32

د خوارزمشاه وروستۍ ماتې چنګيز منځته راتك (٦١٦ - ٦٤٠هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ څلورمه برخه

د چنگیز د منځته راتګ پر مهال د غزنوي او غوري كورنيو واكمني له منځه تللې وه. د هېواد د شمالي سيمو واك د خوارزمشاهي دربار په لاس کښې و. په سیستان کښې د نیمروز سمیه ییزو ملکانو کمزوری حکومت چلاوه، د افغانستان ختیزې برخې هم د هغو اميرانو په لاس کښې وې چې د غور سلاطينو ټاکلي وو، په هرات کښې هم کرت حکمرانانو حکومت کاوه ال كورت). پر داسې مهال چې د هېواد ځواکونه پاشلي شوي وو، پر ودان افغانستان او د هغه پر پرمختلليو ښارو باندې د آمو له ها خوا د چنګيز تاراکتر یرغلونه پیل شول او د ( ٦٠٠ هـ - ۱۲۰۳م) په شاوخوا کښې د چنګيز خان تموچن دیسو کای بهادر زوی چې د قيات په ټبر کښې پر  ۵۴۹   ۱۱۵۴ م زوکړی و تر واکمنۍ لاندې د منګوليا په قراقروم کښې يوه لويه امپراتوري جوړه شوه چې بریدونه يې ختيځ لورته د چین له سینده تر پامیره رسېده چې د سلو مېلیونو په شاوخوا کښې منګوليايي وږي او وحشي ټبر د چنګيز تر کلکې ادارې او خونړي تبغ لاندې د ده فرمان ته لاس پر نامه وو. دا مهال سلطان علاوالدین محمد خوارزمشاه له اور گنجه پر ماوراءالنهر او د افغانستان او ایران پر يوې سيمې واکمني درلوده. ده د سمرقند د ترکانو او قرا خطائیانو دولت چې د خوارزمي دولت او چنګيزي ځواکونه تر منځ پروت و ونړاوه او هم یې د افغانستان غوريان چې ملاتړي يې وو او د افغانستان له غزني او نورو سيمو يې د وحشي غزانو په پوپنا کولو کښې لوړتيا ښودلې وه، له پښو واچول همدا راز خوارزمشاه د بغداد له خليفه ناصر الدین سره هم دښمني لرله چې د هغه نوم يې هم له خطبي او سکې غورځولی و، نوموړي خليفه د يوه ليك په واسط چنګيز دې ته را و پاراوه چې پر خوارزمشاه یرغل وکړي (۵۷۵-٦۲۲هـ) په خپله د سلطان درباریانو هم له چنګیز سره لیکنۍ اړیکه درلوده، د هېواد په چارو کښې د سلطان د مور ترکان خاتون له لاسه هم ګډوډي او ورانی راغلی و. تر دې چې د دې ستمګرې ملکې له لاسه د هېواد ټول مشران ډېر تنګ وو، په دې توګه له دننه او د باندې د خوارزمشاهی دولت د نړېدو سببونه راغونډ شوي وو. د چنګيز امپراتوري له خوارزمشاهی دولت سره پر (٦١٦هـ ١٢١٩م) کال ونښته، چې سلطان خوارزمشاه تاتار تجارتی کاروان تالا او د چنګيز سفير يې وواژه. چنګيز له ډېره قهره له دوو سوو زرو تنو لښکر سره د توپاني سېلاب په څېر د خوارزمشاه پر هېواد را وخوت او تر شا يې يو مليون نور ملا تر هم درلود. د ده لښکر تر سیحون را پورپووت او د سلطان محمد لښکر يې مات کړ په يوه داسې زور او وحشت چې په تاريخ کښې يې ساری نه شتهپر اسلامي ودانو ښارو لکه بخارا سمرقند بناکت، خجند، جند او د ماوراءالنهر پر نورو ښارو يې يرغل وکړ او دا ښارونه یې په خورا دهشت وران او وګړي يې ووژل (٦١٧-١٢٢٠ م). خوارزمشاه چې د چنګيز له زورورو يرغلو څخه تر جیحون را پورپوتی او په بلخ کښې ناست و، د ماوراء النهر د ورانۍ د خبر تر اورېدلو وروسته مخامخ طوس ته وتښتېد او دا ښارونه یې دغو لاندينيو اميرانو ته وسپارل چې د چنګيز