د قفقاز اسکندريه

د افغانستان پخوانی تاریخ پنجم ، لو مړۍ برخه

اسکندر خپلو عسکرو ته د اوپیان (د خواجه سیاران د غره په لمن کښې) چه نسبتاً د موسمې باد له چلیدو څخه په امن کښې وه د اطراق امر ورکړ او د هندوکش په لمن کښی یعنی قفقاز کښې یونانیانو په هغه مځکه باندی چه د پنجشیر، سالنگ، شتل او د نورو نقطو دفاع وکولای شی د یوی نوی نظامې قلا، اساس (بنسټ) ئې په نظر کښی ونیو او په راتلونکی کال پخوا له دی چه باکتریانی ته رهی شی خپله نظریه ئی عملی کړه، معمولا د دى قلا نوم (الکذاندريه) وه او د دی قلا د امتیاز دپاره چه د نورو الکزاندريو نه ئی فرق پیدا شی ئی دا قلا د قفقاز اسکندریه یا د (ادکوکازیوم) Alexandria adcacausum الکذاندريه يا الکذاندریه پارو پامیزادی Paropamisadai وبلله د دی اسکندریې موقعيت تر اوسه پورې لا په قطعی صورت سره ندی ټاکل شوی، مگر د هغی اصلی ځای د ډېرو خرابوله مخی چه په اوپیان یا هوپیان (Hondion) کښی چاریکارونه نزدی چه (تقریباً د کابل شمال نه دېرش میله فاصله لرى) لېدل کېږی تطبيق کوى کننگهم، هم د دې قلا موقعیت په او بیان کښی (٣۶ میله د کابل شمال ته) مقرر کړیدی.

د قفقاز د اسکندریې د موقعیت د ټاکلو په باب کښی د ۱۹ پیړۍ له اولو کلو څخه، اروپایانو چه کاپیسا ته ئی د راتلو موقع پیدا کړيده نظریی ښکاره کړی او د غوربند نیلاب، او اوپیان ئی پیشنهاد کړیدی هر کله چه د پراخ ښار خرابی په بگرام کښی واقع دی نو زیاتره به ئی هغی خواته توجه کوله، له دې څخه غافل وو چه د قفقاز اسکندريه يوه نظامی قلا وه نه کوم لوى ښار، موسیو فوشه په ۱۹۲۲ کال د چینی زائر د گټورو معلوماتو په مرسته، تدقیق کړی، او دا ورته معلومه شوې ده چه بگرام پخوانی پایتخت یعنی د یوه داسی ښار ځای دی چه یونانی آرین (نیسه) Nic او پخپله چینی زائر (هیون ثانگ) کاپیسی Kapisi بللی دی، نو د بگرام خرابی د اسکندر د نظامی قلا موقعیت نه لری، او د قفقاز اسکندریه باید بل ځای و پلټله شی.

دا چه د هغی کلا موقعیت ئی په اوپیان کښی گڼلی دی هم صحیح په نظر نه راځی څکه په او پیان کښی چه د چاریکار و شمال ته په څو کيلو مترو کښی واقع دى. د کوم قدیمی ښار په بقايا ؤ دلالت نه کوی.

له بلی خوا تر هغه ځايه پوری چه د ځينو لرغونو او پخوانیو مورخينو له تذکراتو څخه څرگندېږی، د اوپیان نوم یواځی په یوه ښار پوری منحصر نه دی، بلکه اطلاق ئی په یوه ولايت باندې کېده - د محلی افسانو له مخی څرگندېږی چه پروان له بگرام سره معاصره آبادی درلوده او ودان ؤ سربیره پردی موقعیت ئی چه هم د هندوکش په لمن کښی، او هم د دې ځاى د درو په مدخل کښی او هم د اوپیانې په ولایت کښی دی ټول شرطونه لری نو ویلای شو چه د قفقاز اسکندریه په پخوانی پروان یعنی په جبل السراج کښی بنا شوی او ودانه شوې وه، پخوانی مؤرخین هغه له اورتسپانم څخه ۵۰ میله او له پوکلا اوتیس څخه ۳۳۷ میله لرى ليکى.

هر کله چه د نن ورځی مدققين لومړنى له کابل به عبارت او دوهم ئی پېښور ته نزدی (هشت نفر) بولی نود ټاپی (فاصلی) له مخی هم د پروان موقعیت د قفقاز له اسکندريې سره مطابقت کوی له بلې خوا اوپيان پخپله يو مهم بندار درلود، لکه چه چینی زائر هغه ځای په خپله لهجه هوپی نا Ho-pi-na یا د کړیدی او یو لوی ښارئی بولی وائی چه مناندر د کابلستان، گندارا، او پنجاب ستر ټولواک دلته متولد شویدی وگړ بودا ځنى الاساد Alassade باله.

اسکندر سربیره د قفقاز په اسکندریه باندی د یوې ورځی د فاصلی په اندازه دوې نوری قلا گالی ودانی کړې وې چه یوه ئی له کارتانا Cartana څخه عبارت دی، چه د پلینی د تعریف په قرار، د قفقاز د غره (د هندوکش) په لمن کښى واقع وه موقعیت ئی هغسې چه وویل شو، اسکندر یې ته نزدې ؤ، ځکه دا ښار له کارساناkarsana  د بطليوس له یاد کړی سره موافقت کوی، او هغه بل ځای چه وائی هغه ودان کړیدی په کار دوسی موسوم دی چه ښائی په پنجشیر کښی وی، د دغو ځایو اوسیدونکی له اوو زرو زړو مقدونیانو او دریو زرو ايلجاریانو Irrgenlier او د يو شمير اجيرو عسکرو څخه ترکیب شول په هر حال د قفقاز د اسکندریې موقعیت چه هر چېرته وی، وی به، خو مطلب دا دی چه اسکندر دغو منطقو نه فوق العاده عسکری موقعیت ورکړی دی او غوښتل ئی چه دا ځایونه د يوې یونانۍ کولونۍ په صورت واړوی، تر څو هغه مهال چه دی له بسوس سره په جگړه اخته شی د دې ځايو واقعات دی پریشانه نه کړی. 

د قفقاز له غرونو څخه مقصود څه دی؟: هغه مهال چه یونانیان د هندوکش د ډېرو جگوار لوړو غرونو لمنو ته راورسېدل، دا ئی د قفقاز غرونه بلل، او د خپلو ارباب انواعو له قصو څخه ئی یوه خورا ښایسته افسانه یعنی دپرومته  Prometheeافسانه دې غرونه منسوبه کړه د افسانې موضوع داده چه پرومته داور رب النوع، یا «ژنی» او د مدنیت لومړنی ښوونکی او پیشوا پس له هغه چه د انسان صورت ئی (د یونانیانو په عقيده) له خاورو څخه جوړ کړ نووې غوښتل چه روح په کښی پو کړی، او د دې کار لپاره ئی (آسمانی اورغلا کړ) ژوپی تر د هغه د تر ټنی لپاره (پاندور) نومی لومړۍ پیدا شوی ښایسته ښځه ور ولېږله، مگر پرومته د مگر له لیاری ورته وړاندی شو، او هغه ئی بندی کړه په دغه وخت کښی ژوپی تر په غضب شو خپل زوی (ولکن «Vulcain» ئې مامور کړ چه هغه په سزا ورسوی، نوموړی پرومته د قفقاز په غره کښی په يوه غټه تيږه باندی چارمیخ کړ او يوه گربته او ټپس (عقاب) ئی ور پرېښود چه هغه په عذاب کړى اوينه (جگر) ئی وخوری، په پای کښی هر کول پهلوان د هغه د نجات اسباب راغونډ کړل)

دغه افسانه د قفقاز په غرو پوری اړه لری، مگر له هغی ورځی څخه چه یونانیان کاپیسا ته راغلل او سترگی ئی د هندوکش په هسکو او له وا رو ډکو غرو باندى ولگيدې، نو دغه غرونه کی د قفقاز په نامه و بلل او نوموړی افسانه ئی ورته منسوبه کړه، گمان کاوه شی چه دغه غرونو ته د دې قصى نسبت کول او د قفقاز په غرو د دې نکل مسمی کیدل به  دسکندر د سردارانو له خوا شوی وی- لری هم نه ده چه د سکندر اطرافيانو د تملق او چاپلوسۍ د لارې د ده د رضامندۍ دپاره دا افسانه په هندوکش پورې تړلی وی، ځکه دوې پوهېدل چه سکندر تر کومی اندازې پورې یو خود خواه، او شهرت طلبه سری دی، مخصوصا له هغی ورځی څخه چه د مصر د آمون د لوی معبد کاهن، دی د ژوپی تر زوی وباله، بیا نو د ده تفرد، او تجرد له اطرافيانو څخه مخ په زیاتوالی روان شو، نو د ده سردارانو، او اطرافيانو، لدې کبله چه د ده کارونه لکه د ارباب انواعو یا د یونان د اساطیری پهلوانانو کارونه معرفی کړی نو د ځايو، غرو، او نورو شیانو د نومونو په بد لولو ئی شروع و کړه، او سکندر به هم د غرور، او خود خواهۍ د افراد په وجه د هغوی په ویناوو باور کاؤ، وروستيو مؤرخينو هم خپل تاریخونه د اسکندر د سردارانو، د یاد داشتونو له مخی مستند وگرزول.

له هندوکش څخه تېرېدل: د ۳۲۹ ق م کال د پسرلی په اخر کښې هغه مهال چه لمرو اورې بیخی اوبه کړی وي، اسکندر خپلی لښکری چه پنځوسو، شپيتو زرو اروپائی افرادو ته رسېدی، لېږدولو ته تیاری کړی. اسکندر غوښتل چه د باکتر یانې برخو نه ورشی او هوری بوس مضمحل کاندی.

د پارو پا میزادی منطقه، د باکتریانی له منطقی څخه د هندوکش د غرو سلسلی یا د یونانیانو په اصطلاح د قفقاز غرو نور اجلا کوله، اسکندر هغو نقاطو ته د رسېدلو دپاره، دی ته اړؤ، چه د دغو غرو له سرو څخه تیرشی، مگر دا حقیقت چه اسکندر، د هندوکش له غره څخه له کومی لاری اووښتی دی، په سم او واضح ډول نه ده څرگنده مؤرخین د ده د لاری په ټاکلو کښې متفق نه دى، ځينو لیکلی دی چه اسکندر به د بامیانو له ليارې څخه تللی وی، اما که چیری ښه دقت وکړو، دا لياره موافقت نه کوی، ځکه د اسکندر د مؤرخینو د بیان له مخی چه دی پس له شپاړسو ورځو مسافرت څخه د هندوکش د غرو له سرو څخه دراپساکا Drapsaca ته ورسېد. چه د باکتریانی د برخی او د هندوکش شمال ته يو لومړی ځای ؤ پدې قرار سره باید، دی د هندوکش له غرونه د تېرېدلو په وخت کښې د کوشان له درې څخه تېر شوی وی، جرمنی مولف چه په شورتس Schuarz موسوم دی، او دراپساکا ئی په قطعی صورت اندراب ټاکلی دی، حقیقت ته نزدی څرگندېږی که چیری درایساکا، اندراب ومنل شی د هند و کنر په غرونو باندی د اسکندر د خط سير په ټاکلو کښې خورا اسانی پيدا کېږى ځکه د کوشان د درې له لیارې څخه چه د غوربند د سیاهگرد شمال ته واقع ده اندراب ته ورتک خورا آسان دی او له اندراب څخه د انسان د سيند خط سیر ته د باختر برخو اوضمناً قندوز ته لارښوونه کوی، بیان ته حاجت نشته چه په غرنیو مځکو کښی هره دره پخپل ذات سره خورا ښه طبیعی لیاره ده، او غير له دې څخه تگ او راتگ سختیږی. امکان لری چه ځینی کسان ووائی ، چه اسکندر هغه مهال چه د قفقاز له اسکندريې څخه حرکت کاؤ، د گل بهار، او خاواک له لیاری څخه تیر شوی دی دا نظریه هم په فرضیاتو کښې داخله ده، لاکن منل ئی له دې کبله سخت کار دی، چه د سکندر حرکت د پسرلی په اولو وختو کښې ؤ، او پدې وخت کښې خاواک واوره لری. او د عسکرو د تېرېدو لپاره خطر لری حال دا چه د غوربند د درې له خولې څخه، تر سیاه گرده پوری تقریباً دولس کروه فاصله ده او د کوشان د دری له لیاری څخه اندراب ته په آسانۍ سره تگ کیږی، او د ټلونکی لپاره چه اندراب ته ورسیږی، د هغه ځای د سیند د مجری په تعقیب چه په (دوشی) کښی د باميانو، او کهمرد له اوبو سره یوځای کیږی او د قندوز سیند ورځنی جوړیږی، نوره سختی د باختر برخونه د تگ لیاره نه پاتی کیږی، د قندوز سیند پس له دوشی څخه د کیلگۍ د جنوب شرقی او جنوب د غونډيو لمنوته رسېږی، او د پل خمری د جنوبی غره د سلسلې له پای څخه چه دغه سلسله د هندوکش د غره اخرنۍ شمالی لمن ده، تېر شوی، او دهنهٔ غوری ته اوبه ورکوی، او هر کله چه خپل خط سیر ئی د غونډيو د سلسلی غربی خواته نیولی او طرف ئی بدل کړی دغونډیو په منځ کښې د بغلان لور ته چه د پل خمری په شمال کښې واقع دی ورکږېږی، له بغلان څخه تقريباً په مستقیم خط قندوز ته ورځي، او په هغه ځای کښې چه قلعه زال ئی بولی دریای آمو ته ورتوئېزی.

