32

محمود بن اميرولي د (بحر الاسرار) مؤلف

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا سړی د بخارا د خانانو کتابدار مؤرخ او واقعه نگار و، چي تر ۱۰۳۴ ق وروسته يې په افغانستان او هند کي سفرونه وکړل او يو غټ کتاب يې د بحر الاسرار في مناقب الاخبار په نامه وکښي، چي بخارا د خانۍ حال يې له ۱۰۰۶ ق څخه تر ۱۰۵۰ ق پوري په تفصیل کښلی دی.

 په دې کتاب کي د افغانستان تاریخ او جغرافيا او بشر پېژندني او اجتماعي احوال مفصل معلومات سته چي خطي نسخې يې د تاشکند او پاریس په کتابخانو کي سته.