32

په غوری دوره کی د ښکارندوی قصیده

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دوهم څپرکی

د پښتو قصیده خو د زمانی په رنگ و رنگیدله، اوله خپل چاپير څخه يې ډیرڅه په ځان کې ومنله. د عربی او پارسی ادب اغيزې ښې پکې ښکاره سوی، مگر بيا يې هم خپل سبک او آهنگ او خصوصیات خوندی کړل. د شيخ اسعدد غزنوی دورې تر پخوانی قصیدی وروسته موږ ته د غوری ښکارندوی يوه د ستاینی بو لـله، بیا هم په هغه پټه خزانه کې د درنو مرغلرو په څير را پا ته سوی او خوندی سوې ده، او دا ښکارندوی هغه پښتون ستايوال او پياوړی شاعر دی، چی د (۵۸۰ هـ ق) کال په شاوخواکې د غور په دربار کی اوسیدیء، او محمد بن علی د تاريخ سورى ليکوال د ده ، دبوللو يو غټ ديو ن په بست کې لیدلی و ( پټه خزانه). دغورله تاریخی لوړتيا او عظمته، او د سور له درنې شاهنشاهی کورنۍ څخه اوس موږ ته تشی دښارو کنډوالی،او د فیروز کوه یوجگ مینار پاته دی، چی د دغو پښتنو صنعتی ذوق او د عمران لیاقت ځنی څرگندیږی. خو د دغو پا تو آثارو سره سره د شیخ اسعد او د ښکارندوی ادبې مرغلرې هم د بليغو ا وغرا قصا يدو په لړ کې د پښتو ادب پرخول با ندې په ډير ځلا اورڼا بریښی.

 د سوریانو د درنی کورنی نامتو بريالی، او د هند فاتح سلطان معز لدين يا شهاب الدين خو د سلطان محمود په څير په وارو وارو د هند پر لور لښکرې بیولی او هلته یی د اسلام او عدالت او اخلاقو او تهذيب رڼا خپره

کړې ده.             (طبقات ناصری )

داسی ښکاری چې ښکارندوی د ده د دربار ستایوال شاعرهم په دغو جنگی سفروکی ورسره ملگری و، او کله چې شهنشاه پر اباسین باندې تيريدىء، نو ښکارندوی د ده په ستاينه کې يوه قصيده و يلى وه.

دا قصیده په پورتنی فنی دود له یوه پسرلنی تشبیبه شروع کیږی، او شاعر خپل نهایی قدرت د پسرلی د مناظر و په تصویر کی ښکاره کوی. كوم حيات، كوم حرکت، کوم نشاط او ښورښت چې د پښتونخوا په پسرلی کې سته، او د پارسی شعرد قصايدو د تشبیب یو ښکلی او په زړه پورې زیوردی، په دغه قصیده کې هم پروت دی لکه چې وایی:

د پسرلی ښکلونکی بیا کړه سينگارونه

بیا یی ولونل په غرونو کې لالوله

مځکه شنه، لاښونه شنه، لمنی شنی سوی

طيلسان زمردی واغوسته غرونه

د نسيب ادبی او فنی لوازم او ښیگړی خو دا دی چې شاعر، خپل مقصد ته يوه ډيره مناسبه اوسمه لار پیدا کی، اوخپل اوریدونکی په خوږوالفاظو اوپه زړه پوری مضمون داسی راکښیباسی، چی د ده هغه اصلی مقصد په پوره زړه او مطمئن نفس واروی. د قصيدې مضامین سره پورې او متناسب وی، استحال عقلى ونه لری (المعجم في معاييرا شعا را لعجم ).

درانه او خوا توری کلمات پکی نه وی او که ستاینه کوی هغه هم په داسی ډول وی چې ادب، نزاکت د مادح او ممدوح مقام په کی خوندی سوی وی. د ښکارندوی د قصیدی نسیب خو یو د ښکلا بهير، او د جمال انځور او د ښایست بیخی ښه منظردی. هر بيت يې په خپل ځای ښه ښکاری، او د ښکلا ترجمانی کوی، مثلا د گلو ښه بوی خو هر څوك ستا یی، مگر دغه مقصد په فنی ډول او لطيف تشبيه سره ادا کول، د پیاوړی شاعر کاردی. وایی:

هر پلو د گلو وږم دى لوتلی

ته واراغله له ختنه کاروانونه

دلته د پښتو د تشبيه له نا زکو آداتو څخه ته وا داسی لطافت لری،  چې دختن د کاروانو وږمی ډيری خوندورې کوی، او مضمون د حقیقت خواته نزدی کوی. له اغراقه يې پاکوی. ځكه چی اصلاً خو د ختن کاروانونه اوهغه هم په مشکونډ يو بارنه دی راغلی. مگر شاعر په خپل ادبی اعجاز د پسرلی له گلو څخه د غسی وږم تون جوړوی.

د قصيدې خورا دقیق او د ځیر تابه ځای هغه دی چې شاعر خپل قصد ته هڅه کوی، اوغواړی چې ستا پنی او ویرنی یا کوم بل مقصد ته مخه کی. په فنی ژبه دغه تخلص یا گریز د شاعر په مهارت اړه لری،  چې رکیک او سپک نسی. منوچهری د یوه نوروزی او بهاری نسیب په پای کې د خپل ممدوح بوسهل زوزنی ستاینې ته داسی د گریز لا ره مومی:

شاخ بنفشه بر سر زانو نهاده سر

ماننده مخالف بو سهل زوزنی

دا تخلص خوظا هراً دیرښه او ماهرانه ښکاری، مگر په انتقادی نظر خو لږ، څه سپکی هم لری. ځکه که دلته د بوسهل زوزنی مدح مطلب وی، نو د ده د مخااف تشبیه له شاخ بنفشه سره چې ډير دلچسپ او ښکلی او لطیف شی دی، ناوړه خبره ده.

