په پښتو شاعرۍ کی استازی
د ايشيا د شاعرۍ يو ډیر په زړه پوری ټوک هغه مضامین دی چی شاعر یی دعشق په دنیا کی د قاصد له پاره پیدا کوی.
د مینی په نړۍ کی استازی ډیره درنه وظیفه لری او دې تل د مین د درد او سوی او نریو احساساتو حاصل وی.
فارسی شاعرانو هم د قاصد او نامی په باب ډیری مضمون آفرینی کړی دی او د شاعرانو دیوانونه په دغه باب کی په ښکلو او نوو مضامينو ښايسته شوی دی مثلا يوه شاعر خپلی نارې او غلبلی د قاصد په توګه استعمال کړې خو هيڅ اغيزه يې ونکړه نو یی په عوض کی اوښکی پسی واستولی:
اشک را قاصد کویش کنم ای ناله بمان!
زانکه صد بار برفتی اثری نیست ترا
مګر اوښکو هم دغه کارو نکړای شوای ځکه چی یو دریاب ځنی جوړ شو او د عشق لار یی بالکل خړوبه کړه دلته نو شاعر مجبور شو چی خپله نامه د ماهی په وزر پو رې وتړی او په دغه درياب يې کې لاهوکی:
بعد ازین نامه خود بر پر ماهی بندم
که ره عشق تو پر آب شد از دیده من
جهانګیر د هندوستان پاچا د ګل پر پاڼی خپله نامه لیکی او وایی:
ما نامه ببرگ گل نوشتیم
شاید که صبا باو رساند
اخترى يو هراتی شاعر د خپل مکتوب له پاره پروانه قاصد کوی، ځکه چی فقط همدغه پتڼ کولای سی چی د زړه سوی نقل کاندی:
عاقبت مکتوب مارا سوی او پروانه برد
طاقت سوزدلم بال و پری دیگر نداشت
پخوا به د اوسنۍ طیاری پرځای مکتوبونه کوترو وړل او په دغه زمینه کی یوم شاعر داسی مضمون آفرینی کوله:
شب که در دل رقم نامه دلبر می شد
دیده هر قطره که میریخت کبوتر می شد
صائب پخپله د مکتوب هره ليکه شهپر جبریل ګڼی:
هر سطر کار شهپر جبریل میکند
این نامه را ببال کبوتر چه حاجت است
په عربی شاعرۍ کی اکثراً نسیم د قاصد وظیفه اجرا کوی او دغه لطيف عنصر د اوسنی پوسته رسوونکی کار کوی. یوشا عر وایی:
ياريح! اذا تيت دار الاحباب وقت السحر
قبل عنى تراب تلک الاعتاب وا قصص خبری
په پښتو شاعرۍ کی هم دغه مضمون په لطیف ډول او د محیطی تخیله سره موندل کیږی.
مثلا یوه پوونده پیغله چی کیږدۍ یی د لویو غرو په لمنو د پسرلی د کلونو په منځ کښی ولاړه ده د شپی د همزولو په یادله کیږدی څخه راوزی او گوری چی سپوږمۍ خپلی سړی پلوشی د بیدیا پر رنګینو ګلونو او راغونو باندې غوړولی دی دغه ارمانجنه پیغله سپوږمی د استازی په توګه د همزولو کيږدۍ ته ورلیږی او داسی وایی:
ارمان ارمان! سپینی سپوږمیه!
سلام می ور وړه د همزولو تر کیږسه
خوشحال خان چی د هندوستان د مغلی امپراتور په لومه کی نښتی و هلته به یی خپل وطن او د لنډي سين د غاړې سرای او خیر آباد ور په یادیدل، د وطن مینه دهر پښتانه په زړه کی غورځنګ کوی نو خوشحال خان هم د نسیم په لاس خپل سلامونه داسی را استوی:
که ګذر په خیر آباد و کړی نسیمه
یادی گښت وشی د سرای د سیند په سیمه
اباسیندو ته ناره و کړه په زوره
و لنډی ته وينا ووايه حليمه!
ګوندې وی چی بیامی ستاسی جام نصیب شی
به ګنګا جمنا به نه وو له قديمه
خدایه زړه می په وصال د هغو خوښ کړه
دا چی اوس ورځنی لیرې دی دوه نيمه
عبدالقادرخان خټک هم له نسیمه سره د زړه خواله کوی او د وصال زیری ځنی غواړی او داسی وایی:
زه دې تل وينم و زان د سحر باده
په مقدم دې شی سینه د غم جن ښاده
چی یی لاس دد لاما په تندی کښیږدی
قراری د بیمار وشی له فریاده
چی ترمنځ د قاصدانو لارې بندشی
پیغام یار ته د یار راوړی له هيواده
د وصال په زیری هسک عبدالقادر کړه
پری ایستلی دی هجران له اده باده
کاظم خان شیدا خو په کلو کلو د وطن په هجران سوځلی و. او د پښتونخوا دغه خوشنوا بلبل د رامپور په تورتم کی پروت و، دی هم د نسیم لمنی ته د قاصدۍ لپاره لاس ور اچوی او داسی یی سرای یعنی خپل وطن ته رالیږی:
نسیمه! ورشه د سرای سوادته!
له هغه پسه افضل آباد ته
سلام می و کړه په دواړو لاسو
در و دیوار ته ګل و شمشاد ته
بیا نو له نسیم صبا څخه داسی یو دارمانه ډک خواهش کوی:
چی ګذر و کړې صبا د سرای په لوری
اواره بلبل یی یاد په ګلزمین کړه
د قندهارد تلوکان ملا حسن خو هم د مینی په ارمانجنه نړۍ کی خوږمن زړه او سوځند احساس لری، دی هم نسیم ته د قاصدی له پاره داسی نیاز کوی:
د سحر باده! خوشبو نسیمه!
سلام می یو سه د یار ترسیمه
ورته می عرض کړه د خدای لپاره
په سرت ایری شوم په زړه دوه نيمه
احمد شاه بابا د شاهنشاهۍ د عظمت سره د عشق دلارې له درماندگانو څخه دی د دې لاری د پری کولو له پاره تګ و دو کوی مګر پوهیږی چی لاس و پیښی دی ځای ته نه رسیږی نو زړه له ټټره راباسی او د قاصد درنه وظیفه ورسپاری، داسی وایی:
که می لاس و پښی و تاته نه رسیږی
دغه خپل زړه به مرغه کړم ستا پر لوری
پوهاند عبدالحی عبدالحی حبیبی