32

د شیخ بیټنی اشعار

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو

د پښتو په پخوا نو اشعارو کی د شیخ بیټنی یو مناجات ډیر قیمیتی دی، او دا ادبی ټوټه سلیمان ماکو پخپله تذکره کی هسی راوړی: نقل کاندی چی شیخ بیټنی سپین ږیری

سو، نو ده چی هر کله څښتن ستایه، او رب ته به یی درخواست کاوه چی زما په کول او سړبن او غرغښت په کول برکت کښیږده، بادار قبول کړ د ده درخواست، او ډکه سوه ځمکه د پښتونخوا د دوی په کول. نقل کاوه سی چی حضرت شیخ بیټنی به ډیر تر ډیره دا سندری ولولی او د کسی غره کی به گرزیده په شپی:

لويه خدايه، لويه خدايه!

ستا په مینه په هر ځايه

لکه چی وويل سوه، دا شعر د ۳۵۰ه په حدودو اړه لری، او له الفاظو او کلماتو یی هم دغه مطلب ښكارى هغه لغات او کلمات چی پکی راغلی دی، اوس ځینی په دغو معناوو مړه دی، مثلا ژوی اوس څوک د مخلوق او حيوان په معنی نه وایی، فقط په زړو ادبیاتو کی کله كله وينو او که دغه کلمه په فعلى معنى واخلو يعني (ژوند کوی) دا تعبیر هم زوړ دی، او اوس مستعمل نه دی. دغسی هسك هم دلته د آسمان په معنی دی او دا کلمه پدغه مفهوم ډیره زړه ده، پخوا یی آسمان ته هسك وایه مگر اوس هر لوړ شی ته هسك وايو او دا لغوى تحول وروستنی دی. لکه د عربی سما چی آسمان ته هم وایی، او د هر ځای لوړي خوا ته هم وایی. 

 پر دی شعر د پردیو ژبو اغیزه هم لږ ده او له هغو زړو اثارو څخه دی کوم چی په غرو کی ویل سوی دی، او د عربی او پارسی ژبو له اغيزو څخه تش وی، لکه د امير کروړ او لوديانو اشعار، مثلا په ټول شعر کی یوه پردی کلمه نسته او فقط د خدای مشترکه کلمه لری، چی هغه هم ښایی د پښتو په ریښو کی ډیره نژدی وی، او د دی سوچه توب علت هم دا دی چی بیټ نیکه په کوه سلیمان کی اوسید او پر ژبه یی د نورو ژبو اثر نه و سوی. د شعر وزن او عروض هم د پښتو ملی بدلو ته ډیر ورته دی او يو تكرار كيدونكي كسر لری (لويه خدايه، لويه خدایه) چی دغه قدیم ادبی رنگ تر اوسه هم د پښتنو په بدلو کی لیدل کیږی، او ښکاری چی یو پخوانی ادبی مزیت دی، دا شعر د مضمون او ادبی فکر له پلوه هم پخوانی آریایی سندرو ته ورته دی، ځکه چی په پخوانو اریایی اقوامو کی (کوله ـ کول) ډیر اهمیت درلود، او دغه كول باندى اكثر اجتماعى تشكيلات بنا وو، او دوی هر کله خپلی کورنی او کهولونه ډيرول او کورنی یی د ټولو نعمتونو مرکز گڼله. د شیخ بیټنی دا شعر که له ریگویدا سره مقابله کړو، نو د مضمون له پلوه له دی مناجات سره نژدیوالی لری: خدای د ژوند واکمن دی، مالك الملك دى، دى ښاغلی کورنی سړو ته ورکوی. خدایه موږ ستا مریی یو، بی اولاده، بی ښيگڼی مو مه وژنه...