت کوینه 

صديق يې نوم په صداقت يې ستایم

په لوی دربار په دوه جهانه مقبول

توره تیاره يې په انوار وه د نور

 د عدالت یې پر جهان نندارې

مړه کافران دده له ډېره هيبته

چي رپېدی به ځني زړه د مزري

 هم و جامع د پاك قرآن د اكبر

 ابن عفان مو سو سردار د امت 

علی حیدر و تل په لاس ذوالفقار

 په بريښ د توري يې تل ورك ظلمات 

د پاك نبي د اصحابانو صفت

تل وہ خوشحاله پاك رسول يې ليده


د خدای رحمت دي وي پر دوی تر ابد

خالق دې عفو کي په روی زموږ بد



اوس نو شروع کړم د پاچا په صفت

 دى دئ ډېوه د سدوزو د ټبر 

د احمدشاه غازي پښتون له کوره

غلیم له ده نه پرحذر دئ جانه

په ننګیالیو توریالی شهزاده

د درانو ناموس په ده دئ خوندی

په درانه سيوري يې هرات سو آرام 

دی په رشتيا نعم الخلف د محمود

د پښتنو په ننګه كلك دئ ولاړ 

بل يې وزیر یار محمد خان توریالی 

دی په تدبیر آصف نظام د هرات

دی ننګیالی د الکو د ټبر 

ده سپينه توره يې له تيكي بدر

 پښتون پر ده راټول د جنګ پر میدان

خالقه دا د پښتنو توریالی

خو چی شینکی آسمان ولاړ پر مځکه

د پښتنو سر دي په دوی وي بلند 

وروسته تر مدح د کامران شاه شهزاده



ځموږ شاهزاده دی ننګیالی په غیرت

 په څړبنو كي نن دئ دى لكه لمر

 نن ده کامران شاهزاده کښلې توره

د ده له توري نه ابتر دئ جانه 

په غیرتمنو بریالی شهزاده

د پښتنو ټبر په ده دئ قوي 

له دښمنانو يې وكښو انتقام 

خالق دې کاندي په دارینو مسعود

 ټول غليمان د ده له توري لټار

 په سپين ميدان کي ځني ریږدي زمري 

ښه یې سنبال کړ انتظام د هرات

 د غني خان د سترګو تور د زړه سر

د شهزاده دی مړنی برادر

 سټ يې په توره کړ غلیم دښمنان 

وي د هرات پر سيمه تل دي ژوندی 

څو چي سپوږمۍ او نمر خاته لوېده که 

هم په عزت و ټول جهان ته څرګند

 واوره چي کاندم د جنګو ښه قصه


د پاچا او وزیر په ستاینه کي


له "سپيني" څخه به نه وي آثار

دا به وي خاوري پاته سي به يادګار


په هرات او کندهار کي د سدوزو پاچهي

راسه چي تاته حکایت کومه

د سدوزو د سلطنت کومه

پخوا تر دې و د هرات پادشاهان

د سدوزو و ذوالفقار، زمان خان

دوی سرداران د پښتنو د هرات

غليم يې تل له تېرې توري و مات

د پښتنو توري به تل ځلېدې

د دښمن سترګي له برېښنا وې ړندې

دوی وو مېړونه پښتانه توريالي

پر ننګه ټینګ وه د وطن ننګيالي

په جنګ کي هر يو غټ شين مزرى

د سدوزو هر ځلمی بریالی

چي به يې توره له نيامه وكښه

غچ او کینه بی له ايامه وكښه

د هرات خوا وه له غليمه خالي

دلته خپره وه هوسايي خوشحالي

ټول پښتانه په اتفاق وه ولاړ

کار د دښمن د دوی له لاسه ويجاړ

چي به پښتون ځلمی په خوب کي دښمن

وليد له وېري به يې رېږديد بدن

 متاسفانه تر دې وروسته اشعار له دغي کیسې څخه زموږ لاس ته نه راغله، له دغو څخه هم ويونکي زموږ د پښتنې افکار او د طبع رواني او نور علمي او تاريخي معلومات پرتله کولای سي. دغه بیتونه هم له دغي کیسې څخه لاس ته راغلي دي چي د محاصرې د يوه جنګ حال ښيي.

غلیم په ښهر بيا هجوم راوړی

زموږ پښتانه لکه زمري جنګيږي

هرات په وينو د پښتون سو ګلرنګ

یار محمد وايي پښتنو زما زمرو 

پر غلیم وکړئ يو هجوم ګړندی 

دا زموږ کور دئ زموږ وطن دينه

کفن په غاړه دا وطن وساتئ 

دلته پراته دي ننګيالي نيكه ګان 

هرات زموږ دئ زموږ کور دینه 

دښمن راغلی تر دېواله دکور

 کامران نارې کړې چي پښتونه قامه 

مه بايله ځان اوسه ولاړ پر حصار

بويه غيرت چي مو ناموس خوندي سي 

ځلمو چي واروېدې نارې غلبلې

له كلا وواته زمریانو په څېر 

سرونه يې غوڅ کړه د دښمن په توره 

دښمن سومات راغی دوران دکامران


مخ تې ولاړ دئ يارمحمد پياوړی

 ولې د وینو پر حصار بهيږي

پښتون زخمي دئ د غليم پر خدنګ

ټوله راووزئ وسله دار له کورو 

هرات له لاسه په ژوندون مه باسی 

دا زموږ ټاټوبی زموږ ما من دينه 

زموږ د پلرو ښکلی مدفن وساتئ

دلته بهيږي ويني تل د افغان 

زموږ نغری دی زموږ ګور دینه 

ولاړ سئ دا دئ د پښتون لوی پېغور

 توره راباسه مره پر ننګ و نامه

د پښتانه پر ننګه ځان کړه ايثار

نوم د پښتون نوم د اولس خوندي سي

له يارمحمد له کامرانه دلې

پر دښمنانو يې جوړ کړ لټپېر

.......................................

د يار محمد د بري ستورى ځلان