111

د توفان مرغه

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

د توفان غه په توره شپه کی والوت

په دودجن ماحول یی خښی کړی منگلی

په سینه کی یی لمبی دانتقام وی 

له ککونه یی سکرو تی اور بدلی.

* *

زړه یی ډک و دآزاد ژوندون له شوقه

هره بڼه یی وه تږی الو توته

هر نظر یی د توفان لاره ځارله 

پام یی نه و پرزید و اوجگید و ته

* *

د تور تم غیشی یی توی کړی دزړه وینی 

خپلو وینو کی لت پت شو لاندی باندی

يوه سره لیکه یی وایستله لمرته

په میړانه لاروان و مخ په وړاندی


شپه سبا شوه ، د توفان ځپی شوی تیری 

غوړیدلی دی دلمر سور کی گلونه

خو هماغسی ژوندی دی زما زړه کی

د توفان دبی پروا مرغه یادونه


کابل  ۷ - ۵ - ۱۳۵۹