د ژبي ادبي خپلواكي
وايي چي هر سړي په خپل ډول او خپلو کالو او خپل دود ښه ايسي که يو سړي د بل لپاره جوړ سوي کالي واغوندي نو لستوني به يې لنډ وي، غاړه به يوه وي، لمن به! هر څوک به ورته گوری چی دا څه بلا ده؟ او څه دا څه بلا ده؟ او څه یې اغوستی دي؟
دې انسانانو ته چی زموږ له مخه تيريږي، يا يې هر كله وينو خير سو او ښه په غور ورته وگورو دوي په ارزانو او بې قيمته ټوكرانو چي اغوستي يې وي داسي بد نه ايدسي لكه چي به او. ده پر بدن باندی سم نه وی یا ارت وی یا لنډ یا ناوړه وي.
دا نو ولی؟ د سري ولي له ناوړو څخه بد راځي؟ ولي سړي ته هر ناوكه شي بد ايسي؟
دا خو له دې جهته : هغه شی چی پخپله د هغه سړی نه وی، یا یې له بله غوښتی وی یا یې داسی جوړ کړی وی لکه د بل سړی مال. نو ځکه هر څوک چی ورته وگوری بد یې راځی، او تره یې ځيني كيږي.
زه چی د ژبی ادب او د لیک اصولو ته گورم هم داسی راته ښکاری لکه یو سړی چی خپل کالی اغوستی وی یا یې د بل چا کالی په خان پوری نښلولی وی. مقصد دا دئ چی هره ژبه خانله د ویلو او لیکلو لاری ، لری د افادې ډول یې هم بېل وي.
یو مقصد چی په یوه ژبه یو راز اداء کیږی هغه مطلب په بله ژبه بل ډول ويل کيږي، نو ځکه موږ د يوې ژبي د افادې او ويلو او محاوره اصول کټ مټ په بله ژبه کی نه وینو د مثال په ډول لیکم چی په پښتو وايي:
کرتۍ په مېخ خریږی دلته مقصد د حال په فعل اداء سو، خړیږی له خړېدل څ کرخه د حال فعل دی مگر کټ مټ دغای مقصد په دغه صیغه په پاړیسو نه ویل. یخته است خو که بیا دغـه پاړسو تعبیر کټ مټ ولیکو نو به و وایو چی : کرتۍ خړېدونکې ده" یا خړېدلې ده خو دبیر بیا د پښتو له ډوله لیری دئی، او سړی نه سیه کولای چي خپله ژبه داسي ورانه کړي
له دغو مثالو څخه به تاسی ته ښه څرگنده سوې وی، چی هره ژبه خانله تعبیر محاوره، د افاده اصول لری، او په ویلو او لیک کی. بويه چي هيڅکله د ويونکي يا د ليکوالو هُر نه سي او تل د ژبي خپل اصلی او فطری د محاورې اصول خوندی کړي.
زموږ ژبه د پخوانو وختو څخه تر اوسه د لیک او لوست له پلوه د نورو ژبو د تعبیراتو او محاورو تر جوغ لاندی ده او هر چا چی څه ليکلي دي يا ليکو خامخا څه نه څه د پاړا اوھا دھا د پاړی ده او د تعبير. چی زموږ لیکوال به خامخا په پارسو پوهده او د ویلو لوستلو ژبه هم پخوا هغه وه.
د پښتو منثور آثار یا منظوم کتب او دواوین ټول له دې اغېزی څخه او نه خلاصولای او دا یوه ادبی نقیصه ده چی د ژبی ادبي خپلواکی ور ورانوي او داسي شي ځني جوړوي لکه داسي شي ځني جوړوي لکه چي سغي و نه. په خان پييلي وي. د پښتو د نثر په لیکوالو کی محمد هوتک څه نه څه خان له دې اغېزی څخه ژغورلی دی او وروسته د منشی احمد جان آثار ډېر سوچه او پاک دی. منشي له دې لامله پر پښتو ليکوالو ډېر حق لري او څه چي ده په نثر کښلي دي د ژبي له اصلي محاورې څخه ليري نه دي، او هم له دې نثر ډېر خوږ او هم سوچه دئ.