مخه ونيسي ترمذ د سيستان لښکر مشر امیر زنګي ابي حفص ته د تخارستان ولخ امیر سرهنگ سام ته، د بامیان کلا امیر عمر باوردي ته پېښور او غزني ملك اختيار الدين خرپوست ته، د غور سنګه ملك حسام الدین سر زراد ته د غور نوري كلاوي ملك قطب الدین حسن، د هرات كاليون اختيار الملك دولت یار هرات شمس الدین جوزجاني، د غرجستان فیوار پهلوان اصیل الدین نشاپوري د تالقان نصرت کوه د ملک شمس الدين اتسز باوریانو ته د جوزاجان) گرزویوان د الغ خان خدمتګارانو ته د غرجستان کلاوې عید پهلوان شروان ته فیروز کوه ښار مبارزالدین سبز وارې او د تولك كلا يې امير حبشي نيزه ورته و سپارل. خو د چنګیز لښکرې د جبه سبتای او تغاجار په مشرۍ د (٦١٧هــ ۱۲۲۰م) کال پر لومړی خور (ربيع الاول) له جيحونه را پورېوتې او د بلخ تر نيولو وروسته يې په خوارزمشاه پسې د هرات لاره ونیوه د هرات حکمران امين ملك يي كلا بند او تر پوشنجه پورې يې خلك ټول ووژل په ډېره چټکی يې ځانونه طوس ته ورسول، خو محمد خوارزم شاه په ډېره ناهیلی در آبسکون جزیرې ته وتښتېد، د (٦١٧هـ) کال د کوچني اختر (شوال) پر مياشت په داسې حال کښې چې کفن یې نه لاره مړ شو او چنګيز خان يې هډوکي وسيزل تر هغه وروسته د چنګيز لښکر د خوارزمشاهانو مرکز (جرجانیه    اور ګنج) چې د آسیا، خورا و دان ښار او د پوهې او ادب زانګو وه، وران او خلك يې له يوه سره ووژل (د) ٦١٨هـ - ۱۲۲۱م کال د صفرې میاشت). د محمد خوارزمشاه مور د هغه كهاله له نورو غړيو سره د چنګیز لښکر لاس ته ورغله زوی يې جلال الدین د نشاپور او زوزن له لارې بست ته راغی او ځان يې هرات ته ورساوه له هغې خوا په خپله چنګيز د آمو غاړې ترمذ" ته راغی او تر یوولس ورځنۍ جګړې وروسته یې د هغه ښار او د بلخ خلك ټول ووژل. زوی یې (تولي) د خراسان ښارونه له مرو او نسا څخه نيولې تر هرات، فيروزكوه، استيه او تولک پورې ونيول او وران يې کړل، يوازې د مرو په لوی ښار کښې يې تر دوو مليونو زيات خلك ووژل (٦١٨هـ - ١٢٢١م) د هرات خلکو چې د شمس الدين جوزجاني په مشرۍ له ټولي سره جګړه کوله تر اوو ورځو کلابندۍ وروسته تسلیم او په سوونو زره تنه يې ووژل شول او يوازې سل زره نجونې يې بنديانې شوې. تر هغه وروسته چنگیزیانو جوزجان ولایت اند خود میمنه او فاریاب تر تالقانه پورې ونيول د تالقان نصرت کوه کلا لس میاشتې کلابنده وه او ټولو اوسېدونکو يې تر وروستۍ سلګۍ پورې مقاومت وکړ، خو ټول پر چې د ووژل شول تر هغه وروسته يې بيا بامیان یرغل وکړ، خو هلته چغتای زوی موتوجن ووژل شو چنګیز له ډېره قهره پر انسانانو سربېره د بامیان څاروي هم ووژل او هغه ښار يې ما وباليغ (بدمرغه وداني) وباله او داسې يې له بيخه ونړاوه چې استوګن په کښې پاتې نه شول. تر هغه وروسته يې د تخارستان ښارونه ونیول (٦١٨ هـ - ۱۲۲۱م) پر دغه مهال جلال الدین منكبرني خوارزمشاه له هراته غزني ته راغی د افغانستان وطني مشران لکه امين ملك له خپل دېرش زريز لښکر سره سيف الدين اغراق اعظم ملك او مظفر ملك افغاني مشران هم له ده سره یو ځای شول او په پروان د کابلشمال خوا ته په اوسني جبل السراج كښې يې د چنګيز له ۴۵ زرو لښکريانو سره چې د قوتو قو په مشرۍ جنګېدل جګړه وکړه، تردوو ورځو جګړو وروسته یې چنګیزی لښکرو ته سخته ماته ورکړه، چنګيزيانو د تخارستان دولخ کلا پرپښو وه او وتښتېدل. خود جلال الدین د بريالي لښکر مشران يو تر بله دښمن او پېښور . ته ستانه شول، هلته يې تر دريو مياشتو پورې یو بل واژه چنګیزخان بیا د پروان د ماتې د غچ اخيستو له پاره د تالقان د نصرت کوه تر نیولو وروسته د باميان له لارې پر غزني يرغل وكړ، خلال الدين له غزني څخه وووت او د یې گردیز خوا ته پر شا شو چنگیز غزني ته راغی وروسته تر هغه چې هلته خپل حاکم کښېناوه د سند خوا ته پر مخ ولاړ او د اټك جنوبي خوا ته د نیلاب پر ګودر يې جلال الدین چې تر سینده پورپووت ونيو، اته کلن زوى یی ور وواژه جلال الدین خپله مور او ماندینه او د حرم نور غړي په سيند کښې ډوب او په خپله له اوو سوو تنو سره د چنګيز د لښکر په مقابل کښې جنګېده، خو په پای کښې پر یوه آس سپور د سند له دريابه ژوندی پورېووت. چنګيز د سلطان پاتې خپلوان او ملګري ووژل او درې مياشتې يې په پېښور او د پنجاب پر وېش هم خلک ووژل بيا يې د سند پر ښۍ غاړه تر چتراله یرغل وکړ تر هغه وروسته یې خپل دوه زامن او ګدای او چغتای په هغو سيمو کښې پرېښوول خپله د کابل او بامیان له لارې د جيحون غاړې ته ستون شو (۶۱۸) پر شوال او درې کاله وروسته پر (٦٢١) کال تربي نوين د چنګيز د لښکر سردار ناصرالدین قباچه یې په ملتان کښې څلوېښت ورځې محاصره او بېرته ناکامه راوګرځېد. د جلال الدين منځته راتګ په ټول خراسان کښې د چنګیز پر خلاف خلك زړور كړل په مرو، هرات او نشاپور کښې د ده د کوټوالانو پر وړاندېراپورته شول، خو د چنګیز لښکر "مرو" په تش داک بدل کړ هراتيان يې چې د ملك مبارز الدين سبزواري په مشرۍ جنګېدل ټول د (٦١٩هـ) کال پر وروستی خور (جمادی الاخرى ووژل او ښار يې د چنګيز د لښکر د افسر ایلچیکهای نویان په امر وران کړ، پر (٦٢٠هـ) یې د غرجستاني امير محمد چې د غور د ملکانو خوریه و او د اشیار په کلا کښې یې مقاومت کاوه وواژه. په غزني کښې هم او ګدای له کسبګرو پرته نور ټول خلك بيابان ته تېر کړل، آن دا چې فيروزكوه يې پر (٦١٩هـ) کال داسې وران کړ چې اوس یې ځای پېژندنه هم ناشونې ده، همدا شان چغتای د سند مکران او کرمان په فتحينو د کورم په ناوه کښې ولایتونه چور او و کوچول او هلته یی تر تبغ رنگ کړل. چنګيز چې د سند د سيند پر غاړه د اوبو او هوا د خرابۍ له امله ناروغ شو، ځکه نو دی او زامن یې پر (۶۱۹) هـ - ۱۲.۲۲م) کال ماوراءالنهر ته ستانه شول او پر (٦٢١ هـ - ۱۲۲۴م) کال د خپلې کورنۍ اصلي چونۍ (اردوگاه) ته ورسېد ، چنګېز دا مدهشه بلاد (۶۲۴هـ - ١٢٢٦ م ) کال په روژه کښې د (۷۲) کلنۍ پر عمر د تنګت په دښته کښې مړشو او ګڼ شمېر خلك يې له وحشت او تېري څخه بچ شول. د چنګيز د فتوحاتو څېړل او د نړۍ په نورو سيمو کښې د ده وراني د افغانستان په تاریخ پورې اړه نه لري. خو جلال الدین خوارزمشاه هغه ننګیالی مېړه چې پر ډېره بې وسۍ سربېره يې خپله متره و نه بایلله، څه مهال يې د سيند کینې خوا ته په ځنګلو کښې تېر کړ او ژر يې