د پورتنیو دلائلو له مخی کېدایشی سړی حکم وکړی چه سکندر د کوشان د دری له لیاری تیر شویدی.

که چېرې نن ورځ د سکندر د حرکت خط تعقیب کړو، او له لاندنيو ځايو څخه به تیرېږو:

چاریکار، اوپیان، پل مټک، د غوربند دره، برج گلجان، سیاه گرد د کوشان دره، اندراب.

د هندوکش په غرونو باندی د جگېدو په موقع کښی سکندر لښکری له یخ او ډېرو واورو سره مخامخ شوی او یو زیات شمیر کسان ورځنى تلف شول او پاتی کسانو په ډېره سختی سره سا ورسوله، لوږې او قحطۍ هم، په شپارسو ورځو غرنی سفر کښی د دوی تکلیف او زحمت نور هم پسی زیات کړ، تیاره، او غبار هم د غرو په سرو باندی، د دوی په زیار او سختیو باندی علاوه شوی ؤ، او هم دغه غبار به مانع کېده، چه سپاهیان یو بل سره ووینی، امکان لری چه د سکندر، سردارانو، د خلقو د توجه د جلبولو لپاره د دغی لاری او غرونو څخه د تېرېدو په توصیف کښی څه قدر مبالغه کړی وی - او دغی اغراق ناکی وینا، د راوروستو پېړيو د مؤرخينو په کتابو باندې اغېزه کړی، او هغه قطب ظلمات ته د اسکندر د فلیب د زوی د تگ د روایاتو، سرچینه (منبع) وگرزیدله.

اسکندر د هندوکش له غره څخه د ۳۲۹ ق م کال د پسرلی په آخرو وختو کښی تیر شوی دی.

بسوس: څرنگه چه مو وویل بسوس په باکتریانه کښی د تیاریو د نیولو په چارو بوخت ؤ، تر څو چه دی وکولای شی مقدونی لښکری محو او پوپنا کړی، مگر سکندر پخوا تردې چه بسوس څه کار وکړی، راورسېده نو بسوس مجبور شو چه تدافعی سیاست ځانته غوره کړی، د کنت کورس د لیکنی په قرار بسوس هغه وخت چه د سکندر له را نزدی کېدو څخه خبر شو، نو خپل ټول مربوطين ئى راغونډ کړل او یوه ستره غونډه ئی جوره کړه ترڅو چه د قومی عادت په مطابق د سکندر د خطر او د هغه د مدافعی په باره کښی جرگه سره وکری، پدی جرگه کښی بسوس د خپلو قواو ستاینه وکړه، او د مقدونیانو زرورتیا ئی په جگړه  کښی او د دوی په جنگ راتگ ئی دروغ وگڼل او وی ویل چه د مقدونيانو ټول پرمخ تگ زیاتره د داریوش له بی کفایتُ او بی تجربه گۍ څخه پېښ شوی ؤ، داریوش ته لازم وو، د دې په ځای چه د مقدونیانو مخی ته ورشی او د سليشيا د غرو به تنگو، ژورو کښی جگړه وکړی – پر شا راغلی وای، او دښمن ئی سختوځايو ته راښکلی وای، او د غرونو له تنگیو او سيندونو او د غروله تنگو درو څخه ئی داسی گټه کړی وای چه مقدونيانو ته، نه د بېرته گرزېدو لاره پاتی وای، او نه پرمخ را تلای شوی، او پدې صورت سره به ئی دښمنان محو کړی وای، زما عقیده داسی ده چه مونږ باید د یونانی ډېرو قواو په مقابل کښی، د مدافعی لاره غوره کړو او زیاتره له طبیعی عوارضو څخه استفاده وکړو، پدې ډول دښمن په تدریج سره کمزوری کړو، زما په فکر کله چه مونږ نشو کولای، چه د دغو لږو قواو په ذریعه د زور ور دښمن په مقابل کښی خپل کار په زړه پوری صورت سرته ورسوو، داسی بایده دی چه سوگدیانې ته لاړشو، او د جيحون سیند زمونږ په مقابل کښی سنگر وی، ترڅو چه د گاونډیانو ملتو لکه خوارزمیان، سکایان، داهیان او د نورو گاونډيو قومونو وړ او لازمې مرستی مونږ ته راورسېږی.

دغه مقدونیان دومره واړه خلق دی چه د دوی سرونه زمونږ د جنگياليو ځوانانو تر اوږو پوری رسېږی – د جرگې شاملینو چیغی کړی چه دغه نقشه د هغوی د نجات لپاره بهترینه وسیله ده - پدې جرگه کښی یو سړی د میدیا له و ګړیو څخه چه کو بارس Cobares یا باگوداراس Bagodaras نومید هم د باختریانو په ډله کښی گډون کړی ؤ، دې سړی د خپل طبیعت په خوښه داسې راېه څرگنده کړه او بسوس د باختر پاچا ته ئی دا ډول توصیه وکړه (هر ځای نه چه ولاړشی، اسکندر به تا تعقیب کړی، نو بهتره دا ده چه نوموړی ته تسلیم شی، ښائی هغه تاج چه د بریالی (فاتح) له لاسه څخه ئی اخلی، او کولای شی چه په ښه دود ئی وساتی) د باگرداراس دې نظریې د بسوس زړه چه بی د مملکت له نجات څخه ئی بله هیله نه درلوده تردې اندازی ټپی کړ چه نوموړی له ډېره قهر او غضب څخه، اقدام وکړ چه هغه شخص پخپله پیش قبضه ټوټی ټوټی کړی. خو د بسوس لاس ئی و ینو او شور ماشور جوړ شو جرگه بېله دې چه په یوه تصمیم او مشوره باندې پای ته ورسېږی ورانه شوه خو با گوداراس له موقع څخه استفاده و کړه او سکندر ته ورغی ورته تسلیم شو.

د بسوس لښکر له اتو زرو مسلحو باختریانو څخه عبارت ؤ دوی په ابتدا کښی داسی فکر درلود چه د هغو مشکلاتو او موانعو واسطه به چه په لاره کښی موجود وو سکندر به دې سکندر به دې لور ته را نه شی او د هند لاره به غوره کړی او هغې خواته به لارشی د ځان سره ئی دغه اندېښنه کوله چه پدې لاره کښی به د زرو رو خلقو د لاسه په ډېر وستونځو او وقفو سره مجبور شو. او د سکندر د رارسیدو تر وخت پوری به دوی د خپلو لښکرو انتظام ښه درست او ډېر لښکر به سره راغونډ کاندی او بیا به نو پر دښمن باندې دغسی یوه سخته حمله و روړی چه شرقی په کلی ډول له آسیا څخه دفع شی. مگر پس

له دې چه د سکندر در راتلو اطلاعات خپاره شول ځينو بسوس پرپښود او سره تيت او پرک شول نو بسوس هم مجبور وگرزید چه له دې ځایه څخه دسو ګدیانی لورته ولېږ دې او له هغو ځايو څخه يوه موثره قوه راغونډه کړی ځکه پدې مهال کښی بې له یو شمیر جنگی مېړونه له بسوس سره څوک نه وو پاتی شوی او ترې تښتیدلی وو د آریان په قول :

بسوس له ۷ زرو باختری عسکرو او داsی سپرو سره چه د تاناایس ( سيحون) نه دې خواته ئی هستوگنه درلوده هغه مځکی چه د قفقاز د غره په لمنو او کښته برخو  واقع وی له هر ډول اذوقی څخه ئی خالی کړی وې تر څو چه سکندر ونه شی کولای چه پدی مځکو کښی پر مخ ولاړ شی بسوس د اکسوس د سيند لور ته حرکت وکړ او باختری مځکی ئی ټولی ورانی او اذوقی او نور شیان ئی تلف کړل تر جيحون تېر شو، او له تېرېدو نه وروسته ټولى بېړۍ ئی وسوځولې چه د سکندر په لاس ورنه شی. 

اسکندر په با ختر یا نه کښی: وموويل چه سکندر د هندوکش په غرونو باندی تیر شوی دې او پس له ١۶ ورځو غرنی مسافرت څخه د باختريانې مځکو ته داخل شو. هغه لومړی ځای چه سکندر ور داخل شو «در اپساکا» یا اندراب ؤ، دلته ئی توقف وکړ او دغه ځنډوالی څه قدر اوږد شو، بیا چه سکندر او عسکرو ئی خپله دمه جوړه کړه اوستو مانی ئی وختله، په پرمخ تگ ئی، شروع وکړه د ده لښکری د دې حرکت په ترڅ  کښی له قحط، او لوږی سره مخامخ شوې، ځکه چه بومی خلقو خپل د غلی انباروانه تر مځکى لاندې کړی وو، او څوک ورباندی خبر نه وو د باختر د خلقو دغه عادت له پخوانو زمانو څخه تر ننه پوری دوام لری او له مزاره ترخان آباده او نورو ځايو پوری خلکو دغه عادت نيولی دی چه خپلی غلی به څاگانو او کوهیو  کښی ذخیره کوی ــ او هغه پلاچه مقدونی لښکری دغو مځکو ته ننوتلې هر کله چه دوى د خلقو له ذخيرو څخه خبر نه وو او له بلې خوا بسوس ټولی برخی له غلې او اذوقی څخه خالی کړی وې، نو له اوږې څخه به ئی د صحرا واښه او د سيندونو کبان خواړه او خپل قوت به ئی ورباندی کاوه، خو هر چه دا مواد هم تمام شول نو اسکندر امر وکړ چه د اردو باروړونکی حیوانات دی ذبح کړی او په دغه حالت په آخر کښی باختر ته ورسېدل. 

اختر: باختر د «کينت کورس Quintccurce» د لیکښی په قرار دا ډول ؤ: 

د دی برخو مځکی په ځينو ځايو کښی ښه حاصل ورکوی، او ډېره غله تری حاصلیږی او رشو گانی (چرا گاه ها) هم لږی نه وی. لدې کبله خلق ئى ډېر څاروی ساتی، مگر د دې ځمکی یوه پراخه برخه په سر مه ریگ (میده شګو) باندی پټه شویده، او په کلی ډول د کښت وکړ او کرهڼی وړ نه ده دغه ځايونه، نه اوسيدونکى لري او نه حاصل. 

هغه مهال چه شمالی بادونه را والوزی نو متحرکی شگی په ځایو کښی راغونډوې او غونډۍ ترې جوړې شي اولاری بندی کړی، لدې کبله مسافران مجبوریږی لکه دریاب نوردان د شپی له مخی د ستوریو په لارښوونه لار پيدا کړی، اومسافرت د ورځی له مخی نه دی معمول - مخصوصاً هغه زمان چه شمالی بادونه را والوزی، مسافران ترشگو لاندی ښخوی مگر هغه ځايونه چه داسی نه دی، خورا ډېر مسکونين لری، ډير آسونه ساتی، بهترین دلیل هم دادی چه باختر کولای شی دېرش زره سپاره ورکړی، د باختر یا باکتریانی پايتخت باخترا (باکترا) نومیږی چه د پارابامیز د غره په لمن کښی پروت دی هغه سیند چه باختروس Bactrus نومیږی له ښار څخه تېریږی او د ولایت او ښار نوم د دغه سیند له نامه څخه اخستل شویدی. په عمومی ډول سره دغه ایالت د ودانو ولاياتو له جملی څخه دی د بطليموس په زمانه کښی تر ټولو مشهور ښارونه ئی دا دی زاریاسپه Zariaspa چاتراکارتاChatrakarta بکترا Bactra اوایو کراتیویاـ استرابو یونانی مورخ هم د بکترا ښار یاد کړی او هغه ئی: زاریاسپه، داراسپه Daraspa یا ادرا سپه Adraspa هم بللی دی نوموری ایوگراتید یا Eukritidia (خلم) هم ذکر کړیدی، د سکندر په زمانه کښی د باختر خورا معروف ښارونه په لاندی ډول سره وو: اورنوس Aornos او بکترا. 

آرین مؤرخ د زاریاسپه څخه هم یادونه کړیده او هغه ئی (زاریاسپس) بللی دی که څه هم ده د هغه په باب کښی مخصوص تشريحات ندى ورکړی، خو سره له دی هم واضح دی چه دا ښار د سکندر په زمانه کښې د ولایت مرکز ؤ، ځکه سکندر د سغدیانی د جنگونو په وخت کښی ژمی دلته تېر کړى ؤ. عموماً عقيده پدې باندی ده چه زاریاسپه یا بکترا د بلخ له اوسنی ښار څه عبارت دی، بطليموس هغه یواځینی سړی دی چه بکترا له زاریاسپه څخه بېلوی. او لومړی ښار شاهی ښار بولی هر کله چه د ده زاریاسپه د یوه کام په مځکو کښی چه (زاریسپیان) نومیدل او د زاریسپس د سیند پر غاړه واقع وو، نو هغه د بلخ له ښار څخه عبارت بولی. لیکی هر کله چه د بلخ ستری آتشکدی آذری اسپAzariasp نوم لاره نو یونانیانو له هغی څخه د (زاریاسپه) نوم جوړ کړ. 

کپتان گننگهم انگریز وائی چه زما په فکر استرابويا د کړی (اوراسپه) ښار هم عین د (زاریاسپه) ښار دی چه د هغه د نوم تلفظ څه قدر فرق پیدا کړیدی ځکه چه اداراسپ د «آزریاسپه» معمول تلفظ دی مگر موسیو هاکن بکترا، بلخ، او (زاریاسیه) شاه جوی بولی چه بلخ ته نزدی وا قع ده.

