د هندوکش د جنوب سرودونه

د افغانستان پخوانی تاریخ دوهم

معلوم سرودونه: د ورک شوو او مجهولو سرودونو په عکس چه د مخه مو ورځنی بحث وکړو يو څه نور سرودونه مونږ ته رسېدلی او په لاس کښی دی چه معمولا هغه معلوم سرودونه بلل کیږی او د هغو مدرسو په جدائی او تفرقه چه وروسته به د هغو په باب کښی بحث وکړو، يوه برخه ئی د هندوکش په جنوبی ناوو او لمنو  میدان ته راوتلی ده. معلوم سرودونه ز یاتره د آریائی ژوندون د هغې دوری خاطرې انسان ته را په زړه کوی او یادوی چه آریائیان له بخدی څخه د هندوکش د تیغی جنوب ته را ښکته شوی دی ا و یوڅه موده د (یو پائی ری سنا) (هندوکش) او (سپیتا گونا گیری) (سپین غر) د دوو غرونو په ناوو او درو کښی  خپاره شوی او میشت شوی دی. اوله دوی څخه یوه څانگه کرار کرار د هغو لويو سيندو او رودخانو د مجری په طبیعی لارو چه د دې دوو لويو غرونو څخه راوځی د سندهو (سند) د سيند د حوزې خواته او د هغی ماورای شرقی برخی ته ئی مهاجرت وکړ. په آریائی معلومو سرودونو کښی یوڅه ډېر سرودونه، منظومی، او زیات او مبسوط ادبی آثار شامل دی چه د هندوکش له جنوب او د کوبها (کابل) (کرومو) (کرمې) گوماتی (گومل) سراسواتی (ارغنداب) راسا ( کنړ)  سواستو (سوات) له ناوو نه شروع شوی او د کنگا په غاړه کښی چه په سرودونو  ئی د یو ځل نه زيات ذکر ندې شوی پای ته رسیږی. آریائی معلوم سرودونه چه عموماً د آریانا په جنوب کښی میدان ته راوتلی دی، ټول ئی په یو ځای او یوه نقطه او یوه زمانه کښی ندی پیدا شوی بلکه په بيلو بیلو زمانو او ځایو پوری اړه لری. او مهمه برخه ئی د ویدی سرودونو په نامه یادیږی، او څلور کتابونه ورځنی جوړ شوی دی او ډېر پخوانی کتاب ته ئی (ریگ وید) وائی، او په هغه پسې یوه سلسله نور کتابونه او ملحقات راځی. هر کله چه د دې پراخو او وسيعو ادبياتو مجموعه د ځينو مدققينو له خوا کتل شوى او طبقه بندی شوی ده لومړی د عمومی نظریاتو او تقسيماتو په بیانولو پیل کوو، او وروسته بیا ډېر خصوصی اطراف تر بحث لاندی نیسو.

په دې باب کښی د آریائیانو د معتقداتو او سرودونو د قدسيت موضوع چه هغه ئې آسمانی الهامونه گڼل طبعاً یو داسی بي اساس او خیالی شې دی چه د زمانی قدامت (پخوانیو زمانو) د هغوی په افکارو او مغزو  کښی کښینولې او ځای کړی ؤ، او د هغوی الهام د شاعر د زړه په الهام قیاسیدلی شی چه د ښکلو او موزونو کلماتو په قالب کښی لویدلی او د یوې ټوټي لطيف شعر په شکل میدان ته راوتلی دی. 

له دې کبله ټول ويدی سرودونه دوه برخې کوی چه یوې برخې ته ئی (سروتی Cruti) یعنی (الهام شوې) وائی، او بله برخه ئی هغه ده چه دغه خواص نه لری.

(۱) «سروتی» یعنی هغه برخه چه آریائیاتو به (الهام) گڼله د (وید) هغه څلور کتابونه دی چه هغه د (سا نهیتا) Sonhita یعنی (مجموعی) په نامه یادوی، او د خپلو منظومو د مفهوم په واسطه په ډېرو عامو نومونو یعنی د (ریگ وید) (يجوروید) (سام ويد) (اتروید) په نومو مشهور شوی دی.

