32

ریدی خان مهمند د (محمود نامې) ناظم

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ریدی خان مهمند د غیاث خان زوی او د مسعود خان لمسی دی چي پلرونه یې د کندهار شرقي خوا د مهمندو په کلي کي اوسېدل، غياث خان د مرحوم حاجي ميرويس خان د ملگری ؤ او په خپله ریدی خان د محمد هوتک معاصر دی په(۳۱۱۶ هـ) اصفهان ته ولاړ او هلته د اعليحضرت شاه محمود بريالي سره وو له هغه ځايه چي راغی، د هغه اعلیحضرت د فتوحاتو په احوال کې (محمود نامه) نظم کړه چي څلور زره بيته وه. داسي ښکاري چي ريدي خان په دغه خپل کتاب کي د مرحوم حاجي میرویس خان د ملي نهضته رانيولې بيا د اصفهان تر فتح پوري ټوله وقایع په پښتو خواږه مثنوي نظم کړي دي.

محمد هوتک په پټه خزانه کي له دغه کتابه يو باب رانقل کوي چي د حاجي ميرويس خان د ملي مجاهدت او د گرگين د وژلو قصې دي.