32

عبدالکریم کشمیری د (بیان واقع) مؤلف

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا مؤرخ چي په ۱۱۶۶ ق يې خپل کتاب کښلی دی، د احمدشاه بابا لومړى عسكري سفر هند ته بيانوي، چي خطي نسخه يې هم په دغه کال کښلې سوې ده او څو نوري نسخې یي هم ميندلي کيږي. په خپل موضع کي مفید کتاب دی. (احمد شاه درانی ۴۲۶)

 یادونه : دغه کشمیری عبد الکریم له علوي او بخاري عبدالكريم سره مه گډوی. کله چي نادر افشار له هندوستانه بیرته تی، کشمیری ورسره ملگری و. او دغه احوال يې د هندوستان له تاريخه سره (له ۱۷۳۹ م څخه تر ۱۷۸۸م پوري) و کېښ چي انگرېزي ترجمې يې په ۱۷۸۸ م په کلکته کي خپرې سوي دي. (وگورئ عبد الکریم ۹۵ عبدالكريم علوي ۳۴)