32

عصر او د ده غورځنگ

د روښان پیر

د هجرت لسمه پیړی (۱۶) م) د اسيا په سیاسي او اجتماعي او هنري تحول کښي داسي زمانه ده چي په هند او ایران او عثماني تركي هيواد کښي د فیوډالي نظام جرړي خورا ټينگي سوي او د شاهنشاهی لوړ پوړ نه رسېدلي وي. په (۹۳۲ ق) (۱۵۲۵م) کال بابرشاه له کابله ولاړ او په پاني پت کښي ني سلطان ابراهيم لودي افغان پاچا وواژه او د گورگاني پاچهی بنیاد نې په ډهلي کښي ټینگ کی ددې کورنۍ لویه شاهنشاهي تقريباً دوه قرنه پر ټول هندوستان تر کابل او کندهار او کله کله تر بلخه چلېده او د شاهي غښتلي نظام ټول هغه خاصیتونه ئې لرل چي هنر او درباري ادب او تجارت او صنایع و ده پکښي کوي او د بدایانو ډله پر ټول اولس باندي د شاهنشاهانو په مرسته بریالي کيږي په ایران کښي هم په دغه وخت کښي د صفويانو شاهي کورنۍ د خپل اقتدار لوړي خوکی ته رسېدلي وه او کله کله به ئې لاسونه د کندهار د زاړه ښار تر ټينگي کلا پوري هم را اور دول د افغانستان شمالی خواوي چي دمخه د غزنویانو او غوريانو او بیا د هرات د تېموریانو د شاهنشاهیو لېچونه گڼل کيدي، له خپله مركزه بيلي سوي او د ځينو داسي خانانو تر لاس لاندي وي چي د هند د کورگاني او د ايران له صفوي دربارونو سره به ئې دغري وهلي او په حقيقت کښي د افغانستان سيمي ددغو درو فیوډالي غښتلو نظامو تر منخ د جگړو او مقابلو ډگر و دلته به تل ظالم حکمرانان د توري تر سیوري لاندي ناست وه له

خلکو څخه به نې مالیات ،ټولول او دغه پروتونه به تلل چي په اگره او اصفهان کښي لویی لویی مانی په وداني سي د پاچاهي در بارونو د ښکلا او آرایښت او سمبالولو سامان په حوړ سي نو په هغه اندازه چي هنر او صنعت او تجارت او عیش او نشاط په هغو پایتختونو کښي وده کوله دغه سیمي او خلک به خوارېدل او مخکي به ئې شاړي کېدې ښارونه به ئې ورانېدل او پر وگړو به ئې داسي ظلمونه کېدل چي د ويلو وړ نه دي. ددي زماني د اجتماع غړي یا پوونده وو چي د کوچیانو په دود به د خپلو غېلو سره په غرو او دښتو کښي په اورشوگانو پسی گرزیدل او دا ډله د نورو د غذا او د ابتدائی ثروت د پیدا کولو لومړی سرچینه وه او د دوی ژوند په خورا سادگی تبریدی له مدنیته او ښاري ژونده محروم وه هنر او صنعت د علم او د ژوندانه ښيگړو په دوي کښي وده نه سوای کولای او دا د ژوندانه هغه دوره ده چي د بېټ نیکه په دې زاړه شعر کښي تصوير کيږي 

دلته دي د غرو لمني 

زموږ کېږدۍ دي پکښي پلني 

دلته لي زموږ اور بل دئ 

وور کورگی دئ، وور برجل دئ

 دا وگړي ډېر کړي خدايه ! 

لویه خدایه ، لویه خدایه!