اورنوس: کننگهم دا ځای د بکترا له هغه شاهی ښار څخه عبارت گڼی چه بطلیموس په خپلو لیکنو کښی یاد کړیدی - بطليموس دا ښار د دار گیدوس Dargy dus د سيند په غاړه د زاریاسپه جنوب شرقی د ډی ته واقع بولی، دا ځای هیبکو ته نزدی د خلم د سیند په غاړه د سمنگانو Samangan د پخوانی او مستحکم ښار د موقعیت سره موافبت کوی پدی ځای کښی هغه دره چه په هغی کښی د خلم سیند تېرېږی پدی اندازه تنگه ده چه (دره زندان) یا (ورنجون) ورته وائی او د دی درې د دواړو خواو غرونه دومره لوړ دی چه په نیمه ورځ لمر په ځينو برخو روښنائی اچولی نشی د «اورنس» د ښار په مجاورت کښی بطليموس له داسی یوه قام څخه یادونه کوی چه وارنی arni، یا یارنی  Yarni نومیده او بنا په اکثرو احتمالاتو هغوی د ځای په نامه سره معروف شویدی، د مور کروفت Morcroft د لیکنو په قرار د سمنگانو د ښار خرابۍ خورا پراخی دی او په ادریسی زمانه کښی د هغه مساحه د ( خلم) د ښار به اندازه و. ځينى مولفین «اورنوس» د خلم څخه عبارت بولی حال دا چه بطليموس د «ایوکراتیدیا»  د ښار موقعیت د «دارگیدوس» د سيند پر غاړه د شرق خوا ته د «زار یاسپه» ښار ته نژدی ټا کی او له دی څخه معلومېږی چه اوسنی (خلم) د نوموړی ښار له خرابو څخه عبارت دی لکه چه له نامه څخه ئی څرگندېږی د دې ښار بانی (جوړوونکی) باختری یونانیء مشهور سلطان «ایوگراتيدس» ؤ.

سکندر په باکتریا نه کښی اورنوس او زار یاسپه، بېله مقاومته او جگړی څخه لاسته راوستل، د باکتریانی نور ولایت له هغه وروسته ده ته تابع شو اسکندر په اورنوس  د بلی اسکندربې بسټ کېښود چه د اورنوس په الگزاندريه یا په اسکندریه موسومه ده او پس له دی چه د باختر ولایت د اسکندر تر سلطې لاندى شو ارته بازيوس Arta Bozusئی په بکترا او ارچیلاس Archelaus ئی له یوه ساتندوی عسکر سره په اورنوس کښی مقرر کړل وروسته تر هغه دی د شمال لورته د اکسوس او سوګديانې خوا ته وخوځېد. 

له باکتريانې څخه د سوگدیانی لور ته، او له امو درياب څخه تیریدل:

هغه وخت چه لا سکندر په باختریانه کی ؤ ده ته ئی خبر ورکړ چه اسکایان به د سیحون د سیند پغاره چه یونانیانو هغه د: «تاتا سیس» له سيند سره مشتبه کړیدی د بسوس مرستی ته راشی نو هر کله چه د سکندر کرونه په باختر کښی تمام شوی وو او د سفر تیاری ئی درلوده خپل اردوی ئی د بسوس د تعقیب په اسره ولیږداوه پدې ترڅ کښی اریگیوس چه هرات ته ئی د ساتی بارزانس د مدافعی لپاره لېږلی ؤ، بېرته راغیء، او، د هغه اسلحه او لباس ئی چه د فتح علامه وه سکندر ته کېښبود. 

آریان وائی اسکندر د اکسس (وخش - جيحون - آمویه ) خوا ته روان شو، د دې سيند سرچینی قفقاز دی. او تر گردو هغو سيندونونه ستر دی چه سکندر په آسیا کښی ترهغو تیر شوی ؤ - یواځی د هند سیندونه له دغه سیند څخه ستر دی - دغه سیند د گرگان په نزدی حدو کښی د کسپین په بحر کښی توئېږی (اوس د اورال دریاب ته ورځی).

له دغه سیند نه د تېرېدو لپاره وسیله نه وه، د سیند سور (عرض) شپږ استا ده (تقريباً ۱۱۰۰ متره) دی د مجری ژورتیائی تر دې هم ډېره ده، له سرمه ريګ (میده شګی) څخه ډکه ده (داریان دا خبره) : دغه سیند د ژورتیا په نسبت مبالغه ده ) د سیند جریان خورا تند دی او دا خورا سخته خبره ده چه دلته نشی کېدای چه په اوبو کښی پایی و درولی شی. هر کله چه لرگی لاسته نه راتلل. نو پل هم په دغه سیند باندی جوړ نه شو. او که چېرې غوښتی ئی وای چه لرگی له بله ځایه څخه راوړی. نو قیمتی وخت له لاس څخه واته لدى کبله په دې ذريعه متشبث شول هغه پوستکی چه د لښکرو د خیمو لپاره په کارېدل، هغه ئی د وچو وښو څخه ډک کړل. او د هغو درزونه ئی محکم و گنډل، بيانو عسکرو هغه پوستکی سره یوځای کړل، او يو د بل په مرسته. په پنځو ورځو کښی تر سیند پور یوتل. اسکندر، د امو تر پور وتلونه پخوا. تسالیان او هم هغه مقدونیان چه د ډېرو زخمونو په وجهه د جگړې نه وتلی وو. رخصت کړل. بیا ئی ستازانور Stazanor. دار زامس: Arzames په ځای چه (یونانی شوې شامی) ؤ، او په نظر کښی ؤ، او راته چه یاغی کېږی، دهرات په حکومت مقرر کړ.

اسکندر په دغه مسافرت کښی چه د آمو تر سیند پوری رسیده ډیر زحمتونه وليدل او لښکرو ئی زیانت سختۍ و کاللی - هوا توده وه، د دوبی وچ بیابان. او د اوبو د نه پیدا کېدو په وجهه. مقدونیان خورا زیات پریشان شوی وو. سکندر پس له ډیر زیار او زحمت کاللو څخه د شپی د امو څنډی ته ورسېد مگر د ده د عسکرو ستره برخه وروسته پاتی شوی وه. اسکندر امر وکړ چه د غونډۍ او لوړو مځکو  پر سرو باندی اورونه بل کړی تر څو چه وروسته پاتی شوی لښکر وپوهیږی چه اردوگاه نه ده لیری او هم ئی ژی او لوښی له اوبو څخه ډک او د سړو په ذریعه ئی پاتی عسکرو ته ورواستول خو هر کله چه مقدونيان اوبو ته ورسېدل دومره او به ئی وڅکلی چه ټول ناروغه شول او يو شمېر زیات کسان تری مړه شول ـ بسوس دلته اشتباه کړی وه. ځکه که چېر ته ئی پدی اطرافو کښی یو ځای عسکر اچولی وای او له مقدونیانو سره ئی جگړه کړیوای نو موفقیت ئی زیاتره احتمال درلود. مگر دی د اکسس د سیند نه هغی خوا ته د خپل کار په تلاش کښی شو.

لکه چه وویل شول اسکندر له خپلو ټولو لښکرو سره دروان پله په واسطه چه له ژیو او سناچونو او له وښو ډکو جوالو څخه روغ شوی ؤ د اکسس له رودخانی څخه د اوسنی کلیف Kilif په حدودو کښی پورېووت او پدی صورت سوگدیانی ته ور داخل شو.

سوگدیانه او د هغی مهم ځایونه: سوگدیانه له پخوانی سو گهودا Sughuda څخه عبارت ؤ. اوس پر هغی منطقی باندی تطبیق کېږی چه بخارا او سمرقند پکښی پراته دی دغه ایالت د باکتریانی د ولایت په شمال کښی د اکسس او جگارتس Jaxartes د رود خانو په منځ کښی واقع او له هغی شنی او آبادی درې څخه عبارت دی چه د پالی تیمه توس Polytimetus یا زرافشان له رود خانی څخه اوبه خور لری وروسته هغه وخت چه د باختر دولت قوت پیدا کړ. سوگدیانه هم د باکتریانی ضمیمه شوه. 

د سوگدیانی عمده ښارو ته د بطليموس دليکنو له مخی پدی قرار وو: 

درپسامتروپولیس Drepsa, metro, Polis اوکزیانه Oxiana ماروکا  marukaاسکندریه اوکسیان Alexandria Oxiane او اسکندریه اسچاته Alex Eschate پلینی د پاندا Panda ښار د ولایت د مرکز په نامه یاد کړی او لیکی چه د سرحد په اخر کښی یوه اسکندریه ده چه اسکندر بنا کړیده، امی نوس Amminnus چه د بطليموس لیکنی را نقل کوی د «سیرشا تا» د اسکندریې Cyrsehat او د درپسامترو پول د ښار نومونه یادوی بیله دی چه د موقعیت په باره کښی ئی څه زیاد کړی.

بسوس د سکندر په لاس کښی: وموویل چه بسوس د دې لپاره چه د سکندر د جگړي په باره کښی به ښه ترتیبات و نیسی له ۷ زرو باختری او نورو سپرو سره ئی د باختریانی مځکی له پارویا می سس څخه نیولی تر اوکسس پوری (1) دمقدونی امیر یا از می ۳۸ مخ دزو کی تالیف (۲) خوار اسمه طبع د بر پتا تیکا دايرة المعارف د ۱۲ جلد ۹۲۵ مخ (۳) د آریانا پخوانی ښارونه خرابی کړې او د اکسس له سيند نه پورېوؤ ت او د نوتا کا noutaka خوا ته ولاړ چه ژمی هلته تېر کړی د دې ځای موقعیت کوم یو ځای ؤ چه په لاره کښی د باختر  او مار کندا په منځ کښی پروت ؤ، او احتمال شته کش Keshچه د سمرقند په جنوب کښی ستر ښار دې د هغه ځای له موقعیت څخه نمایندگی و کړی وروسته تر هغه چه اسکندر سمرقند وران کړ داسی څرگندېږی چه نوتا کا د سغدیانی پایتخت ؤ او د یونانیانو د سلطی د پراختیا په وخت کښی هم دا ځای لا د دې ولایت مرکز گڼل کېده گریگو ریف Gyrigorieff نوتا کا د هغه ایالت په معنا بولی چه د امو د سیند او د شهرسبز په منځ کښی واقع ؤ، ژوگی د مقدونی امپریالزمی مؤلف هغه له قرشې یا شهرسبز څخه عبارت گنی  پرسی سایکس هم د دی ځای د موقعیت په باره کښی لیکی: «نوتا کا» یوه شنه جلگه وه چه د سمرقند او اکسس په منځ کښی پرته وه او ښکاره اوسنۍ قرشی وه. پدی وخت کښی بله بدبختی پېښه شوه چه بسوس د ناامیدی اومایوسی مرض له پښو وغورزا ؤ. د بسوس دغه وضعیت د ده نورو سردارانو او لږو عسکرو خوښ نه کړ او له ده څخه و گرزېدل او کار يوخطرناک حالت پیدا کړ، اسکندر بطلیموس مقرر کړ چه ولاړشی، او بسوس چه پدې ډول روحی بحران اخته شویدی ونیسی، خو هر کله چه بسوس د بطليموس لاس ته ورغی د اسکندر په حکم له ده سره وحشیانه کردې وشوی، او مړی ئی و غوښتل چه مړ ئی کړی. مگر وروسته ئی داسی غوټه کړه چه په باختر کښی ئی محاکمه کړی، او په «اکباننه» (همدان)  کښی ئی ووژنی. د جا گسارتس په غاړو، د اسکندر د سغدیانی بیښی د سپی تامیس ظهور: د اسکندر بخت خپل سره مرسته وکړه او لکه چه وويل شول، پخپل دښمن باندې ئی موفقیت و موند وروسته تر هغه د مارا کندا: maraanda یعنی سمرقند خوا ته روان شو، غرض ئی دا ؤ چه د درې مرکز چه جا گسارتس ( د سیند جریان سیر دریا) د بربری ؤلس له ایالت څخه جلا کوی ونیسی – د بسوس گرفتاری د سکندر په لاس کافی نه وه چه د سوگدیانې او باکتریانی په ایالتو کښی امنیت تامین کړی نو اسکندر مجبور شو چه پدې منطقه کښی پاتې شی ځکه تر اوسه لا پدې ځايو کښی داسی حکمرانان پیدا کېدل چه تابع شوی لا نه وو او خورا ډېره دښمنی او مخالفت ئی په زړو کښی درلود که څه هم دغو حکمرانانو د پاچاهی عنوان نه درلود مگر مقدونی واکمن (اسکندر) ته نه وو تسليم شوی له دې جملې څخه یو سپی تامینس دی دا مېړه فوراً د يو خطرناک غليم په صفت د سکندر په ضد و دریده - ده په سرحدیانو کښی لکه سکایان Sacaes ماساجيتيان او څو څو نورې قبيلې طرفداران درلودل چه هغوی د مقدونيانو په نسبت یو تهدید کوونکی وضعیت پیدا کړیؤو اسکندر غوښتل چه د تا ناریس (سیحون) په غاړه یوه نظامی قلا جوړه کړی چه د هغو خلقو په مقابل کښی چه ده غوښتل هغه تابع کړی یو سنگر وی ـ ولی پدې وخت کښی خبر ورکړ شو چه سغدیانی اوباکتریانی د ده له اطاعت څخه سر اخستی دی د دې خبر په اثر سکندر سپی تامینس ته رجوع وکړه او په خیال  ور وگرزېدل چه دغه حقیقی وطن پرست به د ده د لاس آلـه وی او غوښتل ئی چه له سپی تامینس څخه د باختریانو د ښورښت او مخالفت د اور په مړ کولو کښی کار واخلی او له دې له خبر نه ؤ چه دی پخپله د دغی هنگامې مصدر دی اوخپلو وطن دارانو ته ئی خبر ورکړیدی چه سکندر غواړې اول باختری نظامی سپاره خپل حضور ته وغواړی او په دغه مقصد هغه ټول په قتل ورسوی، همدا ډول ئی څرگنده کړه چه سکندر غواړی چه د دې مقصد د تمامولو په غرض دې او کاتن استعمال کړی چه د خپل کام او وطن پـه مقابل کښی ئی خيانت ته اړ کړی په نتیجه کښی خلق مسلح شول او دی ته و درېدل چه له وطنه دفاع وکړی هغه مهال سکندر خبر شو او حس ئی کړه چه سپی تامینس خور استر خطر دی او باید له منځ څخه لری کړل شی. اسکندر د بسوس له نيولو څخه وروسته سمدستی لازمه و گڼله چه هغه د بربریانو د ېرش زره جمعیت چه د مقدونيانو مخبرین ئی د جگارتس د سیند په غاړه وژلی وو په سزا ورسوی لدې کبله دی مجبور ؤ چه بر او و مستحکمو ښارو باندی حمله و روړی کوم چه زیاتره د سرحد په شاؤخوا کښی ودان شوی وو، او دوی مقدونيان وژلی وو نو د دې پلان د تطبيق کولو په غرض ئی کراتر ته امر و کړ چه د سیروپولیس Cyropolis ښار يعنی اوسنۍ (او را تیسپه) محاصره کړی او پخپله ئی د آریان په قول د گازا Gaza ښار تر محاصرې لاندی ونیو او تسخیر ئی کړ، د دې ښار ټول ځوانان د سکندر په امر په قتل ورسېدل او نور خلق ئی د مریانو په شکل د مقدونیانو په منځ کښی ووې شل – د ښار خاوره ئی باد باد کړه تر څو چه نورو اطرا فیانو ته ئی عبرت شې.