(۲) هغه دوهمه برخه چه الهامی جنبه نه لری او د (برهمانا Brahmana) په نامه یادیږی هغه یوه سلسله لوی او واړه آثار دی چه عموماً د مذهبی فورمولو له مراسمو او تعبيراتو څخه بحث کوی او له دغو څلورو کتابو څخه هر یو یو شمېر برهمانایان په ځان پوری د ملحقاتو په ډول لری. 

(ارانیاکا Aranyaka) )د ځنگل تفکرات) او (یوپانیشاد Upanishad) (مخفى اوپت الهامونه) ځينو کسانو جلا او ځينو نورو د (برهمانايانو) ترعنوان لاندی شمېرلی دی.

باید دا هم وویل شی چه ځینو پوهانو او علماوو د (ویدى) ادبیاتو په مجموعه کښی نور تقسیمات هم کړی دی او په تېره بیا د (سروتی برخه) ئی په دغو دریو ټاکلو او څرگندو برخو هم ويشلې ده: 

(۱) ویدی اصلی سرودونه چه مهمه برخه ئی د (ریگ وید) په مجموعه کښی راغلی ده. 

(۲) هغه نور سرودونه چه وروسته ویل شوی دی او د (ويد) درې نور کتابونه تشکیلوی د یو شمیر تعبیراتو سره چه د هغو په شاوخوا کښی ليکل شوى دى.

(۳) هغه آثار چه فلسفی افکار پکښی زیات تمرکز لری لکه: (ارانیاکا Araniyaka) او (یوپانیشاد Upauishad) چه معمولاً هغه د برهمانایانو نه وروسته بولی. 

ریگوید او د هغه تقسیمات: په آریائی معلومو سرودونو او د ویدی زمانی په ادب کښی له ټولو نه پخوانۍ برخه هغه مجموعه ده چه د (ریگ وید) د سرودونو په نامه یادیږی، او د هغو تقسيماتو له مخې چه د مخه وويل شول د (سروتی) ادبیاتو جز دی او د هغو ډېره پخوانۍ برخه تشکیلوی، د (ریگ وید) د سرودونو مجموعه د (ساکالاکا) د مدرسې د نظريې له مخې چه په فرد پوری منحصره ده پر (۱۰۲۸) سرودونو مشتمله ده چه هغه ئی پر لسو کتابونو یا د (ویدی) اصطلاح په اساس د (ماندالاMandala ) په لسو دائرو باندی تقسیم کړی دی. باید دا هم وویل شی چه: د (ریگ وید) د سرودونو په تقسیماتو کښی ئی بله مصنوعی او ډېره نوې رويه هم نيولې ده چه ټول سرودونه په اتو برخو (هشتاته Ashtata) او هره برخه ئی په اتو (ادیاناAbhyana ) او هره وروسته ذکر شوې برخه په نورو ټوټو او پارچو تقسیموی مگر دغه تقسیمات کوم اساس نه لری او مصنوعی دی. او په هغو کتابونو کښی چه معمولاً د (ریگ وید) سرودونه په کښی ترجمه شوی دی د هماغو لومړيو ذکر شوو اصولو او د لس گونو تقسيماتو مراعات شوی دی. د (ریگ وید) د سرودونو لس گون تقسيمات له دې کبله اساسی شمېرل کیږی چه له هغو څخه ځینی تاریخی نتيجې او ملاحظات هم په لاس راځی. د هغه دقت او غور له مخې چه د تحقیق خاوندانو او مطالعه کوونکو د (ریگ وید) د سرودونو په متن او د کلماتو په جورښت (ساختمان)، معنی او مفهوم، د جملو په آهنگ اولهجه او نورو کښې کړی دی، دې نتیجې ته رسېدلی دی چه آریائی شاعران چه هغوی به )ریشی Richi) بلل کېدل په لويو لويو ټولگيو يا په لويو لويو کورنيو تقسيم شوې وو. د دغو شعراوو هرې دلی یا کورنۍ د یو کتاب اشعار او منظومی ویلی دی. هو هر کله چه آریائیانو له مادیاتو نه زیات د معنویاتو ساتنی ته اهمیت ور کاوه، نو هر شاعر کوشش کړی دی چه خپل آثار پخپله کورنۍ  کښی  وساتی او په دغه ترتیب هر کتاب په کورنۍ پوری اړه نيولې ده. د سرودونو د متن د کتنې له مخې دغه مطلب څرگند شوی دی چه د (ریگ وید) د سرودونو لس کتابونه په عمومی ډول گډ او شريک خواص نه لری، سره د دي شپږ کتابونه ئی چه له دوهم نه تر اوومه پوری دی سره د دې چه د جلا کورنیو او د هغوی د اولادې (احفادو) اثر دى مشترک نقاط سره لری. دغه شپږ کتابونه یا د ریگ وید برخه په هرو هغو کورنیو پوری چه اړه درلوده د هماغو کورنیو په اولاده کښی سینه په سینه ساتل شوی دی، ځکه لکه چه و موويل هرې کورنۍ هغه خپل (وراثت) بللی او ساتلی ئی دی. اوله دې کبله هغو ته د (کورنۍ کتابونه) هم وائی. سره له دې کوم شی چه په هغو کښی              شريک دى هغه په يو شکل (متحد الشکل) پلان دی چه د (ریگ وید د سرود) په نورو برخو کښی نه لېدل کیږی. په دغو شپږو کتابونو کښی سرودونه د ارباب انواع په ترتیب قید شوی دی او تل د دغو کتابونو لومړی برخی د (اگنی) د اور د رب النوعی او (اندرا) د جنگ د رب النوعى په سرودونو شروع کېږی او په تدریج سره کمېږی او د هر کتاب د متن وروستنې سرودونه وار په وار لنډیږی، او حتى د فردونو، مصرعو شمېر او د حرکاتو او سيلابونو شمېر هم کمېږی. مگر پخپله د سرودونو شمېر په هر کتاب کښی په ترتیب سره زیاتېږی.