يوه ډله له ځان سره یو ځای او د سند له واكمن "ناصر الدين قباچه سره يې ډغرې ووهلې د ډهلي له لوی پاچا سلطان شمس الدین ايلتمش" ( ٦٠٧ هـ - ٦٣٣م) څخه يې مرسته وغوښته، خو هغه په دې پلمه چې د ډهلي هوا ښه نه ده و يې نه مانه جلال الدین په لاهور کښې د هندد يوه راجا لور وکړه او د هغه په ملاتړ يې ناصرالدین قباچه مات کړ او ډېره ولجه يې لاس ته ورغله د "تهنه" او "ديبل" تر ښاره پر مخ لاړ. سلطان شمس الدين ايلتمش د جلال الدین له ورځ پر ورځ مخ پر ډېرېدو اتلوالې څخه وډارېد او دېرش زريز لښکر يې د هغه د مخنيوي له پاره واستاوه. که څه هم چې د جلال الدين د لښکر يوه مشر د دهلي لښکر مات کړ، خو جلال الدين له څلورو زرو ملګریو سره پر ( ٦٢١هـ ١٢٢٦م) کال د مکران له لارې د ایران کرمان ته ولاړ تر تفیلس، خلاط، گرجستان او ارمستان پورې ځايونه يې ونیول پر (٦٢٨هـ) کال په ميافارقين کښې د کردانو له لاسه ووژل شو او د ده له مړينې سره د خوارزمشاهی کهاله وروستۍ ډیوه مړه شوه د جلال الدین منکبرنی د فتوحاتو او احوال نوره د چنګیز لښکريانو په جلال الدین پسې د ایران تر پایه وځغستل څېړنه د افغانستان په تاريخ اړه نه لري. په خراسان کښې د بقية السيف ښارو او كړېدليو خلکو د ساتنې له پاره لږو عسكروته اړه وه پر غزني باميان او غور کښې د چنګيز له خوا د (٦٢٢هـ له شاو خوا څخه بیا تر (٦٣٣هـ - ١٢٣٦م) پورې سيف الدين حسن قرلغ حکمران و، همدغه سړی پر (۶۲۲ هـ ) کال د بغداد د خليفه الظاهر په نامه سکه وهلې ده، پر (٦٢٦هـ - (۱۲۳۱م) کال چې اوکتای قاآن پر تخت کښیناست د خراسان خلک د قراچه ویغان سنقور په مشرۍ د دوی کوټوالانو او حاکمانو ته راپورته شول اوکتای په بادغیس کښې له اوسېدونکيو لښکريانو څخه يوه برخه د طاير بهادر په مشری ور واستوله او قراچه یې تر دوو کالو پورې د سیستان د ارګ په کلا کښې کلا بند وساته، داسې خوځښتونه په ټول افغانستان کښې راوټوکېدل ځکه نو تاتاریانو دویم ځل د غور، هرات غرجستان سیستان كاليون ،فوار ،تولك، سيفرود، خيساراو غزني په ښارو او جنګي کلاو کښې د هغو خلکو په وژلو لاس پورې کړ چې د دوی له تېغه ژوندي پاتې شوي وو او هم يې بيا هغه ودانۍ چې د دوی له ورانۍ څخه خوندي پاته وي ورانې کړې تر هغه وروسته جنتمور د خراسان په حکمداری و ټاکل شو (۶۳۵ هـ (۱۲۳۲م ده بيا ملك بهاء الدين د خراسان امیر و ټاکه، تر هغه وروسته د ٦٣٥هـ - ۱۲۳۷م) په شاوخوا کښې نو سال او د (۶۳۸ هـ - ۱۲۴۰ (م) په شاوخوا کښې ګرګوز و، له (٦٤١هـ تر ۶۵۴ هـ ـ ۱۲۴۲ - ۱۲۵۶م) پورې امیر ارغون د چنګيزيانو له درباره د خراسان حکمرانان وو او د کرت ملکانو د دوی تر اطاعت لاندې پر هرات، فیروزکوه او غرجستان د افغانستان پر لویدیز و مهمو برخو باندې حکومت کاوه او دا بلا وهلي ښارونه يې د تاتار له بلا څخه وساتل. لکه د (۶۴۳ هـ - ۱۲۴۵م) په شاوخوا کښې چې هولا كو (٦٣٩ هـ - ٦٤٩ هـ ، ۱۲۵۱م) د چنګیز لمسی خراسان ته راغی امیر ارغون د هرات د پاچا ملک شمس الدین کرت په ملګرتيا د هغه د اطاعت منلو په توګه ورغلل. په ماوراء النهر كښې استو ګنو چغتایانو د افغانستان ولايتونه تخارستان