اسکندر په دې ترتيب سره پنځه ښارونه محاصره او فتح کړل بیا د سیرو پولس لور ته روان شو دا قلا خورا مستحکمه وه او په لومړی هجوم کښی ئی ونه نیولی شوه مگر د ده لښکر د هغه سیند له مجری څخه چه ښار ته ورغلی ؤ او پدی وخت کښی وچ ؤ. نوموړی ښار ته ور داخل شو. 

خورا خونی جگره پېښه شوه خو مقدونیان غالب شول، او اته زره تنه ئی ووژل بیا ئی بل ښار چه پدې علاقه  کښی اووم ښار ؤ ونیو، او مدافعین ئی د یونانیانو په لاس ووژل شول، یو بل ټبر چه مماسن mémacene نومېده او قوی ؤ، د تسلیم سرئی ټیټ نه کړ او د سکندر سړی ئی چه ورلیږلی وو، ووژل، دی په غضب شو او سکندر (پردیکاس او ملا کر) دوه خپل سرداران ئی ورواستول ترڅو چه هغه محاصره کړی، خو هر کله چه پخپله د سیرو پولیس د ښار له نيولو څخه فارغ شو پخپله هم هغې خوا ته ورغی، د دې ښار نیول تر ټولو نورو ښارو خورا گران وو، ځکه د ښار خلقو سختی پښی و خرلې او د مقدونيانو خورا غښتلی عسکر په دې جگړه کې ووژل شول، د جگړې په ترڅ کښی وه تيږه د سکندر په سر هم برابره شوه، چه دی بی سده و لوېده، لښکر ئی گمان وکر چه د ده کار تمام شو مگر هر کله چه بېرته په هوښ راغی سخته حمله ئی پر ښار ور وړه او غالب شو.

اخرنۍ اسکندریه: بیا سکندرځان د اخرانۍ یونانی کولونی، په ودانولو مصروف کړ چه د اشتباه له مخی ئی هغه د تانائیس Tanais اسکندریه بلليده، ځکه هغه وخت چه سکندر د سیحون (سیر دریا) پخوا پر مخ ولاړه دا رود خانه ئی به گمان سره تانا ئیس یا دون Don و گڼله دا ځای اکثره مورخین او محققين د اوسنی خجند سره یو بولی، اسکندر لومړی پلا چه دی منطقو ته ورسېدوې غوښتل چه دلته یو ښار جوړ کړی، مگر د سغدیانو او باختریانو ښورښت د ده نقشه کوم بل وخت ته ځنډولی وه، اسکندر پس له دې چه پر هغو مځکو غالب شو، په لږه موده کښی ئی بله پلا بیا خپل اقتدار. د سیحون په سیند باندی قایم کړ. 

په دې وخت کې د دوو خورا مهمو پېښو خبر سکندر ته ور کړ شو يوه دا چه سکايانو يا سيتيانو Seythians د سيحون د سیند په مقابله غاړه باندی لښکر راغونډ کړیدی - دوهم دا چه سپی تامینس «مارا کندا» محاصره کړيده د سپی تامینس کارنامو، اسکندرپه فکر کښی غور زاوه، ځکه دی پوهېده چه سپی تامینس د کار او د جگړی له مېړو څخه دی، لا چاره ئی ډېری لښکری د هغه مدافعې ته ور واستولې، او پخپله د سیحون د دریاب ساحل ته را وگرزیده او د هغه به چپ ساحل ئی د اوولسو ورځو په ترڅ کې يوه قلا ودانه کړه، او په معمول طورسره ئی اسکندریه وبلله، د هغی قلا له تکمیلېدو څخه وروسته ئی د يو کافی شمېر جالو د جوړولو امر صادر کړ، ډېر ښارونه د سیحون په غاړه خراب شول، تر څو چه دغه اسکندریه، د هغه سیند په ساحل ودانه شوه، یونانیانو هغه اخرنۍ اسکندریه، یا الکذاندریه اسچات Alexandria Eschate وبلله چه هغه اوسنی خجند دی بیانو اسکندر وغوښتل چه له اسکایانو سره په جگړه بوخت شی او دا ئی غوره کړه چه جگړه د ننه د دوی په ملک کښی و کړی مگر د سکایانو رسولان راغلل، له اوضاعو او خپلو جگړو او د پارس په پادشاها نو باندې له خپلو غلبو څخه ئی ده ته معلومات ورکړل او بېرته ولاړل_اسکندر وډار شو چه داسی و نه شی چه له دومره متواترو غلبو څخه وروسته په پای  کښی د دې کام په مقابل کښې مضمحل شی - او هغه عزم چه د هغوى د ملک د نيولو لپاره ئی کړی ؤ، بېرته فسخ کړ.

د سپی تامینس بری او فتح: د دغو اوقاتو په ترڅ کښی؛ هغه لښکر چه د مراگندا د ساتونکو د خلاصولو لپاره ئی «منه دیم» به سردارۍ لېږلی ؤ، هغه ښار ته ور نژدې شو، سپی تامینس چه یو لايق عسکر، او د جگړې په چارو کښی خورا پوه ؤ، د دې قوې يونانی عسکرو د تباه کولو په غرض ئې په يوه ځنگل کښی ځان پټ کړ خو هر کله چه د «منه دیم» لښکر نژدې ورغی، سپی تامینس د حملی حکم ورکړ. او د مقدونيانو لښکر ئې له هری خوا تر حملی لاندې ونيو، مقدونيانوهم پښی سختی وخرلی او مقاومت ئی وکړ. مگر سپی تامینس هغوی ته استادانه ماتی ورکړه او د دې اردو زیاتره برخه ئې محوه کړه او ماتی خوړلې برخه ئې تعقیب کړه مغلو بينو یوې لوړې ته پنا ور وړه او سپی تامینس هغوی هلته تر محاصرې لاندى ونيول ترڅو چه دلوږی په اثر تسليم شی پدې جگړه کښی چه د پالی تیمیتس Polytiments د زرافشان د رود خانی په جلگه کښې واقع شوه مقدونيانو دوه زره پیاده، او دری سوه سپاره تلفات ورکړل، خو اسکندر، له دې وېرې چه مبادا دا ډول تلفات په یوه جگړه کښی د ده د عسکرو روحیات خراب کړی، د وژل شويو شميرئې پټ کړ، او د هغې جگړی فراریان ئی چه يو لږ شمېر عسکر وو په مرگ تهدید کړل چه دا خبر افشا نه کړی، سکندر وروسته تردې چه د خپلو عسکرو له تباهۍ څخه ئې اطلاع حاصله کړه، يو جنرال ته چه کراتر نومیده وویل چه په ما پسی وروسته راشه، او پخپله په خورا چټکتیا سره له خپلو ټاکلو عسکرو سره د «مرا گندا» خوا ته وخوځېده - او په څلورو ورځو کی ئې هغه ځای ته ځان ورساوه، سپی تامینس چه دا خبر و اوریده باختر ته بېرته راوگرزیده، سکندر دی تعقیب کر، مگر ناکام شو او د بیرته راگرزیدو په مهال کښی د زرا فشان ټوله دره د هغه وحشت په اساس چه د ده له خصوصیاتو څخه گڼل کېده لوټ او يوه پناه کړه ځکه دا مهال کرا تر هم له ده سره يوځای شوی ؤ. او اسکندر خپل لښکر په کنډکونو سره تقسیم کړ امر ئی ورکړ چه ټول کلی وسوځوی او هستیدونکی ئی له ځوانانو نه نیولی تر زړو پوری ټول ووژنی، وروسته تر دی ئې پر کولائوس چه د مقدونيی له سردارانو څخه ؤ، له دریو زرو عسکرو سره په سغدیانه کښی مقرر کړ، او پخپله دی، باختر ته د تلو په تیاریو بوخت شو.

د سغدیانی د ځينو مهمو ښارو يادونه: ماراگندا گننکهم داسی نظریه لری چه د مارا گندا یا سمرقند بل نوم درپسا Drepsa دی، چه د استرابو د لیکنو په قرار سکندر هغه وران کر، پټه دی نه وی چه د سمرقند ښار، د زرافشان د سیند په غاړه واقع دی چه یونانی شوی نوم ئی داراپسان Draspane او د ماراگندا ښار د هغه په غاړو «ماراگندا داراپسان» یا په لنډ ډول درپسا، یا دارا پسا کیږی.

د اوکزیانی اسکندریه: دا ښار د اکسوس په غاړه او د زاريسپې شمال یا بلخ ته نزدې واقع ؤ غالب گمان پدی دلالت کوی چه د ترمز ښار به وی. 

د اسچانی اسکندریه: شاید چه د اند جان یا خجند د جنوب له  «یوش Ush» څخه عبارت وی.

نوتا کا: هغه ځينى (کش) او بعضى ئې بخارا گڼی، څرگندیږی چه نوتا کا د سغدیان پایتخت ؤ، او د یونانیانو د سلطى د پراختیا په وخت کښی هم دا ښار د دې ولایت د مرکز په حيث گڼل کيده. 

باختریانی ته بیرته راگرزېدل: پدی مهال کښی چه اسکندر په خونریزی باندى بوخت ؤ ژمی راغی.                د سغدیانی کارونه هغسی چه لازم وو، لا نه وو تمام شوی، اسکندر مجبور شو چه د ژمی د تېرولو لپاره باختر ته ولاړ شی، خو هغه وخت چه باختر ته راغی فرا تا فرنس، او ستاز انور، د آریه والی راغلل، او ارزامس د هرات پخوانی والی، اوبرانس نومی د پارت بخوانی والی چه د بسوس له خوا مقرر شوی وو، د دوی له ځينو ملگرو سره ئى ځنځیر پیچ را وستل، په دی ضمن کښې (۳۲۹-۳۲۸ ق م) يو ملاتړ (قوة الظهر) چه شمیر ئی نو لسو زرو تنو ته رسید له يونان څخه راورسید. 

بیا نو سکندر له بسوس څخه د انتقام اخستلو لپاره له سردارانو څخه يو مجلس جوړ کړ، او هغه ئی محکوم او د «اکباتنی» ته ئی ولېږه چه ووژل شی.

اسکندر په باختر کښی د فاراسمانس Pharasmaues د کهور اسميانو Chorasmians یعنی د خوارزمیانو د شهزاده د اطاعت خبر چه د کسپین شرقی خوا ته ئی هستوگنه درلوده، واورېده، او د جگسارتس د سيتيانو د دوسانه سفارت له راتگ څخه خبر شو.

