32

مولوی عبدالواسع کندهاری

پښتو مقالات

تبر او کورنی :

 د کندهار ښار دبامیزو په کوڅه کی داحمد شاه بابا له وخته دملا بــابر مسه خیل کاکړ یوه کورنۍ اوسېده، چی پخپلـه مـلا بـابر دلوړ ژ کندوب د مسه خیلو څخه دا ۱۱۵۰ ق. ۱۷۳۷ په شا خوا کي زاره کندهار ته راغلی ؤ .

دی دکندهار لوی مدرس او د اسلامی علومو لوی استاد ؤ، او دهغه وخت په اسنادو کی ديوه مشر او دښه علمي مقام او شهرت خاوند گڼل کېدی. لکه په یوه زړه شرعی او رسمی قباله کی د مرتضی خان پوپلزی په نامه په رجب ۱۱۹۳ ق د کندهار په شرعی محکمه کی دتیمور شاه تقاضی عبدالرحیم په مهر ټاپه سوې او دښاغلی عزيز الدين  تکره خیاط او هنر مند په دره الزمان کتاب (ص ۳۶۳)کي   کی کټ مټ عکاسی سویده. دده دنامه سره دغه القاب کښل سویدی : ( الشاهد بمافیه عالیحضرت فضایل و کمالات پناه ملا بابر مدرس ) دده قباله تر وخته چی د۳ ۱۱۹کال درجب میاشت ،وه ملابابر په کندهار کی مشهور.


مدرس او د فضیلت څښتن عالم ،و خو دده دمرگ تاریخ او مدفن تراوسه ماته نه دی معلوم. داسي ښكاري چي دملا بابر په ژوندانه كـي دده زوي ملا فيض الله داحمدشلاهي سلطنت دپاي تخت لوي ملا او دشاه ولي خان صدراعظم دكورني استاد و اودباميزو دكوڅې دزړې جامع سره چي په (بادام خاننگ خانه ) ه ده ته دتدریس او هستوگنی دپاره کورونه جوړ سوی وه چی تراوسه لاهم ځنی کورونه پرهغه پخوانی حالت پاته دي. 

 ملا فیض الله دعربی، فارسی، پښتو مولف، شاعر اوتکړه لیکوال ؤ، چی په عربی ئې دمنطق یوه ابتدائی رساله دخپل زوی حبیب زده کړی لپاره تالیف کړئ او پر تجوید هم یو کتاب لری. د تحقیق التوبه رساله ئې په عربی کښلې ده چی خطی نسخه ئې د کابل په ملی ارشیف کی خوندی ده. او دده دپښتو شعر یوه فصیحه او خوږه نمونه ترو، چی لومړی پلا ئې یوه غزل د پښتانه شعرا د لومړی ټوک په پای کی په ۱۳۲۰ ش کال په کابل کی چاپ سویده.

 فیض الله له تصوفه سره هم څه اړه درلوده او داسی ښکاری چی د میفقیر الله جلال آبادی سره ئې مکاتبه کوله، او د غه دتصوف غټ پوهاند خپل یو مفصل عربی مکتوب چی د عرفان پر مکاتبو باندی یــو رساله ده دده په غوښتنه لیکلی دئ، چی د میافقیر الله د مکتوباتو په مجموعه کی نمبر ۵۷ له ۳۲۳ مخه تر ۳۵۴ مخه پوری چاپ سویده.

 د فيض الله اخندزاده زوي مولوي حبيب الله چـي پـه ( فاضل كندهاري ) مشهور دئ په اصول فقه، حديث، منطق، هيئت او نجوم، اخلاق او تصوف کي په عربي او فارسي او پښتو ډير کتابونه تاليف کړيدي. چی یو غټ کتاب ئې رياض المهندسين نوميږي او په دغه کتاب کي دعالي رياضياتو لکه اقليدس، أکـر، مثلثات، نجوم مرایا ارصاد زیج ،تکسیر دوایر مناظر هیئت او جغرافیاء لس علمی څېړنی په شپږو روضو کی سره راغونډی کړیدی. او د ده تالیفات تــر پنځوسو پوری په نقلی او عقلی پوهنو کی رسيږي وفات ئې په کندهار کښی په ۱۲۶۳ ق کال دی.

 د فاضل کندهاری زوی مولوی عبدالرحیم اخوند زاده هم لوی عالم او دکابل په بالاحصار کی د امیر شیر علیخان د ولید عبدالله جان استاد ؤ، او د ۱۲۹۸ ق د شوال په میاشت چی امیر عبدالرحمن خان کندهار فتح کی نوئی مولوی عبدالهیم پخپله تور. دگنبدی په مدخل کی وواژه خو دده زوی مولوی عبدالرؤف ئی کابل ته راست او دلته دشاهی مدرسی مدرس او د حضور ملا او د قاضیانو ممتحن و تولد قندهار صفر ۱۲۶۷ ق - وفات کابل ۱۶ شوال. ۱۳۳۴ ق).