بلخ میمنه جوز جان غرجستان غور، هرات، بادغیس سيستان، زابل تر غزني او کابل پورې مستقیماً د تېغ په زور او یا بالواسطه اداره کول، دوی دېرش کاله هغه لوی ښارونه چې په آسيا کښې د مدنيت، ثقافت او اسلامي علومو مهم مرکزونه وو، وران کړل. خلك يې په بېرحمۍ يو مخيز ووژل؛ په زرګونو ستر کتابتونونه يې وسېزل، ځکه نو د ثقافت، مدنیت، صنایعو ،پوهنو تجارت او ادب بازار سور شو، خراسان د سند تر غاړو پورې يوه ويروونکې کنډواله شوه ټول تاریخ ليکونکي په ګډه دا مني چې د چنګيز ناتار د نړۍ له خورا زړه بوګنوونکيو پېښو څخه ګڼل کېږي. د ابن اثیر په وينا ټولو خلکو ته یې زیان ورسېد د چنګيزيانو اردو چې هرځای ته رسېدلی نو د لښکر مشران يې د خلکو باداران وو، ځکه نو د افغانستان د خلکو په مدنیت کښې چې تر هغه وخته يې د لرغونې آريايي او اسلامي عربي مدنيتو يوه ګډه بڼه درلوده او ساماني، غزنوي او غوري لویو پاچهانو پاللی و یو بل نوى مغولي عنصر هم ور ګډ شو، مغولي آدابو او ژبې په دري ژبه کښې چې رسمي او درباري ژبه وه اغېزه وکړه، د ژوندانه خویونه اخلاق او کالي هم د دوی په پېښو واړول شول. د هغو سیمه ییزو ملکانو یادونه به په راتلونکي مبحث کښې وشي چې د چنګيزيانو په دربار کښې په آزاده توګه او يا د اطاعت له لارې اوسیدل) سره له دې چې په خراسان کښې د چنګيزيانو ګډوډيو او وینو تویولو پوهان، مدرسې او کتابتونونه له منځه یووړل، خو بيا هم په دغه دوره کښې داسې شاعران او عالمان وو چې اسلامي فرهنګ يې له خراساني ټولنیزو ځانګړتیاو سره ساته ځينې هم د وحشت او سفاکۍ له دغه ډګره د هند او روم ښارو ته وتښتېدل. په خراسان کښې د مغولي دورې پوهان او شاعران دادي: حضرت مولوي بلخي (د) مثنوي (خاوند)، شيخ نجم الدين دايه (د مرصاد العباد څښتن)، خواجه نصير الدين طوسي نامتو (حكيم)، معين الدين جويني (د نگارستان خاوند، شیخ عطار نیشاپورې نامتو صوفي او د تذكرة الاوليا څښتن)، پور بهاء جامي (شاعر)، امامي هروي (شاعر)، امير حسيني غوري د نزهة الارواج خاوند، ابن يمين فريومدي جويني (شاعر)، سليمان ماكو د پښتو تذکره اولیا - ٦١٦ هـ په شاوخوا کښې). د چنگیزیانو په وخت کښې اداري او سياسي تشكيلات او اصطلاحات له هغه شکله چې د خلفاوو ، غزنویانو او غوريانو په وخت کښېوو، په بل ډول واړول شول په دې مانا چې په ټولو نيول شويو هېوادو کښې د چنګيز لښکري سپه سالارانو د یاسا د چنګیزی احکامو او قوانینو په اساس په ډېر شدت حکم کاوه په ياسا کښې د لښكركښيو، د ښارو د ورانولو، د ملك د مصالحو د شوری د ترتیب د جزاګانو د ډولو او د لکه تاتاريانو د ژوندانه د دودونو قاعدې ليکل شوې وې، چې هغه ته یې آسماني کتاب په درنه سترګه کتل او توره د قومي آدابو او نيکه ګانو دساتيرو مجموعه یې هم ورته ويل همداراز د فرانسوي ختيځ پوه کاترمر په وينا د جامع التواريخ رشيدي په سریزه کښې چنګيزي پاچهانو هر يوه د حاجب په عنوان اسلامي سلاکاران هم لرل چې د هغو په واسطه او د قاضي القضات په حکم يې د مسلمانانو تر منځ اسلامي احکام او آداب ساتل، د دوی په منځ کښې د بخشی و توین په نامه کشیشان