په سوگدیانه  ښورښت، د سپی تامینس عاقبت: پدې وختو کښی د سوگديانې د دې نوی ښورښت خبر سکندر ته راغی، او دی بیا د آمو خوا ته ولاړ، او د امو په غاړه ئی اردوگاه جوړه کړه، اسکندر له خپلو لښکرو څخه یوه برخه په باختر کښی پریښوده، چه که چېری کوم ښورښت دلته پیدا شی د هغه دفع و کړی، نور پاتی لښکر ئی په پنځو برخو سره وویشه چه پر لومړۍ برخه ئی هفستیون، په دوهمه ئی بطلیموس، په دریمه ئی پردیکلاس، او په څلورمه ئی سنوس او آرته بارنس مشران او جنرالان و ټاکل، پنځمه برخه لښکر ئی تر خپلی اداری لاندی پرېښود د ده څلورو برخو عسکروله مختلفو خواؤ څخه حرکت وکړ تر څو چه قلا گانی محاصره او ښورښتونه په اسلحه یا په مذاکره باندی رفع کړی، دغو عسکری برخو پس له دی چه ټوله سغدیانه ئی طې کړه د (مرا گندا) د د يوالو په مقابل کښی سره غونډ شول، هفستيون مامور شو چه د سغدیانی د ښارونو لپاره چه ساکنين ئې د مقدونيانو د ناتار په اثر یا وژل شوی، او یا د مریانو په څېر پلورل شویوو، نوی مهاجرین برابر، او په هر ځای کښی ئی مسکون کړې. پخپله اسکندر له هغی قوی سره چه نوى له یونان څخه د ملاتړ په ډول راغلی وه، او پدی وخت کښی چه د پسرلی سرؤ وکولای شول چه په مرگیاناmargiana باندی یرغل وکړی، په دې شاو خوا ؤ کښی یوازی يومستحکم ځای پاته ؤ، چه په پترااوکسیانه:PetraOxiana موسوم ؤ او ښائی اوسنی «سنگ بست» وی.

د هغه ځای رئیس آریمازس Arimazes چه د دوو کالو لپاره ئى په قلا کښی اذوقه غونډه کړ یوه له ځان څخه دفاع کوله، پـه پای کښی دغه مقام هم د مقدونیانو په لاس ورغی، او د هغه ځای زړور مدافع او د ده امیران، معتبرین او منسوبین د اسکندر په امر پاسی شول. اسکندر د مرگیانا د ښار (مرو) په جنوب کښې دوه حصارونه بنا کړل چه په اوسنی سرخس ا و مرو چاق کښی به وی، پس له دی د مشرق خوا ته بېرته را وگرزیده او بلخ ته راغی، په لاره کښی ئی څلور نور نظامی حصارونه په میمنه، اندخوی، شبرغان او سرپل کښی ودان کړل چه له عسکری نقطی نظر څخه ئی اهمیت درلود، بیا نو له باختریانی څخه، مراگندا ته راوگرزیده، هوری له خپلو عسکرو سره چه د نوموړی ښار د دیوالو په بیخ کښی سره راغونډ شوی وو، یو ځای شو.

د دی حرکاتو په ترڅ کښی چه سکندر او د ده لښکرو په سغدیانه کښی هغه ښارونه چه شورش ئی کړی ؤ. بېرته تابع کول؛ او پدی صورت سره تر ماراگندا پوری ورسیدل، سپی تامینس په باکتریانه کښی پیدا شو او د زاری اسپه په ساتونکو ئی حمله وکړه او د دی ښار قواوی په ئی تون Peinton اداره کولی مگر د سپی تامینز په لاس کښی بندی شو.

کراتیروس د خورا ډیرو قواؤ په مرسته سپی تامینز بېرته گرزېدو ته مجبور کړ. پدې وخت کښی ژمی راغی، کو انوس (Coenos) ئی په سغدیانه کښی پرېښود، پخپله، نوتاکاته، راغی، چه ژمى هورې تېرکړی. سپی تامینس چه نه غوښتل یونانیان د ده په مملکت کښی یو نفس هم به راحت او خوشحالی سره تېر کړی، بیا په باکتریانه کښی ښکاره شو، او له ځان سره ئی دری زره سغدی، باختری، ما ساژیتی سپاره، رااوستل. دلته ئی بیا تر دې اندازې فعاليت له ځانه څرگند کړ چه اسکندر ئی په اضطراب کښی وغورزاره. اسکندر چه نه شوای کولای پر سپی تامینس باندی لاس پیدا کړی. نو خپل غضب ئی آرته بازس، د بلخ (باختریانی) د والی په معزو لولو، سور کړ، د هغه د عزل لپاره ئی دغسی بهانه وکړه چه دی له سپی تامینس سره ملگری دی حال دا چه «ارته بازس» په ډېره تجربه سره چه درلوده ئی، د سپی تامینز په مقابل کښی له ځان څخه فدا کارۍ څرگندی کړی مگر هر کله چه د نوموړی رقیب ترده پوخ استاد ؤ، گناه ئی نه درلوده، سکندر مقدونی امین تاس د هغه په ځای والی مقرر کړ، کوانوس ئی هم له ده سره ملگری کړ چه له ډېرو لښکرو سره په باختریانه کښی  ژمی تېر کړی. دغه کسان مامور وو، چه سپی تامینز پدې صورت کښی چه بیا باختر ته راشی، دستگیر کړی.

دغه سرداران سکندر له جنگيالو لښکرو سره باختریانی ته راغلل. سپی تامینز چه یوه گړۍ هم د وطن د نجات د مفکوری د پرمخ بيولو له فعالیت څخه فارغ نه ؤ، پر اجنبيا نو باندى ئى يرغل راوړ، خورا سخته جگره ولگيده، مگر پس له ډېره قتل او غارت څخه مقدونیان چه د شمير له کبله خورا ډېر وو، غالب شول د دې غلبى علت هم د ماساژيتانو د قام خيانت ؤ، ما ساژبتان چه په حقیقت کښی بی سرا و پایه خلق وو نه ئی ښار درلود، نه دهستوگنی ځای، هغه مهال چه جگره ولگېده دوی د خپلو متحدينو په لوټ کونو کوتی پوری کړی او د جگړی له دگره څخه و تښتیدل دغه صدمه د سپی تامینس د ماتی سبب شو، که داسی نه وای د هغی پوهی او کفایت په ذریعه چه نوموړی په جگره کښی درلود احتمال کېده چه یونانیان بیا مضمحل کړی - سپی تامینز هم و تښتېده خو هغه وخت چه ما ساژیتانو واوریدل چه سکندر د دوی په قصد راروان شویدې پخپله د سپی تامینز سره ئی هم خیانت و کړ او د هغه تور لیالی سرئې پرېکړ، او سکندر نه ئی ورو لیږه چه له جګړې څخه منصرف شی، دغسی روایت هم موجود دی چه وائی سپی تامینس د خپلی ښځی په لاس ووژل شو - او ښځی ئی له دې شرمه څخه چه مبادا د دې زړه ور مېره د غلیم په لاس و وژل شی، دغه کارته ئی اقدام وکړ، ځکه د نجات احتمال بیخی نه منځه وتلی ؤ - لنده دا چه د باختریانی دغه نوموړی سردار چه سکندر ئی په دومره موده کښی یوه گړۍ هم پری نه ښود چه ارامو کړی او په مره حمله کښی به ئی د هغه اندېښنی ور زیا تولی، په پای کښی ئی د ژوند اخرنۍ ورځو په دی ډول آخر ته ورسولې او خپل مرگ ئی د خپلو متحدینو له لاسه وليد (۳۲۸ ۳۲۷ قبل الميلاد) 

سکندر د هغه کال د ژمی ډېره برخه په (نو تا که) کښی تېره کړمه د دې خبرې د علاج په باره کښی ئی سنجش کاؤ، چه د مفتوحه مملکتو خلق چه متواتر او پر له پسی به ئی د خپلی ازادۍ لپاره د یونانیانو په مقابل  کښی ښور ښتونه کول، او په جګړو ورسره بوخت وو، په څه ډول قانع او آرام کړې، د ده له کارو څخه لکه چه وموویل یو دا ؤ چه آرته بازس، ئی د باختریانی له والی ټوبه معزول کړ، او پځای بی امین ناس د باختر والی مقرر کړ، پارتیا ئی فر تا فراس Phartaphernes مامور شو چه ولاړ شی او د تاپوریانو Tapurians او د ماردیانو Mardians یاغی ستراپ بېرته راولی، آتروپاتس Atropates په میدیا کښی د اوکی داتس Oxydates په عوض مقرر شو چه د ژوگه په قول د مملکت هغی برخی د ده نوم تر اوسه پوری ساتلی دی (اترو پاتن Atropatene آذر بایجان) د ۳۲۷ق کال په پسرلی هغه مهال چه کرا تریوس، کاتانس Catanes اواستانس    Auatanesپه یاری تاسن Paretacere کی ونیول.

اسکندر هم آخرنی وطن دوست اغتشاشیون چه په سنديانه او باختریانه کښی ئی د پردی سلطی په مقابل کښی کوشش درلود، او ځان ئی محکم کړی ؤ بندیان کړل له هغی جملی څخه دوو تنو د باختر له اشرافو څخه، چه بولی د بسوس پخوانی ملگری اوکزیارتس Oxyartes ؤ، نجات وموند.

دا شخص اکسیارتس د ښایسته رکسانی پلار ؤ.

اسکندر او رکسانه: په سغدیانه کښی یو غر ؤ، چه په نظر کښی داسی څرگندیده چه پر هغه غلبه میندل امکان نه لری، د دی غره موقعیت د پخوانی تاریخ مورخينو ندی تعین کړی په هر حال هر چا به دا گمان کاو، چه دغه غر به د مقدونيانو له يرغل څخه محفوظ پاتی شی، له دی کبله هغه ځای ته ډېر خلق ورغلل، اوکسیارتس هم چه د لومړۍ درجې نجيبانو څخه ؤ، او نه ئی غوښتل چه سکندر ته تابع شی، له خپلی ښځی او لوڼو سره پدغه غره کښی پټ شو. د جگړی د پیښی تفصیل پخوا بیان شو، خو مقدونیان په دغه غره غالب شول، او ډېر بندیان ئی ونیول، چه په هغه جمله کښی د اوکسیارتس لور چه رکسانه نومیده هم شامله وه دې نجلۍ د خپل و جاهت له کبله په ټولو ښځو کښی ساری نه درلود، سکندر په دې نجلۍ عاشق شو، او له هغی سره یی ازدواج و کړ، دا وو چه اوکسيارتس لکه چه ذکر شول خپل ځان سکندر ته تسلیم کړ، او د خپلوۍ په اقتضا په احترام سره ومنل شو، سر اورل ستن وائی چه رکسانه یا روشانه یا رخشانه د اوکسیارتس لور، چه پلار ئی د باختر له نجبا ؤ څخه ؤ. د خارق العاده توب په واسطه چه درلود ئی د سغدیان یوی قلا ته ولېنزله شوه چه هوری محفوظه یا نه شی، د سکندر د لښکر کشیوپه زمانه کښی، دا نجلۍ د ده په لاس ورغله، او د سکندر ملکه شوه، ښائی روشانه د روشان د درې وی چه (د شغنان په څنگ کښی واقع ده) او په شرق  دغسی رسم دی چه ځینی ښځی د خپل وطن په نامه یادوی. 

د اسکندر او رکسانی د ازدواج تفصیل پدی قرار سره دی: 

په یوه میلمستیا کښی چه د یو، والی له خوا د مشرق د خلقو په سلیقه سره ورکړ شوی وه ډیری پیغلی هم، د سغدیان د اولی درجی کورنیو څخه راغلی وی، رکسانه هم په هغه جمله کښی وه، دې نجلۍ د ښايست او نفاست له حيثه ساری نه درلود او په دغه اندازه زړه وړونکی وه چه د هغو ټولو ښایسته نجونو په جمله  کښی د ټولو حضارو توجه ئى ځانته جلب کړی وه - اسکندر هم په دی باندی عاشق شوی ؤ،  کنت کورس وائی هغه پاچا چه د داریوش ښځه او لوڼی ئی لیدلی وی، هیڅ څوک په وجاهت کښی بیله رکسانی څخه هغو ته نه رسيدې، او دلته پداسی نجلۍ عاشق شو چه په رگو کښی ئی نه شاهی وینی جاری وی، او نه ئی د مقام له حيثه کولای شوای چه ورسره یو ځای شی - سکندر بی پروا او ژر وویل چه دا لازمه ده مقدونیان او بومی خلق یوله بله سره ازدواج وکړی چه محفوظ شی، او دا د دی دپاره یوازنۍ وسیله ده چه مغلوبين شرمنده او فاتحین متکبران نه وی - وروسته د دی لپاره چه خپل فکر عملی کړی د یونان افسانوی پهلوان اشیل ئی چه د خپلو تیکونو له جملی څخه ئی باله مثال راؤړ او وی ویل، مگر هغه د اسيرانو له یوی نجلۍ سره ازدواج ونه کړ او بیا اسکندر د عشق له شدت څخه په هغه مجلس کښی امر و کړ چه د مقدونی عاداتو په مطابق یوه ډوډیء راوړی او هغه د توری په ذریعه دوی ټوټی کړی نیمه ئی پخپله واخسته او نيمه نوره ئی رکسانی ته ورکړه تر څو چه د دوی د ښځی او میړه کیدو وثيقه و گرزی - مقدونيانو د سکندر دغه رویه ښه ونه کڼله، ځکه د هغو په نظر داوړ نه وه چه یو محلی رئیس د اسکندر د ښځی پلار وی - مگر هر کله چه له ده څخه وېرېدل هر هغه څه چه به له ده څخه صادرېدل هغه به ئی په خلاصه ټنډه تلقی کول  د سکندر او رخسانی واده په باختر کښی د ۳۲۷ ق م کال په پسرلی کښی پېښ شو.

