سپنتمان Spentoman
دا کلمه د زردشت د نامه سره ډيره راځي وايي چه سپیتمه Spitama د زردشت د کورنۍ نوم و او د ده نهم
نیکه هم په دغه نامه یادیدی. د یسنا په ۱۹ قطعه کي دا نوم راځي په پهلوي کي سپيتامان، سپيتمان ويل کيږي.
لومړۍ برخه ئې سپيت (سپید) ده او د دې نامه معنا داسي کيږي "سپين نژاد" په گاتها كي هم دا نوم ډير ځله
راوړي.
سپين نژاد خو داسي مفهوم لري چه بايد دي له سپينه پښته وي، او سپين پوستي وئ، مگر ښائي چه دا نوم معنوي جنبه هم ولري چه د ده اصل او خټه سپينه وه يعني له ښې او روحاني او شريفي کورني څخه و لکه چه ځينو خلقو دغه سپیتمان په (پاک روان) هم ترجمه کړي دي.
په هر صورت دا فاميلي نوم د ترکيب او معنا له پلوه پښتو دي او د پښتو پر اساس ئې لومړی جزو (سپین) صفت دي. چه تر خپل موصوف دمخه راغلي دي دوهم جزو ئې (تمان) موصوف دی چه اوس د دې کلمې شکل په پښتو کي (تومنه) ده، يعني اصل او مايه. په قندهار کي دا کلمه اوس هم په دغو معناو سته مثلا د مستو تومنه هغه مستې بولي، چه د مايئې په ډول ئې تودو شدو ته اچوي چه مستې سي.
د بد خلق سړی په خصوص که وایی "تومنه ئې خراپه ده" يعني اصل او نژاد او مايه ئې ورانه ده نو په پښتو کي به هغه تاريخي سپيتمان (سپین تومني) يعني (سفيد نژاد) سي، چه فقط یو د سپين آخرني (نون) د تخفيف له پلوه حذف شويدي، او د تومنی (واو) هم ځکه چه حرف علت دي، په الف اوښتي، او له خپله ځايه ښوريدلي پسله (م) راغلي دي. او داسي تغيرات چه په څو زره کاله کي دې کلمې ته ور پيښ شوي دي، د ژبو په تحول
کي عمومي دي.
د سپيتمان لومري جزو چه (سپین) دی، په اکثرو آريائي نومو کي ريښه لري، يعني د باختر آریائیانو د اکثړو نومو په سر کي سپين کلمه راځي، مثلاً سپین دات Spendat سپین تا Spenta سپینتو داتا Spentodata او نور چه د اوستا په وندیداد کي داسي نومونه ډير دي او د لومړی جزو معنا ئې هم دغه سفيد دي، چه د پښتو ”سپين“ کټ مټ پکښې معلومیږی.
نو په دغه تاريخي استناد په ټينگه ويلاي شو، چه د (سپیتمان) لمړی جزو هم دغه (سپین) دي چه د هغه عصر په ټولو نومو کي و او د دغي کلمې په معرب شکل (اسفنتمان) کي هم دغه پښتو صفت ساتلي شوي دي.