ليكوال بايد تل په ليكلو او لوستلو كي خان د ژبي د محاورې له عمومي ډوله څخه ليري نکړي او څه چي ليكي هسي يې وليكي لكه خبري چي د نورو ژبو دبير پر لار بايد ولاړ نه سي.
دا خبره د ليکوال په ذوق اړه لري پخوا به خلکو پخپلو نوشتو قصداً گران گران لغتونه کښل او کچه تعابير به يې په مندل مگر اوس داسي څه ليکل کمال نه بلکي عيب هم دئ او د يوه ليکوال دليک و. ژبی مخصوص تعابیر هېر نه کړی او پخپله ژبه پردی آورده یا لند کالی وانه غوندي.
وگوره پخوا به خلکو د خپل نامه سره احقر یا اعجز لیکه احقر الخلیفه بل لا شئ فی الحقیقه زما د یوه دوست د نامه طبیعي ټوک وو، تعبیر د عربی ژبي له لامله درست هم دئ ځکه چي د ليکونکي هدف هم د خيل بشر است. ده نو که دغه تعبیر په پښتو سوئ ،وای ، څنگه به یې لیکه ؟
ښايي چي په پښتو د هغو عربو کلماتو ترجمه خوندوره او ښه نــه وي، مثلاً که داسي وليکل سي : تر ټولو خلکو خوار بلکه د حقيقت له پلوه هيڅ شي." په پښتو دا تعبیر او ترجمه ښه نه راځي ، بلکی د ادب له پلوه سپکه هم ده
نو که ضرورت وي چی یو لیکوال خپل بشري عجز وښئي او تواضع وكړي ښايي چي په پښتو ژبه دې لپاره یو مخصوص تعبیر. ومومي. دا کار هم په لیکوال اړه لری چی د یوه مقصد لپاره خاص پښتو تعبیر ومومی، او خپل مطلب په داسی څېر څرگند کړی چی د.
ده تعبير د ژبي د اساسي سټو څخه مخالف نه وي او هم خوږ او محيطي او خپل تعبير وي.
د مثال په ډول وایم : یو وخت ما د پښتو د یوه خورا ویښ او نوموړی ادیب کتاب کوت دا کتاب تهذیب الواجبات نومیږی، د (۱۳۳۰ هـ) په حدود کی یوه پښتون شاعر مرحوم ملا عبدالباقی افغان په قندهار کی ماست. چی لیدلی و پوخ پښتون ملا او پیاوړی ادیب، وو د ذه کتاب ښکاره کوی چی د لیکوال،فکر لیک مقصد او ټول ماحول پښتنی وو، او د ده تعابیر. هم سوچه پښتو وو.
د کتاب په مقدمه کی د خان عجز ښنی تواضع کوی، په دې تعبیر: "د افغان د مانده ډوکی په دې تعبیر کی څو ښیگڼی لیدل کیږی لومړی دا چی د ليکوال مطلب په ښه او را بشکند. ډول افاده کوی، دوهم دا چی تعبیر هم سوچه او محیطی دئ.کلمات یی خالص پښتو دی. دې تعبيره د لیکوال پښتنوالي ښه معلومولای سي
كله كله په اوسنيو پښتو ليكونكو كي سړي عجيب و غريب تعابير اروي يا يې ويني مثلاً : " د معلوم له قراره" چي د پاړسو د غلط تعبيره معلوم كټ ترجمه ده دغسي نور ډېر غریب اولی د خنداږه پڵاڕه پڵاڕه تعبیرونه زموغلی . په زوره ننباسی خـو سړی چې واروي اريانيږي چي دا کومه ژبه اروم؟ لیکوال یا ویناوال په کومه ژبه گه دئ؟
زه چی دا کرښي ليكم مقصد مـي دا دئ چي ښاغلي پښتانه ليكوال او قلموال دې خبري ته ځير كړم او د دوي فكر دې خواتـه راواړوم، چي د نورو ژبو په بې خونيـت تعبيرونو ژبه اووراني. نه ښايي چي يو ليكوال په دې انداز د نورو پېښې وکړي مثلاً :
