د سنسکریت او اوستا مرکب ږغونه
د سنسكريت ټول تهجي حروف ۴۶ دي، چه له دغو څخه ۲۵ اصلي او صامت او نور صايت او د اعراب توري دي، پنځه ویشت صامت توري هم پر پنځو برخو ویشل کیږي:
١- ستونيز (حلقي) gutturals
۲- تالوئيز (كامي) palatals
۳- ژبیز (زبانی) cerebrals
۴-غاښيز (دنداني) dentals
۵-شونډيز (لبي) labials
چه هر ډول له دغو څخه پنځه توري لري.
اما په دغو توريو کي اکثر مرکب توري دي، چه له مجرد ږغ سره یو د ( هـ ) سپک ږغ ملگري کيږي، مثلاً (که، گه،چه، جه، ټه، ته، دهـ، په، به) نو ځکه دا ويلاي سو، چه اصلاً آريائي ږغونه چه په اصلي آريائي ژبه کي وه،هغه مجرد ږغونه دي، چه د پښتو په اصلي حروفو كي سته دغه د ترکيب صورت ئې وروسته موندلي دي او دا اصوات په پښتو کي هغه وخت وي چه د حرفو حرکت زورکي وي. په دغه صورت کي مرکب ږغ مومي چه لکه نیمه (هـ) داسي ویل کیږي نو گویا هر حرف که په زورکی ووایو د (هـ) یو سپک صوت مومي چه هغه موږ نه ليكو.
دا هم باید ووایو چه د مركبو اصواتو طبیعت شرقي دي نه غربي يعني له بخدي څخه غربي خوا ته تر اروپا پوري مرکب اصوات چه د (هـ) په خلط جوړ شوي دي لږ دي بلکه سته هم نه بالعکس د بخدي شرقي خوا ته په هندکي دا ږغونه ډير دي او سنسکریت او نوري هندي پراکریت ژبي ټول داسي مركب ږغونه د (هـ) به خلط لري. پښتو موږ پوره غربي يعني له ايراني څانگي څخه نسو بللاي چه دغه ږغونه په نيم ډول پکښي سته، او هم ئې شرقي يعني هندي نسو گڼلاي ځکه چه لکه هندي ژبي مركب ږغونه ئې پوره او بشپړ ندي.
د اصواتو تطبيق
دمخه د پښتو ژبي د الفبا مجرد او مرکب ږغونه وپیژندل سوه اوس هغه ټول د سنسكريت او اوستا له اصواتو سره لاندي تطبيق كوو.
ب: په دواړو ژبو کي دا مجرد صوت سته. سنسكريت ئې مركب صوت (ب، هـ) هم لري چه په اوستا کي نسته.
مثالونه: د اوستا بغه bagha (خدای) مجرد ږغ B
د سنسکریت باټbat (لار) مجرد ږغ B
مرکب به لکه د پښتو اوبه، مرکب ږغ Bh ب زورکی لري.
پ: په سنسكريت او په اوستا کي سته چه په دواړو ژبو کي مركب صوت په Ph هم لري چه د اوستا ږغ ئې (ف) او د سنسکریت ږغ ئې پښتو زورکی لرونکی (په) ته نزدې دي.
اوستا:پ لکه پرتو peretu (پل) مجرد رغ P
ف: لکه فروشي frovashi ( مقتدر) مركب ږغ F, Ph
سنسکریت پ لکه پاتي pati(کاغذ، خط) مجرد ږغ P
سنسکریت پهه لکه پهاند (phand(بوریا، تور) مرکب ږغ PH مرکب ته نژدې پښتو ږغ ئې لکه پړ (ملامت)
په (در) پ زورکي لري.