له دې واحد پلان او ترتيب څخه دا خبره معلوموی چه دغه (شپږ کتابونه) هغه لومړنۍ مجموعه وه چه په اول او آخر کښی ئی اول او اتم کتاب زیات او علاوه شوی دی. د دې دوو برخو سرودونه د واحدو کورنیو کار ندی بلکه د یرو او مختلفو کورنيو پکښی لاس وهلی دی.  وروسته بیا په دغه مجموعه کښی نهم کتاب هم زیات شو. په دغه کتاب یا فصل کښی ټول هغه سرودونه دی چه د (سوما) په ستایڼه او صفت پوری مخصوص دی. نو لسم کتاب هغه برخه ده چه نوی او پخوانی دواړه سرودونه پکښی جمع شوی. دی او د ځينو نظریو له مخې د هغو سرودونو مجموعه ده چه په پاسنيو تقسيماتو کښی ندی راغلی. لکه چه مخه وويل شول ځينو کسانو لسم، اول او اتم کتاب په دغه حساب کښی راوستی دی. د دې د پاره چه د ریگ وید د سرودونو د کتابو ماهیت په ښه ډول معلوم شی نو څه قدری به جزئیاتو کښی بحث کوو:

د٢-٣ - ۴ - ۵ - ۶- ٧ کتابو څخه هر یو په یوه سلسله داسې سرودونو باندی مشتمل دی چه شمېرئی په ترتیب سره زیاتیږی. د هغو د شکل یووالی، گډون، او عمومی خواص ئی حکم کوی چه د (ریگ وید) هسته همدغه سرودونه دی او باقی نور کتابونه به ورباندی زیات شوی او علاوه، شوی وی. د (ریگ وید) لو مړی کتاب د دقت وړ دی ځکه چه له اول نه تر آخره پوری په یو ډول او طرز نه دی او په هغه کښی هم په دوو برخو قائل شوی دی او وائى چه (۹) لنډې مجموعی چه د هغه دوهمه برخه ئی تشکیله کړی ده د (کورنۍ د کتابو) په رویه او سبک ترکیب شوی ده او تقریباً د دغو پاسنيو کتابونو دپاره يو ډول تمهيد او نمونه گرځيدلې ده.

په اتم کتاب کښی سرودونه په هغه ترتیب او ارتباط  ندی راغلی کوم چه د (کورنۍ په کتابونو) کښی لېدل کیږی، او د دغه اتم کتاب د سرودونو ارتباط پخپل منځ کښی زیاتره په دې ډول دی چه ځینی فقرې او ټوټی (پارچی) پکښی بیا بیا او مکررې ذکر شوی دی. که څه هم د (کانواkanva ) د کورنۍ نوم پکښی عمومیت لری مگر د هغی د اشعارو د قطعه بندۍ د شکل زیاتوالی ورته جلا مقام ورکوی.

