سریزه، سمون او نښلونی د پوهاند عبدالحی حبیبی
پنځوس کاله پخوا زه د هلمند د ناوې د آدم خان په کلي کي، د زړو کتابو د پيدا کولو په اسره، د هغه ځای په ماجتو کي گرځيدم.
لرغونی حجری او د خاورو او گرزونو ډکي طاقچی می پلټلې، چي ډیری زړی او ورستي پاڼي او کاغذونه به هلته، د خزدکو او خټکانو خوراک و.
دی سره شوړیدلو پاڼو ته چا له دی لاس نه وروی چی د زړو خطی او چاپ سوو قرآنو پاڼی به هم ورسره وی، او خلکو به په دی سبب چی د قرآن عظیم د څيرو او خوړينو سوو پاڼو بی احترامی و نه سی، دغه به یی په یوه زاړه نړیدلی قبر کی اچولی، یا به یی د ماجت په یوه گوښه طاقچه کی ایښوولی، چی د انسان یا حیوان تر پښو لاندی نه سی.
خلك ساده او نالوستی وو، نه پوهیدل، چی ښایی په دغو زړو گرز او دود وهلو پاڼو کی به د اسلافو د ارزښتمنو آثارو څخه، د کوم گټه ور کتاب څو پاڼی هم وی.
هغه وخت زما د ځوانی ورځی وی، له یوه کلی څخه به بل کلی ته پلی تلم، اولکی به می تر پښو کښلی چی گوندی داسی یو څه لاس ته راسی، چی هغه د خوندی کیدو وړ وی.
په دغه تمه او هيله، يوه ورځ، په یوه ماجت کی پر یوه خطی دود وهلی د گرزو ډکه، خزدکو خوړلی نسخه پیښ سوم. دا د حنفی فقه د فروعو د كنز الدقايق يوه د هند چاپ، بی سروپایه شوړیدلی نسخه وه چی د پاڼو په منځ کی یی څلور پاڼی په یوه بل ډول پرتی وی، خو د خزدكو د تطاول وار لا نه و ور رسیدلی.
دا پاڼی دولس نیم سانتی متره پسور او پنځلس سانتی متره اوږدوالی لری، خط یی بد او بی خونده نسخ، خو کله کله نستعلیق ته ورته دی. پر هغسی سپین کاعذ كښل سوی دی، چی په قندهار کی یی کوکانی کاغذ باله (ښایی خوقندی؟)
د مخو د ليكو عدد مختلف دی مثلا لومړى مخ ١٦ ليكي، دريم مخ ۱۱ ليكي، څلرم ۹ ليكي، او آخر مخ ١٢ ليكى لرى.
په لومړی لیدنه دا ښکاره سوه چی دا پاڼی پښتو دی، او تر لومړی مخ دمخه چی صفحه سپینه ده د متن په خط (هذا كتاب تذكرة اوليا ) پر کښل سوی دی.
د دی خط او املا لوستنه زما له پاره ډیر سخت کار و، لس کاله دا پاڼی زما سره نالوستی پاته سوی. خو په ۱۳۲۰ ش کال چی ما د پښتانه شعرأ لومړی ټوک چاپاوه نو می وکړای سوای پانی گرده ولولم، او د دغه کتاب د ٦٤ او ٦٥ مخ تر منځ، د اصلی پاڼو د عکسونو سره یو ځای، د پښتو ادبیاتو د پلټنی او گرویږنی ډگر ته را ووتلی.
د کتاب مولف سليمان د بارک خان زوی، په قوم ماکو سابزی، د ارغسان اوسیدونکی و چی په ٦١٢ هجری قمری کال یی دا د اولیاوو تذکره کښلی وه.
سليمان د تذکری د دغو څلورو پاڼو تاریخی او ادبی ارزښت له دی جهته ډیر دی، چی د پښتو نثر ډیره لرغونی نمونه موږ ته را سپاری، او بیا دری سوه کاله وروسته موږ د پير روښان او اخوند درویزه مسجع نثرونه لرو، خو د سليمان ماکو د نثر په توگه، بله پخوانی نسخه تر اوسه نلرو.
كله چی د دی تذکری دغه پاڼی پیدا سوی، هغه می په دی دا وروسته پنځوسو کلو کی پښتانه شعرأ او د پښتو ادبياتو تاریخ (دوهم ټوک) کی معرفی کړی، او نوری مقالی او څیرنی می هم پر خپری کړی، چی د هېواد په داخل او خارج کی د پوهانو د توجه وړ وگرزیدی.
اوس زما زلمی شاگرد، ښاغلی هیواد مل همت وکئ، او دغه سره پاشلی لیکنی او یادونی یی سره را غونډی کړی چی دا دی اوس اصله لاس ته راغلی نسخه او د هغی نقل د متن په توگه، او زما ځنی څیړنی او څرگندونی یی د مقدمی شرحو او تعليقاتو په توگه يو ځای ورسره خپریږی.
زه د ښاغلی زلمی د دی زیار مننه کوم، او ده ته د پوهی او څیړنی د زیاتوالی او توفیق غواړم، چی سبا ته په حقه زموږ ځای ونیسی.
کابل، جمال مینه ٦١،٢،٢٠
د پښتو خادم: عبدالحی حبیبی