32

ګوهر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د خوشحال خان د کورنۍ يو بل شاعر او نثر لیکونکی د ده زوی ګوهر خان دئ، چي دی د خپل وراره افضل خان خټك د حکومت تر زمانې پوري ژوندی و او د ده د شعر دېوان تر اوسه پوري نه دئ پيدا سوی، خو ځيني متفرق اشعار يې موجود دي. ګوهر خان د پښتو په نثر کي يو کتاب د ترجمې په ډول پرې ايښى دئ، چي نوم يې (قلب السير) دئ، د فارسي څخه په پښتو په (۱۱۲۰ هـ) کال ترجمه سوى دئ، د ګوهر خان نثر په هغه ډول دئ لکه خوشحال خان چي (کلیله و دمنه) پښتو کړې وه، د ده نثر له تاريخ مرصع سره چي په همدغه زمانه کي افضل خان خټك ليكلى دئ، لږ څه فرق لري، يعني د افضل خان ژبه د ګوهر خان تر نثر لږ څه ساده او روانه ده، ګوهر خان د (قلب السير) په سيزه کي داسي وايي :

                                 

تألیف دکتاب

"دا چي اکثر کتابونه له عربي فارسیانو بزرګانو و خپل عالم ته چي په تازي ژبه کي به يې فهم پرې ښه نه کېده په فارسي يې د دوی دپاره ترجمه کړل، سهولت يې شو او ښه مینه به يې پرې پیدا کړه، مطالعه به يې کړه، ډېر کتابونه د فقه د مسایل د اخلاق و غیره بزرګانو فارسیانو بیان کړل چي معلوم دي. په پښتو کي دا رواج نه و، اخند دروېزه یو کتاب مخزن ویلی دئ، حق تعالی دې وبښي اكثر خلكو ترې فيض بیا مونده، زموږ پلار مرحوم خوشحال خان خټك الله تعالی دې په قبر نور کا، هر ګونه کتابونه تصنیف کړل، داد يې د بلاغت او فصاحت د پښتو ژبي ورکړ، فارسي ته يې په لذت نژدې کړه. د غزل، رباعي، مخمس، ترجیع بند، ترکیب بند و غیره صنایع شعر يې وکړ، د فارسي د شعر رواج يې و پښتو ته ورکړ، په عروض په قافيه کي درست ووې د نظم نثر يې ښه کتابونه بیان کړل، چي خود په عالم مشهور دي، اګر چه د پښتو ژبه په علت د دورنشینۍ هومره لذت نه لري چي عربي، فارسي سره نسبت شي لاکن از راه ضرور پښتنو ته هم په پښتو ويل بهتر دي او سنت الهي ضرور پښتنو ته جاري دئ، هر کتاب چي نازلېده هم د هغه قوم په ژبه به نازل شو دا په دا چي د هر چا پخپله ژبه فهم كيږي.

رباعي

دوه یاران چي راز د زړه تر بله نمايي

بايده دئ چي پخپله ژبه وايي

د فارسیانو کن مکن ویل چه سود کا

پښتنو ته کړه مکړه ویل ښه ښايي

نوربل سبب د کتاب دا و، چي افضل خان زوی د اشرف خان مرحوم لمسی د خوشحال خان خټك كرلانى غفر الله له چي سن زر سل شل دئ دی د پلار نیکه په ځای قایم مقام دئ ښه سرداري لري، نظر یې په نېکنامي په اباداني دئ په دا قحط الرجال دی غنیمت دئ، اللهم تزد احسانه، حق تعالی دې شرم وساتي نور مساعي كا، چي د پښتو کتابونه له هره قسمه لکه فارسیانو کړي دي مرتب شي. د نيکه شعر يې واړه په بياضونو هر ځای متفرق وه، د ده په تلاښ چي څو مدت په دا سعی کي و له هره ځايه يې جمع کړ، دېوان مرتب کړ، بلکه کلیات د شعر يې چي څه و په نظم نثر لکه دستارنامه، فراقنامه، فضل نامه او دېوان و غیره کتابونه يې واړه په کاتبانو په څو څو ځله وکښل په اطراف به يې د شعر دپاره و هر چا و ته استول حق تعالی دې توفيق د نېك رفيق کړه. په مجلس کي به يې همېشه ويل چي که د چا په طبیعت قوت وي چي پښتو کتابونه لکه فارسیانو له عربي په فارسي ترجمه كړل څوك يې له فارسي په پښتو ترجمه کاندي.      و ما ته به یې اکثر اوقات مخ راجاريوست. اګر چي ځما قوت هونبره نه و، ليکن چي نظر مي په تضيع وكړ، ومي ليده چي عمر ګرانمایه ضايع درومي، په هر حال مي و دې محنت ته ملا وتړله، نور مي اکثر د کتابونو مطالعه کړه چي له يو کتاب چي په قال په حال مضبوط او معتبر له فارسي ژبي نه يې په پښتو ترجمه کړم. داکتاب مي بیا موند چي نهايت په افعال په قال په حال د موږ د پیغمبر صلی الله عليم وسلم پخته او معتبر و، چي تعريف يې د پختګۍ مصنف په فارسي کي نهايت طولاني کړى دئ، (چي که پداکتاب کي يې راوړي ګنجایش نه لري)، نور مي شغل ورسره واخيست چي دا شغل مي عظيم نعمت دئ له فارس مي په پښتو ژبه ترجمه کړ، نوم يې قلب السير کښېښود شو.


نظم

دا کتاب په پښتو ژبه غنیمت دئ

په لوستوني يې نازل د خدای رحمت دئ

چي يې لولي يا يې كښينه ما دي ياد كا

په تکبیر په فاتحه مي دي ډېر ښاد کا

د ګوهر خان د نثر نمونه دغه وه، چي د پښتو يو متوسط نثر شمېرل کېږي، اوس به د ده د شعر يوه نمونه هم وليكو:



غزل

شفیع کړى مي سلمان دئ ستا و در ته

ما "كوهر" ایماندار بیایه بل جهان ته

چي په مهر دي نظر شي هر انسان ته

چېرته  فارس چېرته به شام یا مدینه وه

مجوسي آتشپرست یار د احمد کړې

عجمي له اهل بیت سره حساب کړې

په مکه کي بولهب څرنګ ګمراه کړې

بوالحکم د مکې څرنګ دوزخي کړې

ځای د دم وهلو نشته هر څه کاندې

و خاکي بنده ته څو مراتب ورکړې

په بهانه بهانه یی و بولې خپل ځان ته

چي دي وښیله لار راسته آسمان ته

چي هیڅ نه رسیږي عقل او ګمان ته

سکه تره د احمد خوشي کړې شیطان ته 

له ملکونو سلمان راولې  ایمان ته 

له حبشه بلال ورولې رضوان ته 

حیراني ده په هر کار کي و سبحان ته 

د ملک غوندي یې ګشت وشي آسمان ته