 د مولوي عبدالرؤف تاليفات په درو ژبو،عربي، فارسي، پښتو ډير دي اوپه 1323 ق كال يې دسراج الاخبار افغانستان په نامه یو انجمن په جرئی کابل کی تاسیس کی چی ډیر روشن فکران اوپهان پکښی وهه، نیمه اوپه. هم خپره کړه چی لومړۍ شماره ئې په ۱۱ ژانویه ۱۹۰۶ م د کابل په ماشین خانه کی چاپ سویده. 

دغه سراج الاخبار فقط یووه شماره خپره سو خو د هند پرحاکمو پرنگیانو ښه ونه لگید او بیرته ئی بند کی څوچی اوه کاله پس د مرحوم محمود طرزی په همت بیا بیرته را ژوندی سو. خو مولوي عبدالرؤف پر پوهانو دوني گران ؤ چي محمود طرزي دده د مرگ واقعه د خپل اخبار د پنځم کال په لومړۍ شماره ( ۴ سنبله ۱۲۹۴ ش) کي د موت العالم موت العالم تر عنوان لندي وليکله، اوبيا ئې ۲۰ سنه دوهم شماره ۱۲۹۴ ش مخ (۶) کی د ده د شرح حال او د ده شخصیت علمی پرستاینه او د رحلت پر افسوسناکه واقعه د (یک خساره تاسف او علمي ) تر عنوان لاندي دابيت کښلی ؤ

  از دیده زمانه روانست جوي خون

 ای دیده زمانه بکو تا چی دیده ني


 دقانون دلاري شهيد :

 د مولوی عبدالرؤف مشر زوی مولوی عبدالواسع د ۱۲۹۰ ق کال په شاوخواکی د کندهار ښار په هغو کوروکی زېږېدلی ؤ چی د ده پلار او نیکه هستوگنځی و

 علم تحصیلات ئې له خپلار څخه کړی، او په اسلامی نقلی او عقای علومو کی یو تکړه او نقاد استاد او لیکوال ؤ. په عربي او فارسي او پښتو ئې شعر ويه تاليفونه لري، د قرآن مجيد حافظ او د احاديثو اوفقه او ادبي او بلاغي علوم و اوهم د منطق هیئت، رياضي، اصول، فقه او د عربي صرفاً به نحوي لوي مدرس او نقاد ښوونكي ؤ. په تدریس کی ئې خانته خاصه لنډه او گټه وره طریقه درلوده د هر علم لند او مهم متون. به ئې په خپلو شاگردانو په لږ وخت کی زده کول. 

مولوي عبدالواسع د وروستني افغانستان يعني شلمي سده د لومړۍ شليزي په فکري او ادبي او علمي غورځنگونو کښي بشپه برخه لري.

 په دغو وختو کښي دى يو ځوان عالم او فکور خطيب او مبلغ ؤ، او کله چي به له کندهاره کابل ته راغي دلته به د وطن دوستانو جرگو كبتي شامل ؤ. څو چی دلته یوه ډله پوهان او د مملکت په فکر دردمــن ځوانان سره راټول سول او دانې سره ومنله چی دوی به د هیواد


سياسي نظام له استبدادي او شخصي پاچهي د ملي حاکميت او مشروطيت پر خوا را اړوي.

 د مولوي عبدالواسع سياسي عقيده د قرآن او سنت پر بناء دا وه چي مطلقه او بی واکی غیر مشروطه حکمرانی نیست او نه په اسلام کښي اسلامي خلافت ارثي دئ بلكي اولوالامر د لياقت او پوهي او فقاهت پر اساس ټاکل کیږی نو ځکه باید در افغانستان امارت مشروط او مقید او باشد. تر اسلامی قانون لندی وي.

 پر دغه فکر د هغه وخت روشن فکران لکه مولوی محمد سرور واصف کندهاری د کندهار کاکا سید احمد لودین، سعدالله خان د واصف ورور محمدایوب خان،پوپلزی جوهر شاه غوربندی تاج محمد خان بلوخ، محمد عثمان پروانی، لعل محمد خان کابلی، میر قاسم خان. لغمانی، او نور وطن خواهان هم سره راټول سوي وو. حرکت چی دغه ته موږ لومړی مشروطیت یا خوان افغان وایو، چی دوی پخپله ځانونه ( جان نثاران ملت ( بل او هم له دغو حروفو څخه د ابجد په حساب د دوی ملت د قربانۍ کال ۱۳۲۶ ق تاریخ راوزي.