پر
ت: په اوستاكي سته او په سنسكريت کي هم چه په دواړو ژبو کي مرکب ږغ (تهـ) Th هم لري، مثلاً:
اوستا: ت لکه تنو tanu (تن) مجرد برغ T
اوستا: تهه لکه تهوخش thraxa (يو نوم دي) مركب ږغ TH
سنسکریت: ت لکه تاپ tap (تود) مجرد ږغ T
سنسکریت: تهه لكه تهالي thali (تالی) مرکب ږغ TH
مرکب ته نزدې پښتو ږغ لکه: تل (همیشه) تلل (وزن کردن) ت زورکي لري.
ټ: اوستا دا ږغ نلري، اما سنسكريت ئي هم مفرد ږغ T او هم مركب تهه TH لري مثالونه:
سنسکریت: ټ لکه ټسر tasar (تیسر) مفرد ږغT
تهه لكه تهاڼو thanu (ټاڼه) مركب ږغ TH
مرکب ته نزدې پښتو ږغ لكه: کوټل (کوفتن) ټهل (تحمل) ټ زوركى لري.
ج:په اوستا او سنسکریت کي سته چه مرکب ږغ هم په سنسكريت لري (جه) JH
اوستا: ج لکه جفر jafar (ژور) مفرد ږغ J
سنسکریت: ج لکه جاتر jatru (زایر) مفرد ږغ J
سنسکریت: جهه لکه جهاټ jhat (سایبان) مرکب ږغ JH
مرکب ته نزدې پښتو.غ: جر (اسم صوت )جگ (بلند) چه زورکی لري
چ:په اوستا او سنسکریت کي سته چه (چه) مركب ږغ هم لري مثلاً
اوستا: چ لکه چش chash(چشیدن) مفرد ږغ CH
سنسکریت: چ لکه چاتر chatur (لايق) مفرد ږغ CH
سنسکریت: چه لکه چهند chhand (عروض) مركب ږغ CHH
مرکب ته نزدې پښتو ږغ لکه چغ (پردۀ ني) چخ (خليده) چ زورکی لري.
خ: په اوستا کي سته چه يو مرکب ډوله ږغ بل، هم لري، خو khv مثلاً مفرد ږغ ئې لکه خرتو khratu (خرد) او مركب ږغ ئې لکه خوفن khofna (خواب) سنسکریت پخپله دا صوت نلري، او په عوض کي (ک،که) تلفظ کوي. په پښتو کي هم که په زورکي وویل سي، د (خه) ږغ وركوي، مثلاً خر (اسم صوت) خړ (خاكي)
دلته دا هم بايد وويل سي، چه د سنسكريت او اوستا له مقایسې څخه داسي معلوميږي چه په مرکزي آريائي ژبو کي دا ږغ يو مستقر ږغ ندي، ځکه نو په سنسكريت کي په مستقل ډول نسته، او له پښتو څخه هم لکه د (ک ، که) خوا ته، او لکه د (ښ،ش) خوا ته ميل کوي. مثلاً د پښتو خر په سنسكريت کي کهر او د پښتو پخول په هندي کي پکاول سو، د خان کلمه هنديان كان وايي، پخپله په پښتو کي هم ځني قبايل چه د (خ) تلفظ کوي هغه کلمات بيا نور قبایل په (ښ، ش) اړوي مثلاً (خه، ښه، شه) چه دمخه د دې ابدال نقشه تاسي وليدله نو گویا (خ) د پښتو نیم مجرد توري دي او پوره استقلال او استقرار نلري.
څ: دا يو قسم صوت دي چه د (ت، س) یا (ث، ت) گډو اصواتو ته نزدې دي پخپله په سنسکریت او اوستا كي نسته، مگر نوري آريائي ژبي ئي لري، مثلاً روسي (خ) لري، د الماني ( تستZ) صوت هم دې ته نزدې دي.
ځ: دا صوت د (ز، ج) تر منځ ويل كيږي، په پاړسو کي عوض (ج) دي، مثلاً جان= ځان. هغه څوک چه دا صوت نسي اداکولائ، عوض ئې (ز) وايي، له دې معلوميږي چه د دغو دوو توريو له جنسه دي.