د لومړی کتاب دوهمه برخه لکه چه وویل شول د کورنی د کتابو په جمع کښی راغله، لومړی برخه ئی چه د اول نه تر (۵٠) سرودونو پوری پکښی راغلی دی داسې خواص لری چه د اتم کتاب سره شباهت لری او د هغې د اشعارو د قطعه بندۍ د شکل په واسطه چه د ( کانوا) د کورنۍ د ادبی مدرسی د خصوصیاتو څخه دی د نیمائی نه زیات سرودونه ئی په دغی کورنۍ پورې اړه لری. سره د دې، د دې دواړو برخو په منځ  کښی هم ځينی شيان شريک دى. په نهم کتاب کښی هغه سرودونه دی چه ټول د ( سوما) د صفتونو په شاوخوا کښی ویل شوی دی. په دې خبره کښی څه شک نشته چه د دې کتاب سرودونه هغه وخت د مجموعی په شکل راغلی دی چه اتو نورو کتابونو يوه او واحده جنبه پیدا کړې ده او د اشعارو د طبقه بندی د اشکالو له مخی معلومیږی چه هغه کورنۍ چه له دوهم نه تر اووم پوری د کتابونو په تصنیف کښی لاس درلود په نهم کتاب  کښی هم یو څه لاس لری. له بلې خوا د (سوما) سرودونه چه د دې کتاب مندرجات دی د لومړی کتاب او د اتم کتاب سره هم شباهت لری. داسې معلومیږی چه په هغه زمانو کښی چه خلکو به د مختلفو کورنيو سرودونه را ټولول او هغه ئی برخه برخه کول او جلا جلا کتابونه ئی جوړول د (سوما) مخصوص سرودونه ئی له ټولو نه ایستلی او جلا کتاب ئی ورځنى جور کړی دی. مگر دا خبره هم باید وویل شی چه دغه نظریه د دې کتاب په دوی وایی دلالت نه کوی ځکه که چېرې د ځينو سرودونو نسبت ئی د دغو کتابو د پيدا کېدو زمانی ته کیږی ځینی نور سرودونه لری چه د اوستا د مندرجاتو سره ډېر شباهت لری او دغه مسئله د دغو سرودونو سر هغی زمانې ته رسوی چه آریائی قبیلې لا تر دې وخته پوری د باختر له کانون څخه د هند او فارس خواته نه وې تللې او دغه خبره پخپله د دغو سرودونو د قدامت او پخوانی والی تائید کوي. لسم کتاب هغه وخت منځ ته راغلی دی. چه نور (۹) کتابونه ترتیب شوی او پوره موجوديت ئی پیدا کړی ؤ. د لسم کتاب مصنفین هغه کسان دی چه د نورو (۹) کتابو د مندرجاتو د مفهوم سره پوره اشنائی لری او ورباندی پوهېږی او د هغو په معنوی فضا کښی لوی شوی دی.  د هغه د شکل او موادو له مخی بیا د لسم کتاب د نوی والی او تازه گۍ په باب کښی نظریات پیدا شوی دی لکه چه د ارباب انواع د اساطيرو او نکلونو په لحاظ لېدل کېږی چه بیله دې نه چه لوړ مقام او دیر اهمیت ئی درلود لکه (اگنی) او (اندرا) ځینی نور لکه د سهار ربته النوع له منځه تللی دی.

 که چېری د ژبی په لحاظ هم و لېدل شی لسم کتاب د نورو (۹) کتابونه تازه او نوی معلومیږی. د دغه کتاب په سرودونو کښی حروف علت زیات شوی او وقفه کمه نادره شوې ده د (ر) په ځای پکښی (ل) ډېر عمومیت لری چه د تازه او نوی سانسکریت له خوا مو څخه دی. د کلمو د جمع صورت چه دAsas   په زیاتوالی سره حاصلیږی مخ په کمېدو دی، دغه رنگه د پخوانيو لغاتو استعمال زیاتره کم شوى بلکه اکثراً له استعمال نه غورځیدلی دی او نوی او تازه لغات ئی په ځای نیول شوی دی. لنډه دا چه له د غو پاسنیو ملاحظاتو څخه هر یو دا خبره څر گندوی چه لسم کتاب د (ریگ وید) د سرودونو آخرنۍ ادبی مرحله ده. لنده دا چه د (ریگ وید) سرودونه د يوې ورځی او د يو تن کارندي بلکه څو سوه کلونه تیر شوی دی تر څو چه د شعراوو او د هغو د اسلافو کورنيو دغه مجموعه میدان ته را ایستلی ده.