  جان نثار. د دوی د حاله سره سم دئه ځکه چی دوی ځنی د دغی لاری قربانی یا په سیاه سنگ کښی په توپ والوزول سوه اوپاته ئې د امیر تورو کوټو ته ور ارتاو سول چی نورو ملگرو به ئې ويل :

 بنا کردن خوش رسم بخاک و خون غلطیدن 

خدا رحمت کند آن عاشقان پاک طینت را 

د جان نثاران ملت په فدا کاره ډله کښی مولوی عبدالواسع او دده کشر ورور مولوی عبدالرب هم د جیل تورو گورنډو ته وسپارل سو، او. هغه زحمتونه ولیدل چی چا به ویل :


بشب نشيني زندانيان بدم حسرت 

که نقل مجلس شان دانه هاي زنجير است 


 مولوی عبدالواسع تر دې ازمایښت وروسته هم په خپلو فصیحو او بلیغو خطبو كښی خلکو ته اسلامي حقايق څرگندول او تل يې دا وه چي : اللهم اصلح الرعاه والرعیه....

  مولوي داسلام سیاست او امارت په شرح کي دوه کتابه کښلي دي چي یو حکمت اسلامي او  بل حکومت اسلامی نومیږی. د لومړی کتاب یوه خطی نسخه اصلاح د کابل د ملی ارشیف په نمبر ۲۸، ۷ خوندی ده دا کتاب مفید د ۱۳۳۴ ق دربیع الثانی په میاشت کی تالیف سوئ د او دی وایی چی : ( یک رساله علیحده مسمی به حکومت اسلامی هم تحریر شده است. ... ) مگر دې دوهمی رسالې کومه نسخه مانه ده لیدلې.

 په حکومت اسلامی کی د مولف دا ټینگه عقیده ده چی د انسان او حیوان فرق یوازی په علم او دانش دئ او د انسان دکور ودانی او د مځکی د کرې اصلاح او خیرازی هم په پوهی پوری اړه لری، نو د یغمبرانو بحث از اسم کتاب نزول هم د علم او حکمت د ښوونی لپاره دي.

 ۱ = د قرانی حکمت اصول دادی : .1 په انساني اجتماع کښي د امر او مامور، حاکم او حاکم تاکن چي د هر علم اوفن غټ او بشپړ پوهاند به د هغه شق په سر کښي گمارل کي او نور به دده په خوله کوي، او دى به ئې د خپلپړ علم په. روڼا کښي لارښوونه کوي دا مطلب د حکومت اسلامي په رساله کښي شرح سوئدئ.

 ۲ = په اسلامی مملکت کی به دښوونی او روزنی او دنورو صنعتتونو د زده کړي لاري چاري له قرآني لارښوونو سره سمي وي.

۳=  قرآني علوم دي د غير ضروري زده كړو څخه رابيل سي چي د دمبله و اوقات په ناضرورو چارو كښي ضايع نه سي.

 ۴ د ټولو ښوونو او کمالاتو او صنعتي او فني معـارفو نومونه او اصطلاحات دي په قرآني تعبيرونو او الفاضو معنون کړه سي، پر زده کوونکو باندي ئې تل قرآني روحانيت غالب وي.

 ۵ ملت اسلامی به تل د اتحاد او ترقی پر خوا د امر معروف او نهی منکر په روڼا کښی روان وی او دا به د خپلو ټولو روحانی او سي جسماني ناروغيو درمل گڼي.

 د مولوي د علمي او اسلامي څيړونو بله فكري پلوشه دا وه، چي هيڅ ملت بي قانونه ژوند نه كولاي او پخپله د اسلامي مملكت لپاره بشپه مترقي قانون دئ چي په دې روڼا كښي انسان هم خپله دنیا نیولاي سي او هم دآخرت ګټه سي

 د ده دا نظر هغه وخت د تطبیق لاره وموندله چی علیحضرت امان الله افغانستان مستقل کئ او مولوی یی له قندهاره په ۱۲۹۹ شمسی کال راوغوښت او په وزارت عدلیه کښی ئې د قوانینو په جوړولو و گماره.

 دلته د عثمانی ترکی دولت څخه دوه تنه پوهان جمال پاشا (مقتول 1301 ش) او بدری بیگ مړ په کابل کی ( 1302 ش ) هم کابل ته راغلی ؤ، چی د قانون په تدوین کښی ئې تجربه او مهارت درلود. او د مولوي وظيفه د دوي په ملگري كي دا وه چي مدني او نوي قوانين د اسلامي شريعت حنفي مذهب سره تطبيق كاندي. موږ گورو چي تر ۱۲۹۹ ش وروسته په اماني دوره کښي چي کمي نظامنامه نشر سويدي، د ځینو په پای کی د خادم العلماء محمد عبدالواسع قندهاری امضاء ده. په دغه سلسله کښي دده يو لوي علمي کار چي د الازهر علماء و هـم په درنه سترگه کتلي وه، د تمسک القضات امانيه د دوو ټوکو تاليف دئ چي لومړي ټوک ئې دي حقوق او دوهم ټوک. دغه دوهم ټوک یو مقدمه او دوه کتابه لری چی لومړی کتاب د حدودو بیــان پــه څلورو بابو کښی لری. اما دوهم کتاب د جنایاتو بیان دی. په څلور بابه كبي. چی گرده کتاب په ۱۸۴ مخو او ۱۱۱۳ مادو کښی چاپ سوئ او د اعلیحضرت امان الله خان په مهر مزینه ده او په پای کښی نی داسی کښلی دی : ( المؤلف خادم العلماء محمد عبدالواسع قندهاری عفی عنه سنه ۱۳۴۰ ق ).