په سنسكريت کي دا ږغ نسته، بلکه د (ج) خوا ئې غالبه ده، مثلاً روج په سنسکریت کي روز ته وايي، چه په پښتو ئې روځ بولي، ارز په پارسي قدر او قیمت ته وايي چه (ز) په (ج) هم آوړي ارج او ارجمند ځيني جوړيږي، په سنسكريت کي هم ارج په دغه معنا دي. د پښتو ارځ او ارځیدل هم کټ مټ دغسي دي. مگر (ز=ج) په (ځ) اوښتي دي چه کله په (ز) هم ارزيدل ويل كيږي.
له دې څخه معلوميږي چه د (ځ) ږغ اصلاً په مرکزي آریائیانو کي و، مگر په هند او ايران کي په غوض نور نور ږغونه دريدلي دي. اوستا یو حرف لري، چه ږغ ئې (ځ) ته نزدې دي، هغه (ذdh ) دي، چه دا حرف هر وخت د مثلاً کلماتو منځ ته وي پوخذه pukhdha (پنځم )چه هغه (ذ) په پښتو (ځ) بدل شوې دي.
د: په سنسكريت کي غاښيز حرف دي چه په اوستا کي هم سته دا صوت عموماً په ټولو ژبو کي مشترک دي، سنسكريت ئې مركب صوت (دهـ) هم لري مثلاً:
اوستا: (د) لکه درفش drafsha ( بيرق ) مجرد ږغ D
سنسکریت: (د) لکه دته datta (داده) مجرد ږغ D
سنسکریت: (دهـ) لکه دهرم dharm ا(نصاف ، مذهب) مركب ږغ Dh
مرکب ته نزدې پښتو ږغ لکه در (بطرف مخاطب) دي (هست) دال زورکی لري.
ډ: دا حرف اوستا نلري، په سنسكريت کي سته او مركب صوت (ډهـ) هم لري، داسي معلوميږي، چه د (ډ) طبیعت شرقي دي، که بخدي د آریا مرکزي ځاي وگڼو نو غربي خوا ته دغه توري نه ويل کيږي، شرقي خوا ته سته مثلاً:
سنسکریت(ډ) لکه ډاین dayan (ساحره) مجرد ږغ D
سنسکریت(ډهـ) دهگ Dig (خوا، نزدې) مرکب ږغ Dh
پښتو ږغ چه مجرد دي لکه ډم (آب ایستاده) ډب (زمین عمیق) د زور لري.
پښتو ږغ چه مرکب ته نزدې دي ډم (مطرب) ډب (اسم صوت) ډ زورکی لري.
ر: په اکثرو آريائي ژبو او په اوستا او سنسكريت کي سته دا توري په سنسكريت کي نيم صوتي semi vowel كيف هم لري، مثلاً:
اوستا:( ر) لکه رتو ratu (سردار ديني) مفرد ږغ R
سنسکریت: (ر) لکه راج raj (حکومت) مفرد ږغ R
ړ: د دې توري طبيعت هم شرقي دي، اوستا او پارسي ئې نلري، پښتو او سنسکریت دا ږغ لري او په مخرج کي د (ر) او (ډ) تر منځ ويل کيږي، په سنسكريت کي د کلماتو په سرکي ډيره لږ وي، مگر په منځ او پاي کي ډيره ده مثلاً:
سنسکریت: (ړ) لکه ړوړا rora (ډبره) مفرد ږغ R
پښتو: (ړ) لکه ړوند، پړ، پړاو، او نور.
ز: سنسکریت دا ږغ نلري، په عوض کي (ج) وايي لکه (روز ـ روج) یا (زانو=جانو) يا (زن=جني) د دې توري طبيعت غربي دي او په پښتو کي متعدد ساري لري، مثلاً کله په (ژ) کله په (ج) کله په (ځ) اوړي. مثال: اوستا: (ز) لکه زاته Zata (زاده) مفرد ږغ Z.
