126

د لارې مل

دیوان ، مثنوی
01 May 2016

په خوښي کې به هرڅوک درسره یارشي

دوست هغه دی چې په سخته کې پکارشي


 د ښه دوست او لارې مــل په انتخاب کې

د اخلاص اصل ضــرور ګڼه حساب کې


  په کوم ځای کې درې ملګري هم نظرشول

  دا درې واړه پــه تکل د اوږد سفــر شول


دې سفر لار کـې وه غرونه، دریابونه

پرتې واورې، لوې دښتې او ځنګلونه


 چې د کلي نه روان دوئ په سفر  شول 

مده پس دوئ یو ځنګل ته برابر شول


 سپینې  واورې اوریدې ډیره یخني وه 

دې ځنګل نه تیریدل دوئ ته حتمي وه


دوئ چې کله  د ځنګله ځینې بهر شول 

لویه لار کې په وحشي خرس برابر شول


 خرس چې کله دوئ ته لرې نه نظر شو

دوئ په لورې په  تلوار په منډو سرشو


پدې وخت کې دا ملګري وارخطا شول

لویې ونې پــه لور تیښتې ته تابیا شول


د دوئ دوه تنه پــه منډو کــې چالاک

ځان یې ورسو ځنګله ته هیبت ناک


ډیر په بیړه ونې سر تــه پــه ختو شول

ونې سرکې خرس راتګ په اندیښنو شول


دا دریم  دوئ کې  ډنګر او کم قوت وه

تردوه نورو وروسته پاتې کم طاقت وه


په سختۍ په منډو سر ددوئ په لور وه

ډیرستومانه بې شیمې حالت یې نور وه


په مشکل  شو را نژدې ونې تر څنګ

پریوت ونې ډډ تــه اوږد لکه  ملنګ


هغه دم خرس چې سړي ته رانژدې شو

ښکته پورته ترې راتاو په بوڼیدو شو


غوږ او سر یې ورته بوی کړ لنډ زمان

پس له څو شیبو واپس شو ترې روان  


 خرس په منډ شو روان مخ پــه ځنګل

سړي  وويل : شکر  نــه مې وه اجل 


دوه ملګري چې وه ناست ونه کې غلي

دغه خــرس وه دوئ بــې حــده بیرولي


چې یې ولید خرس روان مخ په ځنګل شو

شول را ښکته په پرسان دخپل د مل شو


هغه  دواړو تــرینه داسې  و پــوښتل

ویل :چې خرس په غوږ کې څه درته ویل؟


دې دریــم  پــه ډیر غصه او اضطراب

په سختۍ یــې ورکــړو دارنګه  ځواب


خرس ویل : په تاسو ونــه کړم حساب

بد حالت کــې  درنــه  ولاړل پــه شتاب


ویل : نا مــردو  سره مه ځه نورپه لار

په مشکل کې به دې نه شي دوئ په کار


په سختي چې  مددګار شي څوک د چا

 بد ساعت کــې به  ځان  نــه ګڼي  تنها


په اول کې  خپل دوستان  کړه امتحان

بیا یــې شه د لارې  مــل هغه زمــان