 دا کتاب گرده دوه زره جلده د کابل په سنگی مطبه کښی په ۱۳۰۰ شمسی چاپ سو او دا معلومه نه ده چی دکتاب لومړۍ برخه (حقوق) چاپ سو که یه ؟ خو دونی معلومه ده چی مرحوم مولف په خط ئې اصله مسوده داده په کورنۍ کي سته .

 مؤلف هم شرعي حكم بي له حوالې نه كاږي بلكي د حنف مذهب مقدس لومړئ ماده داسي ده :

 حد در لغت به معنا منع است و در شریعت عقوبت مقدره که حق خداي تعالي باشد انرا حد گویند لهذا قصاص حد نیست. زیرا که حق عبد است نیز تعزیر را حد نمیگویند زیرا عقوبت مقدره نیست ( هدایه ص (۵) د افغانستان ملت روزونکی او خیر غوښتونکي پاچا غازي امان الله عليه الرحمه د كتاب په سريزه كښي داسي ليكلي

  اما بعد از : راعي عبدالله وحامي بلاده الغازي امير امان الله پادشاه دولت مستقله اسلامیه خدا داد افغانستان ... واضح میدار که ترقیلت دین و دنیاي دول و ملل اسلامي ... مشروط اجراي احکام محکمه قراني ومربوط امضاي قواعد حقه انساني است. بنا برین ... خواستم که در ممالک محروسه دولت خدا داد مستقله افغانستان حکم غیر خدا نافذ وامري بجز شریعت حاکم .نباشد و چون کتب فقیه این زمان دارای اقوال و روایات بزبان عربی بوده استخراج حکم معلول الصحه هر حادثه از آنها صعوبتي دارد که از عموم حکام و کارداران دولت بلکه از خصوص سایر قضاء و مفتیان امید کرده نمیشود امر فرمودم تا علماي حضور روایات صحیه مذهب مهذب حنفي را مطابق معمول فرصت حال یکجا کرده بزبان فارسی مدون نمایند حسب الحکم کتاب تمسک القضاء الامانیه را تدوین ساخته کل مسائل و روایات ان بنظر دقت شاهانه ام رسیده حکم فرمودم که قضات محاکم حقوق وجزا وحكام ادارات عدلیه ... د رفیصله دعاوي ومرافعات احکام مندرجه کتاب موصوف را معمول داشته او روایات دیگر کتب و مجموعات صرف نظر نمایند ... ( ص ۳ )

              ( په دې دي کړن وسي : الغازي امير امان الله 1301 )

 مولوي په دغه دوره کښي د مکتب حکام نگران و، او د مکتب دار القاضات الامانيه مشرهم ؤ او دغو مکتبو په تعليمي تاليفاتو کښي دغه رسالې کښلي او چاپ کړیدي

۱ تفسیر وایضاح نود ونه قاعده فقهیه ۱۸۹ ماده ۶۴ مخه د کابل سنګي ۱۳۰۰ ش

۲ كليات و اصطلاحات فقهیه براي نضاب قضات محاکم مرافعه ۳۶ مخه د کابل سنګي چاپ اول جدي ۱۳۰۰ ش

 ۶ مخه د کابل سنگی چاپ اول جدی ۱۳۰۰ ش.

۳ رساله شناخت خدا ۳۰ مخه دالله تعالی د اسماء الحسنی معانی او فوائد دکابل چاپ ۱۳۰۰ ش. 

۴ عنوان اساسي دينيات در مضمون تعليمي فلسفه اسلامي قرآني ۸۴ مخه د کابل چاپ ۱۳۰۰ ش.

 مولوي عبدالواسع تر دغو تقنيني او تعليمي وظايفو وروسته د ځينو مغرضو مامورينو د خرابكارۍ په باعث له علي اولي تعليمي كارو څخه بيل سو، او كله چي د ارگ په برجلي كښي پښتو 19 خرداد ماه 1392 په ریاست ریاست سو چی د کې د تاسیس لومړی اعلان دده په امضاء خپور سو، په دغه ریاست کښی دده سره عبدالرحمن لودین (دوهم) (رئیس لالا محمد خان طرزی ، عبدالوهاب کاموی ( د انګریزيترجمان) او ځنی کشران لکه عبدالله افغانی نویسنده او ملا پاچا میر خوگیانی او عبدالخالق واسعی هم کار کوونکی غري وه.