هم وو، چې د کوډو او سحر مخنيوي یې کاوه دوى او يغورى ليك دود کاراوه. د مغولي دورې کارمنو ته دا رتبې وې قورچې وسله وال چربی دوره ساتندوی، دربان) اخته چې د اسو ساتونکي) داروغه د خاصه قراول امر)، کشیکچی (کارد). بهادر (مبارز) د دربار لویان دا وو نوین یا نویان شهزاده) او الغ نویان لوی شهزاده) - ترخان (عسکر افسر په خپله پاچا ته يې خان، قاآن او خاقان ويل، لښکر يې په لس زریز (تومان) ویشلی شوی و، چې هر زرو تنو ته یې "هزاره" او سلو تنو ته يې صده" ويل د جګړې په ډګر کښې په جرنغار ( میسره)، برنغار (میمنه) قول قلب چې د خان دریځ و)، چنداول (ساقه)، هر اول (مقدمه) او قراول (كشاف) باندې وېشل کېده. عسکر یې بنه ارزاق او ښځې یې اغروق" بللې. پر لویو لارو يې د مسافرانو له پاره سرایونه (يام) ودان کړي وو چې په هر یام کښې دولتي چاپار آسان د "الاغ" په نامه موجوده وو او د هغو په واسطه يې شاهيمخابرات او مواصلات اجرا کول قضايي محکمې يې "يرغو" او قاضي يې يرغوچي" او د محکمې د حکم سند يې مو چلكا" بلل، حشر (اشر) يعنې عسكري او اجباري کار او خدمت یې هم په خلکو کاوه. د پاچا مهر ساتونکي ته يې "تمغاچي او مهر ته يې تمغا" ويل، هرير ليغ (فرمان) چې دا مهر به ورباندې و، "واجب الاطاعة" ګڼل کېده، دا فرمانونه د ايلچي په لاس استول کېدل، زیات وختونه به د سردارانو شوری چې قوریلتای" نومېده جوړېده، د لښکر چونی یورت یا اردو به په ییلاق صیفیه) او قشلاق (شتائيه) کښې وه. افسرانو ته يې يورتيچي" ويل. په دغه عصر کښې د چين د نقاشۍ فن په منځنۍ آسیا کښې ښه وده وکړه دا صنعت ډېر پر مخ ولاړ، همدارنګه كاشي كاري، معماري وريښميني نساجی، زرینو جامو، مرصع زربفت غاليو او اليچي اوبدلو هم پرمختګ وکړ چین مغول او هند تجارتي اړيکي د خراسان له لارې له ایران عراق او روم سره زیات شول، مشهوره ورېښمن لار چې د وریښمنو د تجارت په مناسبت په دغه نامه ياده شوې ده، له چين څخه خراسان ته او له هغه ځایه به لوېدیزو هېوادو ته تله د پېښور، کابل بلخ یا کندهار، هرات او سيستان له لارې د هند او سند لارې د چنګيز د امپراتورۍ تجارتي روابط پراخ کړي وو، دا ځکه چې مغولي خانان هم د خراسان له لارې اروپا ته تلل خو دا تجارتي پراختيا هغه وخت منځ ته راغله * د چې چنګيز مرشو، څه نه څه دده د اولاد او لمسيو زور زياتی لږ شو. چنگیز پاچها نو پر دغو کالو پر افغانستان حکومت کړی دی

 ۱ - چنګیز په افغانستان کښې) (٦١٦ - ٦١٨هـ)

 ۲ - اوگدای د چنګیز زوی (٦١٨ هـ)

 ۳ - چغتای د چنګیز زوى (٦١٨ - ٦٣٩ هـ)

 ۴ - تولی د چنګیز زوی د ٦٢٠ هـ شاوخوا )

۵- قراهولاکو د تولوی زوی او د چنګیز لمسى ( ٦٣٩ - ٦٤٩ هـ ) 

 ۶ - ارغون د اباقا زوی او د هولاكو لمسى (٦٤٣ هـ). مأخذونه طبقات ناصری - جامع التواریخ رشیدی - جهانکشای جوینی - تاریخ وصاف - ابن اثیر - دول اسلاميه - د پاول هورن تاریخ ایران د عباس اقبال از چنگیز تاتيمور - حبيب السير - تاریخ گزیده - د محمد نسوى سيرة جلال الدين تاریخ سند - د براون تاریخ ادبیات ایران - د پښتو ادبیاتو تاریخ ۲ - روضة الصفا - د ابن عربي مختصر الدول.