دوهمه اجتماعی ډله چي د کلو او کروندو پر سمسورو مخکو اوسېدله کرونکي او خواریکښ دیگانان وه یا هغه قبيلوي لېږدېدونکي خلک وه چي څړ ځايونه به پر تنگ سول نو به دوی د نوو ورشوو په تلاښ کښي تلل او هر ځای چي به ني سمسور او د خپل ژوندانه لپاره ور وليد هلته به ئې مېنه جوړوله کلی او چمنونه او کندرونه به ئې ودانول پټي او کروندې به ئې کرلي اوبه او د هستوگني ځايونه او مخکي او څړتونونه او تپې به ئې سره وېشلې خو د مخکو او سیمو د مالکیت دورې ته نه وه رسېدلی گرد مخکي د گردو خلکو وي او هری کورنی یولس کلنۍ برخه درلوده چي تر هر لسو کالو وروسته به بیا گرده پټي د گردو ملکیت کبدی او نوی ویش به کبدی ددي اجتماعی نظام وروستنی منظم سیستم هغه دی چي په تاريخ کښي د شيخ ملي دفتر بلل کيږي او په پنځلسم ميلادي قرن کښي د خيبر هغي خواته تر اباسینده پوري خپور و (۲) خو چي په (۱۸۶۹م) کال د پرنگیانو استعمار په خانی ملکیت سره راواړاوه او په بندوبست مشهور دي. کله چی د هند د کورگانیانو د شاهنشاهی قوت پر دغه اجتماعی نظام غالب سو نو د شیخ ملی دفتر له سمو څخه غرو ته وخوت او د خانانو له ملکیتونو څخه په گوښو او بوښو کښي پټ سو د خوشحال خان په وخت کښي چي د کورگاني شاهانو قدرت خپلي ډيري لوړتيا ته رسېدلی و، د شیخ ملي دفتر پټ پټ په قبايلو کښي چلېدئ : 

په سوات کي دي دوه څيزه که خفي دي که جلي "مخزن" د دروېزه دی یا دفتر د شيخ ملي [خوشحال خان خټک]