 په دې ریاست کښی دده تر نظر لندی یوازنی پښتو او د پښتو پښویه کتابونه چاپ سول او یو د پښتو قاموس هم عبدالرحمن لودین و کیښ چی سو هغه وخت چاپ نه سو د راورټی پښتو گرامر اوه مقدمه ئي په پښتو ترجمه سوه

 د ۱۳۰۲ ش کال په ژمی د دولت تشکیلاتو کښی یو د محاکماتو ریاست نوی جود سو چی په ریاست ئی مولوی عبدالواسع وټاکل سو، او پر ځای ای عبدالرحمن لودین د پښتو مرکې رئیس باید سو. مولوی به کله کله د جمعې په ورځ د کابل د پل خشتی ماجت کښی خلکو تـه تبلیغ کاوه د ۱۳۰۳ ش کال په یوه خطبه کی ده دا خبره وڅېړله چی اولو الامری په لیاقت او لوړ شخصیت پوری اړه لری. د هری پیشی او تیسلک او هرفن او صنعت ماهر او پوه سړی باید د نورو مشر وی چی له ده هغه هنر او پیشه یا صنعت او حرفت زده کړی، په سیاست او جهاندارۍ کښی هم هغه څوک د مشرۍ او تقلید وړ دی، چی په دغو اصولو ښه پوهيږي او پوره عالم او ماهر وي او اذا توسد الامرالي غير اهله فانتظر الساعه ... که کار نا اهل او ناپوه ته وسپارل سي پر مخ نه حي بلكي وراني ځيني پژوضي ځينو نابارو او مي گويد. پاچا ته ورسوله او مولوی ئې واخیست دکابل د کوټوالۍ په توقیف خانه کښی ئې بندی که چی پس دوه کاله ایله سو او قندهار ته ولاړ او هلته ئې هم په تدریس او تبلیغ عمر تیراوه. چی د انگریزانو په لمسون په ۱۳۰۷ ش کال په وطن کښی د ارتجاع حرکت د امانی غورځنگ په مقابل کښی شروع سو. مولوی د امان الله په حمایت که فتوا صادره کړه او د قندهار گڼ علماء ئې په دې قانع کړل چی دغه فتوا امضاء کړی . ځکه چی شرعا د بچه سقاو رژیـم یــو متغلب او مرتجع او نا اهل باغی رژیم و د انگریزانو دسیسو پر امانی افغانستان باندی د توری کار وکی او د امان الله غوندی ترقی غوښتونکی او غازی پاچا د بچه سقاو مرتجع اوکلا حکومت را. د 1308 ش په جوزا کی دغی ناپوهی ډلی قندهار ونیو، نوئې مولوی عبدالواسع په دې جرم چی د مملکت دپاره ئې نظامنامې جوړی کړی او قوانین ئي را ايستلي وو، په قندهار کي پرور نيوئه او کابل. ما دکفر امر کړیدئ نوځکه تا ژنوم مولوی په لوړ ږغ جواب ورکئ چی استغفر الله زه پر اهل قبله د کفر حکم نه کوم، مگر ته خو قاطع الطریق ئې باید لاس او پښه دي شرعاً پرې سي. هغه ؤ چی دبچه سقاو په امر دکابل په سیاه سنگ کی د والی علی احمد خان سره یو ځای په توپ کښی والوزول سو. نو دی په دې مملکت کښی د نظام او قانون جوړولو او یوه مترقی گټه ور حرکت د لاری شهید گڼل کیږی. 

(علیه الرحمه والرضوان)


د پښتو یو مفکر شاعر : لکه چی مولوی خپل اجتماعي، سياسي او ملي افکار پخپلو فارسي تاليفونو کي ځاي کړي او د وطن روشن فکرانو لارښوونه ئې کړيده. کله به ئې دغه خپله اجتماعي عقيده او فکر په پښتو منظومو کي ښکاره کاوه. لکه چی د مملکت په پخوانو نشراتو کی چی دده ځنی شعرونه چاپ سوئی هم دی

. مگر دا باید وویل سی چی د مولوی منظومات د شعر ویلو په نیت نه وو ، بلکی ده پښتو نظمونه د خپلو نظریاتو او اجتماعي او سياسي او اصلاحي عقايدو د څرگندوني لپاره استعمالول نوځکه د ده پر منظومـــو باندي اجتماعي او را اصلاح مي کند. څنگ ئـي تـر شاعرانه رنگ تکړه ښکاري او دا هغه د فکر مکتب دئ، چي د ده يو بل معاصر عالم او اديب عبدالباقي افغان هم پخپل منظوم مثنوي تبيين الواجبات كي پاللي دئ.

دلاندي اوږده اجتماعي منظومه، چي د ده فكر سير او اجتماعي عقايد ښئي تر اوسه نه ده نشر سوې، په 1305 ش كال چي ده دغه منظومه جوړه كړه ما پرده د عروضو يو كتاب دشاگرد په توگه لوست. ده خپله مسوده ماته راکړه چی پاک نویسه ئې کړم.