د کليتوس قتل: پدی صورت سره پس له دوو کلو، په دغو برخو کښی د سکندر سختی او خونینی جگړې په ډېرو مشکلاتو پای ته ورسیدی. دا مشکلات ټول د مدافعينو له خوا نه وو بلکه پخپله د مقدونيانو له خوا هم واقع کېدل، مقدونی لښکرو په رښتیا سره دوه دارۍ له مخی د سکندر پیروی کوله، مگر د ده شخصی تفکر نوموړی تر پخوا ډېر مجرد گرزاوه، پیلوتاس او (پارمن يو) خپل نامتو سرداران ئی ووژل او د نوموړی د ملگریو د رابطې سلسله ئی پرېکړی وساتله په ماراکندا (سمرقند) کښی د نوموړی د استوگنې په ترڅ کښی بله واقعه پیښه شوه چه بیائی د تیرو خونی صحنو خاطری په زړونو کښی بېرته ژوندیء کړی ځکه چه په دغه ځای کښی یوه میلمستیا پېښه شوه چه په دې میلمستیا کښی سکندر پخپل لاس بيا يو مهم جنرال او خپل گران دوست وواژه، کليتس Kleitus همدغه بدمرغه سردار ؤ، چه دسکندر حیات ئی د گراتیکس په جګړه  د مرگ له خطره څخه خلاص کړ ځکه کلیتس د سپی ترې د اتپس Spittridates لاس چه توره ئی پکښی نیولی وه او نزدی ؤ چه د سکندر کار تمام کړی، قطع کړ، د فيلوتاس له مرگه څخه وروسته د شاهی رسالې د جنرالی عمده دنده د هفستيون Hephaestion او کليتس په منځ کښی تقسیم شوه، سربېره په دی د کليتس کورنۍ له فلیپ سره رابطه درلوده، او بنا په دغه پخوانی ارتباط د کلیتس خور چه لاتیکه Lanike نومیده د سکندر د کوچنی دایه وټاکله شوه. دوه زامن ئی په آسیائی جگړو کښی هلاک شول، نو که چیری یو شخص د ده «خدمتکارانو په اول صف کښی درېدای یا له سکندر سره ئی د آزادانه خبرو اترو کولو امتیاز درلودای، همدغه کلیتس به ؤ د کلیتس د قتل ډرام (۳۲۸ ق م) کال په پسرلی کی عملی شو د حادثی تفصیل داسی ؤ: د شراب نوشۍ په مجلس کښی ټولو ډېر شراب وڅکل د مېلمنو له جملې څخه یو سړی د پراتیکوس Pranicus یا پی ئیرون Pieron اشعارو لوستل چه په هغو کښی د مقدونیی د سردارانو بدی چه په یوه جګړه کښی له خارجیانو څخه ئی شکست کړی ؤ یاده شوی وه، مقدونيان له دغو اشعارو څخه منزجر شول، او د لوستونکی بد ویل ئی شروع کړل، مگر اسکندر وویل چه دوام دی ورکړی، کلیتس چه تر ټولو زیات مست شوی ؤ هغه اشعار ئی ستر توهین وگاڼه او له مجلسه ولاړ شو او سختی خبری ئی وکړی او زیاته ئی کړه: د مقدونیانو وینی دی چه نه ئی اوی کړی یی او نه غواړی چه د فلیپ زوی اوسی او ځان د آمون زوی گڼی، اسکندر په قهر شو، او نور پورته شو، لویان داخل شول چه هنگامه کښېنوی- پلوتارک لیکی چه کليتس لا بیا هم له اطاعت څخه سر پیچی کوله، او په ډېر زحمت سره د خپلو ملگریو په ذریعه له اطاق څخه د باندی وایستل شو. مگر هغه اجل نیولی له بلی دروازی څخه بيرته اطاق ته راننووت، او په خورا بی عزتی سره ئی د اندرو مارش پوری پید Euripides, Andronrmnoache اشعار ولوستل، هغه مهال چه دا بیت ئی ووایه: «افسوس» په یونان کښی څه حکمونه، او څه بد شیان جاری دی !، سکندر د يوه سپاهی نیزه واخستله او ځان ئی د يوې پردی شا ته پټ کړ، پداسی حال کښی چه کلیتس په مخ راته، په نیزه ئی وواهه، کلیتس فریاد او چیغی و کړی او پر مځکه ولوېده، د شاه عصب فورأ سور شو او په سدراغی هغه مهال چه ملگری ئی ترهغه چاپېر شول او غلی غلی ئی ورته کتل، نیزه ئی دهغه له بی روح بدنه څخه ر واېستله او غوښتل ئی چه پخپل ستونی ئی ننباسی، د گرد نفرو د ده لاس ونیو، او په زور ئی یو ځای خپل اطاق ته یوت، سکندر، هغه کرۍ شپه او ورځ به ترخه ژرا تېره کړه. 

د هند د سفر تیاری: د ۳۲۷ ق م) کال په پسرلی کښی د سکندر دوه کلنۍ جگړي د باکتریانې او سغدیانی په ولایاتو کښی خلاصی شوی، او د هند د تلو قصد ئی و کړ، ځکه هغه مهال چه دی به بی جگړی پاتی شو، نو داسی کارونه به ترې صادرېدل چه د ده نوم به ئی پر مځکه واهه، او د ده په لښکرو کښی به ئی نا رضائی پیدا کوله اسکندر مجبور ؤ، چه همیشه خپلی لښکری مصروفی وساتی له بلې خوا د سکندر بی حد او حصره جاه طلبیو هم دی مجبور کړ چه د هند په لور حرکت و کړی، ځکه ده د یونانیانو په افسانو کښی لوستی وو چه هر کول او یا کوس د سترې رب النوع زامن تر هند پوری تللی وو، نو هر کله چه ده هم ځان نه دغسی نسبت کاوه، لازم وو، چه هند ته ولارشی، او د ده دا فکر د شاؤخوا چاپلوسانو له خوا تقويه او تائید کیده هغه بل سبب چه دی ئی د هند سوقیاتو نه اړ کړی ؤ، هغه هم د هندوستان مبالغه آمیزه شتمنۍ او ثروت ؤ.

پًدی قرار سکندر تیاری ونیوله چه هند ته وخوځیږی - په باختر کښی د ده له عسکرو څخه یوه برخه چه راضی نه وه، هغو ته ئی رخصت ورکړ چه ولاړ شی او د هغو په ځای ئی د هغه ولایت له ځوانانو څخه (۳۰زره) تنه ونیول، چه په جگړو کښی له ده سره ملگری وی د ده مقصد دا ؤ، چه له يوې خوا بیکره او نارضا عسکر خوشاله وی او له ده څخه لری شی، او له بلې خوا چه د باختریانی او سغدیانی له خلقو څخه ئی دونه زیات عسکر ونیول مقصد ئی د دی ولاياتو له نورو آینده ښو رښتونو څخه د ځان بی غمه کول وو او کامله دوه کاله ئی هغه په جگړه بوخت کړی وو.

د ۳۲۷ ق،م کال د پسرلی په موسم سکندر له داسی عسکرو سره چه شمیر ئی يو سل او شلو زرو پليو، او پنځلسو زرو سپرو ته رسیده، د هندوستان په قصد روان شو غالب گمان دا دی چه له دغه عسکرونه لږ تر لږه اویا زره عسکر آسیائی زلمیان وو سکندر د پارو پامسیس د غرو په لورو او کټيده. او امين تاس ئی له لسو زرو پلیو او دریو زرو پنځوسوو سپرو سره په باختر کښی پرېښود، چه دغه شاؤخوا ځایونه، په امنیت کښی وساتی. 

له هندوکش څخه راتېريدل: اسکندر د باکتریانی مځکی طی کړی او د پارو پاميزاد د غرو، بيخ ته راورسیده، دا پلا ئی د خاواک د کوتل له لارې څخه د پارو پامیزا د غرونه په لسو ورځو کښی ووهل او د کوهدامن ودانې او سمسوری درې ته راغی، دلته هغې نظامی قلاته ور ننووت چه دوه کاله پخوا ئی جوړه کړ یوه - د دې ځای حاکم ئی چه د ادارې او د خپلو تشکيلاتو له عهدی څخه په ښه ډول نه ؤ وتلى معزول کړ، د هغه په ځای ئی تیکانور Nikanor مقرر کړ، د دې ښار نفوس د نويو اوسېدونکو په واسطه له چار چاپیرو منطقو څخه پوره کړی شول د ښار ساتونکی عسکر ئی د بودا د عسکرو په واسطه چه نه ئی شوای کولی چه د ده د حمله کوونکو عسکرو په سلسله کښی گډون ولری، او هم ئی دده ددی نوی یرغل د سختیو تاب نه درلود، تقویه کړل --- د سکندر یی مهم موقعیت ئی چه یه دری گونو لارو حاکم ؤ، پوره مامون و گرزول شو، ځکه چه اسکندر د خپل عادت په رعایت همیشه احتیاط کاوه - همدا ډول ئی د پارو پامی زادی په منطقه او نورو هغو ځايو باندې چه د لارو او د کوفن Kophen یا کابل د سيند په منځ کښی واقع وو، تیریا سپس Tyriaspes والی وټاکه.

آمبهی د تکسیلا پاچا هغه مهال چه سکندر دقفقاز له اسکندریی څخه راوخوځېده او د تیکایا خواته روان ؤ، له امبهی Amphi د تکسیلا له پاچا سره ملاقی شو د تیکایا اصلی موقعیت په قطعی صورت سره نه دی معلوم، ځينى لکه پروفیسر ولسن او مکرندل د تیکایا د بګرام په اطرافو کښی بولی او ځينى نور لکه ونسنت سمث، هغه ځای د اوسنی جلال کوټ (جلال آباد) په غرب  د کابل او هند په لاره باندې پروت تعیین کوی، او بعضی هم شته چه هغه له کابل سره یو گڼی.

د سنکدر د حملی په وخت کښی د تکسیلا Taxila پاچا آمبهی، چه د یونانیانو په نزد په او مفس omphis او یا د هغه د ولایت په نامه تاکسيل Taxiles معروف دی په خطرناک حربی موقعیت باندی اخته ؤ، ځکه له يوې خوا د پاروس له قوى او زور ور سلطنت سره چه د جهلم د سیند هغی خواته واقع ؤ. د جگړې په حالت کښی ؤ، اوله بلی خوا له خپل گونډی کوهستانی مملکت آبهی ساره Abhisara سره په اړ ؤ د وئ بوخت ؤ، دی پوه ؤ، چه دده موقعیت خو، پدغو جگړو کښی امکان نه لری چه ثابت پاته شی، ځکه د پاروس قوی سلطنت په هر طور چه وای پرده بریالی کېده لدی کبله ئی د سکندر ایلچیان چه د خپل بادار له خوا د هغه سمت د خلقو د اطاعت او تابع کولو لامله تللی وو؛ یو غیبی امداد تصور کړ، د دغو د ښتلنو د دفعی لپاره ئی يو سفارت د سکندر حضور ته ولېږه او، اوند Und (او دا بهانده Udabhanda) ته د مقدونیانو د راتگ دپاره منتظر شو مگر زیاتره مورخین دغسی لیکی چه آمبهی پخپله د سکندر حضور ته راغی او د تیکائیا په ښار کښی ورسره یو ځای شو دغه مقتدر هندی شاهزاده په پنځه ویشت فیلان اسکندر ته د تحفی په ډول وبښل، د دی هندی راجه یو والی او دوستی د اسکندر دپاره ډېره گټوره وه.

اسکندر په نیکائیا- پردیکاس او هفستیون کښی: هغه وخت چه اسکندر په تیکائيا کښی ؤ اطلاع ور ورسیده چه د کڼړ، اسمار، باجور، سوات او دغه شان د افغانستان په نورو سرحدی منطقو کښی ځینی غرنی خلک په غرنیو کلا گانو کښی اوسیږی چه هیچا ته د منښت (اطاعت) غاړه نه ږدی نو اسکندر د دغو غرنيو سيمو د فتحه کولو په فکر کښی شو خپلی لښکری ئی په دوو برخو وویشلی یوه برخه ئی د هفستیون Hephaestion او پردیگاس Perdikas تر قیادت لاندى مقرره کړه چه دوی د مقدونیانو د ډېرو لويو مشرانو څخه وو او د تکسیلا شهزاده په لارښود نه د پوکی لاوتیس Peukelaatis د منطقی خواته ئی واستوله، هغه منطقه د کابل او اندوس د سیندو د یو ځای کیدو د ځای نه څه قدری لیرې ده اوامر ئی ورته و کړ چه د خپلی استوگنی په موده کښی هلته د سند یا اندوس په سیند یو پل وتړی څو چه د هند خواته د ده د لښکرو په حملو کښی څنډ رانشی او په عین وخت کښی د هغو سيمو ټول مخالفين د خپل اطاعت لاندی راولی. هفستیون او پردیکاس د آمبهی په لارښودنه هغی خواته حرکت وکړ د کابل د سیند غاړه ئی ونيوله، غالبا د خيبر له دری نه تیر شو او د اندوس سیمو ته ورسید. د پوکی لاوتيس د منطقی شاهزاده چه استس Astes نومېده ونیول شو او په هماغه ښار کښی چه ځان ئی بکښی ایسار کړی ؤ مړ کړی شو. د دغه زړور شاهزاده سره جگړی د «آریان په قول» هفستیون دی نه اړ کړ چه پوره دېرش ورځی هغه ځای تر محاصری لاندی ونیسی.