د ریگ وید ادبی او تاریخی مدرسې:  په ویدی معلومو اثارو کښی ریگ وید ډیر پخوانی معلوم سرودونه یواځی هغه مجموعه ده چه ډېره برخه ئی دننه په آریانا ویل شوې ده او د ادب، ژبی، تاریخ، جغرافيې، عنعناتو، رسوماتو، عاداتو، اجتماعی ژوندون او د نورو په لحاظ زمونږ او زمونږ د مملکت د ژوندانه په یوه مهمه دوره رڼا اچوی. د ریگ وید ټول سرودونه چه د هغو داخلی ويش او تقسيمات مو وکتل، د زمان او مکان له مخی فرق او توپیر سره لری. لکه چه فرانسوی (ویوین دوسن مارتن) په دغه باب کښی لیکی:

(د ریگ وید سرودونه بيله شک او شبهى نه په بیلو بیلو زمانو او ځايو کښی میدان ته راوتلی دی، د دی لویې او پراخې مجموعې د ډېرو ټوټو او پارچو د لېدلو په وخت کښی باید دقت وشی چه بیله انسابی اشاراتو او ځينو نورو شیانو نه چه د سنجش وړ دی، د ډېرو پخوانيو سرودونو او د هغه سرودونو تر منځ چه مونږ ته ډېر نژدې دی ډېره زیاته موده تېره شوې ده. (موسیو واله دو پوسن) داسې وائی چه: (پوهېږم چه آریائیان به پخپل منځ کښی سره جنگېدل، کرار کرار او بطی حرکت به ئی کاوه او د (ریگ) په زمانه  کښی د شرقی افغانستان او هند په شمال غربی آخرنۍ برخه کښی اوسېدل، او په دغو ځايو د ریگ انشا د ډېرې پېړۍ ونيولې. او د پخوانيو او نوو سرودونو ترمنځ او د برهمانایانو او نوو سرودونو ترمنځ په سوو کلونه تیر شوی دی. یواځی که چېرې د برهمانایانو د مدرسو تقسيماتو، د هغو استاذانو د سلالو ژبو ته چه دغه مدرسې ور پوری مربوطی دی او د پخوانیو زمانو د استاذانو یادونې ته نظر وکړو، هریو پخپل ځای ښکاره کوی چه د هغو انشادو دېری پیرۍ وخت نیولی دی) زمونږ مطلب په دې ځای کښی د ریگ وید په سرود کښی دی چه د مدققینو د نظریاتو په تېره بیا د هغو توضیحاتو له مخی چه د مخه وشول د دغه سرود د پخوانیو ټوټو او پارچو ترمنځ چه په افغانستان کښی ویل شوی دی او د هغو نوو سرودونو په منځ کښی چه په پنجاب کښی ویل شوی دی، ډېرې پیړۍ او زمانې تېرې شوی دی. او په دغه وخت کښی د (ماکس مولر) په عقیده په سرودونو کښی ځینی تغيرات او تحولات پیدا شول چه په هغو کښی د ځینو داستانی او نیمو تاریخی او ادبی پېښو له کبله مدرسې ټاکل کېدلی شی. په تېره بیا د سیندونو او رودخانو ناوې يو اوږد موقف او د ځينو مشخصو واقعاتو د پېښېدو ځای او ډگر دی چه پخپلو ځایو کښی به ئی د ځینو په باب کښی په دغه فصل کښی بحث وکړو. 