 دا مسوده د ده پخپل خط ۵۵ کاله زما سره پاته سوه، اوس ئې نشر ته سپارم. 

(( خدا رحمت کند ان عاشقان پاک طینت را ))


تعاونوا علی البر والتقوی

 د هوښیار سری فطری دا وظیفه ده 

چی خبره د حکمت دده غوښتــــــه ده

                             شپه ورځ ئې د حکمت طلب مطلب

                             گه بیگاه دده مطلب دی په طلب 

هر چیری چی (۱) د حکمت خبره مونده

 هم هگه ځای له پرسر ځی نه پر پونده 

                              فرق پرنسته چی د چا یا چا د خول ده

                             چی حکمت و دده دین دنیـا هـورې ده 

 ددښمن دخولې کې (۲) مقصد اداء سي 

دښمني سي ځني هېره په خندا سي 

                         او کې (3) دوست کړی بې حکمته حرکت 

                       دوستی کی ئې نه غواړی برکت 

دا خاصــــــه د سړیتوب ده په اجماع 

د خلاف په دې کی نسته هی سماع

                          د دلیل اود برهان نیاز ني نسته 

                         وجداني ذوقي قبلي نه په لوسته

  او که استا وجدان ئی نه قبلوی ووره !

 پرده واخله له وجدانه بیا ئی گوره


دا وجدان وجدان چی موږ په ژبه بولو

په مجمع کی د ځوانانو د امزولــــــو

 دا وجدان نه دی خواهش د طبیعت دی 

تحریفونه د الفاظو لــــــوی آفـــــــــت دی

 که وجدان د سړیتوب وای دا خواهش

 اتفاق به وو پر حسن نکوهش

 زما ممدوح به استا مبغوض هیڅکله نه وو

 بد دټول انسان به بد، او ښه به ښه وو. 

دا خلاف بي وجدانئ دي پيدا كړي

 طبيعت د خپل خواهش نــوم ادا كړي

 كه سړي ام اول كار مي د وجدان سو

. چی وجدان پیدا سو ټوله کار اسان سو

 که وجدان وای جنگ به چیری و پر مځکه

 که وجدان وای خوښ به نه اوم استا په ورکه

. که وجدان واي تول حقوق به مو اداء وای 

پر دنیا به نه بدای او نه گدا وای که وجدان وای

که وجدانوای زه او ته یو یو انسان

 ولی زما کمیس کرباس دی استا دا سان؟

 که وجدان واي عالم ټوله به یکسان واي

 جلوه گربه پر دنيا خوي دانسان واي 

عمومي وفاق ، وحدت، خلت، رحمت 

پر عالم به جلوه گـــروو نه زحمت

 که وجدان وای اسلام کفر به له څه وو

 ما و تابه ټول هغه کول چی ښه وو


که وجدان وای نــه مـریــــی ونـــــه آغــــا 

نه زه تاته وم په عرض او په غوغا 

 عالم تول بي وجداني دي رسوا کړي

عاللم ټول بي وجدانۍ دی رسوا کړي

هم سړۍ وجدان په طبع سودا کړی

طبایع چي مختلف دي پیدا سوي

هم  هغه دي عالم مقتدا سوي

 مخامخ په دم کي اختلاف  سو

پر عالم چاپير نزاع سو او خلاف سو 

په علاج ددې طبعي خلاف كـي يـاره !

قوانین د عدالت راغله سیاره 

چي دافع د طبیعي خلاف سې ګوره 

وجداني وحدت پیدا کې لور د لوره

اوس معلوم سو ، دوجدانه قانون دان دی

بې قانون چي هر سړې دی بې وجدان دی

زه به خپل ظاهر باطن پر قانون عرض کړم

کې قبول کړه د وجدانه به ځان فرض کړم

او که ټول قانون غربي او زه دشرق وم 

د وجدان نوم مي حرام ،که اهل فرق وم


چیری تلمه، چیرته راغلم څه راکیږی؟

 تر خبري پوري بـل خبــــر يـادیږي

 مطلب دا ؤ چی سړی حکمت طلب دی

 سړی نه دی څوک چی نه په دې مطلب دی

 حکمتونه د مخلوق هر گوره ډېر دي

 تر حساب او ترکتاب او تر شمار تبر دي

 هر سری مکلف نـــــه دی پـــــه دي واړو

 نو به اوس په ډیر طلب یو حکمت غواړو 

چي منبع د سعادت د هر انسان وي 

نتيجه ئې په معاش معاد يكسان وي 

قاصر فکر می کنم په هره خوا جولان کی

 پی داد حکمت د نوع انسان کی

 په عالم کی بل شی نه را معلومیږی

 بېله دي چي "تعاون ئي نوم ياديږي

 كه ته هم د عقلي فكر اعمال وكې (4) 