د اسکندر حرکت: ومو ویل چه اسکندر د خپلو نورو نيمو عسکرو سره چه په تیکائيا کښی ئی له هفستيون او پردیکاس سره ویشلی وو – عزم وکړ چه اسپاسی Aspasii گورائی guraei او اساکسی قبائل چه د هندوکش په جنوبی ځوړو کښی ئی سخت موقعیتونه لرل خپل مطبع وگرځوی. اسکندر د اسپاسيانو او اسواکایانو او د داسی نورو منطقو د نیولو دپاره چه د اوسنی لغمان او کنړ له خلکو څخه عبارت دی د کهوئیس Khoes (کنړ) د سيندغاړه ئی ونیوله او پورته پسی لاړ څو چه هغو لوړو ځايونو نه ورسید چه ډیر ستغ پیچومی ئی لرل او په ډیر زحمت سره د سیند نه پوریووت.

که څه هم د هغو عملیاتو له شرحی څخه چه اسکندر د دغه سيندپه غاره انجام کړل څه اطلاعات په لاس  کښی نشته خو دومره معلومه ده چه د دی ځمکی وطن پرستو اوسیدونکو تر زیاتی ماسفی پوری هغه د کنړ د سیند په ودانه نماوه کښی مصروف کړی دی. هر کله چه اسکندر دغو منطقو ته ورسید نو په هغه جنگ کښی چه د دې سیمی د اول دیوال په بیخ کښ ئی و کړ ور معلومه شوه چه له څومره سختیو سره مخامخ شوی دی. خلکو په ډیره زړورتیا سره له خپل ښار نه دفاع کوله او دا دفاع دومره سخته وه چه اسکندر ډېری صدمی ور نه ولیدلیې او په تیره بیا لا چه اوږه ئی هم ژو بله شوه. بطلیموس د لاگوس Lagos اځوی او لئوناتوس Leoniatos هم ژوبل شول. 

اسکندر د پښتنو د دغه ډول مدافعی په اثر سخت په قهر شو او امر ئی وکړ چه هغه ټول بنديان له تیغه تیر کړی کوم چه له دې منطقی نه د دفاع کولو په جنگ کښی ئی لاس ته ورغلی وو، او هر کله چه ور معلومه شوه چه ښار په آسانۍ سره نشی فتحه کیدلی نو ځکه ورنه تاو شو او خواوشائی وکتل چه د استحکام ضعیف ځایونه ئی پیدا کړل نو په جنگ ئی پیل وکړ خلک ورسره په نره وجنگيدل او اسکندر له يوې خونړۍ جگړې نه وروسته په دوی باندی لاس بر (غالب) شو، د ښار اوسیدونکو ښار پریښود و تښتيدل مقدونيان ورپسی شول د هغه زخم په واسطه چه اسکندر ته دد ی ښار د ننگياليو او زړورو اوسيدونکو له لاسه وررسیدلی ؤ هر څوک چه به ئی په لاس ورغی بی مرگه به ئی نه پریښود اوله هیڅ ډول بی رحمۍ نه ئی ځانونه و نه ژغورل - اسکندر هم د خپلی هغی غصی د سړولو دپاره چه د دی ښار د ننگياليو اوسېدونکو له مقاومت نه ورغلی وه امر و کړچه دا ښار له بیخه ونړوی.

اسکندر له دی وروسته د اندراک Andraque ښار ته ولاړ او دغه ښار ئی بی له جنگ ؤ جگړې نه لاس ته را ووست او له يوې اندازې کافی عسکرو سره ئى خپل معتمد قوماندان (گراتير وس) په دی ځای کښی پریښود څو چه د کنړ د سیمی نور اوسیدنکی هم مغلوب کړی او پخپله د اسپی سیانو د امیر په قصد د سوآست Soaste د سیند خواته روان شو او په دوهمه ورځ ئی د ښار د دیوال بیخ ته ځان ورساوه دا ښار اغلبا د اسپیسیانو پای تخت ؤ.

آریان وائی: کله چه د دغه ښار اوسیدونکو ته د اسکندر د راتگ غږ ورسید خپل ښار ته ئی اور واچاوه او پخپله غرونو ته وتښتیدل او د اسکندر د لښکرو قطعاتو هغوی تر غرونو پوری تعقیب کړل - معلومیږی چه دا ښار نسبتا په یوه آواره سطحه باندی د غره په لمن کښی پروت ؤ. امیل ترنکلر جرمنی دغه واره سطحه د لغمان د هوارې سطحی څخه عبارت گڼی ځکه چه د آریان په خبرو کښی داسی راغلی دی چه اسکندر له غرونو نه تیر شو ښار ته ورسید پس معلومیږی چه د دی منطقی د قبائلو د تعقیب په موده کښی ښائی چه د لغمان په شمال راغلی او د هغو غرونو سلسله ئی پری کړی وی. کومه چه د الینگار دره د کونړ له دری څخه بیلوی هر کله چه مقدونیانو په دی تعقیب کښی د خلکو د لاسه ډېر کړاؤونه وليدل نو ډېر مرگ ئی وکړ په دی وخت کښی چه د بطليموس او د دې طائفی د امیر په منځ  لاس په لستوڼی جنگ ونښت او دغه رئیس ووژل شو.

وروسته له دی مقدونیان د غرونو او اغلبا د اسمار او هندوراج د غرونو له لاری باجوړ او جندول او هغی قیریی ته را کیوتل چه یونانی مورخین ئی آری گائون Arigaaon بولی.

په دی وخت  کراتیروس چه خپل کار ئی پای ته رسولی ؤ غالبا د سر کاڼیو، چمرکند د غره او د ناوگۍ له لاری په اسکندر پوری ملحق شو. يو له بله نښتی علاقی چه (پشات) جندول او ناوگۍ نه عبارت دی ډیری ودانی او سمسوری دی. نو ځکه غالب گمان همدا دی چه اسپیسیانو سره دوهمه جگړه به د همدې علاقو نه په یوه سیمه کښی نښتی وی یونانی تاریخ ليکونی وائی چه اسکندر په دی جنگ کښی (۴۰۰۰۰) بندیان او (۲۳۰۰۰۰) غوایان د غنیمت په توگه ونیول، څرنگه چه دا غوایان ډیر ښه او لوی لوی وو اسکندر امر وکړ چه څو څاروی ور څخه وسانی چه وروسته مقدونیی ته واستول شی.

له اساکی نو ئی سره جنگ: وروسته له دی اسکندر يو بل زبردست قوم ته متوجه شو چه دا قوم اساکینو ئی Assakenoi نومیږی مقدونی ټولواک د گوره انيانو Gureens خاوری نه تیر شو او د گوری Gauri له سيند نه په ډیرو زیاتو مشقتونو پوريووت. د سنسکرت گوری سيند د مقدونى گورائيوس Guraios او پنجکوری Panjkora له درياب سره یو دی چه د «دیر» Dir له غرونو څخه ئی سر چینه اخستی او د باجوړ په شرقی خوا کښی تیر شوی او د صوات له سيند سره يو ځای کیږی چه دا وروستنی سیند په تنگو او سختو او ژو رو درو کښی د پیښور د سیمی خوا ته بهیږی. د اساکینو ئی د قوی خلکو په منطقه باندی یرغل د همدی کورائیوس یا پنجکوړی د لاری نه شروع شو چه بی له صوات نه بل هیڅ ځای نشی کیدلی اوله ډیری مودی رائیسی د علماوو له خوا همدغه ځاې پیژندل شوی دی. د ملی قوت د شمير او د هغى منطقی د حجم د معلومولو د پاره چه د دوی په واسطه اشغال شوی وه هماغه څه کفایت کوی چه آریان د آساکی نو ئی د هغه لښکر د جمع کولو په خصوص کښی ویلی دی چه د هغه د پيش قدمۍ د مخ نیولو د پاره ئی تیارول. دا لښکر په مجموعی ډول دوه زره سپاره او له دیر شو زرونه زیات پلی عسکر او دیرش فیلان وو. دغو لښکريانو وړونه گڼله چه په دښته کښی جنگ و کړی نو ځکه ئی دا غوره و بلله چه خپلو ښارونو ته لاړ شی او دفاع و کوی. هغه منطقه پوره پراخه او له ښی خوانه د اندوس سیند ته رسیدله چه په هغې اساکينوئيان اوسېدل او علاوه له ټول صوات نه بغیر او هغه سیمی چه د بینر شمالی پلو ته پرتی دی هغه هم په کښی داخلی وی او له دی کبله چه دا ساحه ډیره پراخه ده نو ځکه د هغو ځايونو تعين له امکان نه وتلی کار دی چه اسکندر محاصره او نيولی دی. درسته ده چه په پخوانۍ زمانه کښی لکه د اوس غوندی سمی او مستقیمی لاری چه اهمیت ولری باید هماغه وی چه له پنجکوړی نه شروع شوی د تالش Talash او کاتگالا Katgala د سخت کوتل دپاسه تیری شوی او لوئی سیمی ته د صوات تر سیند پوری رسیږی چه د (آورل ستين) د تدقيقانو له مخی د جگړی د فن په لحاظ مهمی دی او نن هم د چاکدری Chakdara د کلا په واسطه ساتل کيږی. جغرافی کتنی څرگندوی چه هغه څو ټينگ ښارونه چه اسکندر محاصره کړی او نیولی دی غالبا د صوات په سيمه کښی وو ځکه چه دا منطقه همیشه د دی ساحی ودانه او سمسوره او پر نفوسه برخه وه اوده.

اسکندر د دوی د پایتخت مساگا Massaga خوا ته لاړ چه لوی لوی ښارونه په همدی برخه کښی وو، د مساگا موقعیت لکه مخکښی چه هم ورته اشاره وشوه معلوم نه دی له هغی اشارې نه چه د (اساکينوئيانو) د سردار (اساکينوس) (Assakenos) نومی په باب کښی د آريان ليکنو شوې ده دا راوځی چه مساگا مرکز ؤ خو متأسفانه چه نه آریان د ښار له موقعیت نه څه خبری کړی اونه د نورو په لیکنو کښی لیکه کورتیوس په دی برخه کښی څه تذکر موجود دی «آورل ستين» د مساگا د ښار موقعیت په لرصوات کښی اټکلوی او وائی چه دا ښار باید د نن ورځی غوندی پراخه ځمکه ولری او ځمکه ئی پوره حاصل ناکه هم وی چه له هغی نه په اسانۍ سره په یوه سلسله لیار و چه د پیښور یا گندهارا پراخو سيمو ته تیرې شوی وی رسیدلی شوه او ښائی چه عسکری او اقتصادی اهمیت ئی زیات وی، مگر وائی چه د مساگا حقیقی موقعیت عجالتا ممکن کیدلی نشی.

هغه وخت چه اسکندر د مساگا د ښار خواته مخ په وړاندی روان ؤ د پنجاب خواته ۷۵ زره مسلحی لښکری د خلکو کومک تـه ورسيدى او په اسکندر باندی ئی یرغل وکړ اسکندر او لښکرې ئی د دی حملی په اثر شاته ولاړی خو متأسفانه چه په دی وخت کښی ئی په مقدونیانو باندی د غالب کیدو د خوشالۍ په اثر خپل صفونه پریښودل او په غیر منظم دول ئی حملی او یرغل ته دوام ورکړ، اسکندر چه دا بی انتظامی ولیده نو یرغل ئی پرې ورؤړ او هغوی ته ئی ماتی ورکړه دوی ښار ته ننوتل او اسکندر دوی په ښار کښی له محاصرې لاندی ونيول. څلور ورځى خلکو په زړورتيا له ښار نه دفاع وکوله مقدونيانو څو څو واری ډېر سخت يرغلونه ورباندی ور ؤړل او د ديوالو د ورانولو دپاره ئی منجنیقونه هم په کار واچول څو چه د ښار په نيولو او فتحه کولو موفق شول او د مقدونيانو د بریالی توب یواځينی سبب دا و چه د مدافعينو مشر ووژل شو. 

خلکو روغه وغوښتله اسکندر چه د دوی له جنگ نه ئی چندان زړه ښه نه ؤ د دوی د روغی غوښتنه ئې ومنله خو شرط ئې ورسره کښیښو د چه د ښار ساتونکی دی د ده په عسکرو کښی داخل وی.

هغوی له وسلو سره بهر راووتل او د مقدونیانو په مقابل کښی ئی په يو او چت ځای سنگر ونیو او غوښتل ئی چه شپه په شپه وتښتی او دی ته اړ نشی چه په خپلو هیواد والانو پسی توره راو باسی. اسکندر امر وکړ چه د شپی په خړه کښی ئی محاصره کاندی او تر آخری سړی پوری ئی له تیغه تیر کړی سپاهیانو چه د اسکندر بد عهدی و لیدله په څلورو واړو خوا کښی ئی محاذ ونیو او وجنگیدل او ډیر یونانیان کی ووژل تر چه پخپله ووژل شول.

