32

د ملا محمد خانمیر چارمقاله

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

لکه چي تاسي په ۴۹ عدد کي د ائمه الافاغنه تر نامه لاندي ولوستل دغه کتاب په فارسي ژبه ليکل سوی او ځيني برخي يې له ائمه الافاغنه څخه را اخيستي دي، لکه امیر افضل جدون چي د راولپنډي د تعمیر په ورځپاڼه ۴ فبروري ۱۹۵۶ م کي کښلي دي : چار مقاله په ۱۱۵۵ ق ملا خانمیر تالیف کړې ده چي دوې خطي نسخې يې دغه سړي د ضلح هزاره په نان شهر کي لرلې.

د چار مقالې په حاشيه کي داسي کښلي دي، چي دغه حواشي اكثر له ائمه الافاغنه څخه رانقل سوي دي، او مطالب يې هغه داستانونه وو چي پخوا د پښتنو د کسي غره او کیس نیکه لپاره، سره راجوړول سوي وو او بيا نعمت الله په مخزن افغاني او نورو تاريخي کتابو که هم را نقل سوي چي له تاريخي واقعيته سره څنگ نه لگوي.

په دغسي کتابونو کي کله کله ډیري گټوري خبري پيدا کيږي چي د اوسنیو تاریخوالو په کار ورځي خو ځيني داسي خبري هم پکښې وي چي هغه نه عقل مني او نه له تاريخي پرله پېيلو واقیعتو سره سمیږي. ځکه چي ما په خپله دا چار مقاله نه ده ليدلي نو تر دې زیات څه نه سوای پر ویلای.