32

روښانیان او پیر بابا

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

با یزید د قاضي عبدالله اورمړ زوی چې پلاراو نیکه يې د وزيرستان په کاني کوړم کې اوسېدل په ۹۳۱ ق  ۱۵۲۴ م د پنجاب په جالندهر کې وزیږیده چې مور يې بيبڼ امينه د حاجي ابو بکر لور وه، د دوی کورنۍ «انصاري» بلـله کېده او د بايزيد لقب «مسيکن» و. لکه چې تا سې ولوستل، په دغه زمانه کې پښتانه د ژوندانه د اقتصادي پوړونو يوې نوې مرحلې ته داخليدل او په زراعتي ژوندانه لگیا کیدل او د خان خانۍ زړی هم مخ پر قوت وو، چې په دغسې ژوندانه کې دغټو غټو خانانو تر څنگ ځينې روحاني و شمه خلک هم را پیدا کیدل او د تصوف او طریقت پر غو لي باندې وگړي ښه سره را ټولېدل. د دغه عصر اجتماعي تحليل و د واقعاتو د علت او معلول څرگندونه اوږده څېړنه غواړي چې تر دې د مخه زما په ليکنو کې شوې ده، که څوک غواړي چې په تفصيل یې ولولي، تاریخ افغانستان در عصر کورگاني هند (د کابل چاپ ۱۳۴۱ ش) او بابرشاه (د کابل چاپ ١٣۵١) او د خیرالبیان سریزې (د کابل چاپ ۱۳۵۳ ش) او در وښان يا د کتاب (د کابل چاپ ۱۳۵۵ ش ) دې وگوري.

بایزید خپلو مریدانو (روښان پیر) او مخالفانو ( پیرتاريک) باله، ده په پښتو (خير البيان) او په عربي (مقصود المؤمنين) او په پاړسو (صراط التوحد) او ځينې نورې رسالې کښلي دي او د خپل طریقت اساس يې د پير کامل پرلاس نيو ي او اتو نورو مقاماتو باندې ايښی و: ۱- شریعت ۲ - طریقت ۳ حقیت ۴ – معرفت ۵- قربت ۶- وصلت ۷- وحدت ۸- سکونت. 

دا خو ټوله هغه مقامات دي، چې د نورو صوفيانو په طريقو او ډلو کې هم وو، خو موږ گورو چې صوفيانو تل دغه مقامات په انزوا او نرمي، صفا او صلح کل کې تيرول. او د سیر اوسلوک نتيجه به يې هم دا وه، چې سالک به د صلح اوصفا خاوندو، له جنگه او مادي تلاښه به تښتيده، او انسان څه، چې مچ او میږی به يې هم نه ازارول.

 خو د پښتنو جغرافي او سیاسي دريځ د هند د مغولي او د ايران د صفوي غښتليو شاهنشاهیو تر منځ داسې و، چې دوی به خپل موجودیت او آزاد ژوند ساتي، او د دواړو خواوو له ظلمونو او ناغيړوڅخه به ځانونه ژغوري. نوځکه د ((روښان پیر)) طریقت او تصوف هم د دغه جغرافي او سیاسي چاپیره سره سم ،وده کوله، او د ده د تلقین او خاوت او پراتو مقاماتو نلنگ نتیجه دا وه، چې په زرهاوو سر فروش او فدا کار مریدان توره په لاس د سياسي مبارزې ډگر ته راوباسي. روښان پخپله له خانقاهه راووت او د جگړې پر ډگر، توره په لاس و دریده. د ده مریدانو او زامنو او نورو اخلافو هم د عرفانه سره سیاست دراود، او د طریقت تر چوخې لاندې يې تېره توره هم ملگرې وه. د روښان پر د تلقين او غورځنگ سیمه له کابله تر اباسین پورې او لوړې خوا ته تر سواته وه، د ده عمومی تبلیغ د صراط التوحيد له ليکنې سره په ۹۷۸ ق ١۵٧٠م پیل شو یو کال پس یې د اشنغر او آغاز پور جنگونه وکړل، څو چې په ٩٨٠ق ١۵٧٢ م د تور راغه په جنگ کې ووژل شو، او تر ده وروسته یې زامنو او کورنۍ او مریدانود ده مبارزه ترډیره وخته تود، وساتله.

د روښان پیر غورځنگ د ډهلي کورگانانو ته يو غټ خطر و، ځکه چي د کابل او اباسين لارې د پښتنو په لاس کې وې، او دغه پښتانه د روښان په تلقين د خپلې آزادۍ لپاره د ډهلي د حکمرانانو سره توره په لاس په ميدان کې دريدل، او د پاچهانو د لښکرووس به نه په رسیده.

د ډهلي د دربارسیاست اسې و، چې د پير جواب د پير په خوله ووايي، نو يې سید علي ترمذي ( پیر بابا )چې په هند کې روزل شوی د امير تيمور خوريې زی و (مړ۹۹۱ق) د پښتونخوا دې څنډو ته را ولیږه ، چې په ټولو يوسفزو او سوات او باجوړ کې يې پښتانه مریدان کړل، او د ده شاگردانو د روښان پير په تورونه او تکفير لاس پورې کړ چې مشهور اخوند درویزه د گډایی زوی (مړ۱٠۴۸ق) د دې ډلې په سر کې ولاړو، او پښتو مخزن اسلام یې د روښان د خيرالبيان په مقابل کې وکيښ، او دې کتاب د سوات په پښتنو کې دونې شهرت وموند، چې خوشحال خان هم پخپل عصر کې هلته په سوات کې فقط دوه شيه ليدل:

په سوات کې دي دوه څيزه، که خفي دي که جلي

(( مخزن )) د درويزه دی، یا ((دفتر)) د شيخ ملي

د روښان پیر کورنۍ خو د خوشحال خان تر عصره د ډهلي له حکمرانانو سره ډغرې و هلې، او په ۱۰۴۷ق کر یمداد د جلال الدين زوی د نغر تر غورخنگ وروسته ونيول شو، او د شاه جهان په امر ووژل شو. 

مگر خوشحال خان په سوات نامه کې هم پر روښان او هم پر دروېزه باندې انتقادونه کړي دي او د دواړو کتابونه خيرالبيان او مخزن يې هم د ادبې او هم معنوي پلو، سپک بللي دي د روښان او درویزه په دغه جگړه کې يوسفزي گړه بوخت وو او اخوند دروېزه په تذکره الابرار کې د سرکاري – مینی - باړه جنگونه یادوي، چې قايد يې ملا مير و د روښان پیر یو مشهور مرید د منډنو له امان زو څخه و او دغو کورنیو جنگو کرد. یوسفزي په سمه او غرو کې سره ځېلي وو، او دا هغه وخت و چې په هند کې دجلا ل الدین اکبر پاچهي وه د ۹۹۰ ق حدود.