د افغانستان موسيقي
د بشر د لطيفو او ښکليو احساساتو اظهار چې د ذهن په پرله پسې بدلون سره د متظرفه صنایعو د بېلا بېلو څانګو په بڼه منځ ته راغلي (موسيقي ده، چې د شعر انځورگری، مجمسه جوړونې او معماری پر عکس وزن او قافیې قلم او رنگ خښتو او ډبرې ته اړتيا نه لري او د ژوند د خوشالیو د ننني جذبات دي چې له انسان پرته په حیوان او الوتونكيو هم اغیزه لري کولای شو چې موسیقي تر شعر او موزونه وينا لومړۍ وګڼو ، ځکه امیر خسرو بلخي دهلوي موسيقي ناوي او شعر د هغې زيور ګڼي او ښکلې ناوې بیا ګاڼې ته هم اړتيا نه لري. سره له دې، چې د موسيقۍ غږ له شعر او موزونې خبرې څخه ښکلی او زړه راښکونکی دی د انساني پوهې او فهم بنسټ چې په حېواني شعور باندې حکومت کوي د ښې خبرې په جوړولو يعني شعر له موسيقۍ سره، موسيقي يې له يوې بې مانا نغمې څخه يوې مانا لرونکې نغمې ته بدله کړه. موسيقي د شعر په چوکاټ کې او شعر د موسیقۍ په پرده کې د بشري ذهنیت در مدنیت په بدلون کې هغه پر او دی، چې په عمومي ډول تاريخ له هغې څخه خاطري اخلي او په افغانستان کې دا پړاو ډېر ستر او تاريخي پيل لري چې زموږ د هېواد او ګاونډیو هېوادونو د موسيقۍ بنسټ پرې ولاړ دی. لکه څرنګه چې افغانستان د ژبو دینونو او د هند او ارياني او مركزي اسيا ټولني فرهنګي مرکز بلل کېږي، نو بيا داسې هم ویلی شو، چې اريايي سندرې چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د غرونو په لمنو کی را پیدا او بيا يې پراختیا او پرمختیا و موندله، نو بيا اريايي موسيقي هم همداسې دروګڼه او دا موسيقي د باختر موسیقی په نوم یادولی شو چې د هغو د پایښت ځای د هندوکش لمني دي او انعكاس يې په کلاګانو د غرونو په لمنو او د سپين غره په درو کې هم خوندي پاتې دي. ارياي باختري موسيقي د هندي ايراني او مرکزي اسیا د موسيقۍ پیل یا بنسټ دی دي موسيقي خپله لومړۍ او ابتدايي بنه عبادتي موسیقی) او يا مذهبي موسيقي وه او له سندرو سره يې د اريايانو په کورونو کې پرمختيا کړې او بيا له مهاجرو سره چې هند او ایران ته تلي لېږدېدلې ده. دې موسيقۍ د ويدي) په وخت کې یوه بڼه درلوده او بيا يې په اوېستايي عصر کې بدلون موندلی او د هغې موسيقۍ لومړی رنگ او تاثیر په هند او ایران کې د نویو ښوونځیو لپاره لاره پرانستله. (ويدي) : سندرو د یاما پاچا په وخت کې چې په بلخ کې د اريايي واکمنو لومړی پاچا پیژندل شوی د موسیقۍ په بڼه او ګاتونه چې بل شکل یې (کات) او (کات) دی، چې د موسیقۍ د يوې پردې مانا يې درلوده او دا په باختر کې د زرتشتي پېر په موسيقۍ کې د پړاوونو د بدلون څرګندويي کوي. د ډنمارك د بشر پېژندنې د هئیت څېړنو ثابته کړې ده، چې تر اوسه هم په نورستانيانو کې چې د هندوکش د اريايانو وارثين دى يو ډول (گیتار) له يو ځانګړي غږ سره شته چې لرغونتوب يې له څلورو زرو کلو څخه اوړي او يو چينايي داستان هم د دې څرګندوی دی چې یو نیم زر کاله وړاندې تر میلاد یوه مخصوصه شپېلۍ (توله) د باختر له خاوري چين ته راوړل شوه دا نظریات څرګندوي، چې باختر د يو مرکزیت په حيث د موسیقۍ د يو مهم ښوونځي په حيث د اسيا په زړه کې ځای لري او د دې ښوونځي تاثير که هغه په هند او ایران کې وي او که په چین یا مرکزي اسیا کې ثابت او څرګند حقیقت دی. د باختر مذهبي يا عبادتي موسيقي په هند کې همغه شان مذهبي پاتې شوه، مگر په ایران مصر هخامنشي او ساساني کې موسيقۍ ځانته درباري بڼه خپله کړه او په افغانستان کې اريايي مذهبي موسيقي (حماسي موسيقي) سره په فرعي ډول د سکندر مقدوني تر راتللو پورې پاتې وه په افغانستان کې د یونانیانو تر يرغل او هلته تر استقرار وروسته پوره دوه پېړۍ يې زموږ موسيقي ته د ډراماتيكي موسیقی بڼه ورکړه او له نڅا سره د ګډې موسيقۍ بنسټ يې کېښود چې هغې ته كونسرت بالت) وايي لکه چې د هغې موسيقۍ ځينې برخې د کوشانيانو