د بازیرا شخړه: وروسته بیا اسکندر کوئی نوس Koinos بازیرا Bazira ته واستاوه توقع ئی درلوده چه د دی ځای اوسیدونکی به له دی کبله چه د مساگا  له نيولو نه خبر شول نو خوشی په خوشی به ځانونه ورته وسپاری اتالوس Attalos ئی بل اوری (Ora) نومی ښار نه واستاوه هدایت ئی ورکړ چه د ده تر راتلو پوری هغه ښار له محاصری لاندی ونیسی دا وره لښکرو د الکيتاس تر اداری لاندی ورسره مقابله وکوله خو د دوی لږی قوا وی د مقدونیانو په مخه کښی و نه دریدلای شوې او ښار تسخیر شو مگر د بازیرا ښار په دومره آسانتيا د مقدونيانو لاس ته ورنه رغى ځکه چه د بازيرا خلکو په خپل کلک موقعيت باندى باور درلود، هر کله چه دغه ځای ډير او چت او له هری خوا نه مضبوط او محکم ؤ نو اسکندر چه په دی کار خبر شو د بازیرا په لور روان شو خو هر کله چه په دی حقیقت پوه شو چه ځینی گاونډی و گړی په پټه سره غواړی چه د (اوره) ښار ته ورشی نو خپله اراده ئی هغی خوا ته وگرځوله کوئی نوس ته هدایت ورکړ شو چه د بازیرا د وگړو په مقابل کښلی ټینگ استحکام ونیسی او داسی چاره وسنجوی چه خلک خپلو ځمکو ته و نه رسیږی او د خپلو لښکرو څه برخه اسکندر ته ورواستوی هر چه خلک په دی کار باندی خبر شول چه کوئی نوس له خپلو ډيرو لښکرو سره بیل شوی او لار نو د پاتې مقدونيانو په قصد لاندی راکيوتل له یوى لنډی جگړی نه وروسته پنځه سوه کان له دوی نه ووژل شول او له او یا کسانو نه زیات بندیان شول او نور پاتی خلک په ښار کښی ايسار شول، په دی وخت کښې د اسکندر له خوا د «اوره» د فتحی خبر خپور شو او خلک ئى تر ورکړل ځکه چه دوی پوهیدل چه سکندر بیا دی خوا ته راځی او د دوی لږ قوت د هغه مخی ته شاید و نه دریدلی شی له دی قراره په آخره شپه کښی ئی ښار پریښود او لاړل. د تپوگرافۍ له نقطی نظره ښکاره خبره ده چه اسکندر د لر صوات د نیولو نه وروسته مجبور ؤ چه خپله مخه د بری کوټ دی مستحکم ځای ته هم راوگرځوی ځکه چه دا ځای په ډیره لويه طبیعی لاره کښی پروت دی چه له پورته څخه د لر صوات تر ناوی پوری تلله (آورل ستین) چه پخپله ئی په دی منطقو کښی ژورې کتنی کړی دی د (بازیرا) ځای په هغو خرابو باندی تعینوی چه د بری کوټ په غره باندى له پخوانيو استحکاماتو څخه پاتی شوی دی او لیکی چه د بریکوټ غر کټ مټ د آرين له ايضاحاتو سره مطابق دی ځکه هغه ویلی دی چه دغه «ځای ډیر لوړ او له هری خوانه مستحکم او مضبوط و» نو په اسانۍ سره ویلی شو چه د دی ښار وگړې ولی در مساگا له فتحی نه وروسته کوئی نوس د اسکندر سردار ته تسليم نشول او اسکندر ژر تر ژره پر مخ تگ و نکولی شو.

د اور نوس فتح کیدل: پس له دی چه د «اوره» ښار فتحه شو د «بازیرا » خلکو ئی د ښار له پریښودلونه بله چاره ونه لیده او د اورئوس Aornos کلا ته ئی چه د یو غر په څوکه باندی واقع وه پناه ویوره اسکندر هم هماغی خوا ته وخوځید. د دی غره موقع دومره مستحکمه وه چه ویل به ئی (هرکول) یونانی داستانی پهلوان هم ونکولی شو چه هغه تسخیر کړی. هر کله چه اسکندر دا کلا وليده چه ډیر سخت او ستغ پیچومی لری او د مناری غوندی ئی څوکه آسمان ته ختلی وه په دی چرت کښې ولوید چه څنگه به ئی په تصرف کښی راولی د دی ښار موقعیت میجرا بوت Major A bot د بنگال په ايشيا ټک سوسايټى مجله کښی  لیکلی او کوښښ ئی کړی دی چه د اسکندر عملیات او د تلو لاری ئی د قفقاز له سکندر یی نه نیولی د اورنوس تر غره پوری ورسوی، نوموړی د آریان د توضیحاتو له مخی اورنوس د مهابن MontMahabunn غر بولی چه د اندوس ښی ساحل ته نزدی ( په ٣۴ درجو او ۲۰ دقیقو عرض) د اندوس او کابل د سیندونو د یو ځای کیدو له ځای (ملتقا) نه شپیته میله پورته پروت دی مگر دا موقعیت د کرتیوس د توضیحاتو سره چه اور نوس له (متا) Meta منطبق گڼی نه برابریږی ځکه چه اندوس د دی غره په لمن کښی څپی وهی جارج گروت د هغه موقعیت د آریان او کرتیوس د ښودلو منطقو په منځکښی بولی مگر ځای ئی نه تعینوی پترسن وائی: اونوس د «بی الوتونکو» په معنی دی او شاید چه د (اورانا Avarana د سانسکریتی کلمی نه چه د کلا په معنی ده تحریف شوی وی او له هغه ځای نه دېرش میله پورته واقع ده چه هلته د سند او کابل سیندونه سره یو ځای کیږی د اورنوس د موقعیت په باب کی پروفیسر ولسن په (آریانا انتيکوا) نومی کتاب کښی داسی لیکی چه وروسته بیا اسکندر ایمبولیما Embolima نومی ښار ته چه اورنوس ته نژدی و ورسید. کورت M Curt د دی ښار د موقعیت په باره کښی پیشنهاد کوی چه ښائی امبر Ambar ښار وی چه  د اندوس د سيند کين ساحل ته واقع دی یا به د امب Amb ښار وی چه له نوموړی ښار نه لږ پاس پروت دی دا نظریات که صحیح وی او که نه خو دومره خبره معلومه او مبرهنه ده چه د اسکندر وروستنی اقدامات د اندوس له سيند نه د تیریدلو نه پخوا په داسی منطقه کښی پیښ شول چه دا منطقه د پنجکوړی د سیند او د اندوس د سيند په منځ کښی واقع ده. د هغو منطقو په باره کښی چه د مومندو او یوسف زو له خوا اشغال شوی دی د اروپائیانو معلومات او اکتشافات دومره کم دی چه ممکنه نه ده ووایو چه د هغو ښارونو بقایا وجود لری او که نه چه آرین یاد کړی او په خپلو آثارو کښی ئی ذکر کړی دی. په دی باره کښی هغو معلوماتو چه د کورت له خوا تهیه شوی دی مونږ ئی ډیر ممنون کړی یو ځکه چه د بومی راپورونو له مخی چه لاس ته راغلی دی او له شخصی کوششونو نه هیڅ استفاده نشی کیدلی په هر صورت تقریباً هر څه چه په دی باره کښی را معلوم دی هغه د دغه مؤرخ د هغو اطلاعاتو له قراره چه در رسیدلی دی د بنير Bonor په ولایت کښی د اوورا Oora  په نوم يو ښار وجود لری او علاوه له دی يو شمیر لوړ لوړ غرونه هم موجود دی چه د هغو وضعیت د اورنوس له جغرافیائی کیفیت سره ډیر نژدیکت لری او څه ناڅه د هغه د موقعیت سره مشابهت لری په هر کیفیت تقریبا محققه ده چه اورنوس کوم خاصی نوم نه دی. پوهیږو چه مقدونیان په زیات شمیر د کلکو او کلا لرونکو غرونو سره مخامخ شول چه نوموړی نوم ئی هغو ته ورکړی دی او د مخه ذکر شوی اصطلاح اطلاق ئی ور باندی کړی دی مثلا یو د دوی څخه په باکتریانا کښی ؤ چه اسکندر د دراپسکا څخه د مارش په وخت کښی له لوری ونیو. د دی مسئلی تشریح چندان گرانه نه ده لکه چه مخکښې وويل شوه اورنوس کوم خاص نوم نه دی او صرف د یونانی شکل او صورت او د سانسکریت اصطلاح ده. 

دا اصطلاح د آوه را Awara یا د «اوه ره نه» Awarana څخه عبارت دی چه د هغی منی د Awar کلمی غوندی یا لکه چه یورپیان ایکی اور Ore ده دا کلمه یوه سیلابه ده چه د آریانا د ښارونو د یوی زبانی برخی د نومونو آخرنۍ برخه تشکیلوی لکه ريجورRajore   بیجور Bajore چه که ښه په صحیح صورت ولیکل شی نو راجور Rajawur او باجور Bajaur کېږی.  نو په دغه لحاظ اورنوس د لرگی د یو محاط شوی سدنه بغیر چه د کوم مستقل کوچنی غرپه سر واقع او ورتگ ورته مشکل وی بل شی نه ؤ.

دا ديوال (سد) اسکندر د سی سی کوتس Sisica tus یا بهتر چه وویل شی د سیسی کوپتس sisi coptus د هندیانو په قیادت او آمریت جوړ کړی ؤ چه په هغی کښې د سیسی کپتا Sisigupta د کلمی روح ليدل او کتل کیږی چه د چندرا کپتا کلمی ته ورته ده او معنی ئی «هغه شی دی چه سپوږمۍ ئی ساتی» په هر حال هر څه چه وی وی به خو دومره خبره ده چه د آریانا د شرقی سرحد په منطقه کښی يو مستحکم ځای ؤ چه اسکندر هغه په ډیره سختۍ سره ونیو او اشغال ئی کړ چه تفصیل ئی دا دی:

هغه وخت چه اسکندر د دغه ځای د نیولو او تسخیر په فکر کښې ؤ يو سپین ږیری سړی له خپلو دوو ځامنو سره هغه ته ورغی مکافات ئی ور نه وغوښت څو چه د غره لار دوی ته وښیی. اسکندر چټکه وعده ور کړه او وئی ویل چه اتیاتالان هغه ته ورکړی او یو ځوی ئی د گروۍ په ډول ورځنى وساته او مولی نوس Mulinus خپل منشی ته ئی امر ورکړ چه د مقدونيانو له سپکو وسلو والاؤ عسکرو سره - بی لیاری بی لیارې پورته پسی وخیژی او دښمن اغفال کړی. د دغه غره لمن پراخه ده خو هر څومره چه پورته خیژی نرۍ کیږی. په یوه خوا ئی د سند سیند بهیږی او په بله خوا کښی ډیری وحشتناکی دری لری. د دی دپاره چه اسکندر يرغل وکولی شی لازمه ئی و گڼله چه دری ډکی کړی نو ځکه ئی امر وکړ چه د هغی د خواوشا ځنگلو نو ونی ووهی او په هغه ځای کښی ئی واچوی نو په دی صورت دغه کار په اوو ورځو کښی سرته ورسېد، څرنگ چه له دې کار نه خلاص او بیغمه شو نو د یرغل امر ئی وکړ او اسکندر له خپلو لښکرو سره سخته حمله وروړه ډير مقدونیان تباه شول د سند سیند ته ولویدل او مړه شول، څرنگ چه مقدونیان نور پورته ونه ختلی شول نو پاسنیو خلکو ورباندی لوی لوی ګاټونه راورغړول او دوی ئی شاته وزغلول او د اسکندر دوه تنه سرداران چه د څوکی سرته رسیدلی وو په جگړه کښی مړه شول د دغی څوکی د خلکو کلکی مدافعی اسکندر ناکام کړ. په دی وخت کښی ئی امر وکړ چه په شالاړ شی او له يرغل نه لاس واخلی. که څه هم اسکندر ناکام او مايوس شوی ؤ خو سره له دی ئی هم نه غوښتل چه خپله مایوسی ښکاره کړی او داسی کی ښودله چه د هغی د نيولو په فکر کښی دی او پلان او نقشه سنجوى د غره اوسيدونکو هر کله چه لا تردغه وخت پوری لیدل چه دشمن ئی د غره په لمن کښی پروت دی نو د غره د خوشی کولو تصميم ئی ونيو. «کنت کورس» وائی چه دوه ورځی ئی دا وښودله چه د خپل بری په خوشالۍ کښی غرق دی ځکه چه د ډول اوازئی په ټوله شپه کښی اوريدل کيده په دریمه شپه په پاس غره کښی چپه چپیا شوه خو ډير اورونه بل شول او ډیره رڼا پیدا شوه اسکندر «بالاکروس» Balacrus واستاوه چه خبر ئی واخلی «بالاکروس» ورغی خبر ئی راووړ چه خلک غر خوشی کوی او تښتې څرنگ چه اسکندر د هغوی له تیښتی څخه خبر شو فرمان ئی ورکړ چه ټول سپایان ئی چیغی ووهی. هغوی همداسی وکړل او د هغوی چیغی د فراریانو د ترور کيدلو سبب شو، اکثره ئی وښوئیدل مړه او ځینی ئی ټپیان شول پس له دی اسکندر امر وکړ چه د غره کلا او څوکه ونیسی او د دی بری د شکرانی دپاره ئی چه د غره د اوسیدونکو له بی موقع ویری نه ئی حاصل کړی ؤ - امر وکړ چه د میزو (د جنگ او عقل د رب النوع ) او همدا رنگه د (بری دربة النوع) دپاره د حلالولو ځاى (مذبح) جوړ او ودان کړی. سکندر «سی سی کس توس»  Sicicostus هلته مقرر کړ 

او پخپله له هغه ځای نه وؤت، دا وه د هغه بری شرحه چه یونانی تاریخ ليکونکی ئی په ویاړ سره لیکی. د «اورنوس» خلکو، نه غوښتل چه د اسکندر محکوم او تابع شی نو د «ایساری» یعنی د چناب او جیلم منطقی ته ورمات شول. په عین حال کښی پوکلائوتیس (Peukelaotis ) اشنغر چه اولس میله لیری د پیښور شمال غرب ته پروت دی مطیع و گرځولی شو او مقدونی (نی کا نور Nikanor د اندوس د غربی مملکت حکمران وټاکل شو.