ميا نعيم متې زى
دی د شیخ محمد شعیب زوی او د محمد سعید لمسی په کام خلیل دئ، په شپږم پښت کي شيخ امام الدين ته رسېږي، چي هغه په پښتنو کي یو ستانه سړی او د پښتنو د تاريخ مؤلف دئ. د ده نسبت په نهم پښت کي شيخ متي ته رسيږي، چي هغه په کلات کي ښخ او د پښتو ژبي ډېر لوړ صوفي شاعر دئ، دې کورنۍ د پېښور په خليلو کي ډېر روحاني نفوذ درلود، او ميا نعيم په هغه ځای کې زېږېدلی او وروسته د شاه زمان سدوزي په زمانه کي کندهار ته راغلى او د ناكودك په كلي كي مېشت سوى او په (١٢٣٠ هـ) کال يې د اشعارو دېوان ترتیب کړى دئ.
داسي معلوميږي چي ميا نعيم د پېښوره د شخصي مخالفانو دلاسه کندهار ته هجرت کړی و او پخپله وایي :
چي شاړه دى غمازانو له وطنه
نعيم ځکه کندهار او کابل ونیو
په کندهاركي ميا نعيم روحاني مقام درلود او اولاده يې تر اوسه پوري هم ستانه بلل کېږي، دی خپل معاصرتوب د شاه زمانه سره په دې بيت کي ښکاره کوي:
نوکري کوم د يار په عاشقي کي
منت بار د سدوزي شاه زمان نه يم
د میا نعیم پښتو دېوان تقریباً درې زره بيته دئ، د شعر مضامين يې عشقي او تصوفي دي، دېوان يې غزلي او رباعیات او مخمس او قصايد لري، نازکي تشبيه او استعارې لري او د پښتو شاعرانو د لومړۍ ډلي په پای کي دريږي، دی د تصوف سره عملاً آشنا دئ او لکه رحمن بابا پخپلو اشعاروكي صوفيانه مضامين ځايوي. په پښتو شعر کي د پښتو ډېر نادر لغات راوړي، په وينا کې متانت او سلاست دواړه سته، او ځيني بدلي يې په رواني او خوږوالي کي د لوړو استادانو د بدلو خوند لري، په دې بيت كي د معشوق كلك زړه او د خپلو اوښکو ډېروالی داسي تمثيل کوي :
چي دي زړه زما په اوښو نه نرميږي
د دریاب په منځ کي پروت حجردئ دا
د زلفو او رخسار تشبيه داسي کوي :
خيال د زلفو د رخسار زما په زړه کی
زرغونه کړه تور سنبل او سره ګلاب
په دې بيت کي زرغون او تور او سور صفتونه سره يو ځاى سوي دي، مګر زرغون کول د پښتو يو خاص تعبير دئ او بيا د اولي او دوهمي مسرۍ تر منځ مرتب لف و نشر دئ :
چي مي ستا د ميني داغ په خاطر يووړ
زرغونه به مي لاله سي له تربته
دلته د داغ رنګ په دې ډول بیان سوى دئ، چي تصريح نه دئ، مګر د لاله کلمه دلالت کوي چي دغه د وینو سور رنګ لري. د شکرلبانو د اختلاط نتايج داسي ښيي :
زر به ګاڼی لکه ګنی سي د غمونو
چا سره چي ډېر شکر لبان کا اختلاط
ګل په اوربل کي داسي تصوير کوي :
زانګي پکښي زړونه د عاشقو سره په وينو
ته چي چيري کښېږدې سره ګلونه په اوربل
د فلك له ظلمه داسي شکايت کوي :
رباعي
فلکه څرنګ دي ناقرار کړم
چي نيمه خوا دي جدا له یارکړم
لکہ کب پرېوزي پر وچه باندي
زه دي له ژونده هسي بېزار کړم
دلته نيمه خوا دوې معناوي لري، يوه معنى يې دا ده چي په نيمه لاره دي د ياره جدا کړم، بله دا چي نيمه خوا محروم او ناکام ته وايي.
د غزل نمونه :
په وصال کي مي زياتيږي شر و شور لا
د ابروی متاع که غواړم په یارۍ کي
که په مينه کي تهمت په ما وايه شي
که هر څو يې په اميد ورشم تر زلفو
په ژړا هيڅ پروا د ښکليو نه شي
لکه موم يې ويلي کيږم د مخ لمر ته
چي يې خيال د زنخدان و زړه ته تېرکړم
ستا بېلتون راباندي ولګوی اور لا
په سودا کي ستا د ميني شم سر تور لا
د عشق کار مي پخته کيږي په پېغور لا
لګوي مي خوله پر زړه باندي منګور لا
په باران د باغ کلونه شی سمسور لا
په وصال کي راښکاره کا هسي زور لا
په کوهي کي مي غوزار كاندي نسكور لا
که "نعيم" ته ځان ښکاره لکه آفتاب کړې
لکه ګل هسي يې زړه شي ورته خپور لا