د (ویدی) سرودونو تاریخ: د (ویدی) سرودونو د تاریخ ټاکل که د ادبی مراحلو له مخی وی او که د مهاجرت و مراتو په لحاظ له هری نقطى څخه چه وی ډېر مهم دی، د دي مسئلی عمومی اهمیت لا پرېږدی، د ویدی سرودونو د تاریخ ټاکل کېدل زمونږ د پاره خاص اهمیت لری ځکه څرنگه چه د مخه وویل شول سربیره پر ورک شوو او مجهولو سرودونو چه بخدی ته مو منسوب کړل د (ریگ وید) د سرودونو ډېرې پخوانۍ برخې هم د افغانستان په جنوبی او شرقی برخو کښی ویل شوی دی.

 باید وویل شی چه د (ریگ وید) د سرودونو د تاريخ د ټا کلو موضوع کوم آسان کارندې ځکه چه هېڅ يو داسې شی په لاس کښی نشته چه په مثبت ډول په دغه لاره کښی مرسته وکړی. له دې کبله ډېره موده علماوو او پوهانو د دغې موضوع په باب کښی څیړنی او پلټنې وکړې او بیله نظریو د اختلاف نه بل شی تر اوسه پوری په لاس نه دی راغلی.

(مکس مولر)  ویدی سرودونه په څلورو زمانو تقسیموی.

۱- سوتراهایا د عباداتو د تشريفاتو مجموعه له۶٠٠ نه تر ۲۰۰ ق م  پوری.

۲- برهمانایا د مذهبی آدابو تعبیرات له ۸۰۰ نه تر ۶۰۰ق م پوری.

۳- د ماتتر (Mantras) زمانه یا د ریگ وید نوی عصر له ۱۰۰۰ نه تر۸۰۰ ق م پوری.

۴- د شاندا (Ghandas) زمانه یا د ریگ وید پخوانۍ زمانه له ۱۲۰۰ نه تر۱۰۰۰ ق م پوری.

مگر په بل ځای کښی لېدل کېږی چه ښائی د ریگ وید سرودونه په (۱۰۰۰ - ۱۵۰۰ ) ( ۲۰۰۰ -۳۰۰۰ ق م) کښی ویل شوی وی. هیڅ یوه بشری قوه په یقینی او دقیق صورت د دغو سرودونو تاریخ ټاکلی نه شی. بشری قوه به ادمایر (Eodmayer د ر یگ وید ډېر پخوانی برخه د ۱۵۰۰ نه جگه او پخوانۍ بولی.

موسیو ونترنيت (Winternitz) په دغه باب کښی داسی لیکی د اشوکا کتيبې او لیکنی ښکاره کوی چه آریائیان په دریمه ق، م پیرۍ کښی د هند جنوب ته ورسیدل، او د باندایانا (Bandhayana) او نوری ویدی مدرسې د هند د جنوب په منطقی پوری اره لری. له دې نه معلومیږی چه د آریائیانو په لاس د دغی منطقی استعمار په (۷ یا ۸ ق،م) پیړۍ  شروع شوی دی.

نو امکان نه لری چه د ۱۲۰۰ - او حتی د۱۵۰۰ په شاؤخوا کښی د هند و افغانستان په شمال غرب کښی آریائیان وټاکل شی ځکه چه (بیوهلر Buhler وائی چه: (د دې مسئلی فرضول چه آریائی کتلې به سره د دې چه کورنی او داخلی مخالفتونه موجود وو په ( ۵، یا ۶، یا ۸ پیرۍ کښی) د هند (۱۲۳۰۰۰) مربعه میله ځمکه نيولې او دولتونه او حکومتونه به ئی پکښی جوړ کړی وی، بی عقلی او د خنداور خبره ده.

