بی بی مبارکه
بابر یو ډېر هوښیار او د پښتنو په روحياتو پوه شاهزاده و. ده د کابل او افغانستان پر پاچهي سکته نه کوله، ارت او ودان هندوستان ته یې نينگلی و. دی وایې چې د هند مځکه « قلمي » ده. خو کابل او افغانستان «سيفي » دی يعنې په هندوستان کې د استثمار فيوډالي سيستماتيک نظام تر قلم اوحسابي ديوان لاندې چليږي، اوله کرونکو او زمیندارانو او سوداگرو څخه ټاکلي مالیات د «قلم» تر سیوري لاندې، په روغه بیله جنگه راټوليږي، خوبه نورو ځايو ( کابل ) کې داسی نه وه. باید توره یې وهلې وای او به جگړه او چپاو (چاپقون) اوزور يې له خلکو څخه بود کړي وای.
بابر څو پلا د هند پر لوري يرغلونه وکړل. په لومړي یرغل کې د کونړ او باجور له لارې تر سواته ولاړ اودا مبهیر او کا تلنگ پرلار د ۹۲۵ ق ۱۵۱۹ م په صفره کې د اباسین تر نیلاب ور واوښت. ده وليدل چې له کابله تردې ځايه د هند پر لويه لار دغه پښتانه پراته دي، چې هم زړه لري هم توره. او د دوی له ملگری پرته د هند نیول او پر دې لار تيريدنه هم گران کار دی.
بابر د ملنگانو په کالو کې دلوی اختر په ورځ په مهوري کې د شاه منصور يوسفزي پای تخت ته ولاړ، او هلته یې د شاه منصور لور بي بي مبارکه چې « نهايت ښايسته، عاقله هوښیاره وه و لیدله... نهايت پرې مين شو او ملک احمد او شاه منصور ته یې فرمان وکښه، چې د بي بي مبارکې دوستي راسره و کاڼیء، نور نو زه غرض در باندې نکړم شاء منصور چې فرمان ولیده نور منکر شو، چې موږ مطلقا لور نه لرو. او بر تقديري که لور مو هم در للمیء، هم زموږ د مغولو سره چيرې نسبت نه دی شوی دا به له موږ ونه شي. »
په پای کې د بابر په اصرار دغه خېښي وشوه اود بابر په قول:
«روز جمعه ۲۶ محرم ۹۲۵ ق در ولایت ماندیش... بجهت مصلحت الوس يوسفزيي دختر او (شاه منصور) طلبیده شده بود، در این منزل خبر رسید، که دختر شاه منصور را با مال يوسفزيي مې آرند. )
د سوات په يوسفزو کې د بي بي مبارکې کیسې تر اوسه سپين ږیري کوي، او دا هغه پښتنه ده، چې د مغولو مؤرخان یې «افغاني آغاچه » بولي. د بابر لور گلبدن بیگم داسې ليکي:
«بابر» در سنه ٩٢۵ق بجور را بجنگ گرفتند و مردم بجور را قتل عام کردند و در روز مذکور ملک منصور يوسفزي که پدر افغاني آغاچه باشد آمده حضرت را ملازمت کرد، حضرت پادشاه دخترش افغانی آغاچه را گرفته در عقد خود در آوردند...))
د بابر او يوسفزو او باجوړیانو خو هډ ماتی سره شوی و، کله چې دغه خېښي وشوه، نو بي بي مبارکه د بابر لام ته بوتللی شوه، او تر هغو له خپل مېړه سره نه کښېنستله او ویل يې چې «زه خپل قام له پادشاهه په جولۍ غوارم. که د پادشاه مهرباني وي زما قام دې زما جولی ته واچاوه شي.»
پادشاه ورته وویل چې «ښه پښتنې! استا قام ستا وجولی ته واچاوه، تقصير مې يې معاف کړ، خاطر جمع لره ! )) وایي چې بابر د ملنگانو په کالو کې د شاه منصور تخت ته تللی و، هلته د کلاماتنو الو ونیوه او بندي شو. خو د شاه منصور لور بي بي مبارکه د خپلو سهیلو سره د باندې گرزېده او دا بندي يې وليد، او پوښتنه يې ځنې وکړه: چې څوک يې او دلته دې څه کول ؟
بابر ورته وویل: که ماله دغه بنده خلاصوې، نو ژمنه را سره وکه، زه به هم ځان دروښيم. بي بي مبارکې ورته وویل: ځوانه! ځان راوښيه، زما وعده ده، چې ايله به دې کړم.
باہر وویل: زه د فرغانې شاهزاده، د کابل بابر شاه يم، چې لښکرمې لاندې پروت دی او دلته ستاسې د احوال ليدوته راغلى وم.