دریمه ډله خلک په ښارو او کلیو او بانډو کښي ځني کسب گران او صنعت کاران او سوداگران یا دکانداران وو چي مدني ژوند ني درلود او په ښاري دودونو روږد وو، دوی به د ملوک الطوایف د غښتلي نظام لپاره په کار او کسب تگ راتگ، جوړولو او ودانولو بوخت وه او د دوی د سعی او عمل غورزگي به د لوړو ډلو د عيش او سترخوان ته وتله خو دوی به په ښارو او کلیو کښي لږ څه سوکه ژوند کاوه او د کلتور په تحول او خپرونه کښي ئې تکړه لاسونه ښورول. کله چی سړی د پښتونخوا د تاریخ پاني سره اړوي نو دغه ډله ويني چي دوی ډول ډول هنرونه لکه : اوودنه، ښکلونه لوښي جوړونه و دانونه انځورونه لیکنه موسیقی ادب او داسي نور ډېر د ژوندانه ښېگړي د ملوکی نظام تر سیوري لاندي روزلي او خواره کړي او د مدنيت او هنر او ادب کروندي ني سمسوري کړي دي. خلرمه لوړه او غښتلې ډله ملوک الطوایف او حکمرانان او لښکر کشان او درباریان او د دوی ملگري فرعي ډلي لکه : روحانیان او ملایان او پیران وو او کله چي به د هغو نورو ډلو څخه ځيني غښتلي او بريالي راووتل نو به هغه هم په دې لوړه ډله کښي درېدل او د شاهانو او دربارونو په زور به ئې واړه يا غټ ملوكي مراکز جوړول لکه ملک شاه منصور يوسفزي چي خپله لور بي بي مبارکه ني بابر شاه ته واده کړه او خان نې ددغه پاچا په دربار کي داخل کی (۳) یاد خوشحال خان خټک کورنی چي د ډهلي د واکمنو له خوا ددي سيمي مشران او جاگیر داران وه یا مثلاً له روحانیونو څخه خواجه عبیدالله احرار د امو په شمال او جنوب کښي د دوني مځکو او جایدادونو خاوند و چي خانته ني مستوفیان لرل، (۴) او ملا عبدالله سلطان پوري شيخ الاسلام چي په هند کښي د روښان معاصر و کله چی په ۹۹۰) ق ) (۱۵۸۱م) مړ سو، دېرش ملیونه روپی ځیني پاته سوي  د روښان پیر د غورځنگ او راوتلو اجتماعی علل موږ دده د عصر او اجتماعی احوال او د ټولني د ډله ییزو اوضاعو او روحياتو په څېړنه کښي موندلای سو. د دغسي اجتماعي احوال او ډله ییز نظام طبيعي خاصيت هم دادئ جي گرده نوري ډلي فقط د پاسنۍ ډلي لپاره استحصاليږي او د دوي کار او زيار غتي گټي هم هغه ډله څتني چي د اجتماع لوړي څوکۍ ته ختلي وي او د خپلو استحصالي گټو وټو لپاره يو له بله سره مله وي. د روښان پیر د پیدا کېدلو په زمانه کښي پونده گان او کرونکی او کسب کاران او خواري کښانو د ملوک طوایف په مېچنه کښي داسي دل کېدل چي د دوي د مظلومیت او ناورین داستانونه ډېر ترخه دي. د پنځلسم قرن په لومړۍ نيمي کښي (۸۱۲) – ۸۵۳ ق ۱۴۰۹ – ۱۴۴۹ م) میرزا الغ بیگ د سلطان ابوسعید کورگان زوی د کابل پاچا و ده د کوچیانو یوسفزو ډېر مشران د کابل په سیاه سنگ کښي تر تیغ تېر کړل چي پاته يوسفزی او کند او زمند قبایل ځني ولاړل او له پېښوره تر سوانه میشته سول (۶) په ۹۲۵ ق ۱۵۱۹ م کال بابرشاه له کابله راووت او په پختيا کښي نې دا د رمان پوونده قبایل دونی ووژل چي د دوي له ككريو څخه يوه لوړه مناره جوړه سوه (۷) او تر دې دمخه چي بابر په ۹۱۳) ق (۱۵۰۷ م کال له غلجو څخه سل زره پسونه تالا کړي وو دوي ني دوني وژلي وه چي د ککریو څخه نې خلي جوړ کړي وه. (۸) د ظالمو حکمرانانو دغه ظلمونه پر ټولو خلکو باندي ډول ډول کېدل، حتى چي د دوی خدمتگاران هم خني خلاص نه وه، په (۸۰۱) تی ۱۳۹۸ م امیر تیمور د خپل زوی میرانشاه پر درباریانو په قهر سو او له دوی څخه نې څو تنه عالمان او هنرمندان ووژل. (۹) او د سمرقند دوه تنه ماهر معماران نې له دې جهته مړه کړل چي ولي نې د مدرسې دالان د مسجد تر دالان جگ جوړ کړی دی؟ (۱۰) د بشریت تاریخ د قهر او غصب او وینو بهولو او د انسانانو د وژلو او پوپناه کولو په ډیرو ویرجنو واقعاتو لړلي دئ مگر ظلم او تجاوز او تالا او تیری تل په مظلومو خلکو کښي قهرمانان هم پیدا کوي او تالا سوي ويرژلې ډله د هر تېري په مقابل کښي خپله تره او کرکه په ډول ډول راباسي چي يو شكل نې د تاريخي اتلانو او ملي مېړونو راوتل او د خلکو ډله ییز غورځنگونه دي. دن کله کله له وگړني ډلي او لاندي مظلومو او استحصال سوو او انسانانو د ویرژنو احساساتو او د ناورین و هلو و گرو د خوږمنو جذباتو ښکارندوی او خواخوږي سړي له نورو ډلو څخه راځي او د دوی د نجات لپاره لارښوونه او مشرتوب کوي او کله کله سربازي او د اتلتوب چاری هم تر سره کوي روښان پیر د افغانستان په تاريخ کښي د هند د کورگانی امپراتورانو مخي ته د دغسي اتل ځای لري چي د خپلي روحاني ډلي څخه د وگړو د نجات لپاره د شاهنشاهانو د برياليو لښکرو مخي ته درېدلی جنگیدلی بریالی سوئ مات سوئ او وژل سوی دی. دی په خیر البیان کښي مكرراً خان عامی) بولي يعني وگړی لکه چی تاسی دمخه ولوستل د افغانستان عام پونده کښت گران خواری کښان او کسب کاران او دهقانان ټوله د شاهنشاهانو او غټو خانانو د چور او چپاو په اور کښی الوی کېدل او د دوی ويني به زبېښلي کېدې، نو روښان پیر ددې تور نظام ماتولو ته هڅه کوله او حکمرانان به نی و عدل او انصاف ته رابلل د کندهار په سفر کښي د هغه ځای حکمران بیرم خان ته وايي : گفتم امیران و پادشاهان را حق تعالی از عدل خواهد پرستید و یک ذره عمل کسی را حق تعالی ضایع نگرداند بروی بنماید .... " (۱۱) په همدغه سفر کښي روښان پير يوه زړه ریږدېدونکي واقعه ولیده چي څنگه دده قوم مظلوم دی؟ او څنگه پردي بدايان دلته ظلمونه او تېري کوي؟ وايي چي ده په کندهار کښي يوه پښتنه مېرمن ولیده چي حکومتي سپاهيانو ئې د کوڅيو ويښتان د ژرندي په پله پوري تړلي وه او دا مظلومه ښځه د ژرندي د پله سره چورلېده نو روښان دونی متاثر سو چي د کورگانيانو سره ئې په خپل عمري جهاد لاس پوري کړ. (۱۲)