32

سریزه

د افغانستان لنډ تاریخ

                                                                     د لوی خدای په نامه


                                                                       

 زمونږ ګران هېواد افغانستان هغه سیمه ده چې تر تاریخ د مخه له لرغونيو دورو څخه بیا تر اوسه د مدنیتونو چینه د فرهنګونو د تېريد و لاره او د انساني فكر او تهذيب زانګو وه او د تاريخ په اوږدو کښې له دې فرهنگ زیږوونکي خاورې څخه ښه غښتلي دولتونه را پاڅيدلي دي او هم ددې خاورې خلکو په تاريخي کشمکشونو کښې تل خپله آزادي او ملي بڼه ساتلې ده. له څه مودې راهیسې زموږ په چاپیریال کښې چې زموږ د لوی او ترقي غوښتونکي پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په حکیمانه لارښوونو له نویو پرمختیاوو او ریاګانو نه برخمن دی کلکه اړه لیدله کيده چې د افغانستان د تاریخ لنډيز په يوه دوو ټوکو کښې له لرغونې زمانې څخه بیا تر اوسني عصره په داسې توګه وليکل شي چې هم بشپړ وي او هم لنډ او هم په تاريخي پېښو سربيره لازم تاريخي تصویرونه نقشی جدولونه او رسمونه ولري چې زمونږ د ښوونځيو زده كوونكي او عام خلك په آسانۍ سره وكړاى شي چې په هغه کښې د خپل هېواد تېرې تاريخي پېښې ولولي. تیر کال چې زه د افغانستان د تاریخ ټولنې په ریاست و ګمارل شوم د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي محمد عثمان صدقي زموږ د چاپیریال دغه ښکاره ضرورت څرګند کړ او ما هم په بیړه په دغه کار لاس پورې کړ او د افغانستان لند تاريخ مې ولیکئ. د دغه کتاب په ليکلو کښې مې په لویدیزو او ختيزو ژبو څو سوه ټوکه ليکل شوي کتابونه وکتل او د ټولو مطالبو حواله مې د کتاب په پای کښې ورکړه، خو د چاپ په وخت یو مشکل را پیښ شو چې ناچاره شوم هغه لمن ليكونه مي ايسته کړل او د ځو بابونو په پای کښې مې د لازمو مراجعو نومونه وليکل او هم د دغه ټوک په پای کښې به د ټولو مراجعو نومونه راوړل شي. په دغه یادونه کښې زما مطلب دا دی چې ددې کتاب ټول مطالب مستند دي او موثق منابع لري، پر دې کتاب مې له خارجي او داخلي موثقو كتابونو څخه یو شمیر تصویرونه او رسمونه او توضيحي جدولونه هم زیات کړل هیله من یم ګرانو هېوادوالو او هغو کسانو ته ګټور شي چې غواړي د افغانستان تاريخ په لنډ ډول ولولي. لومړى ټوك تر اسلام وړاندې د لرغونې زمانې د چنگیز ( ٦٠٠ هـ) تر وتلو پورې او دويم ټوك د نورو اوو سوو کالو د خپلواکۍ د تر لاسه کولو پورې را اخلي. ددغه کتاب د مطالبو په برابرولو کښې زیار ایستل شوی دی چې پوره وي، خو لند او ګټور چې په راتلونکي وخت کښې د مفصل تاريخ ليکلو لار برابره شي او نمونه يې د افغانستان بعد از اسلام په لومړي ټوك كښې چې تېر کال خپور شوی دی ليدل کېږي په هغه کښې مې د افغانستان د اسلامي دورې د لومړي دوو سوو کالو مفصل تاریخ په زر صفحو کښې لیکلی دی. هیله من یم چې د ظاهر شاهي روښانه عصر د پوه پالنې په رڼا کښې ژر تر ژره دا شخه وه لي هيلې تر سره شي.


پوهاند عبدالحی حبيبي 

کابل جمال مینه

د سنبلې لومړی ۱۳۴۶