 اولدنبرگ Oldenbcrg وائی درسته ده چه (۷) پیړۍ ډېر وخت دی او په څلورو پیړیو کښی په امریکا  کښی ډېر تغيرونه او تبدلات پیدا شول مگرد دې دواړو مقابله څه تناسب او مورد نه لری. ځکه پوهیږو چه آریائیانو به پخپل منځ  کښی سره جنگونه کول، د دوی د تگ طرز ډیر سست ؤ د ریگ وید په زمانه کښی د شرقی افغانستان او هند په آخرنۍ شمال غربی برخه  کښی اوسېدل او په هغه ځای کښی  د سرودونو په ترکیبېدو او راغونډېدلو کښی ډېری پیړۍ  ووتلې. د ډېرو پخوانيو سرودونو د ویلو او انشا د زمانی او د  ډېرو نوو سرودونو تر منځ او د نوو سرودونو او د برهمانا ترمنځ ډېری پیرۍ تېرې شوی دی. د برهمانا په باب کښی د مدرسو ویش او تقسیم او د هغو علماوو اوږده سلسله چه دغه مدرسې ور پورې اړه لری او د تیرو زمانو د علماوو یادونه او ذکر هر یو پخپل خپل ځای ښکاره کوی چه د دغو ټولو کارونو سرته رسېدلو او تکمیل په پیړیو پیړیو وخت نیولی دی. په آخر کښی - ایوپانیشادیان هم د علماوو او پوهانو د یوې لویی او زیاتی سلسلی څخه بحث کوی او په هغه عصر او زمان کښی چه ایوپانیشادیان ویل شوی او انشا شوی دی آریائیانو یواځی د هند پر یوه کوچنۍ برخه قبضه درلوده نو د دغو ټولو کارونو او شيانو د پاره اوه پیرۍ ډېره موده نده.

نو ویلی شو چه ویدی زمانې له ۵۰۰ نه یا د ډېرو نوو تحقیقاتو له مخی د ۸۰۰ ق م نه پخوا په یوه مجهوله او نا معلومه زمانه  کښی انبساط او ترقی درلوده. که څه هم معمولاً دغه عصر د (۵٠٠-١٢٠٠) د  (۵۰٠ -۱۵۰۰) د ( ۵۰۰ - ۲٠٠٠) ترمنځ ټاکی، مگر هیڅ یو ئی د ځان د پاره کوم دليل او برهان نه لری. کوم شی چه ښکاره دی د دغه عصر وروستنی تاریخ دی چه په ۵۰۰ یا په ۸۰۰ تمامیږی. لومړۍ مرحله ئی باید د ۲۰۰۰ یا۳۰۰۰ ق م سره ونښلول شی. 

پروفیسر کیت Keith د هغه شی په عکس چه وويل شو ویدی عصر ډېر نوی او تازه بولی او د برهمانا شروع په ۸۰۰ ق م کښی او ډېر پخوانی سرودونه چه د مثال په ډول د (شفق سرود) نه عبارت دی ۱۲۰۰ ته منسوبوی او وائی چه له دې نه وړاندی او پورته ویدی سرودونه بللی نه شو ځکه که چیری اوستا په     شپږمی پیړۍ پوری مربوطه وی نو د ژبی په لحاظ د اوستا د متن او د ریگ وید د سرودونو ترمنځ ډېر زیات مشابهت دی. 

د ویدی سرودونو د پيدا کېدو او ښکاره کېدو ځای: پخوا له دې نه مو آریائی سرودونه په دوو عمومی برخو تقسیم کړل: چه یو قسم ئی د بخدی ورک شوى او مجهول سرودونه دی او بل ډول ئی د هندوکش د جنوب معلوم سرودونه دی. دغه ويش ښکاره کوی چه ډېر پخوانی آریائی سرودونه د دوی د استوگنی او تهذیب په ډېر پخوانی کانون (بخدیم سریرام) یعنی (ښکولی بخدی) کښی میدان نه راوتلی دی لکه چه د مخه مو بیان و کړ دغه نظریه بیخی غلطه ده او په هیڅ منطق او دلیل برابره نه راځی چه آریائیانو د هندوکش په شمال  کښی بیخی سرودونه، نه لرل. او د هندوکش د جنوب د معلومو سرودونو متن په ډېرو اشاراتو سره دغه نظریه دروغ بولی او ردوی ئی، درسته ده چه بخدی پخوانی سرودونه په لاس کښی نشته او له منځه وتلی دی مگر څرنگه چه د سندهو او پنجاب د شرق په سرودونو  کښی د هندوکش د جنوبی لمنو ډپر سرودونه شته دی چه ویل کېدی شی چه د (ریگ وید) سرودونه چه د ویدی ادب د منظومو ډېره پخوانۍ مجموعه ده او پخوانۍ برخی ئی د هندوکش په جنوب کښی ویل شوی دی، د بخدی پخوانۍ مدرسې ځينو قطعاتو ته شاملې نه وی.