تخطئه زما د قاصر فكر به نه كي

. شا و خوا چی سعادت د انسان گـورې

 بی به تعاون بــــه ئــــ نــه پـلــــورې

 تعاون دی چی اساسی  ئي د معاش

پر عالم کي په حرفت او صنعت فاش

تعاون دی چي سړی هــواپیما ســــو

 تعاون دی چی صنایع سرپه هو سو

تعاون دی چي  اسرار ټوله پیدا سو

 تعاونړدی چی ژړاند گل په خنده سو


تعاون دی چی مطلوب ئې ټول غالب کړه

تعاون دی چي مطلوب ئي ټول طالب کړه

 الحاصل بی تعـاونــــــه د هــــــم جنســــــو 

هیڅوک هیڅ کولای نه سـی لــه مـور انسو

 دا خبره هم تحقیق ده بیله شکه

 هر انسان به عقیده لری پر کلکه


 اوس نو خان ​​ته وایم تی هم په غوږ واوره

 که دپلار به میوه ژرنده هم په وار وه)

 و هر چته به مي وار وركاوه پلار 

زما نه ولي سو خطا د ټولو وار؟

 ژرنده څرخوم دیو خان ​​پر مشتک 

ځکه کی ټوکر ټوکر می خپل خښتـک 

نه له کوره نه لـــه کـلـی پـیـتـی غـــواړم

 که څوک رغ راوکی کـون ســم ســر ونغاړم

 د خپل خیال آته اوړه می دی په جوال کي

. باد په لاس خاوری پر سریم په هر کال 

بالا اب د ژرندی ډک لـــــه ابـــــو چـــــوی

 څرخ تیار، تبر هم پر سپور گلو هم نوی 

ته سنگی و بالا سنگ دواړه الماس

 اولس ټوله زما د ژرندی په وسواس


ورته پروت به د کلو کلو اير وي (5)

 بلي ژرندي له کي و ي بدئي اثر وي

 زما نخوت لـه تعاونه په نفرت دي. 

په کریا به جرنده خوښ د آس فطرت دی

 اولس ټوله مي محروم كړه له دې ژرندي

 په نينو شپه تېروي ورونه او خويندي 

په یوه سر می اتڼ دی بر پا کړی

 یک جانه می یو اوږد صف دى درولی

 په نخوت او په غرور د ځان خوشحال یــم 

چی و ژرندی ته وگورم په بل حال یم 

څنگه ښه واله څه ډول څه ښه کهی ده !

 څه تا سنگ څه بالا سنگ څه ټکټکۍ ده

 څه ډب ډب ئې دخالي ډبرو خيژي

 پر پارچاو بندي اوبه څه ښه شوړيږي 

فکر نسته چی حاصل د ژرندی څه دی؟

 ډبهار او شوړ شوړى آیا په څه ښه دی؟

 په مزد ځای کښی څو اوړه دی یا غنم 

د جوال مزد مي اتم دي كه لسم؟

 څي کوم دا ډبهاری او تکتیک 

چی په ټوله جرنده نه پائی موږک 

هره ورځ مي تر پرون ډوډۍ لږيږي

 د پرون غړی مي نن څپټی کیږي


که چارغ وکی چی دا جرنده کریـابـه ! 

زه سوتی پر څرخــــوم کـــم ئـــی بـــی آبـــه 

ځانځانی موجوده کــــــی هـــــر ســـــری ده 

زه دخانیم، ته د ځان دا مو مردی ده 

سرچشمه د سعادت تعاون پاته

 زه و تاته وایم چپ، او تـــه ومـاتــــــه

 په سکوت سکوت کـی ديـن دنـیـا خطا سوه 

نه حرفت نه مو صنعت نه مو عطاء سوه 

وپلاني اخند ته مه وايه چي بد كړي

 پلاني خان ته به په څو وايي چي رد كړې

 نوی ځوان کله طاقت لری د پند

 زور بودا خوارکی څه کوی بې خوند

 لویــــه ریـــــره لـــــه هـلکــــــه ســــــه لـویــــــږی

 پرې ږده خپلی بازۍ ته نه شرمیږی 

په جنکیو دی څه کار دی ای بی کاره ! 

په ځوانانوښځو مـــــه ســــــې خبرداره

 آدی گــانی دي حقداری پــــر مـــــوږ ټولــــو

 که دوی بد کوی موږ ټوله بی (۶) ښه بولو 

زوره ور ته لا هم څوک رښتیا وینا کی

 لیونی وی مگر خان په مبتلا کي

 صم بکم فهم یا یهتدون (۷)

 وږي تري خوار اوزار، مطلوب زبون

 حسن و قبح له ما ورک سوه لــونـی یــم

 زیان و گته راته یـــوه ســــوه بهـــولـی یــــم


تعاون له قبیله لــــه قـومــــه ورک ســـــر

 لویی ږیری، مگر کار مودهلک سو

 زه پخپله د غفلت په خوب ویده یم 

د نخوت شراب می څښلی سرگنده یـــم

 بل څوک نسته چی ارام ارام می ویښ کی (۸) 

پر تندی می را پټۍ د علاج سریښ کړي

زما خوب بولی سراسر گټه د ځان 

اقرباء او اعزه او ټول خپلوان

 وجدان نسته چی معلوم کړی چی زه څوک یـم.

