111

خوری

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

ته عاجزه سیاه سره نه یی لوي طاقت یی خوري 

کمزوري نه یی نیم وجود د بشريت يي خوري!

تا په میدان کی د میوند خپل امتحان ور کړي 

" الجزایر " کی نمو نه د لوړ قدرت یې خوري !

ادب جهان کی زرغونه یی په همت کی نازو 

پروین - فروغ شعر کی تو ته داد بيت يې خوړي ! 

غداره نه یی لو تماري دزړه احساس دي نه زه

ته رابعه یی ته وفا او صداقت یی خوري !

روزا الکز مبورگ یی ته د قر با نی میدان کی 

په تيخ سوري دهر فاشیست بی عدالت یی خوري !

ته قهرمانه مبارزه اینجا لادیوس یی

لکه دلمر نه پټیدونکی واقعیت یی خوري !



استعماری قدرت دستاد ارادو په مخ کی 

د تسلیم سر ایښی " ویتنام " کی ته همت یی خوری!

سوزان خپل سرد او کړ دحق او حقیقت په لار کی 

نه شوه له خپل عزم په شاها متانت یی خوري ! 

دایندیرا او نائیکی نه که پوښتنه وکړي 

هله به و پوهيزي ټوله سیاست یی خوري ! 

تا فلسطین د آزادی په لیار کی سرښندلی

ليلا خالد یی ته جرئت او شجاعت بی خوري ! 

و ځليدي د فضا زړه کی تریشکوایی ته 

کمبود یا کی نمونه دشهادت یی خوري ! 

نا يتنگل جوړه مسيحا شوه کریمیان جگړو کی 

دجبل تنبو کی د "لکشمی" دزړه قوت بی خوري !

تانه يوازي نوابغ روزلی خپله غیږ کی

ما دام "کوری" یی ته پخپله جوړ صنعت یی خوری!

که ته ړنده هم شی بینایی "کلر" کیدلای شی ته

په کون اوشل ځان نمونه دانسانیت یی خوري !


په هه یی ځکه ستا شعار دي مساوات اوصلح 

برتري نه غواړي په هیله د نهضت بی خوري!

ستا اراده به ستا له لاسوهتکړی ماتوي 

پاځه بیدار شه ته عزم او متانت یی خوری !

زما معصر می پت نه ډکی پښتنی خورکی 

پام خطا نشی لطیف جنس نه یی غیرت یی خوري !


۲۸ – ۵ - ۱۳۵۶