32

عبد القادر خان

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

د خوشحال خان بل زوی عبدالقادر خان چی ۱۱۰۰هـ کال په شاوخوا کی ژوندی و، د پښتو له ښو قصیده سرا يانو څخه و. دی د خوشحال خان د مكتب پیاوړی او لومړی شا گرد دیء. اود شعر په ښيگړو او ادبی مزایا وو کی پس له پلاره دی استاد گڼل کیږی. د ده وروڼه هم د پښتو مقتدر شاعران دی خو پخپله اشرف خان هجری هم عبد القادر پس له پلاره په لومړی پور شاگردانو کی گڼی او وائی:

اوس ئی وايه حقیقت د شاگر دانو

چی هر يو له دې هنره بهره ور دی

قادرخان که بحر بولم دروغ ندی

چی ئی فکر د اصلی درو مصدر دی

د عبدالقادر خان له قصيدو څخه اوس موږ فقط نه قصیدی د ده په چاپی دیو ان کی مومو، چی ما په ۱۳۱۸

ش کال له قندهاره چاپ او خپور کړیء دىء.

په د غو قصیدو کی ثنا، عرفان، حکمت، موعظت رثاء، شکوه، انتقاد او منظر نگاری ټوله سته اوځینی قصائد ئی ښکلی تشبیبونه هم لری.

عبدالقادر د وینا په روانی او خوږ تابه کی خپل پلار ته ورته دی، او په لفظ اومعنی کی هغسی پیاوړتوب لری، او غزل ئی ډیره مستانه ده، مگر په قصيده کی ئی روحانی رنگ غالب دی، او هغه مطالب وایی چی سنائی پس له خپلی فکری او ښتنی، پخپلو عرفانی قصيدو کی ویلی وه.

ښایی دا به د هغه څه اثروی، چی عبدالقادر د خپل سیاسی کړاو او بیلتانه په وخت کی د نقشبندی طریقی د يوه مشهور عارف شیخ سعدی لاهوری لاس نیوی کړی و او دغه طريقت به د ده فکر خاص هغو معناووته گرزولی وی، چی د یوه مطيع مريد سره ښائی.

د عبد القادر په غزلو کی شور اومستی او د تعزل ښکلی آهنگ او د شاعريت مظاهر د يرسته، په قصيده کی یی دغه مزایا لږوی. که څه هم پر الفاظو بشپړه سلطه لری خو د فنی تخلیقاتو اندازه ئی په قصیده کی لږده او په واعظانه ډول خپل مطالب سیده اداکوی. مثلاً د جهانداری او سیاست د ښيگړو په تلقین کی د ده له قصیدو څخه دغسی بیتونه راوزی:

 چی د ظلم اور ئی بل کړ په عالم کی

ظالمان به ځان سوخته په دغه نار کا

پخپل ځان باندی ستم کا نه پوهیږی

چی ستم په بی وزلانو ستمگار کا

چی پرتله تر پلی لا د سپاره سخت دی

بډائی په پلی ولی شهسوار کا

لا يزال دی سلطنت د گدايانو

د زوال ويره ئې نشته نه ئی ډار کا

د پښتو شاعرانو په وینا کی د میړه او میړنتوب د صفاتو په څرگندونه کی ښه ذخیره سته، او دا د پښتو د اخلاقی شاعرۍ یوه غوره برخه ده. خو هرشاعرد خپل فکری استعداده سره د دغو صفاتو څرگندونه او څيړنه کړی ده اوخپل نظرئی د میړه د لازمی صفا تو په شرح کی ښکاره کړی دی چی موږ له دغه ډول اشعارو څخه د هغه شاعر فکری سویه اود ده د فکر مجاری معلومولای سو، مثلااًخوشحال خان د مرد په ستاینه کی د ده لپاره دغه صفات ضروری ګڼی: 

مرد هغه چی همت ناك بركت ناك

دعالمه سره خوږ په زيست و ژواك

مخ یی مخ، قول ئی قول، عهد یی عهد

نه دروغ، نه ئی فریب، نه تش تپاك

چی خبره د پستۍ د بلندۍ شی

په لوئی لکه آسمان، په پستیۍ خاك

په تمکین کی لکه سبر، به پستۍ کی

په هر لور څانگی  ږنگری لكه تاك

لکه گل شگفته روی تازه په باغ کی

همیشه د ښو بلبلو پر بلغاك

د خوشحال خان د تصور او تخیل نیلی د میړنتابه په څرگندونه او توضیح کی تل د پښتنوالی او مادی

نړۍ پرډ گیر ځغلی له ژوندانه سره اړه لری، اود ژوندانه خبری کوی.