ژ: دا ږغ هم سنسکریت نلري، او په پښتو کي مستقلاً موجود دي، اوستائي هم لري. مثلاً ژنو Znu (زانو). دا حرف هم په پښتو کي د (ز، ج) سره خپلوي لري، مثلاً (ژبه=زبه=جبه) چه درې ډوله ويله کيږي. خو طبيعت ئې غربي دي، د شرق خوا ته چه نزدې کیږي، په (ج) اوړي، لکه د پارسي (اژدر) او د سنسکریت اجگر.
ږ: لکه دمخه چه تاسي ته وويل سوه، دا توري مركب صوت لري، نو ځکه متغير دي، له تيري نقشې څخه ئې تاسي ته د ږغ تغییر هم ښکاره سو، په سنسکریت او اوستا کي د دې نظير نسته، له (ژ،ج) سره اوړي مثلاً:
کژ = کج = کوږ یا اژدهار = اږدهار اما پخپله پښتانه ئې د (گ) ساري گڼي.
س: په سنسكريت کي له مهمو حروفو څخه دي، په اوستا کي هم سته په اکثرو ژبو کي دا ږغ عام دي، مثلاً
سنسکریت: (س) لکه سات sat (اوه) مجرد ږغ S
اوستا: (س) لکه ستو stu (ستایل) مجرد ږغ S
په پښتو کي دا ږغ (څ) ته نزديوالي لري او کله کله سره اوړي هم مثلاً سرگند، څرگند.
ش: دا هم مهموس حرف دي، په سنسكريت او په اوستا کي اوستا کي سته مثلاً:
اوستا: (ش) لکه هورشته hvarshta (ښه رشه) مفرد ږغ Sh
سنسکریت: (ش) لکه شاپت sapit (معلون) مفرد ږغ Sh
ښ: دمخه مو توري په مرکب صوت سره در وښوه د دې صوت نطاير په آريائي ژبو کي سته، مثلاً روسي
کټ مټ (ښ) لري، دغسي هم په اوستا کي يو مشدد (ش) سته چه شکل ئي هم بيل دي مثلاً شاته shata (يعني ښاد) چه په پارسي (شاد) شوي دي. دا ږغ د پښتو (ښ) ته نزدې دي، او په پښتو ئې هم عوض دغه (ښ) دي.
سنسکریت هم یو بل راز (ش) لري چه ږغ ئې له اصلي (ش) څخه بيل دي، او جلا شکل هم لري، د ژبي سر چه په تالو پوري ونښلي، دا ږغ ادا کیږي، د پښتو (ښ) اصلي مخرج هم دغه دي چه وروسته په (ښ=خ) او (خ) بدل سوي دي. د سنسكريت دغه راز (ښ) مركب صوت هم لري؛ او د هند په ښاروکي مختلف ږغونه لري. مثلاً کله د (ک) سره گډ سي او د (کش،کهي،چه) ږغ ورکوي لكه لكشمي=لكهمي=لچهمي (دولت) دا رغ په پاړسو کي په (ش) اوړي، مثلاً د پښتو کښت په پارسي کشت چه په برج بهاشا ژبه کهیت شوي دي، او لدغو ټولو مثالو څخه د دغه توري مركب والي ثابتيږي.
غ: په حقيقت کي دا توري او (گ) له يوې کورنۍ دي، د سنسكريت او اوستا په حلقي توريو کي آوازونه سته، اوستا یو ږغ (گه) لري، چه پښتو ږغ ته نزدې دي، سنسکریت هم دغسي ږغ لري، مثلاً:
سنسکریت: (گه) لکه گهات ghat (وژل) مرکب ږغ Gh
اوستا: گه لکه گهژر ghzar (موج) مركب ږغ Gh
نو د (غ) ږغ په پښتو کي مجرد و، مگر په شرقي هجرت کي د هند خوا ته دا ږغ (گ) ته مايل سو، او يو راز صوت ځيني پيدا سو، چه د (گ=غ) تر منځ دي، لکه داغ = داگه= شغال = شگال.