 د کم ساز د ترانې دپاره کــــوک یــــم

 زما تعطیل غفلت نخوت که څو یوان دي 

د عالم مادي معنوي زيــــان دي. 

ستا دي زهر سي خواړه اې زما قريبه !

 چی په ځان دی یو عالم کی بی نصیبه

 لوی دښمن زمــا وخـــان تـــه یـــې اې یـــاره ! 

په چم چم دي کرم هلاک زما دلداره 

زه ويده يم ترپـــر مــا للــو وي وايي

 زه هلاک بندي سوم ته مي ستايي 

که زه ويښ سوم په والله مي دي قسم 

چي په و کي به دي پښو کي ومروړم

 ما به څوک ویښ کی یارانو الغیاث 

فرصت ډېر تېر سو ځوانانو الغیاث

 څه سوه اهل د حکمت د تعـــــاون ؟

 چی خپل ځان شی و ههر کړی لا پرون


زما په ويښه کي فدا کئ دا خپل ځان

 زما په گټه کې قبول کي (۹) هرڅه زيان 

کار خانه دتعاون راته بر پا کی (۱۰) 

په برقی قوه ما ویل کی بیـا مـی مـا کی (۱۱)

 یو هنداره ماته راکی ​​راست نمایشه

 چی ښکاره کـی مـاتـــه خـــان بـــی الایشــــه

 د نخوت او دغــــرور لـــــه رنـگــــه پـــاک

 راته وښیی زما ځان او زما ادراک

 که مي وليد مــخ پـــه داســـي يـــو هنــداره 

تجلــــي بــــــه مــــــي ورگـــــــوري وار دواره

 زه طلب ددې هنداری کرم له تاسی 

دبلاله کوره ما که څوک وباسي

 زه به لمر سم ټول جهان به کرم رونا

 تاریکه به پاته نه سی پر دنیا 

دا هنداره د هر چا په کور کی سته ده

 مگر دا چی په زنگار و اغشته ده

 زنگار څه دي ؟ ځانځانی خپل مطلبي

 زه آخوند، ته سوي آغا، دا سوه بي بي 

په قانون د تعاون انســـــــــاني

 نه آخوندسته نه آغا نه ځانځاني

 که تا ښه کول زه استا فرمانبرداریم

 پخپل سر و مال ولاړ او فدا کاریم

 که مابد کول ته هیڅ نه یې معذور

 څو چی زما بدی له مانه نکړی دور


خان و مال اولاد به ټول زما په تهذیب کي

 صدقه کړې زما به هر څه په نصیب کې (۱۲)

 که دا باب د مشارکت پر خلاص سي

 بدیهی ده چی سړی بـــه تــول خـواص ســـي

تعاون په عقلاؤکـــــی اســــــاس دی

 بیا همت په تعاون کي زموږ په لاس دی

 هر قدر چی ترقی ده په دنیا کي

 تعاونه هغه  قدر دی په اداء کي

 دا ښکاره چی تعاون انساني 

هم په دین او دنیا نه لری ثاني

نو پښتونه ا دا بخت ته اول و غواره 

 زما خوار و دې وینـــا تـــه کیږده غـــاړه 

زموږ په کور کي هنداره ده زړه 

هیڅ رنګار ورته لار نه لړي رڼه 

هر شی ښه پکښي معلوم دی په تحقیق 

د سبا حال تي پرون کړي تصديق 

له پلرو راپاته سویده له فخره

 اوس په دوړو کي پرتــــه زمــا په بخره

زما یوازي هیڅ قوه نه په رسیږي

د مړو مړانه غواړي چي جیګیږي

راسه اکښي ئي ږدو سر دلوړ چارسو

ټول عالم پکښي وګورو له چار،سو


پټ ولش به راښکاره ســــی لــــه دورا

 نر وښځــــه بــــه معلــــوم ســــــی اشـکـــــارا

 گتـه زیــان بــه افـتـــابـی ســـــی وجــــان تــــه

 هم غالب مغلوب به ووزی وعـیــــان تــــه

 وظیفه د همکاری به مو پرځای سي

د انسان به توله خوشنما سي

 صلح کل، او ترقی چی څه ممکن وي

 دعالم دپاره هر څه چی محسن وي. 

دا هنداری (۱۳) په رښتیا وموږ ته نمائی 

هر چی وایی، دروغ نسته، رښتیا وایی.

 دا جهان گرده صدقه تر دې هنداره

 چی ښکاره به کړی وموږ ته سمه لاره

                       کندهار _ ۱۷ جی _ ۱۳.۵ ش