نتیجه
پښتو او پښتنواله
تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو کي ښکاري کړې، دا خو يوه لنډه تاريخي کتنه وه،که مو مفصل لیکلای، نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته،د دوی مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليکل یې بېل بېل کتابونه غواړي، په پښتنو کي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندی او نه مر کېدونکی روح دی، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او نيکو د پښتنوالي ښېگړي را ژوندۍ کي او د خپل ملیت په روڼ تاریخ وویاړي، ما دا څو کرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه کي اوس وکښلاى سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي کړې، گوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وگرځي.