ک: په اوستا او په سنسكريت کي سته، چه بل مرکب ډول (که) هم لري. مگر د اوستا صوت ئې پښتو ته نزدې، او د سنسکریت ږغ ئې هم هغسي په حلق کي اداء کيږي، او لږ اداء كيږي، او لږ څه لیري دي. د دې توري طبيعت د (خ) خوا ته نزدې دي، او د سنسکریت ږغ ئې هم هغسي په حلق کي اداء کيږي. نو گویا دغه (ک=که) شرقي لوري ته تل د (خ) نمايندگي کوي، ځکه چه شرقي آريائيان (خ) نشي ويلاي.
اوستا: (ک) لکه کامه Kama (کام) مجرد ږغ K
سنسکریت: (ک) = کاټ kat (كاټ) مجرد ږغ K
(که) = کهال khal (پوست، ډنډ) مرکب ږغ Kh
گ: په اوستا کي مجرد ږغ (گ) او په سنسكريت کي هم سته، مگر د سنسکریت ږغ ئې خورا په حلق کي ادا کيږي، چه کټ مټ د پښتو سره يو راز ندي او د حلقي توريو طبیعت هم دغه دي چه پخپل شرقي هجرت کي خورا پسې حلقي كيږي، مثلاً:
اوستا: (گ) لکه گامه gama (گام) مجرد ږغ G
سنسکریت: (گ) لکه گوند gond (گند) مجرد ږغ G
په سنسکریت کي که دا ږغ مرکب سي (گه) نو (غ) ته نزدې کیږي، لکه دمخه چه وويل سوه.
ل: دا ږغ په اوستا كي نسته، او نه په زړه پاړسو کي و، مگر په پهلوي کي پيدا سوی دي. په اوستا کي عوض خپل قریب المخرج توري (ر) و، او په سنسكريت کي کله (ر) او کله (ل) وي په حقيقت کي (ل، ر) په اکثرو آريائي ژبو کي سره اوړي، د پښتو دیوال په پاړسو ديوار دي، چه په انگليسي که هم دغه ريښه وال wall سته. د سنسکریت (ل) په اوستا کي د (ر) ږغ وركوي مثلاً:
سنسکریت: شریلاس shrilas ( ښكلي)
اوستا: سريرو sriro (ښکلي)
سنسکریت: هو کلپته huklpta (ښه جوړ شوې)
اوستا: هو كرپته hukerepta (ښه جوړ شوې)
م: دا توري په اوستا او به سنسکریت کی سته په خيشومي اصواتو کي شميرل کيږي او په دغو دواړه ژبو کی عموماً سره يو دي او په پښتو او نورو آريائي ژبو کي هم عام دي، خو کله د (ن) سره اوړي مثلاً
لنبه = لمبه.
سنسکریت: (مه) لکه نامه nama (نوم) مجرد ږغ M
اوستا: مه لکه نمه nama(نوم) مجرد ږغ M
ن: په سنسكريت کي مجرد ږغ (نه) دي، او مرکب ږغ هم د پښتو (ڼ) په ډول سته. په اوستا کي هم د لومړي ډول په مقابل کي او هم د دوهم ډول په مقابل کي حروف سته چه دوهم صوت ئې د پښتو (ڼ) ته نزدې دي، او په تيينكو كي ويل كيږي:
اوستا: (ن) لكه نافيه nafya (ناف، نو) مجرد ږغ N
اوستا: (ان) لکه انتر antara (اندر، دننه) تقریباً مركب ږغ N
سنسکریت: (نه) لکه نابهی nabhi (نو، منځ) مجرد ږغ N
سنسکریت: (نه) لكه ورڼ vran (آماس) مركب ږغ N