د غرستان شاران (۲۸۹ - ۵۵۰ هـ )
لکه مارکوارت چې په ایرانشهر کښې څرګنده کړې ده، د "شار" كلمه له "شیر" او "شاه" سره ګډه ريښه لري او دا د افغانستان د منځنۍ سيمې د يو شمېر واکمنو لقب و، چې د واکمنۍ سیمې یې ختیز خوا ته د باميان د شيرانو د هېواد ګاونډۍ وې او لکه د دغه کتاب په لومړيو بحثو کښې چې مو وويل دا شاهي کهولونه د دغه هېواد د هپتالي کوشاني عناصر و پایڅوړ دی او د حکمرانۍ مرکز يې په بشین کښې و، چې شورمین او بغشور هم د هغه ځای ښارونه وو او د دغه هېواد ار نوم په اوستايي تلفظ "غرستانه" او په طبقات ناصري کښې هم "غرستان" (په پښتو د غر(کوه) په مانا استان) دی. فردوسي يې په شاهنامه کښې د "غرچگان" په نامه يادوي او معرب يې غرجستان یا غرشستان دی. د دې سیمې شاران حکمرانان په نیاو (عدل) او داد مشهور وو، ناصر خسرو قبادیانی په دغه بيت کښې د دغو کورنيو او د دوی د حکمرانۍ د مرکز و داسې یادونه کړې ده:
استاده بد به بامیان شیری. بنشسته بعز دربشین شاری داسې ښکاري چې د غرستان شاران تر اسلام د مخه هم د دې
سیمې حکمرانان و، د دوی د نيکونو یو تصویر چې لاس ته راغلی کټ مټ د هپتالي هياطله - هون د پاچهانو بڼو ته ورته دی. په اسلامی عصر کښې د غرستان د شارانو يادونه د سلطان محمود د فتوحاتو او د غزني سلطنت تر ادارې لاندې د هېواد له ادارې تمرکز سره منځ ته راځي، چې يو له دې غرستانی شارانو څخه "شاررشید" پر ۳۸۹ هـ کال د سلطان محمود سياسي مشرتابه او د هېواد اداري يووالي ته غاړه ايښي وه بل شار ابو نصر محمد، د اسد زوی ده چی پر ۴۰۵ وه، بل شار ابونصر محمد د اسد زوی دی چې پر هـ کال سلطان محمود بندي کړ او پر ۴۰٦ هـ کال په هرات کښې مړشو.
۳- شارشاه ابو محمد د محمد زوی و، چې د پلار پر ژوندانه د هغه پر ځای کښېناست او له سلطان محمود او ابو علي سيمجور سره وجنګید او تر ۴۰۶ هـ کال وړاندې مړ شو.
۴ - شارارد شیر .
۵ - شار ابراهیم دارد شیرزو
٦ - شارشاه د ابراهیم زوی چې لور يې حور ملکه" د سلطان حسين جهانسوز غوري ماندينه وه. هغو شارانو چې د سلطان محمود تر وخت وروسته تېر شوي د غزني او غور تر مرکزي واکمنۍ لاندې ژوند کاوه، خو پوهان او علم پالونکي خلك وو.
ما خذونه
ابن اثیر - تاریخ یمینی عتبی - دایره المعارف اسلامی، د غرجستان - نامهای ایرانی حبستی - روضته الصفا - تاریخ گزیده - معجم الانساب ماده زمباور - ابن خرد اذبه ۳۹ - معجم البلدان ۳- ۷۸۵
داندراب امیران
دا امیران هم د هپتالي کوشانيانو د پخوانیو حکمرانانو له پایڅوړه ښکاري چې په اسلامي عصر کښې يې اسلام منلی او د اندراب په غړو کښې پاتې شوي دي، له دې کبله چې د دوی د حکمرانۍ سيمه د ستغو غرو په منځ کښې وه، نو ځکه د جهانګيرانو له واکمنۍ خوندي پاتې وو. له دغو امیرانو څخه یوازې د دوو تنو نومونه د دوی له سکو څخه لاس ته راغلي دي او دا سکې د ارمیتاژ په موزه کښې شته
* ۱ - مكتوم د حرب زوی د ۳۵۹ هـ پر شاوخوا).
۲ - سهلان د مكتوم زوى د ۳۶۵) له شاوخوا څخه تر ۳۷۴هـ پورې).
مأخذونه:
معجم الانساب زمباور - د مار كوف د ارمیتاژ فهرست