خو د ښکارندوی تخلص، د حسن ادا او صنعتی لطافته ډك دى، او دلته د بلبل ستاینی چې د پسرلی د گلو په مدح کې خواږه ږغونه را باسی یا دوی، اوپه يوه خوږه تشبیه داسی د گریز لاره ځان ته پیدا کوی:

نه به چوڼی په ستاینه د جنډيو سورسی

نه به سور سم د سلطان په صفتونه

د شنسب د کهاله ختلی لمر دی

د پسرلی په دود ودان له ده رغونه

تر دې وروسته شاعر د ستا بنی ډ گرته ور دانگی، او د استاینه ټوله رزمی رنگ لری او د غوری سلطان مړانی، لښکرکشی، بریالیتاوې، زغلونه، او يونونه یا دوی. د تورو ځلا، د زمريو يرغل، د مځکو فتوحات د زلمو جنگی کارنامی، د هند د تورو مځکو لوټونه، د جگړ نو بهيرونه د ده د ستاینی موضوعونه دی، مگر د ستاینی دا ټول شاعرانه زيار او هڅه پر داسی خوا روانه ده، چې کوم فنى عيب نه لری. تشبيهونه، استعاری او کله کله اغراق خو د شاعری ښکلی پلوونه دی، مگر د ښکارندوی په دغو صنعتی تخلیقاتو کې کوم عقلى استحالت نسته، اودا د ده کمال دی چې د شعری صنايعو په پیچومو کې د اسی گرځی، چې د انسانی تصور او تعقل له دايری څخه نه وځی چې سبا فنی نقادان د ده شعر ته گوته ونیسی، او ووایی، چې شاعر د مداحۍ په څپو کې هسی لاهو سوى دى چې د تعقل ترحد د باندې وتلی دی.

مثلاً شمس الدین بن قیس رازی د اووم هجری قرن نقاد د انوری دا بیت د عقلی استحالت له پلوه غندی او دا د ده د شعرناولتوب بولی، چې خپل ممدوح په داسی ډول ستا یی، چې عقل یې نه منی، انوری وایی:

اگر فنا در هستی بگل براند اید

تراچه باك نه ذات تو مستعد فناست

داسی فنی عیوب د لویو او مشهورو شاعرانو په آثارو کي هم لیدل کیږی. د عربو متنبی غوندی شاعر هم

د مداحی په زغل کې داسی ټكری خوری، چې وروستنی کره کتونکی د ده دا بيت ډيرغندی، او هغه رازی وایی چې په دی بیت کې متنبی د خپلی مورپر اوږو سپریږی او د ممدوح مخی ته ځی.

لو استطعت ركبت الناس كلمهم

الى سعيد بن عبدالله بعرانا

یعنی ما کولای سوای توله خلق به می اوښان کړی وای، او پر هغو باندی به سپور د سعید حضور ته تللای وای.

رښتيا هم داده: چې د شاعر دغه مضمون افرینی او ستاينه ډيره بارده او رکیکه ده او د انتقاد گوته ورته نيوله کیږی. اوس نو تاسی د ښکارندوی دغه طبیعی او معقوله ستاينه چې له عقلى استحالته تشه ده او هیڅ رکاکت نه لری هم لوستلای سوای، چې څو بیتونه يې را اخلم:

په جوپو جوپو جگړن یی هند ته یون کا

چې د غور بادار همت كا په زغلونه

څپان سیند یی هم له داره وہ ایلایی کا

پر اوږ ووړی د غور یا نو ښه ايرو نه

په هر کال اټک د ده ښه راغلی کاندی

غوړوی په څنډو خپل پاسته سالونه

پښتونخوا ښکلی زلمی چې زغلی هند ته

نو آغلیه پیغله کاندی اتڼونه

دلته به موږ د تاریخ هغه وقوعی او رښتیانی مناظر را پیدا کو، چی د غوریا نو کاروانونه هند ته روان دی او د اباسین پرڅپانو او بو باندی د دوی بېړۍ نڅا کوی او د سيند غاړې په پستو ریگو فرش دی، اوپه دې خوښۍ کی ښکلی پیغلی د اټک پر گذرگاه خاندی او ناڅی. ښایی چې ځینی لوستونکی به دلته داغواړی چې د پښتو قصیدی فکری ذخیره، او د ستاینی د دغې قصيدې اجتماعی او ادبی اړخونه او د شاعر د فکر قدر او قیمت د ټولنی په تطور کې په انتقادی نظر او کره کتی سره واوری. خو زه به دغه مباحث د دې څيړنو آخرينو برخو ته پريږدم مگر دا نکته به اوس هم ووايم، چې د پښتون شاعر د تفکر او تخيل جولانگاه هماغه د پښتو او پښتنوالی ښکلی او واقعی غولی دی، او دغه پښتانه زلمی چې د جگړي مهيب ډگر ته په خندا او نڅا زغلی، اود یوه لوی ملی مقصد لپاره سرونه با یلی، دوی له کاڼو بوټو څخه نه دی پیداسوی، دغه ښايسته او آغلی پیغلی د دوی خویندی میندی اوخپلی دی. پر دوی خپل زلمی گران دی، خو بیا هم د دوی د فراق او بیلتانه پروخت له خوښۍ ا و نشاطه اتڼونه کوی او خپله خوښی د اتڼ او نڅا په زړه وړونکو نندارو کې ښکاره کوی. دا ولی ؟ ځکه دلته یو لوی هدف او لوړه غایه مخی ته ده. دغه هم د پښتانه شاعر اود پښتو ادب هغه امتیازی ټکی دی.