د وخت مجسمه جوړونکيو هم ساتلې وي. د بودايي دين له خپرېدو او د کوشاني ځواکمنې امپراتوری تر رامنځ ته کېدو وروسته په ځانګړې توګه په درېيو لومړیو پېړيو کې، چې د کوشانيانو د فتوحاتو لمن تر هند او مرکزي اسیا پورې وغځېدله، نو موسیقۍ درې ځانګړې خواوې پېدا کړي: الف : درباري موسيقي ب : مذهبي موسيقي. ج : ولسي موسيقي. په دې درې واړو مذهبي او نورو بودايي موسقيو، چې ارام او نرم روح يې درلود د بودايي دين له خپرېدو سره یې عمومیت پیدا کړ او په ډله ایزه بنه ساز او اواز ډېر شو او خلك يې د يوې داسې گوشه گیری خواته راښکل، چې د کنيشکا امپراتوري ووېرېده چې مبادا دا خلك ټول تارك دنیا نه شي چې بالاخره به له کور او ژوند نه لاس و مينځي، په نتيجه کې د پټو عکس العملونو او د شهزاد ګانو له خوا د ساسانی ایران موسیقی ته نژدي ورته چې درباري بڼه یې درلوده. همدارنگه هنري ارامه مذهبي موسيقي د افغانستان درباري موسيقي او ولسي موسيقي يي هيجاني بنه ځانته غوره کړه او د بالقونو د کنسرت ډېرې ډلې جوړې شوې. د اسلامي دورې په پيل کي درباري موسيقي تقريبا له منځه تللي ده، خو کليواله يعني فولك سانگ) موسيقي پــــــه يــــــو هيجاني روح ژوندۍ او باقي پاتې شوه. همغه شان چې اسلامي نويو ادبياتو په لومړيو درې څلورو هجري پېړيو کې ورو ورو نوي او تازه بڼه پیدا کړه موسیقی هم ورسره په خپله ولسي بنه ژوندۍ شوه او بيا يې ورو ورو دربارونو ته لاره وموندله. د غزنویانو له پرتم نه په ډکه دوره ۵-۶ هجري پېړۍ کې چې له ١١- ۱۲ مسيحي پېړۍ سره برابره ده بیا د (رزم) او (بزم) د روح له ژوندي کېدو سره حماسي او بزمي موسيقي د عاميانه يا کليوالې موسيقۍ تر څنگ راژوندۍ شوه مطرب غږونکي را مشګر او نڅاکوونکي د چنګ او بانگ غږ له ډول او سلطاني سرني سره پورته کړ او د نڅا له خوږلنۍ نه ډك غږ د شاهي ودانۍ له کړکيو څخه په لوړ اواز ووت چې انعكاس يې د شاعرانو له ذهنونو وتلو خبرو او د هغه وخت د ليکوالانو له اثارو څخه زموږ غوږونو ته رارسېږي. د غزنویانو فتوحاتو که هغه په هند او ماورالنهر كې وو او که په ایران کې، يو ځل بیا د افغانستان د موسیقۍ غږونه مخصوصا د هغي درباري موسيقي يې له هندي ايراني او د مرکزي اسيا له موسيقيو سره هم غږي کړه او په هند کې د غوريانو فتوحاتو او د اسلامي جذباتو پېدا کېدنې په هندوستان کې د قوالي موسيقۍ بنسټ کېښود. په هېواد کې د مغلو فتوحاتو موسیقۍ ته نوي ښکلا او خلا ورکړه او دې موسيقۍ له خپلې افاقي جنبي د موسيقۍ له نوو او مروجه الاتو سره د چين په لـور نوې خپرونې وکړې او د هرات د تیموریانو په دوره کې د موسیقۍ متقابل نفوذ او اغېزې د افغانستان د بابر د لمسیانو په زمانه کې، چې د مغلو د سلطنتي پلازمینه او مركز له افغانستانه د هندوستان زړه ته ولېږدول شونو . يو شمېر اهنګونه زموږ له سيمې هند ته لاړل او همدارنګه یو شمېر هندي اهنګونه له هند نه افغانستان ته راغلل مگر زموږ کليواله موسيقي د يو شمېر ولسي اساساتو له مخې ځای په ځای پاتې او دوام يې وکړ. په هند کې موسيقۍ د مذهبي اړخونو له توپیر نه پرته د مجلسي او قوالي جنبو په پیاوړتیا سره دوام وکړ او هلته يې د مذهبي ايجاباتو او غوښتنو له مخې ډېره وده وکړه، مګر په افغانستان کې يې له کلویو او د غرونو په لمنو کې له اوسېدونکیو پرته اورېدونکي پیدا نه کړل. افغاني موسيقي چې د تاريخ له پیل نه يې روزنه موندلې او د غرنيو خلکو په آزاد چاپېریال کې يې د وخت په تېرېدو سره عبادتي، رزمي درومدي يوه برخه او درباري بڼه خپله کړي چې د پنځه زره کلن تاریخ په . اوږدو کې ليدل شوي له مقابلو تاثیراتو سره چې د ګاونډیو هېوادونو لخوا منځ ته راغلي په خپله اولسي افغانستاني بڼه تر اوسه د هېواد په ځینو برخو کې موجوده ده، د هغې له مخې چې هر کله وغواړو د خپلې ملي موسيقۍ بنسټ کېښودلی شو.