په کار کی مهم رول ولوباوه دا څنگه تعبیر دی، پښتو دئ؟ پاړسو دئ؟ انگليسي دي؟ څه شی دئ؟
لمړی خو دا اروپایی ناوړه تعبیر پاړسو کټ مټ راواخیست ترجمه یې کړ : رول مهمی را کرد دوی هم نباید داسی د پردیو ژبو مقلد سوئی وای ښه بیا چی دوی واخیست نوسی مویږ ته خو لږ څه، چ فکر پ. که یه؟ رول معنی؟ او بيا يې "لوبول" څه معني؟ په داسي خوشي چټي تعبيرو موږ خپله ژبه ولی اورانه کړو؟
ښه موږ په خپله ژبه کی د یوه خارجی تعبیر لپاره څه نه ومومو. او باید سو چی هغه مطلب کټ مټ واخلو، مجبور شود بېل شی دی، مگر د نورو ژبو مخصوص تعابیر په خپله ژبـه بـې فکره را گدول، داسی کار دئ لکه چی سړی په لوی لاس د یوې تینگی ودانے. لکه انسانان چی د ژوندانه په نورو برخو کی تل خپلواکۍ ته اړ دي او داسي ژوندون چي د خپلواکۍ څخه ليري وي د هيچا نه دي خوښ دغسي هم په ژبنيو چارو او ادبي خواو کي د ژبي خپلوا. هر ژبه خانله رنگ او خوند او بېله بڼه او ادبی جوړښت لری او بویه دغه خپل خوند او رنگ او جوړښت یې په ډېر غور خوندی سی. او د نورو ژبـو تـر جوغ لاندي نه سي.
يوه ژبه چي په ادبي ښېگڼو او گېنو ښايسته کيږي دا کېنې بايـد دې خپلي وي، او څو مو وس وي بويه چي خپله ژبه هم پخپلو گېټو ښوکلوه کُلو، نه ښایسته کیږی او که ښایسته هم سی دغه ښایست او ښکلا به یې د څو ورځو وی، او بیرته دا پاتیږی او خپل خدای ورکړی رنگ او خوند.
زه چی وایم : زموږ ژبه باید خپله ادبی خپلواکی له لاسه ونه باسي مقصد دا دئ چی خپل خوند او رنگ ورک نه کړی، په خپل خدا داد پسول ښکلې وی هر څه چی لری هغه یې خپل وی. دمخه په پښتو ژبه نثر لږ لیکل سوید اوس چی زموږ قلموالو او لیکوالو د ژبی د خدمت او لوړتیا لپاره قلمونه پورته کړی باید لمړی دا فکر وکړو چی زموږ لیکونه د ژبی ادبی. ڼي او مزايا يې خوندي سي د پردو رنگ او خوند په لاس پکښی گډ نه سي.
لیکوال وروڼه باید کورټ دا خبر له غوږه ونه پاسی چی د ژبی د ادبی خپلواکۍ ساتنه او ژغورنه د دغه ابتدایی وخت کار دی تر کومه چی پیدای ژبه خپلی ادبی نضج مومی او پخیږی باید او را رنگ کند. دې په ساتنه کی فکرونه وسی او لیکوال یې د قلمو په قوت ادبی ناموس خوندی کړی. که نه وی نو به یو وخت داسی راسی چی بیا به زموږ اخلاف او اولاد پوری آریان وی او نه به په پوهیږی چی خپله ژبه څنگه د نورو له کرغېړنو اغزو څخه خلاصه کړی؟ پښتانه وايي: پردۍ ښېگڼي نيمه خوا دي دا خبره ډېره پخه خبره ده، پرده ښېگڼي د هيچا نه روزي كيږي. هر څوک خپل اجتماعي مال او پټي لري، زموږ ژبه هم ځانله بېل،رنگ بېل خوند بېله جوله او بڼه لري. داسي پسول ورته ښايي چي د خپل وي، او تر ابده ښه په وايسي نو كه موږ پردۍ گېنا او پسولونه په وخړوو دا ښايست يې يو څو ورځي دئ، بیرته داخدا پاتی! ولي دا يوه منلې سوې او غټه خبره ده چي :
پرده ښې نيمه خوا دي" !