وروسته تر دې چه د ۲۰۰۰ ق م په شاؤخوا کښی له بخدی نه مهاجرت شروع شو او ځینی لوئی آریائی قبیلې د هندوکش جنوب او د جنوبی او شرقی آریانا سمسورو او شنو ناوو او هغو درو ته لاړې او پکښی خپرې شوې چه ښه آب وهوائى لرله. پخپله د ریگ وید په اصطلاح د پخوانيو شعراوو د سبک په نوی کېدو سره ادبی نوې دوره شروع شوه. شعراوو او پوهانو یا لکه چه پخپله آریائیانو به ویل چه: (ریشییانو) اراده وکړه چه د پخوانیو په لاره روان شی او د شعر ویلو او ادبی ذوق نوی کړی او ترقی ورکړی. په نتیجه کښی هغو کورنیو چه شعر ویل د دوی اجدادی میراث ؤ په کار پیل وکړ، ذوق نوی شو، او د خبرو او شعر ویلو بازار تود شو او رونق ئی پیدا کړ. نو له دې کبله ویل کېدلی شی چه د کوبها (کابل) گوماتی (گومل) کرومو(کرمې) سواستو (سوات) په درو یعنی په جنوبی او شرقی آریانا کښی د ویدی آریائی شعر ویلو نوی ادبی روح پیدا شو. له دې کبله د معلومو سرودونو د ویل کېدو ځای په هغو ځمکو کښی بولی چه له کاپیسا نه ئی تر پنجاب پوری پراختیا درلوده. د دغه فصل جغرافیائی بحث چه پخپله د سرودونو او د لویو شرقی او غربی مدققينو د تحقیقاتو او تبصرو په استناد ليکل شوی دی په واضحه او فصیحه ژبه وائی او ښکاره کوی چه د آریائی سرودونو د پيدا کېدو ځای چېرته دې؟ مونږ نه وايو چه ویدی سرودونه ټول زمونږ د مملکت په تاریخی خاوره کښی یعنی د سندهو (سند) د مجری نه را په دې خوا ځمکه کښی ویل شوی دی. نه زمونږ مطلب دغه ندی بلکه غواړو چه په دغه ځای کښی دوه مهم مطلبونه څرگند کړو:

لومړی دا چه آریائیانو د مهاجرت د زمانی او د ویدی دورې نه ډېر پخوا پخپل پخوانی کانون (باختر)  کښی په شعر او سرود ویلو پیل کړی دی دوهم دا چه د دوی سرودونه د يوې ورځی کار ندی او ټول سرودونه ئی په یوه نقطه او یو ځای کښی منځ ته ندی راغلی بلکه د زمانی اوځای له مخی شروع او ختم شوی دی، چه د زمانی په لحاظ د اکسوس (بخدی) له غاړې نه تر گنگا پوری رسیږی. بخدی هغه ځای دی چه لومړی پکښی د سرودونو ژبه روزل شوې او وده ئی پکښی موندلې ده او وروسته ئی بیا پوره ادبی ظرفیت پیدا کړی دی بخدی او مقتدرو ریشییانو ئی شعر ویلو ته خپله ژبه ډېره مساعده و گرځوله او دغه موضوع او مقصد د هندوکش د جنوب د منظومو له پوخوالی او روانۍ له مخې ښه روښان او واضح کیږی د کوبها، کرومو، گوماتی، راسا، سواستو او د سندهو د مدرسی ریشییانو په آریائی ادب کښی يو نوی روح پوکړ او د بخدی د پخوانۍ مدرسې د سبک د نوی والی افتخار دوی ته راجع کیږی. دغه کار یواځی د سندهو (سند) په غربی ځمکو کښی پاتی نه شو بلکه د دغه سیند ماورای شرق برخو ته د آریائیانو په مهاجرت سره خپور شو او دوام ئی وموند. د ریگ وید د مجموعی او د ویدی درې نورو کتابو يوه برخه چه خامخا په هغو کښی د سندهو د دې خوا سرودونه او خاطرې په زياته اندازه موجودې دی د پنجاب په خاوره کښی ویل شوې ده او مخصوصاً ترا نتظام او ترتيب لاندی راغله او تازه او نوې برخې چه پخپله د محیط محصول ؤ لکه یوپانیشاد برهمانایان، اورامايانا او داسې نور په ترتیب سره میدان ته را ووتلی.