32

د حمزه په غزل کښي پښتني عناصر

پښتو مقالات

 په اوسنی پښتو شاعری کی که څوک کتنه کوی، نو ضرور هغه ته حمزه ورپه یادیږی حمزه پوخ او دروند سپین ږیری دی اود خیبر زړه کی ژوند کوی چیری چی د پښتنو د تهذیب ز. په د حمزه کړه وړه دده ،وینا راشه درشه اودژوندانه ټول مظاهر او دده شخصیت او فکر او هنر ټول د پښتانه دي، زه په دې عصر کی هم دی د پښتو عزل ،استاد خوشحال اورحمان پر گدی ناست ګڼم.

 د حمزه شخصیت او سیرت دپښتنو دزاړه تهذیب او فکر یوه ژوندی نمونه ده د شرقي کلتور او د تاريخ ورکي رڼاوي دده په تندي کښي برېښي، دانسانانو داوسني علم او فکري جريانه سره، دحمزه فکري پچليق او را مي شناسد. نغښتي ځي، او دده دغه خصوصيات دي، چي د هر فكري مكتب شاگردان حمزه او دده هنر خوښوي، او داسړي نن دپښتنو یو مسلم ادبی شخصیت گانه . سي. د پېښور په ادبي حلقو کښي حمزه په درنه سترگه ليدل کيږي، دهر فکر خاوند که نوي وي که زوړ که مترقي ادبي براي خوا وي که څه بل فکر ولري، ټول حمزه د بزم مشر او دهنر او دهنر استاد گدهي، زلمي کوچولو. زاړه زاړه ئې هم هغسی دروند گڼی لکه زلمي


حمزه په ژوندانه بندي د غاير نظر خاوند دي، په اجتماعي مسائلو کي خاص او پاخه فکرونه لري ماضي له اوس او آئنده سره ښه نښلولاي سي، شعرئې لکه، نثر او نثر ئي لکه شعر خوږ روان. اغیزمن اود سهلو وړ دی.

 په پښتو کښي د حمزه آثار څه نظم څه نثر ډير دي، بعضي ئي چاپ او خپاره سوي هم دي او دده آخرين کتاب غزوني اوه کاله مخکي خپور،سو دا کتاب دحمزه د هنر يعني د غزلي بهترينه مجموعه ده او څه نور اشار هم ل. زه د حمزه دهنر ښکلي او جامع مظهر هم دده غزل گيم نورچي هر څه هنري آثار ولري ټول دده د غزلي د بداعت تر سيوري لندي راځي، اود حمزه غزل د اوسني پښتو ادب پر ​​اسمان لکه روڼ ستوري داسي بر. د حمزه غزل لکه روان سیند په نویو زمزمو ورو ورو بهیږی. ظاهراً خاموشي اوسکون او متانت لري خوپه باطن کښې توپانو غوندي موجونه پراته دي. الفاظ ئې نرم او ملائم او متوازين دي، خومعاني او مطالب ئې خوځوونكي دي اود پښتنو دفكر او تخيل غونډ اوكره مواد پكښي راټولوي. نو ځکه د حمزه هنر د پښتنی فکر مظهر دی اوپه عاشقانه مضامینو کښی هم دغسی جوله ښکاره کوی. وگورئ په دې غزل کښي څونی د پښتني فکر عناصر سره يو ځای سویدي:

 سوي مي نظر لكه پتنگ ليدلي دي 

ښه د شمعي رويو مي قلنگ ليدلي دي

 نن د رقيب استرگو كښي پېغام د صلحي ښكاري 

ده پروون زموږ د سترگو جنگ ليدلي دي

 سترگي دي چي غشي رتوي زمانظر ته 

تا دپښتنو زلمیو جنگ لیدلی دی

تاله یم راغلی هغه ته وی که ته نه وی؟ 

څوک خو مي شايد چي استا په رنگ ليدلي دي

 لاس دي صراحي ته داسي كم ولي ساقي ځي؟

 چیرته کوم زاهد دي په زړه تنگ ليدلي دي

 ټيټ به د "حمزه" نظر سي ستا مغل نظر ته

 دې پښتون چی جور د فرن گ لیدلی دی

 د عشق پ دنیا کښی تکبر او ځان ځانی نه خائیږی، مین تل دمنی په سوزوگداز کی د معشوق درگاه یو متوا. حمزه په عاشقی کښی دپښتنی خودی مظاهر داسی ښکاري :

 ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

 شاید چی په الفت کښی هم افغان پاته کیدم

 په یو بله غزله کښی خپل عشق ته دسر کوزغور داسی ورکوي :

 دا سركوزي پښتونه عشقه ولي؟ 

استا د زلموهغه بگړۍ څه سوې؟ 

د حمزه هنری مضمون آفرینی هم ډیر خله، قومی او پښتنی جوله لری، کله چی د عشق د ترخو او معشوق د جفا لپاره چاره لټوی نو هم پخپل قومی ژوند کښی دهغه لپاره داسی علاج مومي :

 استا د و ترخو به دا علاج چي په کور درسم 

ننگ د پښتو به دي ميلمه ته كړي خوږې سترگي

 په دې ډول دحمزه په غزل کښی د خپلی قومی دنیای نقشه کښله کیږی دده د تخیل اصلی شخصیت او قالب هم دغه پښتنواله ده، د هنر په کښي اصلي موضوع هم خپل قومي دود او جال دي. او هغه چی لواړگه یا پېښور کښی د پښتنو څخه وینی پخپل شعر کښي تصوير راکاږي، وگورئ په دې غزل کښي څنگه حمزه د يوه سوچه پښتون په دود خبري کوي :


د هغه سترگو پښتنو خ بري

 څنگه درنې وی د درنو خبری؟

 دا وسترى ژوند دي مبارک سي ميني !

 زده چي آشنا کړي په لمبو خبري

 زاهده!  پرېږده د تسپو خبري

 کوی ماحول د زولڼو خبري

 درنه به و انوړمه پوي سري کنه؟

 درته مي وکړې په پښتو خبري

 د تندي گونجي دي، مغل خو نه يم

 چی کوې نن د تاتر و خبري

 دا بوگنېدلی هوسۍ  سترگي ستا

وکړي ناڅاپه د زمرو خبري

 د «حمزه زړه ته دلاسا ورکوي

 دادی آرمانه د زلمو خبري


 او په پای کښی دحمزه یو بله غزل هم راوړم، چی دده د هنري لیاقت ښه نمونه ده، او موږ گورو چی حمزه د لواړگی پښتون سپین ږیری د ملیت له قافله سره یوځای د حجاز پرلوری رهی دی، او. په عين دغه حال کښي دحال درخواست هم نه هيروي وايي :

 تل به په لار د میړنو سره ځم 

یمه پښتون د پښتنو سره ځم

 نمره ملیت ! د پرخی په څېر

ستا ددې شوخو پلوشو سره ځم 

 دا چی خرد هم په ملت ځاروي

 زه دهم داسی لیونو سره ځم 

پام کوه زه هغه نظر نه یمه

 چی به په دود دسپېلنو سره ځم

وايي اغيار چي ددوږخ ژبه ده

 زه به جنت ته د پښتو سره ځم

 راستنېدی چی نه سی وخت خونه یم 

خود حالت د تقاضو سره ځم 

کړمه جهان چی د پښتون زلمی 

خپلو پیغلو حوصلو سره ځم 

وړم مستقبل ته د ماضي روايات

  دخپل حال د ولولو سره ځم

 څو چی راغونډ په یو مرکز یی نکړم

 هري ټپۍ ته د جرگو سره ځم

 حمزه سفر که دحجاز وی نوهم

 زه د پښتون د قافلو سره ځم