مبارکه: نو ته دلته د یوه پتمن شاهزاده به توگه زما میلمه يې! که څه هم سبا بيرته د جنگ پر میدان سره دریږو. خواوس د هر افغان په کاله کې د روند او منلی میلمه یې، او هرو مرو به تا بیرته خپل لښکر گاه ته رسوي. ځکه پښتانه خپل دښمن پرسم میدان به وچ زور ماتوي، او داسې ډول يو مېلمه، په خپل کور کې دروند ساتي اوعزت يې کوي. ماښام چې د کلي جرگه جوړه شي، هرو مرو به ستاپت وساتي.
وايي چې بابر په درناوي او احترام خپلو لښکرو ته د پښتنو بدرگې ورساوه. او په وروستو جگړو کې چې د بابر لښکر بریالی شو. نو «مبارکه» د یوه جنگ پر میدان وسلې په غاړه د بابر د لښکرو په لاس کې ولوېده ،او چی بابرته یي بوتله نو بابر پښو ته ور ولوېد او ورته ويې ويل: پښتنې! هغه څه چې تا ماته راوښوول، اوس به زه هغسې درسره کړم.
بابر خپلو لښکرو ته امر وکړ چې دغه پښتنه بي بي به په خورا احترام کور ته رسویء، ځکه چې ما پردې پيغلې زړه بایللی دی، او ډيره را باندې گرانه ده مبارکه: زموږ قام د خپل پت لپاره ستا سره جنگیږي، او بابر د فرغانې شاهزاده اوس زموږ غلیم دی. نو زما په زړه کې دښمني او دوستي نه سره يوځای کيږي که زما د گرانښت خیال لرې، نو زموږ د قام پت راخوندي که. موږ آزاد پریږده!
تر دې وروسته بابر له يوسفزو سره روغه و کړه، او لکه چې وویل شول، بي بي مبارکه يې د بابر په لښکر گاه کې ور واده کړه. اوس نو بابر د پښتنو «زوم» شو. وايي. چې يوه شپه بابرله خپلو جنگي ملگرو سره سلا مشوره کوله، چې څنگه د سمې پر یوسفزو باندې يرغل (چاپقون) و کاندي. دوی دا سره وپتېيله چې په نيمه شپه کې به راکښېني، اوپر بید و پښتنو (ه = دا برخه ونه لوستل شو) د نابو بره ورځغلي،
او دوی به ژوندي ژړاند نیسي. کله چې بي بي مبارکه د بابر او ملگرو په دې چم خبره شوه، دغه خبره د بابر له وعدو سره سمه نه و گڼله. نو د شپې ترهغه د مخه چې بابر اويښ شي، اوځان (چاپقون) ته تیار کاندي، مبارکه له کوټې راووته، او وريې د باندې له خوا خورا ټينگ پسې و تاړه.
کله چې بابر په نیمه شپه د یرغل په نيت له خوبه پاڅېد، مبارکه نه وه. او وريې پر مخ بندو. هر څه چې یې له د ننه وټکاوه، مبارکې ږغ نه کاوه، او بابر وپوهېده، چې د منصور لور خپل کار کړی دی.
کله چې سهار شو نو مبارکه راغله، د کوټې وريې وپرانيت او پادشاه ته یې سلام واچاوه، او د میړه احترام وکړ او ويې ويل: « تا زما قام زما جولۍ ته را اچولی و، نو ما دوی د پادشاه له چاپقون څخه وساتل، او پادشاه مې د دوی له نورې دښمنۍ څخه وژغوره »
* * *
تر ملک گجورا وررسته او کله چې بابر د يوسفزو ترسیمې ورووت و بيا يې د ډهلي سلطنت د دغو پښتنو په مرسته په ۹۳۲ ق کال له سلطان ابراهيم لودي څخه ونيو، نو یوسفزیو او سوات والو د خپلو سلطانانو او ملکانو سره آزاد ژوند کاوه ځای ځای ملکانو او خانانو ځينې مځکې او کروندې ځانته اخيستې وې، خو اکثرو خلکو د شيخ ملي د دفتر سره سم گد او مشترک ژوند درلود، او هر څو څو کاله وروسته به يې خپلې کروندې او کو ونه د شيخ ملي پر دفتر با ندې سم، بیاسره وېشل، او دا قانون د خوشحال خان تر وخته هم لاجاري و. لکه چې په ۱۰۸۶ ق کال خوشحال خان سوات ته ولاړ او اوه مياشتې یې هلته تېرې کړې، په سوات نامه کې دغه اجتماعي دودو ته اشاره کوي. خوځکه چی پخپله خوشحال خان د خټکو د لويې خانی په
کومي کې لوی شوی و، او پخپله هم لوی خان اود مغلو د امپراتورۍ يو رکن و، نو دغه دفتري دود ته په ښه سترگه نه گوري اوداسې وايي:
د سوات ملک چې درست لایق دی د باغونو
يوسفزیو برابر کړ، له راغونو......
کال په کال د ملک په هيسک کاندي باختونه
بې لښکر و پخپل ځان کاندي تاختونه...