مگر د ده د زوی د تخیل چاپیر بیل دی. د عبد القادر په تصویر کی د ملائیت ځینی نخښی ښکاری او داسی څرگندیږی، چی، د مدرسی او خانقاء ماحول د ده په  قصیدہ کی اوڅار اثرونه پریښی دی. او هغه څه چی خوشحال خان د میرنتابه په لوازمو کی نه گڼل، د ده زوی هغه هم پکی داخل کړی دی، او دا هم د عصر د هغی خاصی دینی روحیی اغیزه ده، چی د ششرق أكثر اخلاقی شعر هم دغه رنگ لری حتی چی حضرت سنائی شاعرته هم د دغی لاری تلقین کوی او وائی:

توای مرد سخن پیشه! که بهر دام مشتی دون

 ز دین حق بما ندستی، به نیروی سخندانی

چه سستی دیدی از سنت، که رفتی سوی بيدينان

 چه تقصیر آمد از قرآن! که گشتی گرد لامانی

 عبدالقادر دمیړه په ستاینه کی دغسی مادی او دینی صفات سره گډوی. د ده يوه قصيده داسی شروع کیږی.


تردی وروسته زموږ د شاعر په تصور کی د خانقاهی تلقيناتو اثر داسی ښکاری:

په نعمت کی شکر کا، په محنت صبر

زړه ئی تینگ په مسبب نه په اسباب وی

په قضاد حق راضی خورم خورسند وی

ورته يو جنت دوزخ، ثواب، عقاب وی

يو زمانی زړه خالی نه وی له یادو

که په ناستی، که په تللو، که په خواب وی

اوامر لکه سنت ادا کوينه

پټ، څرگندله نواهی په اجتناب وی

که اشیا ورته ښکاره کما هی، شی

مناجات ئی زدنی علماً، يا وهاب وی

عام عالم ته ناست ښکاریږی په رفتار کی

د وصال ترشپی لا تله د ده شتاب وی

لا تاثیره ئی بد ښه، لکه سره زر شی

په لمبو د عشق سوخته لکه سیماب وی

څوچی گرزی د د نیا په خرابات کی

په باطن کی آبادان، ظاهر خراب وی

د ډك سيند غوندی آواز نکا بهیږی

نه پر شوره، پرغوغا لکه سیلاب وی

د دانا سوال، ځواب په ادب ور كا

و احمق ته یی په پټه خوله ځواب وی

د ښو بوی یی په همه د يار پریشان وی

درست وجود ئی په معنا د مشکناب وی

په ظاهر جامه له خلقه سره خلق

په باطن کی تابعین وی یا اصحاب وی

هغه مرد، ولی گڼه «عبدالقادره»

چی عمل ئی په سنت او په کتاب وی


و گوریء د فکري تحول آثار، چی له پلاره تر زویه پوری ئی څونی فرق کړیء دیء؟ د خوشحال ايديال میړه، یو عالی همت او پرخپل بول ولاړ، رښتين او دروند او د ورین تندی خاوند پښتون دی چی وسله ئی پسول او تکیه گاه ئی فقط خپل همت اوخپل مړوند دی مگر د عبدالقادرخان میړه یوشاعر اوصبور اوله خدایه ويريدونکی ذاکر اوپر کتاب اوسنت ټینگ او خاموش غوندی خانقاهی زاهد دی، چی تلقین ئی هم هغه له دنیا څخه فرار اود نفس او ژوندانه اود هوا او هوس د كوډلی و را نی ده.

عبدالقادر په يوه قصیده کی وایی:

د بقا بهبود ئی هیڅ نشته فانی ده

په دنیا چی مینه کاندی نادانی ده

د دنیا د خلقو کار راته ښکاره شو

د سیلاب په مخ ئی کړې ودانی ده

دا چی ته یی و دانی گڼی نا پوهه

د عاقل ترفهم عین و یرانی ده

عبدالقادر د خپل پلار خوشحال خان او خپل ورور معظم پر مرگ رثائی قصایدهم لری، مگرد دغو قصیدو فکری جوله هم هغسی خانقاهی او ملائی ده، د کوم خاص او نوی فکر پرورښت نه پکی ښکاری. خو سره د دی هم ځینی ادبی، د ويلو وړ معانی لري چی د خوشحال خان په و یرنه کی یی دغه بیتونه په ادبی لحاظ ښه دی:

اوښکی هم د وچیدو له ویری ولاړی

له تودی تیغنۍ می گرمه ټټر لا ده

د فراق په اور دی وسو نومی وچ شو

اوس می تل په وچو سترگو ستا ژړا ده

په بهانه د آه خپل دم راځینی د رومی

له همد مو بيهوده گله ځماده

له دې لنډې څیړنی څخه په پای کی موږ دا نتیجه اخلو، چی عبدالقادر شاعر دی، خو مفکر نه دی. پر الفاظو اوادبی تعابیرو کی قدرت لري، مگر د فکر غولى يې تنگ او محدود او په خانقاهی تلقیناتو کی نغښتلی دی. له ځانه سره د فکر کوم خاص اسلوب و جوړښت نه لری، او لکه خپل پلار موږ ته د یوې خاصی فکري دنيا نمایندگی نسی کولای. خو که د عبدالقادر په شاعرۍ کی کوم کمال او ښکلا وي هغه نو د ده په غزل کی ده، چې د پښتو غزلی په څیړنه کی به موږ ده ته بيا پوره برخه ورکوو.